زما هردم شهیده غوا

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 44654
ع پویان
دخبریدو نیټه : 2011-06-08


طنزي لیکنه
   مامور صیب ګل احمد خان په خټه تاجک ؤ خو زه نه پوهیږم هغه ولې د محمد زایې توب دعوا کوله او بیا د څه لپاره یې په ځان د سردار نوم ایښی ؤ- د سردارصیب  خیرنه شلیدلې دریشي او پلنه نکټا یي او د قره قلۍ پمنه ګرګ وهلې خولۍ او خیرن یخن قاق کمیس که څه هم بیخي زاړه شوي وو خو مامور صیب ګل احمد خان دغه اروپایي جامې د ټولنې د لوړ پوړو معززو خلکو لپاره خاصې او مناسبې جامې بللې او له ځان څخه یې نه لرې کولې او له پرتوګ او کمیس سره یې چندان جوړه نه وه. دا چې هغه د کوچنۍ جوسې  ډنګرکی سړی ؤ نو ځکه د هغه د دفتر ملګرو د هغه  په غیاب کې خبرې کولې اوپه هغه یې د(وچ سري ، قاق روده  ، تقلبي سردار) نومونه ایښی ؤو.جناب قاق روده صیب کله چې به په خبرو راغی نو بیا به يې د غږیدو وار چاته نه ورکاوه اود ځان او د خپلې کورنۍ د غړو ستاینه به يې کوله او لاپې او پټاقې به یې وهلې او ویل به یې چې ګنې د هغه غور نیکه په هندوستان کې د پخواني پاچا له غور نیکه  سره په یوه کور کې ژوند کاوه او دی هم د طلایي کورنۍ مشهورغړی او واقعې سردار دی - دا چې زما او د سردار صیب ګل احمد خان تر منځه ولې اړیکې خړې پړې شولې کیسې اوږدې دي خو زه به یې په لڼدو کې تاسوته ؤ وایم.هغه مهال د پخواني پاچا ظاهر شاه د سلطنت په دوران کې د بیان آزادۍ ته خاصه پاملرنه کیدله اودهیواد په ګوټ،ګوټ کې رنګ،رنګ اخبارونه او ورځپاڼې چاپیدلې چې د دغو اخبارونو په لړ کې یو هم د شوخک تر سرخط لاندې مشهور اخبار ؤ. نه پوهیږم  دا ولې په دغه اخبار کې د «تقلبي سردار» تر عنوان لاتدې د سردار صیب کل احمد خان د خیرن کمیسه او خیرنې دریشۍ اوخیرنې نکتایي په هکله چا طنزي مقاله خپره کړې وه او بیا ولې سردار صیب ګل احمد خان  د دغې مقالې د خپریدو پړه پر ما مسکین چې یو بې غرضه مامور وم لګوله او ویل یې چې ګنې د تقلبي سردار او وچ سري او قاق روده  نومونه  ما په هغه جناب ایښی دی. د دغې طنزي لیکنې له خپریدو څخه وروسته  په ګمرکي  چارو کې د کولمو او پوټکو د صادراتو او وارداتو لوی  رییس هم  په ما شکمن شوی ؤ هسې نه چې دغه لیکنې به په ريښتیا ما کړې وي. که څه هم ما ډیره هڅه ؤکړه چې د خپلې بیګناهۍ په هکله د هغه ذهن روښانه کړم خو له بده  مرغه جناب رییس خوش باوره سړی ؤ او د هرچا خبر یې منله او په پای کې نتیجه دا شوه چې د جناب ریس صیب امر ؤ منم او له دغه ریاست څخه د بدلیدو موافقه تر لاسه کړم او د تخار د ولایت په مربوطاتو کې د کوچني مامور په توګه دولتي دنده تر لاسه کړم او د تالقانو ښار ګوټي ته کډه بار کړم. زمونږ کور دهغه سرکاري باغ په ګاونډ کې هغه چې د جګپوړو چارواکوغواګانې، پسونه او رمې په کې څرودې پروت ؤ او د دغوغواګانو د لیدو له کبله زما د ماینې په فکر کې هم د غواګۍ دساتنې لپاره شوق پیدا شوی ؤ او راته يې ویل(راځه چې له چا څخه لږ څه پیسې په پورکې واخلو اود کومې غواګۍ د پیریدو لپاره بند او بست ؤکړو) د هغې خبر مې ؤمنله او د غواګۍ د پیریدلو لپاره مې له یوچا څخه پیسې اوټنګې ترلاسه کړې او د جمعې د ورځې په رخصتیو کې له خپلې ماینې او ماشومانو سره د مالونو د خرڅلاو سیمې ته لاړم او په زروافغانیو مې یوه شودوره پامیرۍغواګۍ ؤ پیرودله او د خپل کور په لور را ؤخوځیدم. د لارې په اوږدو کې مې د غواګۍ او د غوسي د ساتلو په هکله چرتونه وهل او د ماشومانو مور ته مې ؤویل(پخوانیو خلکو به کیسې کولې او ویل به يې: هوشیارخلک له هرڅه د مخه پیلخانې جوړوي او بیا پیلان ساتي،دغه غواګۍ به په څه توګه چیرته ؤساتو) هغه په چرت او فکرکې کښیوته او راته یې ؤ ویل( د غواګۍ د ساتنې لپاره غم مه کوه ، د هغه سرکاري باغ دیننه هلته چې د حکومت د نوروکارکونکوغواګانې او مالونه او رمې څري زمونږ ګرانه غواګۍ به هم ؤڅري) لا غرمه تیره نه وه خپل کور ته ورسیدم او  غواګۍ مې د خپلې ماینې په فرمایش پرته له دې چې د باغ محافظ پیدا کړم او هغه ته خپله غوا ګۍ وسپارم د سرکاری باغ په دروازې ننویسته او د غواګۍ غوسی مې له ځان سره پخپل کرایي کور کې ؤساته.  کرۍ شپه مې د غواګۍ په هکله د لیلې او مجنون خوبونه لیدل اوپه تشویش کې وم هسې نه چې څوک د سرکاري باغ دروازه خلاصه کړي او غواګۍ سر په صحرا لاړه شي او ورکه شي. شپه تیره شوه سهار وختي کله چې له خوب څخه را پاڅیدلم د باغ په لور مې مڼډه واخیستله او د باغ دروازه مې پرانیستله. په باغ کې د باغوان پته نه لګیده. په لرې واټن کې سترګې مې په خپلې محترمې غواګۍ ولګیدې له نورو غوا ګانو سره یې د پیژندګلوي اوخپلوي اړیکې او رابطې ټینګې کړې وې.او د باغ په پارکونو کې یې چکرې وهلې غلانځې یې له شیدو ډکې وې او تي یې شخ، شخ ولاړ وو.دا چې  محترمه غواګۍ له خوارزاکۍ او د لوږې له کړاونو څخه ژغورل شوې وه او د ژوند چارې یې سمې شوې وې ډاډه او خوشحاله زړه خپل کور ته را ستون شوم او د  سبا ناري په مهال ماشوم زوی مې حمید جان چې هغه مهال د وو کالو ماشوم ؤ او اوس د واده خاوند دی د ښونځي له ادارې او سر ښونکو څخه سر ټکونه کوله او راته يې ویل (پلارجانه!سرمعلم صیب د ټولګي په آخرو څوکۍ ګانوکې کښینولی یم او د سترګو د کمزورتیا له کبله د تورې دړې د پاسه د معلم صیب لیکنې په سمه توګه لیدلای نه شم) او ما هغه ته ؤ ویل(غم مه کوه، په مناسب وخت کې به زه در سره لاړ شم او ستا د ستونزې په هکله به له معلم صیب سره خبرې ؤکړم) د هلکانو مور خپل دوه کلن زوی/ نوید جان/له ځان سره ملګری کړ او د ښځینه حمام په لور ؤ خوځیده او حمید جان هم د ښونځي په لور منډه واخیستله او زه هم د خپل ورځني کار د سرته رسولو لپاره له کاله ؤ وتم. غرمه مهال کله چې د ډوډۍ د خوړلو لپاره د خپل کور په لور راستنیدم  دلارې په اوږدو کې د ښونځی سر ښونکی مخې ته راغی او له هغه  سره مې د خپل ماشوم زوي د ستونزو په هکله خبرې ؤکړې او سر ښونکي صیب راته ؤویل(محترم مامورصیب! که خپه کیړې نه له ما څخه یوه خبره واوره» هغه ته مې ؤ ویل «ولې به خپه کیږم،خبرې خو په پیسو نه دي، سل زلې خو خبرې ؤکړه» معلم صیب په خندا کې راته ؤ ویل« ریښتیا خبر خو داده چې ته د اوښ په پچې سپوریې او له لاهور څخه کشمیر وینې،تاته پکاردي چې خپل مقام او ټولنیز دریز ؤ پیژنې او بیا دغه شان غوښتنې ؤکړې» هغه ته مې ؤ ویل« معلم صیب! د خبرې بیخ راته ؤ وایه» او معلم صییب راته ؤ ویلِ« که ستا زوی حمیدجان د ټولګي په اول قطارکې کښیني نو بیا به د لوړو پوړو او معززو چارواکو د زامنوځواب څوک ؤ وایي اوهغه نازولي ارجمندان به چیرته کښیني) هغه ته مې ؤ ویل(هو ته ریښتیا وايې د یونان ستر فیلسوف ارسطوماما هم خپلو خوارزادګانو  ته په حقه دا خبرکول چې ګنې پاک خدای ځنې خلک مالکان او باداران اوځنې د مالکانو او بادارانو لپاره غلامان او مزدوران پیدا کړي دي) او د هغه شاعر شعر مې هم ورته دیکلیمه کړ چې ویل يې: غټان،غټان نیکان نیکان دي پیدا* دوی خو له ځایه جنتیان دي پیدا* راځئ چې هغو ته جنت ؤ ګټو* کوم چې له موره دوزخیان دي پیدا- د سر ښونکي صیب فکر او ماغزه زما په خبرو خلاص نه شو هغه پرته له دې چې راسره مخه ښه ؤکړي د بازاریانو په کڼه ګوڼه کې ننوت او له سترګو پنا شو او زه هم د خپل کور په لور ؤخوځیدم. په لرې واټن کې سترګې مې پخپلې ماینې ولګیدې. زړه چادرۍ یې په سر پرته وه، جامې یې هم خپلې جامې نه وې او د پښو بوټان یې هم خپل بوټان نه وو. په منډو،مڼډو مې ځان هغې ته نږدې ورساوه او هغې ته مې ؤ ویل (دا څه وینم؟) د هغې شونډې مرۍ،مرۍ شوې او په ژړا کې یې راته ؤ ویل(کله چې له حمام څخه د کالیو د آغوستلو کوټې ته را ؤ وتم او د خپلوکپړو او جامو غوټه مې خلاصه کړه چې ګورم جامې او بوټان مې غلا شوې دي او چادري مې هم  بدله شوې ده. د حمام د خاوند میرمنې ته ورغلم او هغې ته مې ؤ ویل(خورجانې! جامې مې د ساتلو لپاره تاسوته سپارلې وې، هغه څه شوې) د حمام د خاوند میرمنې را باندې د غلا تور ولګاوه او راته يې ؤ ويل(تا د مالیې د جګپوړي ښاغلي رییس صیب د کور د خذمتګارې جامې پخپل ټیکري کې غوټه کړې وې او هغې خپلې جامې تر لاسه کړې او د خپل کور په لور لاړه او ستا جامې خو همدا زړې جامې دي) او ما چې له هغې سره شور ماشور او ناندرې پیل کړې هغې لاس را واچاوه او زما د سر ويښتان يې راته وشکول او په مایې د څپیړو ګذارونه ؤکړل او سترګه يې راته ژوبله کړه او ما د خپل آب د ساتلو لپاره پردۍ زړې جامې واغوستلي او له حمام را ؤوتم ) خدای شته کله چې مې دخپلې ماینې په تن کې د پردو خلکو زړې جامې ؤ لیدې او د هغې ژوبلو سترګو ته مې پام شو دغه حالت او دغو خبرو اوظلمونو دومره ؤ ځورولم  چې حتی په ماغزو مې زور راغی او د فارسی د ژبې هغه شعر را په یاد شو چې ویل يې(دلا قوی شو اګر راحت جان مې طلبی*که در نظام طبیعت ضعیف پامال است) او د قران شریف هغه آیاتونه مې سترګو ته نیغ ودریدل چې ویل يې(که ستاسومال او اولاد او ثمراتو ته زیان در رسیږي صبر ؤکړئ او ؤ وایاست: پاکه ربه! مونږ ستا یو او ستا په لور در روان یو). د هلکانو مور ته مې ؤ ویل(ته کور ته لاړه شه زه به سر کاري باغ اوبیا حمام ته لاړ شم او د غواګۍ او  ستا د جامو پوښتنه به  ؤکړم) هغې خبره را سره ؤ منله او د کور په لور ؤخوځیده او ما د حمام په لورتیزه  منډه واخیستله او په منډو، منډو مې د حمام دروازې ته نږدې ځان ورساوه او د یوې ببرې ونې تر سیوري لاندې هلته چې د ښارمیرمنې له خپلو ماشومانو سره دحمام په دروازګۍ ننوتې او را وتې منتظر ودریدم-او یوې وړوکې جلکۍ ته مې په پارسۍ کې ؤ ویل (دختر جان اګر زجمت نمیشه  برو به زن حمامچی بګو شوهر زنی که لباسهایش ګم شده آمده و با شما کار داره) جلکۍ زما خبره ؤ منله او د حمام په دروازګۍ ور ننوته د لنډو شیبو له تیریدو څخه وروسته له حمام څخه د پاخه عمر خیټه وره بد رنګه میرمن په داسې حال کې چې د بنګړیوالو ښځو او  جټانو ګلاپي رومال یې له ببر سر تاو کړی ؤ را ؤ وته او په قار اوغضب کې یې راته  ؤ ويل(څه راته وایې! او د څه لپاره  دلته  د حمام د دروازې مخې ته نږدې ولاړ یې او د نا محرمو بربنډو ښځو تماشې کوې او نه شرمیږې) هغې ته مې ؤ ویل(ترور جانې!په ما د لوطیانو او سپکو خلکو ګومان او شک مه کوه ، زه د هغې مظلومې میرمنې د هلکانو پلار یم چې جامې یې ورکې کړې دي او د دغې خبرې د سپینولو لپاره دلته راغلی یم او دلته ولاړ یم) هغې راته ؤ وي« خپل آب او خپله پرده خوندي ؤ ساته اوکله چې حمام د ښاریانو له میرمنوڅخه تش شو بیا راشه چې په خبرو سره پوه شو» هغې نورې خبرې را سره بس کړې او په حمام ننوته او ما د خپل آب او پردې د ساتلو لپاره له هغه ځای څخه پښې سپکې کړلې او د غواګۍ د پوښتنې لپاره سر کاري باغ ته ورغلم  په لرې واټن کې سترګې مې په غواګۍ ولګیدلې، د یوې وچې ونې لاندې تړل شوې وه، په شاه یې د لښتو ګزارونه  شوې وو، یو ښکر یې چا ورته مات کړی ؤ او له مات ښکر څخه یې سرې وینې بهیدلې لا مې د وچې ونې له ډډې څخه د غواګۍ رسۍ خلاصه کړې نه وه د باغ ( باغوان باشي) مې مخې ته  نیغ ودرید او په قار او غضب کې یې راته ؤ ویل(دغه غولنه غواګۍ ستا غواګۍ ده) هغه ته مې ؤ ويل(هو! ولې په قاریې اوڅه پیښ شوي دي) اوهغه را ته ؤ ویل(دغې غواګۍ د باغ ښایسته پارکونه په خوشایو لړلې دي او د باغ شنو ونو او دګلانو بوټو ته يې سخت  تاوانونه رسولي دي) هغه ته مې ؤ ویل«کاکاجانه! په دغه باغ کې خو ډیرمالونه بزې او پسونه او غوا ګانې څري او خوشایي کوي او د باغ ښکلا ته تاوان رسوي د څه لپاره د نورو غواګانو لپاره په دغه باغ کې بندیزونه نشته او یوازې زما په مظلومې غواګۍ دغه بندیزونه لګیږي»اوباغوان باشي صیب را ته ؤویل(مامور صیب!خبره واوره کله چې شیطان ؤ ټوخل او ته هم د لوړې څوکۍ خاوند شوې نو ستاد غواګۍ لپاره به هم موقع پیدا شي چې د نورو محترمو غواګانو په قطارکې ودریږي او په غوشایو او بولو او وران کاریو یې څوک د نیوکو ګوته ؤ نه لګوي» هغه ته مې ؤویل( ته ریښتیا وایې، په طبقاتي ټولنو کې هر څه طبقاتي دي، د لوړ پوړي ریس غوا هغه مقام لري چې پخپله ریس یې لري او د کاتب غوا هم هغه ټیټ مقام لري چې پخپله د ټیټې رتبې خاوند کاتب یي لري) د باغوان باشي صیب فکر زما په خبرو خلاص نه شو هغه زما هردم شهیده ځوریدلې کړیدلې غوا ګۍ په وهلو وهلو د باغ له دروازګۍ څخه بهر خوشې کړله اوپه دې ټوګه زما مظلومه غوا ګۍ د ټولنې د ناوړو طبقاتي مناسبانو دظالمانه چاچلند د اغیز له کبله د باغ له نعمتونو او خوږو میوو اوخوندورو خوړو څخه محرومه پاته شوه- د غواګۍ په پښو او ښنګرو او لینګو باندې د ظالم باغوان باشي صیب د ډانګونو ګذارونه لګیدلې وو او له مات ښکر څخه یې سرې وینې بهید لې- هغه مې په زاریو او ننواتو کې  ورو، ورو او ګوډه ګوډه په وږی نس د خپل کور په لور را ؤ خوځوله او د خپل کرا یي کور په حویلۍ کي مې د غوسي تر څنګه ؤ تړله او د هلکانو مور ته مې د جامو د لټون او د غواګۍ د مظلومتیا په هکله کیسې ؤکړې او د هلکانو مور ډاډ ګیرنه را کړه او را ته یې  ؤ ویل(خیر دی وي،له پیښې څخه تيښته نشته، ته مه خپه کیږه. زه به هرمازدیګر د خپلو ماشومانو په ملګرتیا د خټکو اوهندوانو بازار ته ځم او د خټکو او هندوانو له بازار څخه به د خپلې ګرانې غواګۍ لپاره د خټکو او هندوانو پوټکي را وړم او د غواګۍ ساتنه به کوم) د غواګۍ د ساتلو لپاره مې ټشویش لرې شو او د غرمې د ډوډۍ د خوړلو څخه ؤروسته بازار ته لاړم او د خټکو له بازار څخه مې د خپل بایسکل په قنجوغې کې ښایسته ډیر د خټکو او هندوانو پوټکي راټول کړل او کله چې کاله ته را ورسیدم د هلکانو مورغوا لوشلې وه او د شیدو خوندور چای يې ایشولي ؤ- ماشومانو مې دغواګۍ له غوسي سره لوبې کولې او د غوسی له تورو سترګو یې مچکې آخیستلي او ګلالي خوسي هم دغواګۍ ښاه اوخوا ته دا خوا او هغه خوا ترپکې وهلې اود یوه کال له تیریدو څخه وروسته غواګۍ بل بچي ؤزیګاوه او دا هغه مهال ؤ چې پخوانی پاچا  ظاهرشاه له وطن څخه بهر د خپلو سترګو د علاج او درملنې لپاره په سفر وتي ؤ او خدای بښلی سردار داؤد خان د حکومت واګې ترلاسه کړې وې او د داودخان د انقلابی پاحون په ملګرو کې زما د ښونځي د دورې ملګرې قدیر نورستاني ونډه لرله او د نورستانی د پیژندګلوۍ له برکته زما لپاره هم د لوړوڅوکۍ ګانو د نیولو لپاره چانس را بر سیره شو او کله چې د خدای بښلي عبدالرحیم شیدا والي په وړاندیز او د داخلې د چارو د وزیر خدای بښلې عبدالقدیرنورستاني په منظورۍ د تخار د ولایت د امني آمر په دندې ؤګمارل شوم او د ریاست د مقام توره والګاه مې د کور مخې ته ودریده د سر کاري باغ باغوان باشي صیب د داود خان د بریالي پاڅون د مبارکۍ لپاره زما کور ته راغي او راته یې ؤ ویل(که ستا اجازه وي زه به دغه غواګۍ چې په ریښتیا ښکلې او نازولې او ډیره هوشیاره غوا ده  دغواګۍ له ګلالیو ارجمندانوغوسیانو سره باغ ته بوزم او د هغې ساتنه به ؤکړم) او ما باغوان باشي صیب ته ورغبرګه کړه (دغه غوا هماغه د تیرو کلونو پخوانۍ غولنه غواګۍ ده چې تا له باغه شړلې وه، که دغه غواګۍ له ځان سره باغ ته بوزې د باغ پارکونه به په خپلو ریخنو خوشایو ؤلړي او د باغ ښکلا ته به تاوان ور ورسوي او د غواګۍ بې تربیه غوسیان به د باغ نیالګي له بیخه را ؤ باسي) او باغوان باشي راته په ننواتو او زاریو کې ویل (ریس صیب جانه!د تیرو اوبو پسې بیل ماخله، دغه غواګۍ د یوه وطنپال انقلابی قدرمن ریس صیب محترمه غواګۍ ده او حق لري چې په باغ کې چکرې ؤ وهي او په باغ کې له خپلو دوستانو غواګانو سره میلې جوړې کړي او دغه محترمه غواګۍ هوشیاره غوا ده او هیڅکله خوشایي نه کوي،فرض محال که له دغې غواګۍ څخه په سهوي توګه غلطي را بر سیره شي او د باغ په سړکونو کې بولې او خوشايي هم  ؤکړي  زه به يې د یوه نمک حلال صادق خذمتګار په توګه د هغې خوشایي او بولې به د خپلې پړګۍ په شملې پاکې کړم او د باغ په میوو او دانو او تنکیو شنیلو به یې خوشحاله ؤساتم) ما څه ؤ نه ویل او محترم باغوان باشي صیب غواګۍ په خاصو تشریفاتي مراسمو او چکچکو او هلهلو او( ژوندی دې وي انقلابی وطنپال رییس صیب او ژوندۍ دې وي د هغه هوشیاره ګرانه غواګۍ) له شعارونو سره په خاصو تشریفاتي مراسمو د یوې ښکلې فلمي ستوري په څیر د ښکلي باغ په دروازګي ور ننویسته اوزه هم د فلمي ستورې او ښکلې نڅاګرې غواګۍ د تماشاه لپاره د خپلو ګڼو همکارانو سره د غواګۍ د لیدو لپاره باغ ته ورغلم. دروغ د ایمان زوال دی ریښتیا درته وایم- د باغ په سپیڅلې خوندورې هوا کې د غواګۍ هوا بدله شوې وه او په کړو او وړو کې بدلون رابر سیره شوی ؤ هغه د تیرو کلونو پخوانۍ غوا نه وه، دهغي لپاره د ښه ژوند ټول شرطونه موهیا شوې ؤ هغې به کله خپل وربوز دا خوا اوکله به یې بلې خواته اړاوه او د شونډو د پاسه به یې خوندوره موسکا پریوته او کله به یې د هندی فلم د سینما د مشهورو فلمي  ستورو په څیر  په کرشمو کې کله دا خوا او کله آ خوا د ناز سترګې اړولې. لنډه یې دا چې زما د دولتي مقام او څوکۍ د بد لون سره جوخت زما لپاره هرڅه بدل شو حمید جان د ټولګي په لمړي قطار کې کښینول شو اود حمامي ماما چاغکه میرمن خاله شاه کوکو چې د تالقانو په ښارګوټي کې د خاله شاه کوکوی لچرپه نامه مشهوره وه د بخښني لپاره زمونږ کورته راغله او زما د مظلومې میرمنې ورک شوي بوټان او چادري او جامې یې له ځان سره راوړې وې او د هلکانو له مور څخه یې بخښنه غوښته او د محترمې نازولې غواګۍ او نازولو غوسیانو لپاره د باغ در وازه خلاسه شوه- او د لوړ پوړي رییس صیب د لوړې څوکۍ او لوړ مقام له برکته غواګۍ د قدر وړ غوا شوله- زامن مې د لوړ پوړي عمومی رییس د زامنو په نامه ؤستایل شو او د هلکانو مورمې هم درییس صیب د ماینې په نامه ؤ ستایله شوه  او د هغې په مزاج او روحي خصوصیاتو کې هم بدلون را برسیره شو له خوارانو او غریبانو سره یې اړیکې ؤشلولې او د جګ پوړو چارواکو له معززو میرمنو سره یې راشه او در شه پیل کړه او د ښار وږي تږي بربنډ او خوار خلک یې له نظر ؤغورځول او د خپل پلار له خیرو ډک پیوندي پرتوګ یې او د خټکو اوهندوانو له پوټکو ډکې پلاستیکي کڅوړې یې چې هغې د غواګۍ لپاره کور ته را ځغلولې ترې هیرې شوې - دا چې بیا  څه ؤشو او څرنګه د حفیظ اله امین د حاکمیت په دوران کې پرما د اخواني توب بهتان ولګید او څرنګه د یو وطنپال قوماندان هلالی صیب په مرستې د امین د تبرګي له خولې بچ او ژوندی پاته شوم او څرنګه د روسانو د واکمنۍ په دوران کې د بلخ په ولایت کې زنداني شوم او په زندان کې مې د لوږې سختې شپې او ورځې تیرې کړې او بیا څرنګه د خدای بښلې جمهور ریس نجیب الله په فرمان له زندان څخه آزاد شوم اوپه پای کې له وطن څخه تیښتې ته اړ شوم هغه خبرې دي چې ما د/ تیښتې/ د مقالی ترسرخط لاندې لیکلې دي دا چې وروسته به څه کیږي خدای پوه شه اوکار يې پوه شه د اوس لپاره همدومره دخدای ښه دې وي له هالند   څخه ستاسو سپینږیری اکا عنا یت الله پویان                                             
یادونه ـ د دغې کیسې پرسوناژ لکه ګل احمد خان او داسې نورې څیرې خیالي څیرې دي یوازې د غواګۍ او د هلکانو د مور دجامو د ورکیدو او د حمید او معلم کیسه واقعې پڼه لري او بس