عيسی خېل له ا ره د پښتنو دلودي قبيلو پورې يوه اړونده قبيله ده او دلودي دزوی نيازي اولاده ګڼله کيږي٠ نيازي د خپلو دريو مېر منو نه درې زامن درلودل چې با هي، جمال او خاکو نو مېدل٠ عيسی په اصل کې دخاکو زوی و چې دده اولاده دعيسی خېلو په نا مه سره ياديږي٠ (١)
په پيل کې دنيازيو قبېله چې عيسی خېل يې يوه څانګه ګڼله کيږي دافغانستان دغزني ولايت دشلګر په سېمه کې مېشته ول چې وروسته داندړو او نورو غلجيو قبيلو دغلبې په وجه له دغه ځايه لېږديدلو ته اړ ېستل شول او دسليمان دغره ختيزو بر خو او دټانک په سېمه کې مېشته شول ٠د شلګر دسيمې نه ددوی دلېږديدو اصلي وجه داوه چې ددوی شمېر لږ وو او دغلجيو قبيلو سره يې دمقابلې توان په ځان کې نه لېده ٠ په دغه وخت کې دوی زياتره دپوونده او سوداګرو په ډول ژوند کاوه او لږه اندازه دکر کيلې په چارو هم بو خت ول٠ (٢)
هغه وخت چې بهلول لودي په ١٤٥٠ زېږديز کال کې دهندوستان واکمن شو،نو دخپل ځواک دپياوړتيا لپاره يې دافغا نستان يا روه نه دخپلې قبيلې خلک او نور پښتانه دنوکرۍ او نورو پو ځي دندو دتر سره کو لو لپاره هندو ستان ته ور وغو ښتل او په هندو ستان کې يې دپښتنو دمېشته کېدو لپاره يو ځانګړی فرمان جاري کړ٠ په دغه وخت کې دنيا زيو دقبيلې ډېر ښا خونه او څانګې هندو ستان ته وکو چېدل او دلو ديانو په دربار کې يې لوړ لوړ منصبونه او دندې تر لا سه کړې٠ همداراز د هندوستان دبل پښتون واکمن سوري شېر شاه په وخت کې هم ډېر نيازي پښتانه په شاهي دربار کې لوړ لوړ منصبونه تر لا سه کړل چې دهغوی له ډلې نه هيبت خان نيازي او عيسی خان نيازي چې اولاده يې په عيسی خېلو سره شهرت لري دسوري شېر شاه دواکمنۍ په وخت کې دخپل ليا قت او پو هې په وجه د امارت رتبې ته ورسېدل او دومره شهرت يې تر لا سه کړ چې هيبت خان نيازي ته د سوري شېرشاه له خوا داعظم همايون خطاب وشو او دپنجاب صو بدار يې وټاکه او عيسی خان نيازی دشېر شاه سوري ددربار ځانګړی سلاکارو چې ورو سته دسليم شاه سوري سره په جګړه کې ووژل شو٠ (٣)
دعيسی خېلو دقبيلې ښا خونه:
دعيسی خېلو دقبيلې ځينې مشهور ښا خونه دادي:
اپو خېل،زکو خېل، ميرزو خېل، سنځله خېل،خواجه خېل، علي خانخېل، لنډو خېل،خاني خېل، دلو خېل،کر بوس خېل، ممون خېل، با دين زي، پيرالي خېل،پهاړ خېل،يعقوب خېل،فتح خېل،صا حبو خېل،بيرم خېل، او رپه خېل،ملتاني خېل،عمر خېل،سيد خېل، سارنګ خېل، چهنګي خېل،شيخ عمر خېل،غازي خېل، صابو خېل، شيخ احمد خېل، عثمان خېل،درپه خېل، عمر خېل، احمد خېل، شيخ مهلي خېل،احمد خېل،سيد خېل، حرزاخېل،سکندر خېل، خضر خېل،شيخ فريد خېل،عمر خاني، شېر خاني،سليم خاني، جلال خاني،بهايي خاني، ماچهي خاني،پهاړ خېل، شمسي خېل،نورنګ خېل، سيدو خېل،سرور خېل، غالي خېل، سهالت خېل،زمان خېل، بهادر خېل، همل خېل، جهټه خېل، درويش خېل٠ (٤)
دعيسی خېلو دقبيلې حال دتاريخ په رڼا کې:
لکه چې دمخه وويل شول په پيل کې عيسی خېل دافغا نستان دغزني ولايت دشلګر په سېمه کې اوسېدل چې بيا وروسته داندړو او نورو غلجيو دغلبې په وجه يې خپله سېمه پر ېښودله او دسليمان غر ه په ختېزو لمنواو ټانک کې مېشته شول٠ تر هغه ورو سته د نيازيو او له هغې جملې نه د عيسی خېلو دقبيلې ډېر خلک په ١٤٥٠ زېږدېز کال کې دهغه فر مان له مخې چې لودي ټولواک سلطان بهلول پښتنو ته د هندو ستان دتلو لپاره جاري کړی وډېر شمېر يې هلته ولېږدېدل او هيبت خان نيازي،قطب خان نيازي او عيسی خان نيازي د سوري شېر شاه دواکمنۍ په وخت کې لوړلوړ منصبو نه تر لا سه کړل ، خو ورو سته بيا هيبت خان او عيسی خان نيازی دسليم شاه سره مقا بله وکړه ، خو هغوی ماتې وخوړله او دنيازيو قبيله دعيسی خان او هيبت خان تر مشرۍ لا ندې وټکېد ل او ددهن کوټ سيمې ته چې دسنده درياب په لويدېزه څنډه کې پر ته ده ورغلل٠
دتاريخ حيات افغاني ليکوال محمد حيات خان له نن نه ١٤٦ کلونه وړاندې په دې اړوندداسې ليکلي دي :
"په ٩٥٤ هجري کال کې خواجه اويس سرواڼی چې دسليم شاه سوري دپوځ پر مشرۍ مغرور و او دنيازيو دټکولو لپاره رورغلی و په لو مړي ځل يې دهيبت خان نيازي او عيسی خان نيازي دزړورتيا له کبله ما تې وخو ړله، خو دويم ځل يې دتازه دمو لښکروپه ملګر تيا هغوی له دهن کوټ نه پر شا وتمبول او عيسی خان نيا زي او هيبت خان نيازي دخپلو ملګرو سره دراولپنډۍ په شمالي غرو نو کې دګهګړو قبيلې ته پناه يووړه، خو شاهي پوځ او لښکرو په دغه ځای کې هم دهغوی دتعقيب نه لاس وانه خيست او تر دوو کلو نو پورې ګهګړو هم دشاهي لښکرو سره جګړې وکړې٠ کله چې ګهګړ و هم ماتې وخوړه نو نيازي دځمکو اوځا يو نو دتر لا سه کو لو لپاره کشمير ته لاړل او کله چې دکشمېر واکمن پوه شو چې دوی دډهلي دسوري واکمن سليم شاه دقهر او غضب وړ ګر ځيدلي دي نو دهغوی مخه يې ونېوله او دوی تر مينځ سخته جګړه وشوه چې په پای کې عيسی خان او هيبت خان نيازي دخپلو څو تنو زامنو او وروڼو سره ووژل شول او دهغوی سرونه په ډېرې بير حمۍ نه ددوی دتنو نو جلا اود نورو بند يانو سره د سليم شاه سوري دربار ته ولېږل شول٠ (٥)
ددې الو ګو لو په پای کې چې کوم نيازي او په تېره بيا عيسی خېل بچ پاتې شول هغوی په ټانک کې دخپلې قبيلې سره يو ځای شول، خوتر څو کلو نو وروسته په دغه سېمه کې دلو حاني(لواڼي) دقبيلې دغلبې په وجه دنيا زيو دقبيلې ښا خو نه له د غه ځا يه ددامان سېمې ته چې اوس يې مروت بولي لا ړل اوتقر يبا دېرش کلو نه دمروتو په تهل کې اوسېدل٠ دپهاړ خېلو دسيمې تر څنګ د کو رمې دروداو دګميله دويالې تر مينځ د نيا زيو لوی کلي پر اته وواو دمدي سر هنګ په نامه يو تن ددوی مشر او لوی شتمن و٠ په دغه وخت کې دنيازيو قبيلې دسيمې ځمکې سره ووېشلې ،خو دمهيار ښاخ ترې بې بر خې پا تې شو دمهيار ښاخ په دغه خبرې سخته واشيي وښودله او دمروتو نه يې دمر ستې غو ښتنه وکړه او پر دغې پلمې مروتو پر نيا زيو ير غل وکړ او دنيازيو لاس يې له دغې سيمې نه لنډ کړ او دتهل په سېمه کې چې دوی يې اوس مروت بو لي دوی پخپله استو ګن شول او نيازي په متفرق ډول سره خواره واره شول٠عيسی خان نيازي اته زامن درلودل ٠ کله چې دعيسی خان او لاده دنيازيو دپاتې قبيلې سره دتهل مروت نه دټاک سيمې ته تلل، نو دوی پر هغې سيمې با ندې قبضه وکړه چې اوس هلته دلکي روت سيمه ده چې دګميل درود شمال او دکورمې درود سهيل ته موقعيت لري٠ کله چې نيازي دمروتو له خوا ددغه ځايه وايستل شول نو په هغه وخت کې ددره تنګ نه راووتل او لو مړی په مميت کې په يوه ځای کې مېشته شول او بيا يې دکورمې درود په سهيلي بر خه کې يو کلی جوړ کړ چې په ټيټې مينې سره مشهورو٠ همداراز دوی دسند ددرياب پر غاړه نور کلي هم اباد کړل٠ کله چې بيا دعيسی خېلو ددوو څانګو ممو خېلو او زکو خېلو تر مينځ دښمني را مينځ ته شوه نو عيسی خېل سره خواره واره شول او بيا په ١٨٨٥ بکر ما جيتي (٦)کال کې دعيسی خېلو دقبيلې مشر احمد خان دعيسی خېلو په نا مه نوې قصبه جوړه کړه اوددوی سېمه دعيسی خان نيازي دنا مه په وجه په عيسی خېلو سره ونو موله شوه٠ کله چې عيسی خېل دلو مړي ځل لپاره دعيسی خېلو په نامه نوې سيمه کې مېشته شول،نو هيڅ وياله دکورمې درود نه نه وه ورايستل شوې او دلوړو ځمکو نه به ټيټو ځمکو ته د يوه لرګي په ذريعه چې دوی ترنا باله او به بهيدلې او ځمکې به يې خړو بولې، نو ځکه په دې سيمه کې دترنا په نامه يادېدله چې په عامو خلکو کې دتر نه په نا مه مشهوره وه٠هغه وخت چې عيسی خېلو پر دغې سيمې خپلې واګې ټينګې کړې نوشيخ فرېد چې دشيخ مهلي زوی او دعيسی خېلو دممون خېلو په ښاخ پورې يې اړه درلوده اود ډېر ښه نيت خاوند او خدای پالونکی انسان و دعيسی خېلو د ټولې قبيلي ښاخونه را وغو ښتل او دعيسی خېلو ټوله سېمه يې په لاندې ډول ددوی تر مينځ وويشله:
ممون خېلو ته يې يوه برخه، بادين زيو ته يې يوه برخه،زکو خېلو ته يې يوه برخه او اپو خېلو ته يې يوه بر خه ورکړه چې دغه ويش پر څلورو ښا خو نو باندې عملي شو٠
که څه هم د عيسی خېلو اصلي ښا خونه پورتني ښا خو نه ول ، خو دوی په پلو منځو نو کې بيا په شپاړسو بر خو باندې دغه ويش دکو چنيو څانګو تر مينځ ترسره کړ٠
دافغاني واکمنانو په تېره بيا ددراني واکمنانو په وخت کې به چې لښکر ته اړتيا ليد له کېدله نو عيسی خېلو به ددغو څلوروښا خو نو لښکر ورته برابراوه٠
که څه هم عيسی خېلو دپخوانيو زمانونه دمروتو سره شخړې او لانجې درلودلې، خو سره له دې هم چې عيسی خېل دشمېر له مخې تر مروتو لږ ول دمروتو له لا سه مات نه شول ځکه چې دشخړو او جګړو په وخت کې په مجموع کې ټول نيازي او دهغې نه دعيسی خېلو دقبيلې ټول ښا خونه سره يو موټی کېدل٠
همداراز که څه هم په پيل کې د عيسی خېلو دقبيلې دښاخونو تر مينځ شخړې او لانجې لږې وې او خلکو دشخړو او لا نجو نه ډ ډه کوله، خوددراني احمد شاه دواکمنۍ په زما نه کې ددوی تر مينځ د قبيلې دسردارۍ او مشرۍ بر سر اختلا فونه ر او ټوکېدل او دوی په خپلو منځو نو کې پر دوو ګوندونو وويشل شول يعنې سنځله خېل،ممون خېل او با دين زي په يوه ګوندکې وو او زکو ځېل په بل ګوند کې٠
ددراني وا کمنۍ په وخت کې دعيسی خېلو مشهور مشران او سردارن په لاندې ډول وو: دليل خان، خان زمان اواشپر خان٠ همدارازدانګرېزانو دواکمنۍ په وخت کې ددوی مشهور مشران عالم خان،سر فراز خان،عبدالله خان، غازي خان، شېر خان،حسن خان، محمد خان،نوازخان ،خانزمان اوحسين٠
په او سني وخت کې عيسی خېل د پا کستان دپنجاب دميانوالۍ دډسټرېکټ( ولسوالۍ) يو تحصيل دی او دعيسی خېلو ښار ددغه تحصيل مرکز دی٠ همداراز کمر مشاني او کالا باغ هم همد لته مو قعيت لري٠
ميانوالي تر١٩٠١ عيسوي کاله پورې دپخواني صوبه سرحد او اوسنۍ پښتو نخوا يوه ولسوالي وه چې بنو يې مر کزو، خو بيا د بنو نه جلا او په پنجاب پورې وتړل شوه٠ دعيسی خېلو دتحصيل دوګړو شمېر ٧٦٣٠ تنه دی او ٤٣ کلي لري٠همداراز دکالا باغ دو ګړو شمېر٥٨٢٤ تنه ښودل شوي دي٠ دعيسی خېلو دتحصيل خلک دپښتو ژبې سر بېره په سرائيکي ژبه هم ګړيږي٠ (٧)
دعيسی خېلو سېمه دابا سين يا سند درياب په اوږدو کې تر دېرشو ميلو نه زياته غځيدلې ده،سوريې دولس ميله دی او په دريو خواوو کې لوړو غرو نو په غېږ کې نيولې ده ٠ دوی سيمه ډېره حا صلخېزه ده چې پرېمانه او به او ګڼ شمېر نفوس لري او ډېر ښه کښت پکې کيږي٠ (٨)
--------------------------------------------------------------
ماخذونه او سر چينې:
١-تاريخ حيات افغاني، دپېښور چاپ،٣١٤ مخ٠
٢-کتور لطيف ياد، پښتني قبيلې،ددانش چاپ، ېېښور،١٩٣ مخ٠
٣-تاريخ حيات افغاني٦٢٧-٦٢٨ مخونه٠
٤- نوموړی اثر،د٦٣٠ مخ دنسب ونه( شجره)
٥- تاريخ حيات افغاني،٦٢٨ مخ٠
٦-بکر ما جيتي سنه دهند داوجين دراجادبکر ما جيت دنوم له کبله ده٠نوموړي په٥٧ قبل ا لميلاد کې پر ساکانو بری وموند٠داتر عيسوي سنې ٥٧ کاله مشره ده٠(ياد)
٧-http://en.wikipedia.org/wiki/Isakhel_Tehsil
٨-مونټسټوارټ الفنسټن، دکابل سلطنت بيان ،دپوهاند محمد حسن کاکړ او سر محقق نصرالله سوبمن ژباړه،دويم ټوک،٤٧ مخ٠