ګل آغا احمدي وردك
منفي اغيزې
د خپلې دغه سلسلې په دوو لومړيو مقالو كې څرګنده شوه چې مورنۍ ژبه د زده كړې په بهير كې څومره لويې لويې اغيزې او ګټې لري. موږ په خپله دې مقاله كې هغو ناوړه اغيزو ته په لنډه توګه اشاره كوو چې د زده كړې په بهير كې د مورنۍ ژبې د نشتوالي په صورت كې په هغه باندې لويداى شي؟ همدارنګه كوشش كيږي څو هغه لوى لوى تاوانونه په ګوته شي چې د زده كړې په بهير كې د مورنۍ د ژبې د نشتوالي په صورت كې ژبه ورسره مخ كيږي.
ژبه له يوې داسې دوامداره پروسې څخه عبارت ده چې هر راز بدلونونه پر هغه باندې د منفي او مثبتو اغيزو درلودونكي وي په دې مانا چې كه چيرې بدلون د ژبې پراخوالي ته پاملرنه كوي نو ژبه تبعا ورسره نوره هم بډايه كيږي او د نوو اصطلاحاتو، كليمو، لغتونو او مفرداتو سره يو ځاى د بډاينې نوې زيرمې پيدا كوي خو كه چيرې ژبه همداسې وچه او د زده كړې له ډګر څخه ليرې پاتې كيږي نو پرته لدې چې د نوي بدلون په راتللو سره بډايه شي بلكي خپلې ډيرې هغه هڅې او لاسته راوړنې هم له لاسه وركوي چې په لړ كې يې لاسته راوړي وي.
د زده كړې بهير كې د مورنۍ ژبې نشتوالى نوموړې ژبه له ګڼو ستونزو او شاته تګ سره مخ كوي چې د ځينو بيانولو ته يې په دې مقاله كې كوشش شوى دى.
د مورنۍ ژبې د پرمختګ لاره بنديږي
له خپلې مورنۍ ژبې څخه پرته پر بله ژبه باندې د زده كړې او په مورنۍ ژبه لومړۍ اغيزه دا ګڼل كيږي چې د هغه د هراړخيز پرمختګ لاره بنديږي ځكه چې ژبه د يوې جاري پروسې حيثيت لري چې د خپلو امكاناتو په وسيله غښتلې او پر مخ ځي. ژبه د هغه بڼ حيثيت لري چې ګلونه يې په اوبه كولو او پاللو سره د ښيرازۍ په لوري درومي. ميوې يې د ماليار د ښو پاللو په وسيله د پخيدو خوا ته ځي او د بڼ فضا د ډول ډول مرغانو او بلبلانو د كوربه توب له كبله د نوي ژوندون د نووو سندرو په محل او بنډار ځاى بدليږي. نو كه چيرې بڼ ته په خپل وخت اوبه ور نه كړل شي، ماليار يې د خپلې مينې او شوق له مخې و نه پالي او نوي مرغان يې د خپلو سندرو لپاره خوښ نه كړي نو د بڼ ونې وچې او په يوه كنډواله بدليږي. ژبه هم داسې يو مثال لري چې د خپلو زامنو او ويونكو د هر اړخيزو هلو ځلو په وسيله د پرمختګ پوړيو ته رسيږي او نوموړى پرمختګ يې هله د خپل سمسور بڼ ميلمه كيږي چې زده كړه پرې وشي، څيړنې پرې وشي او نوي نوي ګلان پكې د سپړيدو چانس ولري.
ژبه د خپلو او پرديو د بې تفاوتۍ ښكار كيږي
كه پخپله مورنۍ ژبه د زده كړې چارې صورت نه مومي نو په تدريجي توګه او د وخت په تيريدو نوموړې ژبه د هراړخيزې بې تفاوتۍ سره مخ كيږي ځكه چې د مورنۍ ژبې په مقابل كې ولاړ پردي خلك هسې هم د مورنۍ ژبې پروا نه لري او غواړي چې د هغه اغيزې له منځه ولاړې شي او له هراړخيز فقر سره مخ شي. بل دا چې كه چيرې د مورنۍ ژبې د خاوندانو له خوا كوم عكس العمل نه وړاندې كيږي نو د مقابل لوري سره د نوموړې بې تفاوتۍ سلسله نوره هم ځواكمنه كيږي. په همدې توګه د بې تفاوتۍ د درجې ګراف د ژبې د خپلو خاوندانو تر منځ په همدې توګه د مختلفو دلايلو له مخې پر مخ روانه وي ځكه هغوى په لومړي سر كې اصلا د خپلې ژبې اهميت ته متوجه نه وي چه كله د هغه اهميت ورته څرګند شي نو اوبه تر ورخ تيرې وي او نه شي كولاى چې فردي هلې ځلې سره منظمې او يو په دې اړه يو ځواكمن كاري ځواك رامنځته كړي. له بلې خوا له ځينو ځينو سره خو د دې فكر شونتيا هم پيدا كيږي چې شايد خپله مورنۍ ژبه يې څه فرهنګي او تخنيكي ستونزې و لري او يا هم د دې وړتيا و نه لري چې د سياليو په ډګر كې له نورو ژبو سره رقابت وكولاى شي او يا حد اقل د ژبې خپلو خاوندانو ته د دې امكان په لاس ورشي چې په هغه زده كړه وكړي او ځواكمنه يې كړي.
د مورنۍ ژبې د كمزورتيا او هيريدلو شونتيا پياوړې كيږي
د ژبې د ځواكمنتيا، پياوړي توب او ژوندي ساتلو لپاره څو مختلفو عناصرو ته اړتيا ليدل كيږي چې هغه بايد پلې او عملي شي خو كه چيرې نوموړي عناصر د پلې كيدو څخه له كتار څخه پاتې كيږي نو د مورنۍ ژبې په وړاندې د كمزورتيا او هيريدلو شونتيا پياوړي كيږي. بايد وويل شي چې د دې څيزونو په ډله كې په خپله ژبه باندې د زده كړې چارو ته ادامه وركول تر ټولو غوره او ښه لاره ده ځكه چې په خپله مورنۍ ژبه باندې د زده كړې په بهير كې د ژبې هغو زياتو پټو او ښكاره اړخونو ته پاملرنه كيږي چې د هغه د پياوړتيا او ژوندي ساتلو په چارو كې هراړخيزه مرسته كولاى شي.
آثار او ليكنې پكې كميږي
د زده كړې په بهير كې كه موږ يوازې د زده كړې د نصاب موادو ته وګورو نو په دې لړ كې په زرګونو او حتى لكونو درسي كتابونه ليكل كيږي په نوموړو كتابونو كې په لسهاوو زره نوې كليمې، متلونه، تاريخي آثار، كيسې، علمي اصطلاحات او داسې نور را منځته كيږي چې د هغه د بډاينې لپاره ډيره لويه زيرمه ګڼل كيږي. په همدې توګه له لږ نور پرمختګ وروسته بيا ژبه چې شاعران، ليكوالان او اديبان پيدا كړې نو نوموړې سلسله نوره هم پياوړې كيږي او د ليكلو آثارو شميره مخ په زياتوالي درومي.
خو كه چيرې د زده كړې بهير په خپله ژبه نه تر سره كيږي نو دغه سلسله ورو ورو له ركود او ضعف او ناتوانۍ سره مخ كيږي او په مورنۍ ژبه باندې د ليكنې آثار كميږي.
ژبه د سيالۍ وړتيا له لاسه وركوي
سيالي يا حسن رقابت هغه بنسټ دى چې د هر انسان خوښيږي چې د ښو كارونو په ډګر كې له نورو څخه مخكې وي، پياوړى وي او د زمانې د بدلونونو او نوې تكنالوجۍ سره يو ځاى د وخت د پرمختګونو پوړيو ته ځان ورسولى شي. ژبه چې د انسانانو د پيژندنې او معرفي تر ټولو مهمه وسيله ده د سيالۍ په دې ډګر كې له بل هر څه څخه وړاندې د ورتللو زړه ښه كوي. هر انسان، هره ټولنه، هر هيواد او د نړۍ هره خوا غواړي چې او خوښوي چې پرمختللې ژبه ولري او په نړۍ كې د نورو انسانانو له پرمختللو ژبو سره سيالي وكړاى شي. خو ژبه هله د سيالۍ لومړى پړاو وهي چې په هغه باندې په بشپړه توګه د زده كړې چارې تر سره شي او په دوهم ګام كې د خپلو ويونكو په وسيله د علمي ليكنو كاروان ورته را مات شي چې نوموړى كار يې د مثبتې سيالۍ ډګر ته په منډه منډه بيولى شي. خو كه چيرې مورنۍ ژبه د خپل پراخوالي او پرمختګ لومړى ګام چې په هغه باندې زده كړه ګڼل كيږي له لاسه وركوي نو امكان نه لري چې هغه دې له لومړيو او ضروري پړاوونو د سر ته رسولو پرته د پرمختګ د كاروان په سيالۍ ورګډه شي. نو پخپله مورنۍ ژبه باندې د زده كړو د چارو سر ته نه رسول يو لوى تاوان دا دى چې ژبه د سالمې او پرمختللې سيالۍ له ډګر څخه ګوښه كوي.
د مورنۍ ژبې د اهميت د كموالي سبب كيږي
دا چې په مورنۍ ژبه زده كړه صورت نه مومي نو په تدريج سره د نوموړې ژبې اهميت ورځ په ورځ كميږي او د هغه اغيزې د خپلو ويونكيو او نورو په آند له نشت سره مخ كيږي. ژبه هغه عنصر دى چې معرفي، وده، پراختيا او اهميت يې د خپلو بچيانو په وسيله او د هغه د زيات استعمال له كبله رامنځته كيږي. خو كه چيرې پر هغه باندې د زده كړې چارې صورت نه مومي، د ليكلو او لوستلو له ډګر څخه لرې كيږي او ځانګړې پاملرنه نه ورته كيږي نو د ورځې په تيريدو سره ورو ورو خپلې اغيزې او اهميت په ملي او نړيواله سطحه له لاسه وركوي.
د نوو تجربو له كاروان څخه وروسته پاتې كيږي
ژبه هم د وخت په تيريدو سره د پوهې د نورو بنسټونو په څير نوو تجربو او په هر اړخيزه توګه داسې نوښت ته اړتيا لري چې د هغه په هر اړخيزه ښكلا كې رغنده رول لوبولى شي. ژبه د خپل ګرامر نوي والي، د نوو كليمو سمون، د ژوند د نوو چارو او ډول ډول كشفياتو لپاره نوو نومونو، نوو قاعدو او داسې نورو ته اړتيا لري چې وخت په وخت د ژبپوهانو له خوا له سره غور او كتنه پرې وشي. خو كومه ژبه چې د زده كړې او پوهې چارې نه ورباندې تر سره نه شي نو په هغه ژبه كې ډير كم شمير ژبپوهان د دې وړتيا تر لاسه كوي چې د وخت په وخت د ژبې په ضروري اړخونو غور او د هغه غوښتنو ته كافي او معقول ځواب ووايي. نو كومه ژبه چې د پوهې او زده كړې له ډګر څخه لرې شوې وي د نوو تجربو له كاروان څخه وروسته پاتې كيږي.
له كلتوري خوارۍ سره لاس په ګريوان كيږي
ژبه او د ژبې هر اړخيزه ښكلا د يوه ولس د كلتور او فرهنګ په غوړيدو كې رغنده او جوت رول لوبولى شي. په همدې توګه د يوه ولس د كلتور هراړخيزه ښكلا هغه مهال له ژبې سره يو ځاى كيږي او د ژبې خوا نيسي چې په مورنۍ ژبه د خپلو بچيانو له خوا د زده كړو سره يو ځاى هر اړخيز فعاليت صورت ومومي. خو كه چيرې په مورنۍ ژبه باندې د زده كړې چارې صورت نه مومي نو ژبه نه شي كولاى هغه ضروري او د اړتيا وړ معيارونه تر لاسه كړي چې پرې ښكلې او د كلتوري بډاينې سبب شي. نو په دې توګه ويلاى شو چې كه چيرې په خپله مورنۍ ژبه باندې د زده كړې چارې صورت نه مومي نو د كلتوري خوارۍ سره لاس په ګريوان كيږي.
كه زده كړه پخپله مورنۍ ژبه تر سره نه شي نو ژبه د زياتو منفي اغيزو سره مخ كيږي چې ځينو ته يې د دې مقالې په ترڅ كې په لنډه توګه ګوته و نيول شوه. په مورنۍ ژبه زده كړه خورا مهمه ده او په وروستيو مقالو كې به د هغه په عملي لارو چارو انشاالله غور وشي.