رښتين صاحب په ۱۳۱۸ لمريز کال له کابل دارالعلوم څخه دمتوسطې ددورې اعلی شهادتنامې په تر لاسه کولو سره دهمدغه کال دسنبلي دمياشتي په لومړۍ ورځ دادبي چمن او پښتو ټولني په غړيتوب ومنل سو. د۱۳۲۰ لمريز کال دزمري (اسد) په مياشت کې دپښتو ټولنې دقواعدو دڅانگي مدير وټاکل سو ،يو کال وروسته دوري (حمل) په مياشت کښې دپکتيا د((وړانگی دجريدې )) لومړۍ مؤسس او چلوونکي و،دهمدي کال دثور په مياشت کې کي دپښتو ټولني مرستيال کفيل ،دلغاتو او قواعدو دڅانگي مدير دنده يي پر مخ وړه.
په ۱۳۲۲ کال دپښتو دايرت المعارف دژباړودڅانگي دمشر په توگه وټاکل سو ،په ۱۳۲۶کال دميزان په مياشت کښي دفراه په ولايت کښي د((سيستان)) دجريدې مؤ سس او لومړۍ خپرونکی و ،يو کال وروسته په سنبله کي دپښتو ټولني مرستيال او دپښتو دارت المعارف امر وټاکل سو . د۱۳۲۹کال دزمري په مياشت کښي يې پر پورته ويل سوو دندو د((هيواد )) اخبار چلوونکی و، او هم يي دادبياتو په پوهنځی کښي محصلينو ته دتدريس چاري پر مخ بيولې او هلته استاد و.په ۱۳۳۰ کال دپښتو ټولني لوي مدير مقرر سو ،او په ۱۳۳۱ کال د((زيري)) داخبارددوهمي دورې مؤسس و،د ۱۳۳۴ کال دحمل په مياشت کې دپښتو ټولني دمشر او وروسته بياد ۱۳۳۵کال په سر کې دښووني وزارت پښتو مشاور اودادبياتو دپوهنځی داستادی رسمي دنده ور وسپارل سوه ، چې همدا دنده يي تر ۱۳۳۶کال پوري سرته ورسول . په ۱۳۵۲ کال يي تقاعد پانه تر لاسه کړه ؛ هغه دژوند تر ورستيو سلگيو پورې يې بيادولتي دنده سرته نه ده رسولې او نه يې هم دکوم دولتي نشراتي ارگان سره دليکني مرسته وکړه . پوهاند رښتين پر رسمي هڅو سر بيره يو شمير مطبوعاتي او فرهنگې دندي هم تر سره کړي دي ، دبيلگي په توگه هغه په ۱۳۲۸ - ۱۳۲۹ کښي دشپې لخوا دکابل راډيوديوي ځانگړي خپرونې دچلوونکې په توگه کار کړيدی همدا ډول له ۱۳۳۳ نه تر ۱۳۳۷ کال پوري دمازديگر لخوا په کابل راډيو کې ديوې ځانگړي خپروني دپښتو کميټي غړۍ و او بياد1336نه تر۱۳۴۰کال پوري دکابل راديو درنگارنگ خپرونو دچلوونکي دنده په غاړه لرل؛د۱۳۴۳نه تر ۱۳۴۸کال پوري يې دکابل راډيو دادب دوږمو پروگرام پر مخ بېول . پوهاند رښتين صاحب ديو لړ علمي او ادبي ليکنو اوخپرولو وروسته په ستاينليکونو او نښانو نو نما نځل سويدی اوتر۱۵ يې زياتي جايزې هم تر لاسه کړي دي . دپوهاند صاحب رښتين مورنۍ ژبه پښتو وه ولې په فارسي ، اردواو عربي ژبو نه يي هم اثار ليکلي ،له عربي او اردو نه يې يو شمير ژباړني کړ يدي .
دپوهاند صديق الله رښتين ۲۶۵ رسالې او کتابو نه چاپ سوي دې ،رښتين صاحب دخپل عمر په اوږدو کې په يو شمير بهرني او داخلي ټولنو او غونډو کي برخه اخيستې ده ،استاد دنړۍ ځينو هيوادو لکه پخواني شوروي اتحاد ،ايران،مصر ،هندوستان، او پيښور ته سفرونه کړيدي . زموږ دهيواد ددې وتلي څيرې په هکله اکاديميسين پوهاند ډاکټر محمد رحيم الهام ليکي : استاد رښتين يو غښتلی او په خپله برخه کې پوخ ليکوال ،محقق او مدرس و ، دی دپښتو دودي په تحقيقي ،تخليقي او تدريسي برخه کښي په هسکه غاړه زموږ دمخکښانو په قطار کي ولاړ دی .
پو هنوال غروال دشعر په ژبه پوهاند رښتين داسي لمانځي او ستايي :
دپښتو په ارت جهان کي لکه غرو دادب په شنه آسمان کي لکه غرو
په قلم کې يې و زور،ژبه کي شوروو ځلانده ستورۍ دافغان دستر ټبرو
پوهاند رښتين دپښتو ادب پنځم ځلاند ستورینومول سويدی ،دې لوي عالم داوږدې ناروغۍ له کبله دپيښور دليډيريډنگ روغتون دبولټن بلاک په لسمه کوټه کې په ۱۳۷۷لمريز کال له فاني دنيانه دابد لپاره سترگې پټې کړې . درښتين صاحب ليکنې او هڅوني نه يوازي داچې دافغان ولس لپاره لويه علمي خزانه ده بلکي دلويو علمي وياړونو ځلاند نمونه هم ورته ويلاي شو . مگر دافغان له توره بخته دولتي چارواکو درښتين صاحب نه د ژوند په ورستيو شپو او ورځو کې عزت وکړ او نه يې هم دهغه تر مرگ وروسته ددغه لوي عالم دعلمي پانگي په چاپولو او راسپړلو کې کوم مثبت گام پورته کړ . اووه کاله کيږي چې ددې ستر عالم يادونه دهغه ددوستانو او علاقمندانو په چاپير يال کښې تر سره کيږي ،که پخوانې دولتي چارواکي په يوه او بل نامه ملامت گڼل کيږي په دې ورستيو څلورو کلو کې کښي چي ددموکراسۍ ،انسانيت او انسان ته ددرناوي نغارې په زوَږ ږغول کېږي او ځانونه دعلم او معرفت سره اشنا راپېژني ، پر هغه څه چې افغان ولس ته ديوې درې پولۍ ارزښت هم نلري په لکاووډالره خرڅېږي ،مگر دهيواد دهغو عالمانو او پوهانو په هکله چې هر څه يې دافغان ولس په چوپړ کې وه او دژوند خوږې لهظي يې دکړاونو په گاللو سره دعلمي اثارو په ليکلو او څيړنو تيري کړ ې هر څه يې تر قلم او گاغذ قربان کړه او افغانانو ته يې داسي پانگه پرېښوده چې که په بل ملک کښي ددوي په شان عالمان وای اوس به نه يوازي دا چې ښارونه به ددوي په نامه واي بلکي هر کال به يي ددوی په ياد اودهغو پر اثارو دعلمي څېړنو لپاره علمې سمينارونه جوړولای ،متاسفانه چي زموږ اړونده دولتي چارواکي په نور کارو مصروف دي او دهغه چانمانځنه کوې چي دوي يې غواړې او يا يې بهرنيان ورته په گوته کوي .
له بده مرغه نن دهغو سترو انسانو یادونه چې ټول عمر کې ديو افغان په توګه د افغانانو د سرلوړۍ ، نېکمرغۍ اوښيرازۍ لپاره په میړانه مبارزه او لارښوونه کړي هير سول . اود هغو چي په پردو پوري تړلی او يادهغو له يادونوڅخه سياسي گټه پورته کيږي په يادولو او نمانځنو يې دافغانانو غوږونه ورکاڼه کړه .
داهم دوياړ ځای دی چي ددولتي کلتوري اړونده ادارو او چارواکو پر ځای دهيواد په دننه او بهر د خپل ربړېدلي اولس په استازيتوب فرهنگيان او روڼ اندې دخپل هيواد دوتلو او وياړلو څيرو د نمانځلو او لا ځلولو دنده سرته رسوې . پرېږده چې دا دملي شرم پېټی داطلاعاتو او کلتور وزارت او نوري علمي دولتي موسسو پر اوږودتل لپاره پروت وي . که نه داطلاعاتو او کلتور وزارت ديوې اساسي او بنسټيزي دندي په توگه دا مکلفيت لري چي دداسي پوهانو او عالمانو چي دافغان اولس وياړونه دي بايد هرکال هر يو بېل بېل ددرنو علمي غونډو په جوړولو سرو ونمانځې .
زه ديو بې وسه افغان په توگه په داسي حال کي چي د خدای بخښلی پوهاند رښتين صاحب دويرجن تلين داوومي کاليزي په مناسبت د هغه د کورنۍ ټولو پاتوغړو ، دوستانو ، شاګردانو، پلويانو او علاقمندانو سره ځان په دغه غم کې شريک گڼم او ټولو ته دزړه صبر غواړم په دې ټينگ باور لري چي د هيواد منل شوو او نه هيرېدونکو پوهانو اوعالمانو ،ده هغه جملې نه د پوهاندصديق الله رښتين صاحب ياد به د اافغان غيرتې ولس پر زړونو کښي تل پاتي وي دا شمع به دزور ،ځواک او واک هيڅ يوه سيلۍ او توند باد خاموشه نسي کړاي .
غواړم ووايم چي دقدر وړ او ومنلې هغه څوک دي چي ولس ته منلي وي ،دربار چاته دافغان ولس په زړونو کې ځاي نسي پيداکولاي .
ديوشاعر په دي بيت يي ختموم :
چي ته پيداسوې تاژړاخلکو خندا کړه داسي ومره چې ته خاندې خلک ژاړې