د خپلي ميرمني د تي په خوله کښي نيولو حکم :

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 44607
دارُالافتآءأبوالفضل .
دخبریدو نیټه : 2011-06-06

فتو ی نمبر(۱۹۲) .


دارالافتآء علامه، محقق محمد معين الدين أبوالفضل ، افغاني کان الله له ودامت برکاته .


مستفتي  : ستاسو ورور کامل تنها  .

 


السلام علیکم ورحمت الله وبرکاته
ستاسوروغ صحت سلامتیااوښه ژوند دلوی خدای(ج)له دربارڅخه غواړم
محترم مولوی صاحب دمسلمانانوپه ژوندکی ډیری باریکی نقطی شته چه هیڅ یی نه ورته فکرکیږی چه هغه بعضی اوقات دډیرنقصان اوتاوان سبس کیږی نوپرهمدی موردماته یوپوښتنه پیداشویده اوهغه داسی:
که چیری یوسړی دمینی اومحبت له وجهی دخپلی کوروالا(ښځی)تیان (سینی )په خوله کی آیاداروایښت لری اوکه نه یعنی شریعت پدی هلکه څه حکم کوی؟
په احترام ستاسو ورور کامل تنها

 

 

الجواب وهو الموفق للصواب :


نحمده ونصلي علی رسوله الکريم   .
محترمه وروره  ! د کوم کار په باره کښي چي تا پوښتنه کړېده نو دا کار شرعًا جائز دئ ، او په دې باره کښي موږ په تيرو فتواګانو کښي تفصيل کړئ دئ  .
خو له يوه شي سره احتياط کول ضروري دئ ، هغه دا چي کله چي خاوند د خيلي ميرمن تئ په خوله کښي نيسي نو پدغه وخت کښي بايد دا ډول پيښه نسي چي د ښځي له تي څخه دده په خوله کښي شيدې ولويږي او بيا هغه تيري کړي ؛ ځکه د شيدو تيرول شرعًا ناروا کار دئ  ؛ ځکه شيدې د انسان جزء دي ، د انسان جزء صرف د ضرورت په وخت کښي (لکه تئ ورکول د مور) نفع باندي اخستل روا دي ، په بل وخت کښي د مطلق ښځي حتی د خپلي مور شيدې تيرول هم ناروا دي په هغه وخت کښي چي سِن او عمر يې تر دوه نيمو کالو اوښتئ وي   .

والسلام ومن الله التوفيق  .