نیکمرغه او بد مرغه انسان
د یو انسان هغه وخت د خوشبختۍ نیکمرغۍ په لذت پوهیږي چې د ژوند ملګرې يې ورسره د هغه د ستونزو او مشکلاتو په حل کې مرسته او مدد وکړي خو بدبخت او بدمرغه هغه انسان دی چې ښځه یې ورسره د ستونزواو مشکلاتو په زیاتولو کې مرسته کوي.
ډیر بد خلک
بد خلک دوه ډوله دي : یو ډول هغه دي چې خپل علم په حاکمانو خرڅوي ، بل ډول هغه حاکمان دي چې خپل آخرت په دنیا خرڅوي.
ستره کامیابي
د یو انسان لپاره په ژوند کې ستره کامیابي په دې کې ده چې د خپلو غوښتنو او د خپلې ښځې د غوښتنو تر مینځ بریالیتوب تر لاسه کړي.
مینه او حقد
هغه عقائد چې اساس یې حقد وي ، هغه د انتقام په ذریعه له منځه ځي ، خو هغه عقائد چې اساس یې مینه محبت وي ، احسان د هغې ساتنه او حفاظت کوي.
رښتیا او دروغ
رښتیا هیڅکله څوک نه بدناموي خو دروغ د انسان مخ توروي.
د کامیابۍ راز
په ژوند کې د کامیابۍ راز په دې کې دی چې سړی د ژوند د ټولو ستونزو په وړاندې داسې مقابله وکړي لکه څنګه چې مارغان یې په توپاني هوا کې کوي.
د ژوند ښګلا
څوک چې خپل خدای پیژني هغه ته په دنیا کې ټول شیان ښګلي ښکاري .
لذت
پرهیزګاران او عابدین له ذکر او مناجاتو څخه خوند او لذت اخلي ، عالمان او پوهان دغه خوند له تفکر څخه اخلي ، سخیان یې له احسان څخه اخلي ، مصلحین یې له هدایت څخه اخلي ، ظالمان یې له ظلم کولو څخه اخلي ، مفسدین یې له فساد کولو څخه اخلي او رشوت خواره یې له رشوت اخستلو څخه اخلي.