پښتني قبيلې وپيژنئ ! ١٠٣ بر خه (کاکړ)

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 45202
دکتور لطيف ياد
دخبریدو نیټه : 2011-10-11

 

زموږ پښت پو هان اوتوکم پيژندونکي کاکړ دپښتنو دغر غښت په ټو لنيز ګروپ پورې يوه اړونده قبيله ګڼي ٠ د پښتنو د عنعنوي شجرو دروايا تو له مخې دغر غښت د زوی داني په څلورو زامنو کې کا کړ تر ټو لو مشرو چې اولاده يې نن په يوه لويه او پر اخه سيمه کې پر اته دي ٠
 ديوه بل روايت پر بنسټ کاکړ دکاک نيکه او لاده ده چې د هغه دنا مه له کبله په کاکړو سره مشهور شوي دي او داسې ويل کيږي چې کاک نيکه يو زاهد او نيک انسان و چې د سلطان غيا ث الدين غوري د واکمنۍ په وخت کې وفات شو او مزار يې دهرات دجامع جومات ته څېر مه دی٠ (١)
 په پخوانيو زړو تاريخي متو نو کې د کاکړو اصلي او پخوانی ټا ټوبی د کا کړ ستان په نا مه ياد شوی دی او تر اوسه پورې د سهيلي پښتو نخوا خلک دژوب او بورې تاريخي ناوې د کا کړستان په نا مه يادوي٠
 په تاريخ حيات افغاني کې دکاکړو دسيمې په اړوند داسې راغلي دي:
" دکاکړو دملک شمالي خواته دغلجيو د سيمې جنو بي برخې پر تې دي ،شمال لويدېز ته يې دارغستان سيمه او هم دتوبې هغه بر خه مو قعيت لري چې اڅکزي درانيان پکې او سيږي٠ لويدېز او سهيل ته يې دبلو چستان سيمه دسپينو ترينو دعلا قې يوه بر خه او دسليمان غره يو ښاخ پروت دی٠ دکاکړو ټوله سېمه له هرې خوانه د سلو ميلو په اندازه پلنوالی لري او ټوله سېمه يې غرنۍ او دغرونو له خوا احاطه شوې ده او تر ټو لو لوړ غر يې د شمال نه جنوب خواته غځيدلی دی٠ که چيرې ددغه غره د لويديزې خوانه څوک شمالي خواته راشي نو لو مړی به دسيو ناداغ سيمې ته راورسيږي چې يو لوړ ميدان دی چې يوازې دڅارويو دڅرولو لپاره مناسب ګڼل کيږي، خو لويديز ته يې ډېرې لو يې وادي ګانې چې دغرونو تر مينځ پرتې دي شته چې په هغو کې د تورې مرغې، برشور،ترين، توګي او هنه وادي ګانې ډېرې مشهورې دي ٠ (٢)"
 ارواښاد استاد عبد الرؤف بينوا په خپل مشهور اثر پښتو نستان کې دکاکړو سيمې داسې راپيژني:
 ١-دبرشور وادي يا دره:
دغه وادي له لوړې چينې نه پيل او دپشين تر سيمې پورې غځيدلې ده،شمال ته يې دتوبې سيمه ده٠ په دغې درې کې دکاکړو دقبيلې دتره غري او سنټيا ښاخونه اوسيږي٠
 ٢- دهنه دره:
دهنه وادي دشال دعلاقې سره لګيدلې ده٠ داعلاقه د افغا نستان دټولواک اعليحضرت احمد شاه بابا ابدالي
 له خوادقلات والي نصير خان ته دده دهغه خد متونو په بدل کې ورکړل شوې وه چې ده ورته سر ته رسولي ول٠
 ٣- دکنچوغې دره:
دايوه تنګه دره ده چې د کنډ دغره لويدېز ته پرته ده چې ډېرې ښې ځمکې لري او زياتره ځا يو نه يې ښه اباددي٠ دپسرلي په مو سم کې ددغې درې غرنې سيمې شنې او له ګلانو نه ډکې وي٠ دکنچوغې دوادي پورتنۍ برخه تنګه، خو کښتنۍ بر خې يې په تدريج سره پراخيږي او تقر يبا دېرش ميله اوږدوالی لري٠ په دې سيمه کې دکاکړو دقبيلې دسنټيا ښاخ استو ګنه لري اوددې سيمې خان په ورګس کې اوسيږي٠
 ٤- دبوري سيمه:
دايوه ښه اباده او زرخېزه سيمه ده٠ يورود هم پکې بهيږي٠ ددغه ځای ځمکې په غر نيو ويالوسره خړوبيږي په دې سيمه کې دکاکړو دقبيلې دولس ښا خونه اوسيږي چې په دغو دولسو ښا خونو کې د اري خيلو دښاخ دخلکو شمېر زيات دی(٣)٠
 په پو رتنيو سيمو سر بېره توره مرغه،ترين او تو ګي يې هم مشهورې درې او سيمې دي٠
پردې بر سېره دسهيلي پښتو نخوا په لا ند نيو سيمو کې هم کا کړ ژوند کوي:
١-دکوئيټې په هنه،غبرگ.کچلاغ،سره غوړگۍ،نوی کلی اوکوټوال کې ٠
٢-د زیارت په ږرنده،ورچوم.احمدون،گوگۍ،چونگۍ،کڅ،مڼه ،چینه ،سنځاوۍ ،ریگوړه،سملن اوپوئ.بغاوه کې.
 ٣-دمسلم باغ په کان مهتر زی،تور غبرگی اوچرمیان کې ٠
٤-دکاریزات په خانزی،بلوزی،شرنه،گوال،خانی،زرغون اورود ملازی. کې٠
٥-دسیوۍپه کړک،خجک،زردالواوکهوست کې ٠
٦- دږوب په شیرک کلا،مرغه کیبزۍ،شاهیغالو،پلن کلی،بندات موسی زۍ،قمر دین،لاکا بند،اغبرگی،سورکڅ،مینا بازار،زاروزي،زرداومسافر پور کې.
 ٧- دکلای سیف الله په گوال حیدرزۍ،شرن جوگیز،تریخ کلی،سیب زي ،باران کلی.چارگل برج،تانیشپه،تنگی زیرت ،کلی چینه ،سنځل بند.باغ اوانځرگۍ کې٠
 ٨- د.لورلايي په بوری،پټانکوټ،زنگي واله،پوټی.ټاټۍ،باور،درگۍ شبوزي،میختز،کینگرۍ،راړاشم،ږړ کاریز،رودلین،خانکۍ،اصغر لون، اونوا کلی کې٠
 
٩- دپشین په سرانان،یاروبرشور اوتوبه کاکړي گانگلزۍ کې٠
١٠- دچمن په نورک سلیمانخیل،مئ زۍ،حبیب ز،.عبدالرحمان زۍ اومجک کې(٤)٠
دکاکړو دقبيلې ښا خونه :
دکاکړو قبيله په ډېر زياتو ښا خونو او څانګو با ندې يشلې شوې ده خو دلته به ددغې قبيلې دځينو مشهورو ښاخونو يادونه وکړو:
 ١- سنځر خېل:
درواياتو له مخې سنځر نيکه يو تورزن مشر او منلی روحاني شخصيت و چې دمغولو پر خلاف يې اوږدې مبارزې کړي دي او يل کيږي چې دده مزار دژوب په کوسه نومي ځای کې دی چې ډېر شمېر خلک دده مزار ته ورځي٠
 پروفيسر ولي محمد خان سيال کاکړ دسنځر خېلو کاکړو په اړوند په خپل کتاب" پښتو او پښتانه په سهيلي پښتونخوا کې" کې داسي ليکي:
 "دکاکړونوابي او سرداري له پخوانه دسنځر خېلو په لاس کې ده او دوی دشمېر له پلوه دکاکړو تر بل هر ټبر زيات دي٠"
 دسنځر خېلو ښاخ په لاندنيو څانګو او خيلو نو باندې ويشل شوی دی:
علي زي، عبدالله زي، کب زي،برن خېل،سنخېل،هر مز ئي، تيمني، عرب خېل، پڼيزون،نيسي، کديزي او دومړان٠
 ٢- سنټيا:
داهم دکاکړو يو ښاخ دی ٠ دتاريخي روايتو نو له مخې دوی دسنټ نيکه او لاده دي ٠ دتاريخ په اوږدو کې سنټيا کاکړانو ډېرې تورې وهلي او تا ريخي رجال او شخصيتونه يې پيدا کړي دي ٠ په کا کړو کې دشمېر له پلوه له سنځر خيلو وروسته دسنټيا کا کړو شمېر زيات دی٠ هيبت خان کاکړ چې دخانجهان لودي له لوري د سمانا حاکم او دمخزن افغاني په تاليف کې لويه بر خه لري دسنټيا کا کړو نه و٠
 دوی په هندوباغ، کان مهتر زي، کچلاغ، هنه، سره غوړګی، سره خوله ، نو حصار، غبر ګ غو څکی، خانوزي، بلوزي، رود ملازي، مستنګ او په ځينو نورو ځايو نو کې ميشته دي٠(٥)
 دکا کړو دسنټيا ښاخ په لاند نيو خيلو نو ويشل شوي دي : پانيزي، مهتر زي،بازيان، سا رينګ زي، شموزي، ملا زي او عيسی خېل٠
 ٣- تره غري:
دکاکړو دغه ښاخ دکاکړ ستان دبوري دتاريخي ناوې په موسی خېل تحصيل کې مېشته دي ٠ په کندهار، زابل، سيوۍ او دغزني په ولايت کې له پخوانه موسی خېل کا کړ استو ګنه لري٠
 ٤- کسايي:
کسايي دکاکړو ښاخ دی چې دشال په دره کې استو ګنه لري ، خو احمد شاه ابدالي دا دره دبلو څو مشر نصير خان ته دهغه دخد متو نو په بدل کې ورکړې وه٠اوس دغه دره دبلو چستان يوه بر خه ګڼله کيږي٠(٦)
 همدارازپه بيلا بيلو تاريخي منا بعو او اثارو کې دکاکړو دقبيلې شجرې کښل شوي دي چې دځينوښا خو نو نو مو نه يې دادي: سام خېل، يونس خېل ،موسی زي، تره غري، سر ګړي، درپي خېل،جلال خېل، ختن خېل،چرمي خېل، زڼغوزي،سيڼ، سوران،عيسی زي، يعقوب زي،شادي خېل، با جو خېل،ايوب خېل،مندوزي،شادزي،انګوزي، فاطمه زي،انوزي، الياس زي،تاجوزي، مما خېل، با جو خېل،سالار خېل، سودان زي،علي خېل، برات خېل،هرم زي، اتمان خېل،کيوي، خضر خېل،عبدلزي، شازي، زکوزي، مرزي، غوري زي،ملي زي، اميزي، ابر اهيم زي،انوزي، محمد زي،رجر زي،حسن خېل، يا سين خېل،،احمدزي، کمالزي،ابو سعيد زي، مردان زي،ادو خېل، شکور خېل، سنټيا، پا نيزي،مهترزي، بازيان،سارينګزي،شموزي،عيسی خېل،موسی خېل،سنځر خېل، سنټيا،تره غري، کسايي ،پڼيزون، موسی زي،درپي خېل، سام خېل او نور٠٠٠(٧)
 دکاکړو قبيلې ته يوه ځغلنده کتنه:
په سهيلي پښتو نخوا کې دکاکړو دقبيلې خلک په مجموعي تو ګه دکرنې او مالدارۍ په چارو بو خت دي، خو ددوی دکر نې ځمکې ددوی ورځنۍ اړ تياوې نه شي پوره کولای ٠ ځينې کاکړ کو چياني ژوند لري او دخپلو رمو او ګلو په درلودلو خپل ژوند پر مخ بيايي٠ځينې خلک يې دسو داګر يوپه چارو هم بو خت دي٠ ددوی دودونه او رواجونه کټ مټ ددوی دنورو پښتنو ګاونډيو قبيلو په څېر دي٠
 کاکړ زړور، غيرتي او په پښتني ننګ او ناموس ټينګ خلک دي ٠ دوی همداراز ميلمه پالو نکي دي ٠ دوی سپين زړي اد دزړه او خو له خبره يې يوه وي٠ دکاکړو خلک داتڼونو او مو سيقۍ سره ډېره مينه لري٠ ددوی کاکړۍ غاړې ډېرې مشهورې دي٠
 کاکړ په علم او پو هې مين خلک دي له همدې کبله ده چې د دوی په قبيله کې ستر عالمان، پو هان، شاعران، مورخين او ليکوالان تير شوي او اوس هم شته دي٠
 دسهيلي پښتو نخوا نه پر ته ډېر شمېر کاکړ په افغانستان، پښتو نخوا، پا کستان، هندو ستان او ايران کې هم استو ګنه لري.
 
په افغا نستان کې کا کړ دافغا نستان په بېلا بيلو ولا يتونو لکه کند هار ،هيلمند، زابل ،هرات ،غور،فراه، باد غيس ،فارياب، سر پل، مزار شريف، کندز، تخار،کابل،پروان ،ننګر هار او لغمان کې استو ګنه لري ٠
 دکندهار ولا يت کا کړ ددغه ولا يت په مرکز کندهار ،پنجوايي، ارغنداب، پا شمول او ځينو نورو ولسو اليو کې استو ګنه لري٠
 دهرات ولايت کاکړ ددغه ولا يت په مرکز هرات او همداراز داوبې، پښون زرغون ،کرخ ، ګذرې،ادرسکن او انجيل په ولسو اليو کې استو ګنه لري٠
 دهيلمند ولايت کاکړ ددغه ولايت په مرکز لشکر ګاه،ناوې ،نادعلي ،مار جې او ځينو نورو ولسواليو کې او سيږي ٠
 دبادغيس ولايت دمر غاب په ولسواليو کې دکاکړو په نا مه يوه سيمه شته چې زه ددې مقالې ليکوال هلته تللی يم او له نږدې مې ليدلې ده چې خلک يې زياتره دپسونو او رمو له لارې خپله ګوزاره کوي اودکرنې دلږو ځمکو په درلودلو سره خپل ژوند مخته بيايي٠
 دفارياب او سر پل دولايت په بيلا بيلو ولسواليو کې هم يو شمېر کاکړ استو ګنه لري٠
دکندز ولايت په مرکز دامام صاحب، خان اباد ، دشت ارچي، چاردره، علي اباداوکلای ذال په ولسواليو کې هم ډېر شمېر کا کړ استو ګنه لري٠ چې دځينو مشرانو نو مو نه يې غلام محمد خان، صالح الدين خان ، وکيل ميرزااو رئيس عبد الله دي٠
 دتخار ولايت کا کړ ددغه ولايت په مرکز او دخواجه بهاوالدين،درقد او خواجه غار په ولسواليو کې استو ګنه
 لري٠
دارزګان ولايت کا کړ ددغه ولايت په مرکز او ځينو نورو ولسواليو او په تېره بيا دچار چينو په سيمه کې استو ګنه لري٠
د زابل ولايت کا کړ ددغه ولايت په ځينوو لسو اليو او له هغې جملې نه دشهر صفا اوارغنداب په ولسواليو او دخاک افغان په سيمه کې استو ګنه لري٠
 دپروان ولايت کا کړ ددغه ولا يت دغو ربند په ولسوالۍ کې دخيشکو دقبيلې په ګا ونډ کې استو ګنه لري٠
 دغور ولايت کا کړ ددغه ولايت په مر کز او ځينو نورو ولسواليو کې استو ګنه لري٠
دکابل ولايت دسروبي په ولسوالۍ کې هم يو شمېر کاکړ پښتا نه استو ګنه لري٠
دلغمان دولايت کا کړ ددغه ولا يت په مر کز دمهتر لام دښار پورې اړوند دديوې او عمر زيو په کليو کې استو ګنه لري چې دافغا نستان ستر مورخ پو هاند محمد حسن کا کړ دهمدې سيمې کاکړ پښتون دی ٠
 دننګر هار ولايت کا کړ ددغه ولايت دسره رود، بهسودو او چپر هار په ولسواليو کې استو ګنه لري٠ دچپر هار کاکړو ته خلک په درنه ستر ګه ګوري او دستانه وو په نا مه ددوی درناوی کوي٠
 د هندو ستان کا کړ:
په پښتنو کې به يوه داسې لو يه او کو چنۍ قبيله نه وي چې دهندو ستان په بېلا بېلو سيمو کې دې شتون ونه لري ددې له کبله چې پښتانه دلر غو نو زمانو نه دسوداګريزو چارو دتر سره کو لو او نورو خواريو او مزدوريو لپاره دې هېواد ته تلل او له بلې خوا هند دافغا نستان په ګا ونډ کې يو هيواد و چې موږ تل ورسره ښې اړيکي درلودل٠ له بله پلوه دتاريخ په اوږدو کې ډېرو پښتنو واکمنانو پر هندو ستان واکمني کړېده چې ښې بيلګې يې غلجيان
 ( خلجيان)،لوديان او سو ريان دي٠ ددغو واکمنيو په وخت کې ډېر پښتانه دمنصبونو او دپو ځي دندو دتر لا سه کو لو لپاره دې هيواد ته تللي دي چې ځينو يې نو موړو پښتني واکمنا نو ته دچو پړ په بدل کې ډېر جاګير ونه هم تر لا سه کړي دي٠
 دپير نګيانو نه د هندو ستان دخپلواکۍ تر وخته يعنې د١٩٤٧ زېږدېز کاله پورې يوازې په هندوستان کې ٥٠ پښتني ريا ستو نو شتون درلود چې ددغو ريا ستو نو مشري به يوه پښتون نواب ته ورپه غاړه وه چې ددغو ريا ستونو په لړ کې کولای شو چې دبهو پال، ټونک، فرخ اباد ،رامپور، ملير کو ټلې او ځينو نورو نو مو نه واخلو٠
 کاکړ هم دنورو پښتنو په څېر دهندو ستان په بېلا بيلو بر خو کې ميشته دي٠ لکه دتاريخ حيات افغاني په قول چې له ننه ١٤٦ کلو نه وړاندې ليکل شوی دی د هندو ستان دهاريانا دايالت درهتک دضلعې په کو هانه نومې سيمه کې د کاکړو داولادې دعلي خيلو له ښاخ نه دابو سعيدزي څانګه او نور کاکړ استو ګنه لري ٠ ويل کيږي چې په هند کې دپښتون واکمن سلطان ابر اهيم لودي دواکمنۍ په وخت کې دعبدالمالي يا عبد العلي ابو سعيدزي کا کړ دسهيلي پښتو نخوا دبوري له سيمې نه له خپلو دريوو روڼو سره هندو ستان ته لاړ او په کو هانه کې ميشته شو٠ دسلطان ابر اهيم لودي تر مړينې وروسته نو موړی بېرته خپل اصلي ټا ټوبي بوري ته ستون شو، خو دهغه دوه نور وروڼه له نورو کاکړو سره هلته پاتې او هما غلته ميشته شول چې په هغه وخت کې دوی شمېر٠ ٣٠تنه ښودل شوي
 دي٠
همداراز دتاريخ حيات افغاني دليکنې پر بنسټ د هند داتهر پراديش دايالت دبلند شهر په ولسوالۍ کې هم دپښتنو ٩٦ سيمې شته چې په هغو کې ١٢ سيمې يې زيا تې مشهورې دي او هلته هم ګڼ شمېر پښتانه کا کړ اوسي، په تېره بيا ددوی زيات شمېر په خو رجه نو مې سيمه کې هم مېشته دي چې شمېر يې د٤٠٠٠ کسا نو په شا اوخواکې اټکل شوی دی(٨)٠
 همداراز دهند په بينګال ،دکن او دراجستهان دمرکز په جيپور کې هم کا کړ استو ګنه لري٠
 په دې وروستیو کې د هندوستان د جیپور په ښار کې د هندي پښتنو له خوا د ''کاکړي ګلدان'' په نامه یوه ټولنه هم رامينځ ته شوه چې موخه یې په دغه سیمه کې د پښتو ژبې او د پښتني دود او دستور ژوندي ساتل او وده ده.ددې ټولنې بنسټ اېښودونکې شیلپي بترا ده چې ځان پښتنه کا کړه بولي او د پښتو ژبې او دکاکړو پښتنو ددوداو کلچر را ژوندي کول غواړي٠
 د کاکړو دقبيلې مشهور شخصيتونه:
١- مولوي حبيب الله مشهور په محقق کند هاري٠
٢- دپښتو ژبې ستر ليکوال ، محقق او نو ماند مورخ ارواښاد علا مه عبد الحی حبيبي چې په سلګو نو کتا بونه او په زرګو نو علمي مقا لې يې کښلي دي ٠
 ٣- دپښو ژبې شاعر پير محمد کا کړ٠
٤- دپښتو ژبې شاعر دوست محمد کاکړ٠
٥-دپښتو ژبې شا عر شمس الدين کاکړ٠
٦- دپښتو بو ستان منظو مه شاعره زر غونه کاکړ٠
٧- دافغا نستان وتلی مؤرخ پو هاند ډاکټر محمد حسن کا کړ٠
٨- ارواښاد پو هاند عبد الغفار کاکړ٠
٩- عبد العلي اخندزاده کا کړ ٠
١٠- دافغا نستان د خپلو اکۍ دلارې ملي مبارز حاجي محمد ايوب کاکړ ٠
١١- شهيد ملک احد کا کړ چې په ١٨٩٣ زېږديز کال کې په پښين کې دانګرېزانو له خوا شهيد شو٠
 ١٢-ميا عبد الحکيم کاکړ مشهور په نانا صاحب ٠
١٣-سخي خان احمد خان دسهيلي پښتو نخوا دکچلاغ دسيمې پا نيزی کاکړ ٠
١٤- دسهيلي پښتو نخوا نامتو ليکوال او مؤرخ پروفيسر ولي محمد خان سيال کاکړ٠
١٥- دپښتو ژبې ليکوال خانزمان کاکړ٠
١٦- د پښتو ژبې ليکوال محمد فاروق خان کاکړ٠
١٧-شهيد مولوي عبد الغفار بر يا لی کاکړ٠
١٨-عبد السلا م جو ګيزی٠
١٩- ډاکټر کرام الد ين کاکړ٠
٢٠- خان محمد سرور خان کا کړ٠
٢١- دمير ويس خان هو تکي دپوځ مشر يو نس خان کاکړ٠
٢٢- ملک حا جي نور علي کا کړ٠
٢٣- ملا دادالله کا کړ٠
٢٤- ډاکټر فيض الله کاکړ٠
٢٥-ملا بورجان کاکړ٠
٢٦- سردار شاه وزير کا کړ٠
٢٧-ايډو کيټ عزيز الله خان کاکړ مشهور په عزيز ما ما٠
٢٨-عبدالغني خان غنو کاکړ پا نيزی٠
٢٩-خان محمد سرور خان کاکړ٠
٣٠- ملا محمد رباني٠
٣١- دافغا نستان دپوځ پخوانی جنرال هاشم خان کاکړ٠
٣٢- د پير نګيا نو پر خلاف مبارز شهيد شير جان کاکړ چې په ژوب کې اعدام شوی و٠
٣٣- سردار شيرک کاکړ٠
٣٤- سردار شاه وزير کاکړ ٠
٣٥- ډاکټر صادق فطرت نا شناس٠
٣٦-جنرال عبد الو حيد کاکړ٠ (٩)
٣٧- فريد احمد کاکړ ٠
۳۸ ـ عبدالله احسان کاکړ (دلراوبر پښتوویب پاڼي مسول چلونکی )
۳۹ ـ فریبا احمدي کاکړ (په ولسي جرګه کي دکندهار دخلکو استازې )
۴۰ ـ بوریوال کاکړ ( په پراګ کي د ازادی راډیو خبریال )

----------------------------------------------------------------------------------
 ماخذونه او سر چينې:
١- دکتور لطيف ياد، پښتني قبيلې،٢٠٤ مخ ٠
٢-تاريخ حيات افغاني،پښتو ژباړه د لطيف ياد او فر هاد ظريفي، ٢٥١ مخ٠
٣-پښتو نستان، دارواښاد عبد الرؤف بينوا اثر،١٣٧ مخ،١٣٣٠ کال، دکابل چاپ٠
٤- دپښتني قبيلې شجرې وپيژ نئ په فيس بوک کې دښا غلي محمد فاروق خان کاکړ مقاله"د کاکړو قبيله"
 ٥- پرو فيسر ولي محمدخان سيال کاکړ، پښتو او پښتانه په سهيلي پښتو نخوا کې٧٧-٧٨ مخونه٠
 ٦- قاضي عطاؤالله خان ،دپښتنو تاريخ،٢٨ مخ، دکابل چاپ٠
٧- حيات افغاني ،پښتو ژباړه،د١٥٠ مخ شجره٠
٨-نوموړی اثر،٢٦٥ مخ٠
http://en.wikipedia.org/wiki/Kakar-9-