ژباړه رحمت آریا
۲۰۱۱ ز کال اگست
نن پوه شولو چې د امریکا هېواد – مشر بارک اوباما، هغه کړې ژمنه ماته کړه چې پر کال ۲۰۱۲ ز به له افغانستانه امریکايي وسلوال ځواکونه باسي. سره له چې د امریکايی پرگنو په منځ کې له جگړې د ملاتړ کچه مخ په ټېټېدو ده، خو دغه نېټه په نا څرگنده توگه ۲۰۲۴ ز کال ته وغځول شوه.
که څه هم په یو شمېر افغان لږکېو کې د یو ډول ملاتړ څرک لېدل کېږي مگر د افغان پرگنو گڼ شمېر وگړې، دا ډول خوځښت ته د خپل هېواد ددایمي نېواک او یا لږ تر لږه د ښکېلاک د گاللو په سترگه گوري.
د وسلوالو ځواکونو د اېستلو د نېټې د غځونې منفي اړخونه بې شمېره دي : د نېټې د غځونې له خبرتیا سره سم، له افغان مقاومت سره د شونو خبرو له لارې د سولې د وړاند وېېنې وړ امکانات نور شنډ شول. د جگړې په تیاتر کې دایمي امریکايي حضور له شک پرته دا ټکي هم له ځان سره ملگري لري چې د ډرون د مرگونو بریدونو لړۍ به دوام ولري، د شپې له خوا د وگړو پر کورونو اوښتل، د لېرې پرتو کلېو ړنده بمباري، د هرې ورځې په تېرېدلو د زهري وړانگو د خپرېدلو ډېرېدل، د چاپیریال ککړتیا، د نېشه يي توکو وده او د خپلواکۍ یا استقلال له لاسه ورکول به دوام ولري.
دعوی کېږي چې امریکا په ملکي تلفاتو خواشېنې ده او دې اندېښنې ته په درنښت به خپله پاملرنه وکړي، مگر د امریکا د سترواکۍ د غځونې دې جگړې، د هغو ملکي وگړو د تلفاتو شمېرې لا پسې ډېرې کړي..... چې د امریکا د مرگونې تکنالوژۍ په خونړۍ لومه کې راگیر کېږي.
په افغانستان کې د امریکا د پاتې کېدنې د محرکي انگېزې یا ستراتېژۍ په اړوند پرېمانه لېکنې شوې دي چې څرگند ټکي ېې دا دي : د په نښه شویو هېوادونو په نوملړ کې یو هم ایران دی، په دې کې نغښتې هېله یا ستراتېژي دا ده چې تر ایران دې یوه کړۍ را تاو شي، بله ېې د پاکستان د اټومي وسلتونونو په نېږدې گاونډ کې پاتې کېدنه یا د هغوی څارنه ده، بله ېې د کسپین د کاسې او د منځنۍ آسیا د انرژۍ د سرچېنو د ژورو سوداگرېزو امکاناتو لاملونه دي چې دغو سرچېنو ته د نېږدې پاتې کېدنې دلیل ته ېې لا ټینگه پونده ورکړې ده.
په افغانستان کې د امریکا د وسلوال ځواک پاتې کېدنه به پر ایران د برېد شونتیا لا نوره هم پياوړې کړي. د افغانستان له خاورې د برېدونو په موخه کار اخېستنه به افغان پرگنو ته ناورین وزېږوي. په ډاډ ویلای شو چې ایران به د خپل گاونډي پر وړاندې غچ اخېستونکی گام اوچت کړي.... څوک به دا شونتیا له پامه وغورځوي چې پر افغانستان به یو ځل بیا د څو نورو لسېزو لپاره یوه بله کهونکې « فرسایشي » جگړه ونه تپل شي. له دې هم څوک سترگې نه شي پټولای چې امریکايي حضور به د افغانستان د لانجه پارَوونکو او په جگړه لگیا د ستونزمنو گاونډیو هر ډول غلېمانه گامونه ور شنډ کړي. مگر د امریکا اوسني میلیتاریسم ته په کتنې ډیري کسان احساس کوي چې د امریکا د حضور دوام، د افغان گاونډیو د غلېمانه درېز کچه نه راټېټوي برعکس لا ېې نوره پياوړې کوي. سر بېره پر دې، لانجو ته څکو او ربړېجنو گاونډیانو سره له نورو لارو چارو چلند هم کېدای شي چې له مخې ېې د هغوی د لاسوهنو او ورانکاریو کچه راټېټېږي.... په دې مانا چې ددغه هېواد د نېواک او یرغل لمنه دې نوره لنډه شي.
د خپلواکۍ او د یوه ولسواک او ولسټاکلي حکومت پر ژمنې باندې برعکس اوس د قومي دښمنېو د پراختیا خېټه سپره ده، دا د امریکا د ستراتېژۍ یوه وسله ده چې د پښتون ډیرکي د کنترول لپاره ېې په کار اچولې ده.... دا هغه وسله ده چې بریتانوي اربابانو د نولسمې پېړۍ په اوږدو کې د خپلې ناپایه سترواکۍ په لاره کې د افغانستان د نېولو لپاره په کار واچوله. د بریتانیا له همدغې ازمویل شوې وسلې څخه شوروي اتحاد هم د « بېل ېې کړه اېل ېې کړه» بېلابېلې ستراتېژۍ وزېږولې، د ټولنې لږکۍ قومي ډلې ېې د بډو، پانگو او د امن په چلمارو لومو او ژمنو ځانته وگومارلې؛ داسې ښکاري چې د تأریخ د پاڼو له منځه چا تر اوسه هېڅ شی نه دي زده کړي.
پښتون ډېرکي تأریخ ته په زباد رسولې چې تل ېې د بهرنیو یرغلگرو پر وړاندې پاڅون کړی دی، پښتنو خپل هېواد ته هغه نومیالی ویاړ گټلی چې تأریخ په خپله دغه هېواد د « سترواکیو هــډ – اېره» نومولی دی.
د افغانانو له برحق برخلېک څخه هېڅوک سترگې نه شي پټولای.هغوی به نه د بهرنېو په لاس د راپارېدلو لږکېو واکمنۍ ته غاړه ټېټه کړي، او نه به، له هغوی دباندې، دایمي نېواک ومني.
افغانستان هېڅکله خپلو گاونډیو ته گواښ نه دی رامنځته کړی، دا هېواد پرېمانه طبېعي زیرمې لري چې کولای شي نړۍ ته ېې وړاندې کړي. افغانستان ددې وړتیا لري چې ورسره دې د ښکیلاک د یوه تابع هېواد په توگه نه بلکه د یوه بشپړ همکار او شریک په توگه چلند وشي . دا هېواد د یوه ولسواک او رښتوني ولس استازي حکومت د لرلو مستحق دی نه داسې یو حکومت چې په کې د واشنگټڼ، مسکو، ډیلي، تهران، لندن او د پاریس په لاسونو د تپل شویو سیاسي گوډاگیو گډوله راټوله شوي وي.
د افغانستان د نېولو پلان چې په بهرني لاس د کښېنول شوي دوست دولت، د سېمه ېېزو امنیتي اندیښنو تر ماسک لاندې او یا د « تر هگرۍ پر ضد» د هېڅ ډول اخلاقي معایرو په نه لرو تر سره کېږي، په دې نه ارزي چې څوک دې ورته راﺋـیه ورکړي او د هر هغه تړون مخه دې و نېول شي په لړ کې ېې د بهرني وسلوال ځواک د شتون نېټه لا غځېږي.