فتو ی نمبر(۱91) .
دارالافتآء علامه، محقق محمد معين الدين أبوالفضل ، افغاني کان الله له ودامت برکاته .
مستفتي : عبدالصبور – کابل
اسلام علیکم ورحمة الله وبرکاته
بعدله سلامه محترم مولوی صاحب خدای دی وکړی چی جوړ اوروغ یاست : زما پوښتنه داده چه یو کال کیری چی نامزاد شوی یم او بعد له نامزادی سخه همیشه مریض یم او همیشه می زره تنگ وی دیر درد کوی او دیر سخت خفگان کی را گیریم حتا زره می غواری چی زان مر کرم او خپل او د خسر کورنیو سره جنگ و کرم .دیرو داکترانو او ملایانو ته ورغلم او بعضی دم او دوعا یی راته راوخودلی مگر سه تاسیر یی ونکر او بعضو ملایانو راته وویل چی په تا جادو شوی ده او نفر یی هم راته راوخود مگر سه فایده یی راته ونکره نو خیر دی مولوی صاحب ماته ددی مرض عاجل اعلاج را و خایه چی دیر د خپل زوند سره په تنگ یم.
بااحترام عبدالصبور – کابل
الجواب وهو الموفق للصواب :
نحمده ونصلي علی رسوله الکريم .
محترمه وروره ! ته في الحاله دغه دوه کاره يو څو ورځي عَملي کړه بيا وماته حال راکړه چي مشکل دي حل سو او که يا ؟ :
اول دا چي له هر لمانځه څخه وروسته راسته لاس پر سر باندي نيسه او دغه دُعا درې واره وايه : «بِسْمِ اللهِ الّذِيْ لاالهَ الاّ هُوَ الرّحْمنُ الرّحِيْمُ ، اللهُمّ أَذْهِبْ عَنِّي الــْهَمّ وَالــْحُزْنَ » . دوهم داچي دغه ذکر له هر لمانځه څخه وروسته وايه ، هر څونه چي دي ډير وايه نو ښه دئ ، او وروسته پر دواړو لاسو باندي چپ کوه او بيا دا لاسونه پر سر ، زړه او نور بدن باندي راتيروه ، دُعا داده : «لآ الهَ الاّ اللهُ الــْحَلِيْمُ الـْکَريْمُ ، لآ الهَ الاّ اللهُ الــْعَلَيّ الـْعَظِيْمُ ، سُبْحانَ اللهِ رَبِّ السّماوَاتِ السّبْعِ والارضِ وَ رَبِّ الــْعَرشِ الــْعَظِيْمِ ، وَ الـْحَمْدُ لِلهِ رَبِّ الــْعَالَميْن » .
والسلام ومنَ الله التوفيق .