ژباړه : رحمت آریا
سپتامبر ۲۰۱۱
ممنوعه وسلې او د نېشه يي توکو قاچاق :جناﺋـي کړه وړه که تصویب شوې دولتي پالیسۍ؟
لېکوال : بروس ریچارډسن
د جنورۍ د مېاشتې په اتمې او نهمې نېټې د گهېځ په شپږو بجو امریکايي [AC-130] جنگي الوتکو سومالېې اهداف په نښه او تر پیاوړي اور لاندې ېې ونېول؛ ددغه بربنډ برید په پایله کې ۳۱ تنه ملکي وگړي ووژل شول. د همدې مودې په لړ کې امریکايي ځواکونو په ایربل او کوردستان کې پر ایراني مأموریت برید وکړ، دواړه بریدونه په څرگنده د جگړه پال چلند نښې وې. په سومالېې او لیبیا کې په یوه وخت کې د جگړو د نویو کرښو پرانېستل، په افغانستان کې د جگړو د ډگر پراختیا، په عراق کې د جگړو د لا غځونې پرېکړه، د افغانستان، فلسطین او عراق روان نېواک ټول د وړیا وحشت د دوام نښې دي چې کټ مټ د نولسمې پیړۍ د ښکېلاک د پــَیر د « فاروډ پالیسۍ» د یادگار بل اړخ دی. هغه هېله چې گڼې ۲۰۱۱ ز کال به یو غیر پوځي کال وي یو ځل بیا صناعتي شرکتي گټو ته تږې، بربنډې او له قانونه پورته د دسیسه ناک میلیتاریسم گډولې، نېواک او د « ترهگرۍ پر وړاندې د جگړې» ایډیالوژۍ په اوبو کې لاهو کړې، شک نه شته چې دا ټول په گډه د نړۍ د پر له پسې بشري کړاو او بشري کډوالۍ زېږنپاله « قابله» ده. په دې وروستیو کې امریکايي سناتور چک هجل [Chuck Hagel] ویلي چې « دا د امریکا په تأریخ کې د بهرنۍ پالیسۍ تر ټولو ستره ښوېېدنه او تیروتنه ده» خو د سناتور چک هجل پر خبره به دا ورزیاته کړم چې د همدې سترې تېروتـنې له امله د افغانانو، عراقیانو، سومالیایانو، لیـبـیایانو او فلسطیني پرگنو هېلې او خوبونه هم لا په اوبو کې لاهو شوي او ټول ېې اوس په نومېدۍ د وگړدوستۍ او د عدل په یوې کوشنۍ ټوټې پسې لالهانده دي.
د افغانستان د پخواني اروا سیوري « شبح» له زړه څخه د زاړه گواښ دوام بیا په راڅرگندېدا دی. یو افغان ژباړونکی چې په افغانستان کې د امریکا له یوې څارگرې ډلگي سره د ژباړونکي په توگه کار کوي د خپلو سترگو لېدلی حال راته وايي، نوموړی زیاتوي : « په افغانستان کې حالات په کړس خوټېږي، روسیه، شمالي ټلوالې ته یو ځل بیا وسلې برابروي ... له خرته وتلې وسلې ورته را روانې دي؛ د ټلوالې اړوند کسان د گرانبیو ډبرو او نېشه يي توکو په قاچاق کې ښکېل دي.»
د تاجیکستان په پوځکوټونو کې د شوروي د وخت له وسلتونونو څخه زېرمه شوې وسلې په کوشنېو بېړېو او یا له نورو لارو د افغانستان د شمال پټو ځایونو ته راوړل کېږي؛ دا هغه ځایونه دي چې شورویانو یو وخت د افغان – شوروي د لس کلنې جگړې په لړ کې د خپل وکالتي جنگیالي احمدشاه مسعود لپاره د وسلو د برابرولو په توگه کارول او لا تر اوسه د شمالي ټلوالې ترکنترول لاندې دي. وگورﺉ [ لمنلېک [1]]
له افغانستانه راستنېدونکې الوتکې په غیرقانوني کارگو « زرغونو زمردو، یاقوتو، اپیمو او پروسس شویو هیروﺋـینو بار دي چې د وسلو دلالانو ته د وسلو د بېو په بدل کې لېږدول کېږي». لېکوال په بل ځای کې وايي « قاچاقچیان، د سزا له وېرې پرته، د خپلو عملیاتو د پرمخ بېولو وړتیا لري، دا وړتیا دوی په دولت کې د لوړ پوړو اخېستل شویو دولتي اړیکو له مخې چې دوی ته امکانات برابروي، تر لاسه کړې ده». « د نېشه يي توکو افغان قاچاقسالاران» د وسلو د بیو په بدل کې قاچاقچیانو ته « نا پریک شوي یا خام الماس» برابروي چې د آریانا د هوايي کرښې له لارې په عربي متحده اماراتو کې ډوبۍ ته رالېږدول کېږي، تر څنگ ېې یوه روسي ممنوعه قاچاقي الوتکه هم وي چې د نقدو پېسو د پرېمېنځلو په موخه ور سره پر مخ درومي، د پېسو دا ډول ورکړه دومره ستونزمنه نه ده او نه دومره سرخوږی لري ځکه په نورو اسعارو په آسانۍ بدلېدای شي؛ وگورﺉ [ لمنلېک [2] ]
د ملگرو ملتونو پلټونکي وايي چې د الماسو زیږنده سرچېنه هم په افغانستان او هم په افریقا کې ده چې د ممنوعه وسلو د راکړې ورکړې د وسیلې په توگه کارول کېږي او جرړه ېې له شک پرته په هغې اصطلاح کې پرته ده چې نن ېې د « خونړیو الماسو» په نامه یادوو. د ملگرو ملتونو د پلټونکو په ویناوو ددغو وسلو سرچېنه د شوروي اتحاد د سوسیالیستي جمهوریتونو د سړې جگړې په وسلتونونو کې پرته ده او پر قاچاقچیانو باندې د پلورنگ لړۍ ته ېې لوړ پوړي روسي پوځي افسران دوام ورکوي. په ۲۰۱۰ ز کال کې د ۳۶،۶ بېلیونو ډالرو په ارزښت اوکراﺋـیني وسلې د پوځي بنسټونو له وسلتونونو څخه ورکې شوې دي. مگر د قاچاقچیانو په لاس د شوروي د بې څښتنه شویو او ویشل شویو وسلو شمېره باید تر ویل شوې شمېرې خورا لوړه وي او کره شمېره ېې څرگنده نه ده. اکثریت دولتونه په خپلو پالیسیو کې د وسلو قاچاق د « نیشه توکو پر وړاندې د جگړې» په څېر په کلکو ټکیو غندي خو هېڅکله ېې پر وړاندې کوټلي گامونه نه دي اوچت کړي، دولتونه له دې سترگې پټوي چې د وژنو او روږديتوب « اعتیاد» ریښه په همدغو ممنوعه قاچاقو کې پرته ده؛ دولتونه دغو ستونزو ته د ځواب ویلو خبره شا ته غورځوي، په دې توگه دا ستونزه د هغو سیاستوالو او پالیسي جوړوونکو لپاره یوه کارنده وسیله گرځي چې په بې شمېرو ملاتړوالو شرکتونو پورې تړلي او هغوی ته ځواب ویوونکي دي، دا هماغه شرکتونه دي چې له نړۍ والو شخړو او ستونزو څخه وروستنۍ او ستره گټه تر لاسه کوي. د ملگرو ملتونو او د وسلو د تولید د نورو بې شمېرو صناعتي شرکتونو له منځه کارپوهوو پلټونکو په تیرو څو لسېزو کې د هغو بې شمېرو وسلو د سریال نمبرونو څرک لگولی چې یو وخت د [ وارسا د پکت Warsaw Pact] د وسلتونونو سریال نمبرونه ول او د جنگي توکو په توگه د شمالي ټلوالې تر کترول لاندې سیمو ته رالېږل شوي دي. وگورﺉ [ لمنلېک [3] ]
د پټو جگړو لپاره، نېشه يي توکي او د وسلو قاچاق داسې مالي وجوهات برابروي چې ریکارډ ېې په مالي محاسباتو کې هېڅکله نه ثبتېږي، او اکثرا ً هغو ځانگړو کسانو ته بې شمېره پانگه په لاس ورکوي چې د ځواک د هرمونو سمبالتیا ېې په لاس کې ده. دا کسان چې د اداري سیستم په لوړو پوړیو کې ځای پر ځای دي تل دې ته لېواله دي چې د واک د نیولو پر مهال خپل سوگند او کړې ژمنه په څو څو ځله وپلوري او د هغو پلټنو او پریکړو پر وړاندې خنډ شي چې غواړي د ممنوعه کړووړو په اړه څېړنې وکړي او یا ېې منځه یوسي. وگورﺉ [ لمنلېک [4] ]
د وسلو د برابرونگ د نه ستړي کېدونکي بهیر تر څنگ، د شوروي اتحاد د سوسالیستي جمهوریتونو له بشپړ عملیاتي سیستم څخه په میراث پاتې د پټ ترانسپورت، بانکي سیستم او د « جعلي» لاسوندونو کارپوهان د ډېرو پېچلو او ځېرکو جنایتکارو کړیو له پلوه سمبال او څارل کېږي؛ دا جنایتکاران پوهېږي چې په کوم ډول له دغو سیستیمونو او کارپوهانو څخه کارواخلي ؛ دوی د څو لسېزو په اوږدو کې په هغو هېوادونو کې تجربې او اړیکې تر لاسه کړي چې یا په شخړو کې ښکېل ول او یا د ملگرو ملتونو تر بندیزونو « تعزیراتو» لاندې ول. یو له دغو کسانو څخه « یوازینی لېوه ‘Lone Wolf’» دی چې د « بندېز ماتوونکی ‘sanctions buster’»، او یا د « مرگ د سوداگر‘the Merchant of Death’» په نامه هم پیژندل کېږي؛ دی « ویکتر بــَوت Victor Bout» نومیږي؛ په خټه روس ویکتر بـَوت په « بدنام» هم پیژندل شوی چې په رسواییۍ کې ېې هېڅ شک نه شته.
ویکتر بَوت څوک دی؟ نوموړی په دوشنبې کې زېږېدلې او د مسکو د بهرنیو ژبو په پوځي انستیتیوت کې ېې زده کړې تر سره کړې دي، ویکتر بَوت وايي : په اتلس کلنۍ کې ېې د لومړي ځل لپاره د جنرال [ وي. آی. ویرانیکوف V.I. Varrenikov] له شاگرد احمد شاه مسعود سره ولېدل. د پوځي تشکیلاتو په پانگې کې ویکتر بَوت په تنکۍ ځوانۍ کې د کي جي بي له روزونکو بنسټونو څخه د اغېزناک عمر په لرلو د جگړن په رتبې فارغ شو. د ویکتر بَوت د ډېرو نېږدې او شخصي ملگرو په کتار کې دغه کسان شمېرل شوي دي : اروا ښاد احمد شاه مسعود، ب. رباني، قانوني، عبدالله عبدالله، خلیلي، محمد فهیم، رشید دوستم، جنرال عطا، جنرال داؤود داؤود، انجنیر صالح، او د ویکتر بَوت د افریقايی ملگرو په کتار کې [ مه بوتو Mobutu]، [ جونــَس سه ویمبي Jonas Savimbi] او [ د سیرلـﺋـیون جونــَس تیلر Jonas Taylor of Sierra Leone]؛ دا کسان د ویکتر بَوت د ملگرو او مشتریانو څو کوشنۍ بېلگې دي چې ویکتر بَوت ورباندې روږدي شوی وو، او د وسلو او نېشه يي توکو په قاچاق کې ورسره ښکېل وو، ویکتر بَوت وو چې د هغوی د شخصي پرمختگ ، د سیاسي ځانغوښتنو او پانگې ټولونې د هیلو د ترسره کولو په لاره کې ېې د پټو عملیاتو په لړ کې لارې چارې برابرولې، هېښنده ده چې دا عملیات له نړۍ وال څار او عدلي تعقیبه پرته په مصؤونیت تر سره کېدل. وگورﺉ [ لمنلېک [5] ]
ویکتر بَوت له یوه نارویژي ژورنالیست سره د مرکې په لړ کې په دې وروستیو کې په ډېر ویاړ ویلي چې د نړۍ له بدنام ترینه سړي یا د مرکچي ژورنالیست په وینا « ځلانده» مسعود سره ېې اړیکي درلودل؛ ویکتر بوت وايي چې له احمدشاه مسعود او د روس د کدري ډلې له یو شمېر لوړ پوړو افسرانو به ېې په گډه په پامیر کې د مارکوپو د کم پيدا گډ « قوچ» ښکار، چې د خپلو مارپیچو نفیسو ښکرونو په لرلو خورا نامتو نوم لري، په چورلکه کې کاوه. ویکتر بَوت له « برهان الدین رباني سره د بنسټېزو قراردادونو» لاسلیک کولو ته هم گوته نېسي چې هم ېې د طالبانو پر وړاندې د جگړې د کلونو په لړ کې ورسره لاسلېک کړي ول او هم ېې هغه مهال له رباني سره نوي قراردادونه لاسلېک کړل چې شمالي ټلوالې د « متحد» په توگه د امریکا د یرغل په چوپړ کې شوه.
ویکتر بوت، نارویژي مرکچي ژورنالیست ته بې شمېره رسیدونه وښودل، ددغو رسیدونو په منځ کې یو ېې ښکاره شو چې پر سر لېک [letterhead] ېې په [ شارجه Sharja] کې د [ سان اییر جنرال تریډینگ San Air General Trading] نښه وهل شوې وه، دا د چټک پرمختگ او د مخکښو کمپنیو په کتار کې یوه کمپنۍ ده چې ویکتر بَوت ورڅخه کار اخیستی دی. د ویکتر بَوت د رسیدونو په کتار کې ددغو وسلو شمېر په داسې ډول ښودل شوی دی : دوې [MI8T] جنگي چورلکې، څلور توغندي ویشتونکي، د چورلکې ، [FAB 250] ۳ بمب وېشتونکي، مهمات او فالتو پرزه جات. ټوله بیه : دوه بیلیونه ډالره. د امریکا د یوه قراردادي په توگه سان اییر جنرال ترېدینگ د څو مېاشتو په اوږدو کې په ورځ کې څلور د پټو وسلو کارگو د « رباني د قرارداد» پر بنسټ په الوتکو کې لېږدولي دي. په دې توگه که د تأریخي ریکارډ خبرې ته ېې راواړوو نو امریکا د وسلو د قاچاق له بدنام ترینه قاچاقچي سره فوق العاده غیر قانوني قرارداد په دې بنسټ تر سره کړی چې نړۍ وال قاچاقچي په پنجشیر کې د الوتکو د کښته کېدلو له خورا پټو ځایونو سره بلد وو، هغه پنجشیر چې د ویکتر بَوت د وژل شوي نېږدې ملگري احمدشاه مسعود کور وو. وگورﺉ [ لمنلېک [6] ]
د ویکتر بَوت په درانده بار یوه جیټ ترانسپورتي الوتکه د ۱۹۹۵ ز کال د آگست په مېاشت کې چې په میلیونونو مهمات په کې بار ول په کندهار کې کښته کېدلو ته اړ شوه. له همدې شېبې په گټه اخېستنې نوښتگر او معامله گر ویکتر بَوت په دې بریالی شو چې طالبانو ته د وسلو د برابرولو قرار داد جوړ کړي. له دې امله، ویکتر بَوت چې د رباني د قرارداد تر سیوري لاندې د امریکا په چوپړ کې وو اوس په دې بریالی کېږي چې د جگړې د ډگر ټولو ښکېلو خوا وو ته د وسلو رسوونکي دنده په غاړه واخلي. په هغه مهال کې چې ویکتر بَوت د کي جي بي برحاله مأمور وو د شوروي د وسلوال ځواک او احمد شاه مسعود تر منځ ېې د اکمالاتو د برابرولو په څنگېزې اړېکې کې ونډه ولوبوله. ویکتر بَوت په څوڅو ځله دغه حقیقت ته گوته نېولې چې نوموړي د شوروي د نیواک پر مهال د شوروي ددولت په همکارۍ د پوځي وسایلو ډیر لوی بارونه احمد شاه مسعود ته رسولي دي. وگورﺉ [ لمنلېک [7] ]
ویکتر بَوت دا هم مني چې د « نجیب الله او د طالبانو» دواړو « رژیمېونو ته ېې الوتکې کرایه کړي دي». کله چې له ویکتر بَوت څخه، احمدشاه مسعود ته د مسکو د وسلو د اکمالاتو د برابرولو، په تړاو په څو ځله د شرحې د ورکړې غوښتنه او پوښتنه وشوه، بَوت په ځواب کې وویل « زما مشتریان دولتونه دي او زه خپله خوله بندوم».
په ۱۹۹۶ ز کال کې ویکتر بَوت د عربي متحده اماراتود کارگو تر ټولو سترې کمپنۍ چلولې. د بَوت په سوداگریز پلان کې د منځنۍ آسیا، سویلي افریقا، سویلي آسیا او د اماراتو د هوايي کارگو ځالگۍ رانغاړل کېدلې چې په دې توگه ېې د استقلال په لرلو خپل عملیات په قانوني توگه پر مخ بیول؛ ده ته له نړۍ والو بندیزونو معافیت، په دولت کې د هغو لوړ پوړو دولتي چارواکو او ملگرو له پلوه چې د وکالتي جنگیالیو د وسلوال کولو په لټه کې ول برابر شوی وو ، دغو چارواکو د پټو او بې نومو کسانو تر کسانو تر سیوري لاندې خپلې گټې لوړې کچې ته ورسولې.
د وېکتر بَوت جنگي کیسه بږرکې « جدي» پوښتنې رامنځته کوي. د ممنوعه وسلو او نېشه یي توکو ترافیک څنگه او ولې د څرگند معافیت په لرلو تر سره کېده؟ ویکتر بَوت د ۶۰ الوتکو ډله درلوده چې ورسره د الوتکو د میخانیکو، د هنگرونو لویه ډله او د ترمینلونو آسانتیاوې بدرگه وې، رسمي مأمورین او نور اړوند لوژیستیکي امکانات ېې درلودل. د ویکتر بَوت له شریرو کړوړو څخه روسي دولت لا تر اوسه د خبرتیا انکار کوي. همدا ویکتر بَوت وو چې د ۱۹۹۲ او ۱۹۹۵ ز کلونو په لړ کې ېې مسعود ته دا آسانتیا ور په برخه کړه چې سومالېې ته وسلې قاچاق کړي. آیا په دغه قاچاق کې موږ د گټو د انگېزو انگېرنه کولای شو؟ یا د روسیې د دولت سیاسي انگېزې په کې نغښتې وي چې محمد فرح ایدید ته د مرستې په پلمې د سړې جگړې د میرڅمن، امریکې پر وړاندې چې په هغه وخت کې په سومالېې کې راښکیل وه لاس ورکړي؟
له بلې خوا، د انرژۍ د چارو شننونکي په منځنۍ آسیا کې د روسېې، ایران، او چین تر منځ د هایدرو کاربن او د فوسیل د مخ په کمېدو انرژۍ اود ترانسپورتي آسانتیاوو پر سرسیالیو ته گوته نېسي چې د هرې ورځې په تېرېدلو لا پسې زور اخلي؛ تأریخ موږ ته وايي چې مسکو له ډېر پخوا لا تر دې دمه د خپلې بهرنۍ پالیسۍ او اقتصادي امکاناتو په لاره کې د « بیل ېې اېل ېې کړه» وسیله په کار اچولې او د افغانستان لږکېو ته ېې د ښکار لومې غوړولې دي. په افغانستان کې روانو شخړو له همدې امله زور اخیستی او غواړي په دغه هېواد کې د انرژۍ د ترانزیت د حق د ترلاسه کوونکو سیالانو پر وړاندې د بهرنیو پانگونو او پرمختگ مخه ډب کړي. د همدغې ستراتیژۍ پر بنسټ، شمالي ټلوالې ته د روسېې له وسلتونونو څخه د وسلو د پر له پسې لېږد وړاند وېېنه په ښه توگه کېدای شي. کېدای شي دا د امریکا د متحده ایالاتو ستراتیژي هم وي ، په څرگند ډاډ ویلای شو چې امریکا د ویکتر بَوت له کړو وړو څخه ښه خبره وه ځکه د جگړې ټولو ښکېلو خواوو ته ېې وسلې برابرولې. ددې انگېرنې منل ډیر گران برېښي چې د شپېتو بېلېونو ډالرو په کلني لگښت څارگر فعالین دې د ویکتر بَوت په ممنوعه کړو وړو خبر نه وي. د انرژۍ د سرچېنو د پلټنو په اړه باید وویل شي چې په افغانستان کې د امریکا د لاسوهنې وړاند ویینه هغه مهال شوې وه چې د ترانس – افغان – پایپ لاین Trans-Afghan-Pipeline پر سر د طالبانو او یونوکال UNOCAL تر منځ خبرې اترې بریالۍ ونه ختلې او تش په نامه د « ترهگرۍ پر وړاندې د جگړې» په نامه نه بلکه دداسې یوه رژیم د رامنځته کېدلو انگیرنه په کې شوې وه چې د ناکامه شویو اترو لپاره د آسانتیا ډگر هوار کړي.
په دې وروستیو کې بلجیم د ویکتر بَوت د نیول کېدلو امر ورکړی دی، په دغه امرلېک کې ویکتر بوت د وسلو اود نیشه يي توکو په قاچاق او د غیرقانوني پیسو د پریمینځلو په تور، تورن شوی دی. په ۲۰۰۸ ز کال کې د ټایلنډ پولیسو ویکتر بَوت په بنکاک کې ونیو. امریکا له ټایلنډ څخه د مجرم ویکتر بَوت د استراداد غوښتنه وکړه او د ټایلنډ سترې محکمې د ۲۰۰۸ ز کال د آگست په مېاشت کې د ویکتر بَوت د استرداد غوښتنه منظور کړه.
ویکتر بَوت د ۲۰۱۰ ز کال د نوامبر په مېاشت کې امریکا ته د محکمې لپاره وسپارل شو او اوس د نېویارک د [MET] د لویانو د دارالتأدیب په مرکز کې بندي دي. مگر ویکتر بَوت د بدلونونو له وروستنیو خنډونو څخه په تېریدلو، د نړۍ وال مجرم د ښکار له لومو تښتېدلی او د امریکا د وسلوال ځواک د پټو وسلو د رسولو په سړي بدل شوی دی. په هغه وخت کې د طالبانو ضد شمالي تلوالې ته د وسلو په رسونه کې د ویکتر بَوت د الوتکو کرایه کول د امریکا د متحده ایالاتو دولت ته په څرگند شرم پيغور اوښتی وو. و گورﺉ [ لمنلېک [8] ]
دا یو څرگند حقیقت دی چې ویکتر بَوت د امریکا د متحده ایالاتو هوايي ځواک، د ځمکني ځواک انجنیرانو او [KBR] ته د هوايي ترانسپورت خدمات برابر کړي ول، KBR د مرستیال هېواد مشر دیک چېني د هالیبرتن د شرکت یو سبسایدي اخیستونکی شرکت دی. ویکتر بَوت د امریکا له دولت سره د قرارداد پربنسټ عراق ته د مأموریت ۱۴۲ الوتنې کړې دي.
د وسلو او نېشه يي توکو په قاچاق کې د ویکتر بَوت د قضايي محکمې ننگونې به له ناشونو قانوني او اخلاقي خنډونو او پلټنو سره مخامخ شي. که ویکتر بَوت ته یوه برالا او څرگنده محکمه ورکړل شي نو د امریکا دولت به له ژور او بربنډ شرم سره مخامخ شي چې افغانستان او عراق ته ېې د وسلو د قاچاق په فوق العاده غیر قانوني لېږد کې لاس درلودلی دی.
د پروپاگندونو برعکس، که حقیقت ووایو، په افغانستان کې د نېشه يي توکو قاچاق مخ په غوړېدو دی. د طالبانو د رژیم پر مهال په افغانستان کې د اپیومو کرکېله په بشپړه توگه له منځه تللې وه. خود آیساف د ځواکونو له څرگندېدا سره سم افغانستان یو ځل بیا د نېشه توکو په کرکیله کې د نړۍ تر ټولو ستر تولیدونکی هېواد شو. افغان بزگر د سي آی اې او د دولت د استازو له پلوه وهڅول شول چې د اپیمو کرکېلې ته مخه کړي تر څو د روانې جگړې مالي اړخونه ورباندې ډک کړي. ویل شوي چې د امریکا بنسټېز بانکونه د غیرقانوني کړوړو له درکه دومره گټې ریکارد کړي چې د ریکارډ ساری ېې نه دی لېدل شوی. وگورﺉ [ لمنلېک [9] ]
سره له دې چې د قاچاق لامل د گټو په تر لاسه کولو کې تر پام لاندې نېول کېدای شي مگرد قاچاق تر شا پرته انگېزه یوازې په ساده گټو کې نه ده نغښتي. د قاچاق تر شا د دولت انگېزه خورا بدورگه، خورا ناشولته او خورا پيچلې ده. قاچاق د بهرنۍ پالیسۍ لپاره په یوې وسیلې بدلېږي، دا هغه وسیله ده چې له لارې ېې د خلکو له سترگو پټ او په چوپه، پټې جگړې پر مخ بیول کېږي.
پای
----------------------------------------------------------------------------
[1] A : Merchant of Death, Douglas Farah and Stephen Braun, 2007, pp. 10, 15, 46, 59, 118, 126, 195, and
B : American Raj, Liberation or Domination, Resolving the Conflict between the West and the Muslim World, Eric S. Margolis, 2008, p.196
[2] American War Machine, Deep Politics, the CIA, Global Drug Connection, and the Road to Afghanistan, Peter Dale Scott, 2010
[3] Merchant of Death, Douglas Farah and Stephen Braun, 2007
[4] American War Machine, Deep Politics, the CIA Global Drug Connections, and the Road to Afghanistan, Peter Dale Scott, 2010
[5] Merchant of Death, Douglas Farah, Stephen Braun, 2007, pp. 10, 15, 46, 59, 118, 126, 195
[6] Merchant of Death, Douglas Farrah and Stephen Braun, 2007, pp. 10, 15, 46, 59, 118, 126, 195
[7] American Raj, Liberation or Domination, Resolving the Conflict between the West and the Muslim World, Eric S. Margolis, 2008, p. 196
[8] Merchant of Death, Douglas Farah and Stephen Braun, 2007
[9] American War Machine, Deep Politics, the CIA Global Drug Connection and the Road to Afghanistan, Peter Dale Scott, 2010