غرشين دپښتنويوه مشهوره او ستانه قبيله ده٠ دتاريخ حيات افغاني ليکوال ډپټي محمد حيات خان له نن نه ١٤٦ کلونه وړاندې دغر شين قبيلې په اړه داسې کښلي دي:
" د غر شين دقبيلې دتسميې دوجې په اړوند داسې ويل کيږي چې ددغې قبيلې ستر نېکه يو ډېر منلی او خدای لما نځونکی انسان وچې دخپلې دعا له کبله يې يو وچ غر شين کړ ،نو له همدې کبله دده اولاده په غر شين سره مشهوره شوه٠ غرشين زياتره دکند هار په غر نيوسيموکې مېشته دي اودوی ته خلک په درنه ستر ګه ګوري٠ دغر شين د قبيلې څوکورنۍ دراولپينډۍ دبر هان دسيمې په غر شين نو مې ځای کې هم استو ګنه لري٠ چې ددغې قبيلې نه لعل شاه يو ډېر ښه او منلی سړی و٠ "(١)
د پښتنو دغر شين قبيلې پورې تړلی يوستر شخصيت ملکيار غر شين دی چې د٥٨٠ هجري په شا او خوا کې يې ژوند کاوه چې دپښتنو مؤ رخانو دده نوم په خپلو مشا هيرو کې راوړی دی او مشهور مؤرخ نعمت الله هروي په خپل تاريخ مخزن افغا ني کې ليکلي دي چې ملکيار غر شين دشيخ ابو بکر طوسي معا صر و او په ډيلي کې يو ځای درلود چې سلطان شها ب الدين غوري د ملتان دير غل په وخت کې ده ته ور بخښلی و او دده مر قد هم هلته دی٠ (٢)
دنعمت الله هروي ددې روايت نه څو سوه کاله دمخه سليمان ماکو ٦١٢ هجري چې دپښتو ژبې له پخوانيو ليکوالو او نثر ليکو نکو نه دی دملکيارغر شين په اړوند اسې ليکلي دي:
" نقل کاوه شي چې په روزګار دغازي شهاب الدين چې په ډيلي کې هغه ستر واکمن ټا ټوبی ورو ښانده او هم هورې مړ شو٠ نقل کاوه شي چې په جوبله( جګړې) کې مسلمانان تر شا ولاړل او کفارو بری وکړ٠ ليرې نه وه چې مسلمانان شي دکفارو په کټارو( نېزو) پو پنا او دښنه( دښمن) بری وکړي، نا څا په شيخ ملکيار راغی او پر دښمن يې ير غل وکاوه او ډېر زښت يې ووژل٠ نرو مسلما نا نو هم د ملکيار تر اړخ تورې وکښې او سره ومروړل يې دښنه،ستر څښتن دوی ته په مېړانه دشيخ ورکړله سو به او بری چې پخوا هم نه وه په بر خه شوې دچا، هيڅکله په هيڅ ځای کې"
د سليمان ما کو له دې بيانه جو تيږي چې ملکيار غر شين يو غښتلی او تو ريالی سړی وچې دتورې او ادب له څښتنانو نه واود سلطان شهاب الدين سره يې په جګړو کې ملګر تيا کو له٠ سره له دې چې ملکيار غر شين دجګړو دډګر اتل و ادبي ذوق يې هم درلود٠ نوموړی پخپله هم شاعر و او دنورو پښتنو شا عرانو اشعار يې هم لو ستل.
ويل کيږي چې دجګړې په ډګر کې کله چې شيخ مکيار غر شين د سلطان معزالدين د لښکرو سره يو ځای جنګېده او نږدې وچې دسلطان لښکرې ماتې وخوري نو دې توريالي اديب دلښکرو دمورال دلوړلو لپاره يوه دننګ او غيرت نه ډکه سندره و ويله چې ژوبله ور راوپارېدل او پر دښمن يې بری تر لا سه کړ ٠سليمان ماکو ليکي: په جوبله کې ملکيار دا پاړکي وويل چې غا زيان وپارېدل او په څېر د زمر يو ورتوی شول:
څښتن مو مل دی
اوس مو يرغل دی
هېواد دبل دی
غازيانو ګورئ
څښتن مو مل دی
تورې تېرې کړئ
دښن مو پرې کړئ
منګولې سرې کړئ
څله به تښتو
څښتن مو مل دی
که ټينګ کړو زړونه
پر بري يونه
چې زمري يو نه
اسلام را څخه دی
څښتن مو مل دی
غازيانو راشئ
ټول شا اوخواشئ
دشهاب په ملا شئ
دښن مو غوڅ کړئ
څښتن مو مل دی(٣)
ملکيارغر شين په ډيلي کې ا وسېده او هما غلته مړشو او په دغه ښار کې دشيخ ابو بکر طوسي له مزاره سره يو ځای ښخ دی. دشيخ ابو کبر طوسي مزار په اوسني وخت کې دپورانا کلا او دپر ګتهي ميدان تر مينځ په يوه لوړ ځای کې مو قعيت لري ٠
--------------------------------------------------------------------
ماخذونه او سر چينې:
١- تاريخ حيات افغاني، ١٧٨ مخ، دانش خپرندويه ټو لنه، پېښور٠
٢-پو هاند علا مه عبد الحی حبيبي، دپښتو اد بياتو تاريخ، لومړی او دويم ټوک، ٥١٠ مخ، دانش خپر ندويه ټو لنه، پېښور٠
٣-دسليمان ماکو تذ کرت الاوليا،دملکيار غر شين حالات٠
يا دونه: د ځينو پښتو زړو لغاتومعناوې په قو سو نو کې تو ضيح شوي دي( ياد)