د انسان د ظاهر او باطن د اصلاح دپاره شرعي علاج:

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 44604
دارُالافتآءأبوالفضل .
دخبریدو نیټه : 2011-06-06

 فتو ی نمبر(۱۸9) .


دارالافتآء علامه، محقق محمد معين الدين أبوالفضل ، افغاني کان الله له ودامت برکاته .

مستفتي  :  ســـــــــــراج الدیــــــــن میاخیل کونړی

 


محترمولوی صاحب اسلام علیکم...................
محترم مولوی صاحب !
زه دوه پښتنی لرم مخکی می هم کړیدی خو نر اوسه می جواب تر لاسه نکړو نه پوهیږم چی ولی زماپښتنه پدی ډول ده چی   بغض،حسد،بدګمانئ،اوبد فعالئ د منځه وړلو علاج کول یعنی څنګه کولای شو دغه مشکل دمنځه یوسو ؟

 

 

الجواب وهو الموفق للصواب :


نحمده ونصلي علی رسوله الکريم   .
محترمه وروره ! اول ستا د پوښتني ستاينه کوم  ؛ ځکه چي د اسلامي شريعت له نظره د مسلمان دپاره دا ډيره ستره او په لوړه کچه أهمه پوښتنه ده  ، و دې پوښتني ته بايد د اسلامي پوښتنو د مور لقب ورکړ سي  .
  د اسلام پيغمبر په يوه مبارک حديث کښي فرمايلي دي چي بېشکه په جسد (بدن) د انسان کښي يوه ټوټه غوښه ده ، کله چي دغه ټوټه غوښه صالحه ، روغه او سمه سي نو د انسان ټول جسد صالح او سم ګرځي ، او کله چي دغه ټوټه  غوښه فاسده او خرابه سي نو ټول جسد او بدن د انسان خرابيږي ، خبردار !! او دا ټوټه غوښه عبارت ده له زړه څخه د انسان  .
دارنګه په يوه بل حديث کښي راغلي دي چي بېشکه دغه زړونه د انسانانو داسي زنګ نيسي لکه اوسپنه  چي زنګ کوي. ،نوددغونبوي هدایاتوپه رڼاکي دامطلب لاس ته راځي چي انسان که  دخپل ځان دصلاح غوښتونکّی سي نواول بایددز ړه داصلاح کوښښ وکړي
وروسته له دغي مقدماتي خبري ستا د پوښتني و جواب ته راځم  : 
لپاره ددې چي په انسان کښي الله پاک داسي پاک او مقدس کيفيت پيدا کړي چي د هغه کيفيت په رڼا کښي بيا دغه انسان پخپل اختيار سره ، بې تکلُّفه له بدو اخلاقو او أفعالو څخه ځان ګوري مختلفي لاري سته  چي شرح يې پدې ډول  ده  :
اوله لار   :
اوله لار  يې داده چي انسان څلويښت ورځي تکليف او مشقت پر ځان باندي راولي ، د خلګو اختلاط پريږدي  ، او پدغو څلويښتو ورځو کښي ذکر ، تلاوت او نور عبادتونه کوي  ، پدې شرط چي هر قسم عبادت چي کوي هغه په اخلاص سره وي ، له ريا څخه به پاک وي او خالص د الله (جل جلاله) د رضا پخاطر وي ، او دا نيت هم ورسره وي چي الله پاک ځما باطن او ظاهر را صفا کړي   .
پدغو څلويښتو ورځو کښي به دا کيفيت خامخا له ده سره وي چي زړه ، ذهن او نفس بې و هغو ناتراشه کارو ته زورونه وهي کوم چي عادت يې ورسره نيولئ دئ ، خو دَئ به مُجاهده او تکليف کوي ، له هغو ټولو شپانو څخه به ځان راګرځوي  ، پدغه ډول چي څلويښت ورځي دَئ تيري کړي نو الله پاک دده په باطن او ظاهر کښي انقلاب راولي  ، چي په نتيجه کښي به بد کارونه دده په نظر کښي بد ورسي ، او باطن بې له بدو کارو سره په نفرت او کرکه کښي واقع سي   ، او د نيکو کارو او اخلاقو بې په زړه کښي مينه ، محبت او شوق پيدا سي ، او په طبعي ډول به ورته متوجه کيږي او کوي بې   .
  
چهل خانه او په چهل خانه کښي خلوت د قرآنکريم له اياتو اود نبي کريم (صلی الله عليه وسلم) له أحاديثو څخه ، دارنګه دده مبارک له عمل څخه رامستنبط سوئ مُثبت عمل دئ ، چهل خانه او په چهل خانه کښي خلوت په اسلام کښي د انسان د ظاهري او باطني اصلاحاتو دپاره يوه ډيره قوي او مُحکمه لار ده ، د الله (جل جلاله) انبياوو خلوتونه کړیدي : حضرت موسی (عليه السلام) څلويښت شباروزه په کوه طور کښي اعتکاف وکړ ، چي له هغه څخه وروسته الله پاک پر ده باندي تورات نازل کړ  .
ځموږ او ستاسي پیغمبر (صلی الله علیه وسلم) هم خلوتونه کړيدي  ، په مکه شريفه په غار حراء کښي دَئ مبارک په خلوت کښي ؤ چي د الله پاک له طرفه د قرآنکريم نازليدل پر ده مبارک باندي پيل سو  .
په څلويښت ورځو کښي که انسان دغه څلويښت ورځي د خدائ له حکمه سره مطابق په خلوت کښي تيري کړي نو د انسان په باطن کښي يو نوئ تحَوّل او بدلون منځ ته راځي ، د څلويښتو په عدد کښي الله پاک ځانته یو پټ راز او سِر ايښئ دئ ، دمور په رحم کښي نطفه په څلويښتو ورځو کښي تحول قبلوي او يوه ټوټه د ويني ګرځي ، بيا دغه ټوټه د ويني د مور په رحم کښي په څلويښتو ورځو کښي تغير خوري او يوه ټوټه د غوښي ورڅخه جوړيږي ، بيا په دغه يوه ټوټه غوښه کښي څلويښت ورځي وروسته بل بل قسم بدلون پيدا کيږي .
دارنګه په يوه حديث شريف کښي راغلي دي کوم چي په «درمنثور» کښی يې ذکر سوئ دئ  چي رسول الله (صلی الله عليه وسلم) فرمايلي دي چي ندئ کړئ  یوچاڅلويښت ورځي یو عمل خالص د خدائ (جل جلاله) دپاره مګر جاري کړيدي الله پاک چينې د حکمَت له زړه دده څخه پر ژبه دده باندي  .
په يوه بل مبارک حديث  کښي راغلي دي چي چا که په ياد کړل څلويښت حديثونه ځما لپاره د أمت ځما په شان اوکارکي  ددین دامت زمانو راپورته به کړي دَئ الله پاک (يعني د قيامت په ورځ) فقيه (يعني د فقهاوو او علماوو په ډله کښي بې شمار کړي) او سم به زه ده لره د قيامت په ورځ شفاعت کونکئ او شاهد او ګواه  .
د چهل خانې او خلوت فائدې   :
پوسه ! چي خلوت خوراډېري غټي فائدې لري  چي ځيني له هغوڅخه په دې شرحه دي  :
(۱)  : په خلوت سره دانسان زړه  فراغت پيداکوي  دانسان زړه له نوروشغلوڅخه وذکراوفکراووعبادت ته  بېغمه کيږي .
(۲) : په خلوت کي انسان ذکر اوفکراوعبادت په اساني سره کولاۍ سي .
(۳)  : دخلوت په سبب انسان له ډېرومنکراتوڅخه  نجات پيداکوي .
(۴)  : دخلوت په وجه دانسان په زړه کي خشوع اوکمېنګي پيداکيږي ځکه  انسان چي کله يوازي وي نوخپله ناتواني اوانساني  بې بسي  اوعجز ورته  حاضرېږي .
(۵)  : په خلوت کي انسان له بشري مألوفاتو اومرغوباتو څخه  جلاکېږي .
لاندي مي قرآني اياتونه  او نبوي حديثونه چي د چهل خانې مأخذونه دي درته ذکر کړيدي :
وَإِذْ وَاعَدْنَا مُوسَى أَرْبَعِينَ لَيْلَةً ثُمَّ اتَّخَذْتُمُ الْعِجْلَ مِنْ بَعْدِهِ وَأَنْتُمْ ظَالِمُونَ (البقرة  : 51 ) .
من حفظ علی أمتيْ أربعينَ حديثا في أمر دينها بعثه الله فقيهًا ، وکنتُ له يومَ القيامة شافعًا وشهيدًا (رواه البيهقي فی شعب الايمان / والحديث قال أحمد فيه : هذا متنٌ مشهور بينَ الناس وليس له اسناد صحيح . وقال ابن حجر رويَ هذا الحديث من ثلاثة عشر صحابة ، ولکن لايخلو سندٌ منها من العلة القادحة : تلخيص الحبير : کتاب الوصايا . وقال النووي اتفق الحفاظ علی أنه حديث ضعيفٌ وانْ کثُر طرقه أنظر : الاربعين النووي بشرح ابن دقيق العيد/ وکشف الظنون ج ۱ ص ۵۲ / ولکن الامام السیوطي صححه في الجامع الصغير بشرح فيض القدير ج ۶ ص ۱۱۹ ) .
ماأخلصَ عبدٌ لله أربعين صباحًا الا ظهرتْ ینابيع الحکمة منْ قلبه علی لسانه (الدرالمنثور ج ۲ ص ۲۳۷ تحت تفسير قوله تعالی : «واخلصوا دينهم لله » ) .
عن أنس بن مالک قال قال رسول الله (صلی الله عليه وسلم) منْ صلی لله أربعين یوما في جماعة يدرکُ التکبيرة الأولی کُتِبَ له برآءتان  : برآءة منَ النار و برآءة منَ النفاق (ترمذي : ۱۵۹) .

دوهمه لار  :
د انسان د اصلاح او له مذکوره فاسدو أخلاقو څخه دده د نجات  دوهمه لار  داده چي د يوه واقعي مُرْشِد کوم چي کامِل او مُکمِّل پير دئ  مُريد سي ، نو د مُرشدِ کامِل مُکمِّل د صُحْبت ، توجه او تربيې په برکت سره انسان الله پاک په تَزْکِيه او تَحْلِيه سره مُشرف ګرځوي ، تَزکيه عبارت ده له تصفيې او پاکوالي څخه د انسان له بدو أخلاقو او صفاتو څخه ، لکه کِبر ، عُجَب ، حَسَد ، بُخل وغيره  .   او تَحْليه عبارت ده له دې څخه چي په انسان کښي شريف او نيک صفتونه او خويونه قرار ونيسي   .

دريمه لار  : 
د انسان د اصلاح دپاره دريمه لار  په زړه پوري لار داده چي انسان د خپل ځان د اصلاح په نيت دغه درې کارونه په ښه توجه او عاجزي سره تر يو څه زمانې پورې په ټينګه په عَمل کښي راولي   :  اول د قرآنکريم تلاوت    . دوهم د الله (جل جلاله) ذکر    .  دريم د مرګ ډير يادول او د مرګ په حالاتو کښي ډير سوچ بندول   .
دغه طريقه له دغو دوو مبارکو أحاديثو څخه اخستله سوېده چي دواړه په «مشکوة المصابيح» کښي ذکر دي ، اول حديث دادئ  : «الا ولِکلِّ شئٍ صقالَة ، وَ صقالَةُ الــْقلوب ذکر الله»  . دوهم حديث دادئ  : «ان هذه القلوبَ تصدأ کما يصْدأُ الــْحَديد ، قيلَ و مَا جلآء ها يا رسولَ الله ! ؟ قال کثرة ذکرِ المَوتِ ، وتِلاوة الــْقرآن »  .

څلرمه لار  :
څلرمه لار د انسان د اصلاح دپاره داده چي له هر لمانځه څخه وروسته په ډيره توجه  ،  په حضور د زړه او کامله عاجزي سره د خپل ځان د اصلاح دُعاوي کوي تر څو چي و مطلب ته ورسيږي   . 

والسلام ومن الله التوفيق    .