هر ډول خبر د خپرېدا وړ دی..... یا د تأریخ تحریف

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 44888
ژباړه : رحمت آریا
دخبریدو نیټه : 2011-09-23

ژباړه : رحمت آریا

سپتمبر ۲۰۱۱
 
لېکوال : بروس ریچارډسن
 
نېویارک ټایمز له ډېرو پخوا وختونو را په دېخوا په دې باور دی چې « هر ډول وراشه او خبر د خپرېدا وړ دی». خو د « خپرېدو وړ» له اصطلاح سره محتاط او ځېرک چلند په کار دی، ځکه که یو څوک هوډ ولري چې د « خپرېدو وړ»  شی خپور کړي نو هرومرو د هغه ذهنې موخې هم ورسره بدرگه وي؛ ډېري وختونه دا د یوې مجلې ، د ورځپاڼې د سمونمکار او یا د بلې خپرونې مشر دی چې د « خپرېدو وړ» شي په اړوند پرېکړه کوي. ډېري وختونه په ایډیالوژیکو ارزښتونو، سیاسي او مذهبي تړاونو ځانغوښتی گروهنوال هوډ لري داسې شیان خپاره کړي چې په ښه ځېر ېې عمدي غور ورباندې کړی او خپلې د خوښې خبرې، په یو اړخېزې، له منطقه لېرې او د غلطو مالوماتو پر بنسټ وړاندې کړي.
 
د ۲۰۱۱ ز کال د سپتمبر په ۱۱ نېټې [ ري ریویرا Ray Rivera] په نیویارک ټایمز کې د [Legend of a Commander    Flourishes, But Can’t Repair Afghan Divisions] تر سرلېک لاندې یوه مقاله خپره کړه چې د پورتنۍ خبرې تاﺋـید په کې نښغتی دی. دا مقاله چې احمدشاه مسعود د « افغان مقاومت د ځلاند اتل» په نامه ستايي نه یوازې د کلاسیک تأریخي انحراف یوه بیلگه ده، بلکه د یوې رسوا ځان – گټې پروپاگندې بېلگه هم ده. د افغانستان تأریخي میراث د نړۍ وال قانون د فرهنگی – اکاډیمیک او د فکري – عقلانی بشپړتیا د اوامرو او نواهیو  تر سیوري لاندې، ددغه هېواد د پرگنو سپیڅلی میراث دی. د افغان شخصیتونو په منځ کې په دې وروستیو کې هېڅ افغان شخیصت د « پنجشیر د زمري» په اندازې نه ستایل شوی او نه لمانځل شوی دی؛ د نړۍ څارگرو ادارو د خپلو ځان – گټو اجنډاوو په لاره کې ، مسعود د یوه نه ماتیدونکي غرني جنگیالي په جعلي څېرې کې ، په رسنیو کې د خپلو همغاړو او جذب شویو پوهانو په هملاسۍ ان د تقدیس تر کچې وستایه.   
 
انگرېز څارگرې ادارې MI6 د افغان  - شوروي د جگړې د کلونو په لړ کې د  ITN/BBC او د خپل ژورنالیست سندیگال Sandy Gall په ملتیا پرېکړه وکړه چې « د افغانستان د تیتو» په نامه یو مستند فلم جوړ او په هغې کې مسعود دداسې یوه نه ماتیدونکي غرني گوریلايي جنگیالي په توگه وستايي چې د شوروي د غښتلي څلویښتم لښکر پر وړاندې په بریالیتوب جنگېږي. څارگرو ادارو د خپلو ځانځاني موخو او د اوږد مهالو ستراتیژیو په لاره کې مسعود د روحانیت او تقدیس کچې ته لوړ کړ ، په دې کې نغښتې موخه دا وه چې د مقاومت د غورځنگ شته جاذبه او یووالی پڅ او کمزوری او په راتلونکې کې یو افسانوي لیډر په خپل لاس کې ولري، داسې یو افسانوي لېډر چې د شوروي د لوژیستیکي اکمالاتو د ستوني توتکه یا د افسانوي سالنگ د لوېې لارې ولکه ېې په لاس کې ده، هغه سالنگ چې دنگو، ستوغو او مغرورو غرونو په خپلې وحشتناکې لمن کې نېولی دی، دا د ځمکی هغه وحشتناکه غرنۍ ټوټه ده چې شورویانو ته تیریدل ورڅخه ناشوني ول، شورویانو له دې لارې پرته نه شوای کولای د جگړې پېټی د اوږدې مودې لپاره پورته کړي. مسعود د شوروي د څلویښتم لښکر او د طالبانو ضد د آیساف لپاره د یوه مرستندوی جنگیالی ځواک په توگه چوپړ وکړ. ددغه چوپړ په بدل کې مسعود او ملگرو ته ېې لوژیستیکي اکمالات، پوځي ملاتړ، وسلې، مهمات او نقدې پېسې ورکړې شوې. نړۍ وال پوهېږي چې د مسعود جنگیاليو د بهرني پوځي ځواک د تکنالوژۍ په کارولو، شوروي او ورپسې امریکايي توپچي او هوايي ځواکونو ته نښې په لاس ورکولې تر څو خپل افسانوي میرڅمن ورباندې ووژني او د افغانستان د راتلونکي مشرتابه لپاره، په ډگر کې داسې څوک پاتې نه شي چې ورسره ډغرې ووهې او د هېواد ټوله واکمني په خپلو منگولو کې راټینگه کړي.  
 
د بې شمېرو، بې پرې او له بهتانه لېرې سرچېنو په منځ کې چې له پورتنیو خبرو سره همغږي دي، لاندنۍ کوشنۍ بېلگې د تأریخي څېړنو لپاره اړینې برېښي، لاندې یادې شوې سرچېنې د هغو پوهانو او لېکوالانو لېکنې دي چې په نړۍ والې کچې ستایل او پېژندل شوې دي : و گورﺉ :
 
د ډاکټر نبي مصداق لېکنه [ لمنلېک[1] ]، د ایریک مرگولیس لېکنه [ لمنلېک[2] ] ، د نجیب الله روسي سلاکار، جنرال الف. الف لیاخوفسکي لېکنه ، پښتو ژباړه محب الرحمن [ لمنلېک [3]] ، د مسکو لاس : د کي جي بي د « بهرنۍ څارگرې ادارې» د لومړي ریاست رﺋـیس لیونید شیبارشین، انگریزي ژباړه، پوهاند ایان هلفنت د سلاویکي ژبو او ادبیاتو دیپارتمنت، د هارود پوهنتون [ لمنلېک [4] ]
 
دا کومه پټه خبره نه ده چې څارگرۍ ایجنسۍ په رسنیو کې د یوې ټولنې د فکري  بدلون او یا د هر ډول پلټنو پر وړاندې د خنډ د رامنځته کولو ، او یا د پټو یا محرمو عملیاتو د مخنیوۍ په موخه له خپلو گومارل شویو کسانو څخه کار اخلی چې د پېښو شرحو ته ددوی په خوښه نوې تعبیري بڼه ورکړي. سي آی اې له ډېرو پخوا وختونو را په دېخوا د همدې موخې لپاره په تلویزیونونو او چاپی رسنیو کې خپل کسان غوره کړي دي. په دې وروستیو کې گزارش ورکړل شوی چې سي آی اې د هالیود دداسې فلمونو سناریو او لېکنو ته پېسې ورکوي چې په هغو کې د امریکا دولت په داسې یوې څېره کې راښکاره کړي چې اکثرا ً تر ټولو غوره او ځلانده دولت د جگړې په حالت کې  دولت وي. همداسې یوې ستراتیژۍ ته د ویتنام د خورا کرغېړنې جگړې پر مهال لومړیتوب ورکړل شوی وو.
 
پروپاگند د جنگي جنایت په توگه : د پروپاگند اصطلاح په ډېر ځېر او د یوه مخکې له مخکې غوره شوي عمدي فکر پر بنسټ کارول کېږي. مگر هغه څه چې د مرحوم احمد شاه مسعود د پوځي ریکارډ په اړوند ویل شوي پروپاگند نه بلکه د هغو حقایقو پر بنسټ ویل شوي چې د لسېزو په اوږدو کې په افغانستان کې دننه او بهر روښانه شوې دي. له دا ډول وراشو « مباحثو» څخه دې د ښوونځيو د لیسې ددورې د نرم چاپيریال په څېر ځایونو کې ډډه وشي چې هېڅ ډول پټې او ځانگړې موخې نه لري، ځکه داسې یوه نا خبره او بې گناه چاپيریال ته به د پروپاگند اصطلاح خورا درنده وي. خو د پورته یادې شوې بېلگې په شان ، لکه د انگریز د څارگرې ادارې پروپاگند، چې د یوه دولت پالیسي او ستراتېژي ده، نړۍ وال قانون په خپلو احکامو کې د یوه غیر قانوني چلند په توگه په کلکو ټکیو غندلی دی. وگورﺉ [ لمنلېک [5]]  
 
د معلوماتو په آزادۍ کې لېوالتیا او وړتیا دواړه هغه اړین توکي دي چې له ناوړه گټه اخیستنی پرته غورښت « رجحان» په کې په کار یووړل شي. د معلوماتو آزادي، اخلاقي دندې ته درنښت غواړي چې په خپله د نظم یوه مبتدی عنصر دی، تر څو د حقایقو پلټنه له تبعیض او تعصب پرته تر سره او پوهه او بصیرت له بدنیته هوډ پرته خپور شي.د ملگرو ملتونو ۱۱۰ عمومي پریکړه د پروپاگند ټولې بڼې په هر هیواد کې چې د سولې پر وړاندې ډیزاین شوی وي او یا غوښتل شوي وي چې د سولې پر وړاندې پارَونو او هڅونو ته لمن ووهل شي او یا یو بریدگر چلند وي، غندي او په کلکه ېې محکوموي. په افغانستان کې د قومي ویش ستونزه د بهرنیو لاسوهنو له کبله ددغه هېواد له پولو دباندې دغه هېواد ته راوړل شوې او اور ته ېې بهرني لمنې پوکــَی وهلی دی، دا خبره دومره روښانه ده چې د پیچلتیا د شرحې اړتیا ېې نه لېدل کېږي.   
 
د امریکا متحده ایالات لا تر اوسه، چې ان  د هاورد د پوهنتون د قانون پوهاند ېې هېواد مشري کوي، د نړۍ والې جنايي محکمې ژمن لېک نه دی لاسلیک کړی او همدا لامل دی چې د هغې محکمې د اجراﺋـي ضمانت له پازوالۍ « مسؤولیت» څخه ېې ځان لېرې او خوندي ساتلی دی. 
 
ایریک مرگولیس هغه په نړۍ واله کچه پېژندل شوی لېکوال دی چې د افغانستان په گډون ېې جگړې د نړۍ په هر گوټ کې له نېږدې لېدلې او څارلې او په اړوند ېې بې شمېرې لېکنې خپرې کړې دي؛ ایریک مرگولیس د احمدشاه مسعود د حقیقي څېرې په اړوند لېکنې لري، مرگولیس د مسعود د جگړو د افسانوي او جعلي ریکارد کلک مخالف دي، له دې امله د یادو شویو وراشو د پایلنیوي او د نیویارک ټایمز د سرمقالې د اخځ  او اخلاقي سرغړونې په ځواب کې د ایریک مرگولیس له لېکنو څخه لنډ اخځ ، دلته یو وړند پای - ټکی بولم: وگورﺉ [ لمنلېک [6] ] 
 
[لوېدېزې نړۍ د شوروي پر وړاندې د لس کلن جهاد په لړ کې، تاجیک پوځي مشر احمد شاه مسعود ته د یوه کمونیست ضد غرنی اتل جنگیالي په جامه کې د زمري پوستکی ورواغوست او هغه ېې د « پنجشیر زمری» ونوماوه. خو په حقیقي اړخ کې مسعود د شوروي له کي جي بي او د شوروي له پوځې څارگرې ادارې جي. آر. یو GRU سره د ډېرې مودې لپاره پټې همکارۍ درلودلې. 
 
مسعود له یوې خوا ظاهرا ً ښودل چې د شورویانو پر وړاندې جنگېږي، مگر په رښتوني اړخ کې ېې خپلې بنسټېزې هڅې د پښتنو مجاهدینو پر وړاندې جگړې ته ځانگړې کړې وې، پښتنو مجاهدینو د پاکستاني څارگرو ایجنټانو په ملاتړ هڅه کوله د شورویانو د لوژیستیکي اکمالاتو د ستوني توتکه، د سالنگ تونل، والوزوي خو مسعود د هغوی مخه نیوله. همدا شان مسعود یو بل چل ول ته هم لاس واچاوه او غوښتل ېې مسکو قانع کړي چې د خپل لاسپوڅي واکمن نجیب الله ځای تش او پر ځای ېې دی د افغانستان واکمن وټاکي.
 
[1] Afghanistan, Political Frailty and External Interference, Dr. Nabi Misdaq,2006, p.330n
[2] The American Raj, Solving the Conflict between the West and the Muslim World, Eric S. Margolis, p.196,2008,
[3] Afghan Heroism and Tragedy, General A.A. Liakhovski, Soviet Military Advisor to Najibullah, 2000, Pashto translation by Muhebur Rahman, Afghan Cultural Association, Germany
[4] The Hand of Moscow, Leonid Shebarshin, Director First Department KGB (Foreign Intelligence), 1992, pp. 177-214, translation by Professor Ian Helfant, Department of Slavic Languages and Literature, Harvard University
[5] United Nations General Assembly Resolution 59 (1) and UN Resolution 110
[6] American Raj, Liberation or Domination, Resolving the Conflict between the West and the Muslim World, p.196, 2008