(٣٢برخه)
د شيخ مجيب او بنګالي ولس انعکاس همماغه ډول و. امر بيا پر ځاى نه شو. د دې امر نه منل د مارچ په ١٦ نيټه کله چې مجيب له يحيى خان سره لومړۍ خبرې پيل کړې په ترخه ژبه وغندل شو. ډير پاروونکي فکتورونه اوخبرې يو په بل پسې راتلل، مګر اصلي هدف دا و چې خبرې اوږدې کړي. يو پاروونکى عامل پخپله د پريزيډنت مشورتي ملګري "مذاکره کوونکې ډله" وه. د دې ډلې يو غړى، رضوى، د استخباراتو د څانګې امر و. نوموړى هغه څوک و چې په ١٩٦٨ کال په اګارتله کې د شيخ مجيب لپاره د توطئه او دسيسه جوړولو مسئول و. بل غړى يې ميجر جرنل اکبر و چې بنګالي ولس يې مخته نه شول کتلى. دريم غړى يې ليفټننت کرنيل حسن و چې هغه هم د اګارتلې په دسيسه کې د خورا پياوړي قاتل په توګه پيژندل شوى و. دا ډله وه چې له شيخ مجيب او ملګرو سره يې د سولې خبرې کول غوښتل !! د ليفټننټ کلونل حسن د ګډون لپاره دليل دا و چې هغه په مليتري او مارشلا اداره کې تخصص درلود او موجوديت ييې ډير ضروري ګڼل کيده.
پريزيډنت يحيى خان به د داسې حساسې يوې سياسي لپاره چې په ١٩٤٧ کال د پاکستان له زيږيدو وروسته يې سارى نه درلود تر دې نامناسبه او پاروونکې کميټه نه واى غوره کړې. پدې هکله د عوامي ليګ د مشر انعکاس هم خراب و. ده دا ډله له هغه وخته چې له يحيى خان سره يې لومړنۍ غوڼډه وکړه وليدل چې د پريزيډنټ استوګنځي ته نږدې په بله کوټه کې انتظار وو. کله چې له غونډې څخه وروسته بيرته راستون شو، يوه ملګري ته يې وويل: "يحيى له ځان سره ټول ځناوران راوستلي دي. ايا له ما څخه داسې هيله کوي چې له هغوى سره خبرې وکړم."
مګر شيخ مجيب چې هڅه يې کوله چې هر ډول وي د سولې کومه لار ومومي، له هغوى سره خبرې وکړې. خو بيا يې همخپل عزت نفس تر پښو لاندې نه کړ. د يحيى له ډلې سره د خبرو کولو لپاره يې تاج الدين، ډاکتر رحمن سجن اوډاکتر کمال حسن وروليږل او پخپله يې ځان له پريزيډنت سره د خبرو کولو لپاره وساته.
څنګه چې دا غوڼډه يوه وړه کړل شوې توطئه وه نو د يادولو وړ نه بلل کيږي. دا ونډه د دې لپاره نه وه جوړه شوې چې بريالۍ وي مګر اصلي هدف يې دا و چې د جنرال ټيکه خان او پوځ لپاره لږ څه نور وخت هم پيدا شي تر څو له پنجاب څخه پوره ځواک وليږدوي او ځانونه پياوړي کړى ي. د يادونې وړ غوره خبره دا ده چې تر پايه پورې د دوى خبرې ماتې نه شوې اود مارچ د ٢٥ نيټې تر ماښام پورې يې کله چې پاى يې په پوځي وحشت ختم شو، د شيخ مجيب سترګې تړلې وې. حتى کله چې يحيى خان بيرته کراچۍ ته روان و د عوامي ليګمشر پدې هيله و چې روغه جوړه به امکان ولري. حکومتي "سپين کتاب هم په ختيځ بنګال کې د اړودوړ" او غونډې د ناکاميدو په هکله پټه خوله و. د پنجابي ډلې دسيسه د شيخ مجيب له وروستۍ مطبوعاتي مرکې څخه ښه څرګنديدى شي. لکه څنګه چې پخوا مو هم وويل، پدې مرکه کې واي:
"موږد ولس ټاکل شويو نمايندګانو ته د قدرت د سپارښت په هکله موافقې ته رسيدلي يو. هيله ده چې پريزيډنټ به ژر دا خبره اعلان کړي". کله چې خارجي خبريالان د بنګالي ولس د دې سادګۍ په څيړنو بوخت وو، پنجابي پوځ په ډيره پټه خوله په خپلو ټانکونو [شوبلو] او زغروالو موټرو کې کيناستل او هر څه يې دې ته چمتو ووچې هره ګړۍ چې غږورته وشي خپله شومه لوبه پيل کړي. د ټولو پورتنيو شواهدو څخه په ډاګه څرګنديږي چې شيخ مجيب او د عوامي ليګ مشران ډير خوښباوره وو چې اوس لا هم د يحيى خان او ډلې په مکر او فريب باندې غوليدلي وو. زه پدې هکله حيران پاتې يم. نښې نښانې په ډاګه ښيي چې په ډاکه کې حکومتي دفتر د ١٩٧١ کال د مارچ د ١٥ او ٢٥ نيټې ترمنځ د سياسي لوبو منظره وه، د عوامي ليګ ړوندتوب هم چې حقايق يې نه ليدل هغو چا ته چې په پاکستان کې وو او د ويجاړو د راتلو احساس يې کاوه، د تعجب او حيرانتيا وړ وه. څنګه چې د ختيځ بنګال او پاکستان تر منځ مخابراتي وسايل شليدلي وو نو پاکستاني ولس په ورځنيو کړووړو خبر نه و. په ډاکه او نورو ځايو کې عوامي ليګد پوځ تيارى ښه په سترګو ليد او هغه څه چې تيرېدل په غوږونو يې اوريدل.
د پاکستان د بين المللي هوايي کرښې او د هوايي قواو سي-٣٠٠ الوتکې څلرويشت ساعته د بنګال او پاکستان تر منځ تلې او راتلې، پوځي پرسونل اومهمات يې ليږدول. د ډاکې هوايي ډګر پوځي کمپ اوښتى و، د ماشينګړو او هوايي ضد وسلو ځاله وه. ټانکونه (شوبلې) له سرحدي کرښو څخه بيرته راغوښتل شوي وو او په ښار کې د ګرځيدو لپاره پاسته ځنځيرونه ورتړل شوي وو. د پوځي تيارۍ بهير لا پسې روان و. د ختيځ بنګال پوځ او يونټونه په ډير سيستماتيکي ډول يوپه بل پسې کمزوري او ماتيدل. له ځينو يې حتى وسلې تحويل شوې وې. مشران يې پدې ټولو پيښو خبر وو. د مارچ په ١٩ نيټه له ډاکې څخه ٢٢ ميله د شمال په خوا په جايديتپور کې د ختيځ بنګال او پاکستان تر منځ سخته شخړه پورته شوه. دا شخړه ځکهوه چې کله پاکستانى پوځ غوښتل چې د هغو بنګالي سپاهيانووسله واخلي کوموچې په هغه فابريکه پيره کوله چې د چين لهخوا جوړه شوې وه. د رسمي منابعو له خبر سره سم پدې شخړه کې دوه تنه مړه او پينځه تنه ژوبل وو. مګر د عوامي ليګ له اټکل سره د ډزوله کبله ١٢٠ تنه مړه شوي وو.