د افغانستان د جګړی ستراتژیک اړخ

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 45239
دوکتور م ، عثمان ، روستار تره کی
دخبریدو نیټه : 2011-10-12


 د هالیند د نیوخین ښار په غونده کی د لیکوال د شفاهی وینا لندیز
                   د اکتوبر اتمه ۲۰۱۱ م کال
دوکتور م ، ع ، تره کی
 
  د سړی جګړی په پای کی د ناتو د شته والی منطق چه د نړیوال کمونیزم سره مقابله وه ، له منځه ولاړ . خو هغه ځانته بل ماموریت غوره کړ : د اسلام پالنی او هغه سره د تړلی تروریزم په وړاندی جګړه .
  کمونیزم سره جګړي دفاعی بڼه درلوده . خو د بنسټ پالنی او تروریزم سره يي تعرضی ډول وموند چي افغانستان ، پاکستان او عراق د جګړی د ډګر او مقدمي جبهي په ډول وروپیږندل شول .
  د دغه واقعیت په نظرکی نیولو سره چه دری واړه هیوادونه د پام وړ ژیوپولتیک موقعیت لری ، د وخت په تیریدو سره جګړه د خپل لمړنيو ټاکل شویو موخو څخه ووته او ستراتژیک او ژیوپولتیک استقامت يي غوره کړ . د دیموکراسی او د بشری حقونو څخه ملاتړ ورسره ګډ شو . د نوموړو ارزښتونو څخه جګړه ایزه دفاع هغومره زور واخیست چه د جګړی میدان د تیل او ګاز د سرچینو په نږدیوالی کی موقعیت درلود .
  په سیمه کی د ناتو د پروګرامونو د پلی کولو په مقصد افغانستان مرکزی حیثیت وموند . افغانستان باید په بشپړه توګه لاندی شی ، تر څو چه د هیواد د ننه او د باندی د ناتو د پروګرامونو د تطبیق زمینه برابره شی .
  د افغانستان د هضمولو په نیت ناتو پدی لټه کی شو چه د نظام د ننه او د باندی د قدرت د جوړښت هستی له منځه یوسی . خو دلته د  څو کورنیو او بهرنیو ستونزو سره مخ وو .
  کورنی پدی معنی چه :
  ــ  طالبانو بیا سر راپورته کړ .
  ــ  د پردیو په لاس جوړ شوی حکومت د لازیات قدرت او واک دعوآ مطرح کړه .
  بهرنی پدی مفهوم چه :
  پاکستان ، ایران ، چین او روسیه په غیر مستقیمه توګه د وسله وال مقاومت په ملاتړ د ناتو په ضد جګړه ایز اقدامات تر اجرآ لاندی ونیول .
  ناتو د نوموړو کورنیو او بهرنیو ستونزو د لری کولو په مقصد پراخ پروګرام تنظیم کړ .
د کورنی ستونزی په وړاندی اقدامات :
  لمړی ـ د لمړی خند یعنی د طالبانو د تحریک د له منځه وړو په نیت د جګړی یو سیمه ایز پلان چه افغانستان او پاکستان په کی شامل وو تنظیم  شو : طالب د پښتون سره په ترادف کی قرار ونیو او ورسره جګړه اعلان شوه .  د جګړی اصلی لنګر د پښتنو په میښته سیمو کی متمرکز شو. د پښتون قبیلوی جوړښت ، دا د ښکیلاک ضد تاریخی مورچل تر ګوزارونو لاندی ونیول شو . په کلیو او بانډو باندی بیرحمانه بمباری وشوي چه په کی په زرګونوملکیان ووژل شول . د قومی او مذهبی مشرانو په وژلو سره ، جګړي د ژنوساید (عام وژني ) بڼه غوره کړه .
  واقعیت دا دی چه د پښتنو په ضد یوه لویه نړیواله توطئه چه په کی افغانی کړیو ، د سیمی او د سیمی نه د باندی قومونو او هیوادونو ګدون درلود ، سازماندهی شوی وه .
  د توطئی اصلی مقصد د طالب د وژلو تر نامه لاندی د جګړی د لمنی جغرافیایی پراختیآ ، دوام او ورسره د پښتنو د مقاومت فزیکی او انسانی قوت ماتول وو ؛ تر څو چه د افغانستان د ننه د اشغالګرو قوتونو په ګټه د یو مزدوری واکمنی د ساتنی زمینه برابره شی . لاسپوڅی واکمنی په سیمه کی د ناتو د ستراتژیک افزار (لاسوند) په توګه وکارول شی .
 دوهم ـ د ناتو په وړاندی د نظام د ننه لوی ګواښ، دا وو چه د اساسی قانون په بنسټ باندی د ریاستی نظام په نافذیدو سره ، د حکومت تر واک لاندی د اداری چاری د تمرکز پروسه پیل شوه .
  خو ناتو او په ځانګړی توګه امریکائیانو نه غوښتل چه د یو با صلاحیته حکومت د حساب او کتاب او جنجال سره مخ شی . د یوه کمزوری واکمنی د جوړیدو په مقصد لاندی اقدامات ترسره شول :
  ــ  په حکومت کی ځینی کلیدی وزیران د ناتو د غړیو هیوادونو په واسطه (غوښتنه) وټاکل شول .
  ــ  پخپل سر والیان وګمارل شول .
  ــ  افغانستان ته پولی او اقتصادی مرستی د غیر حکومتی چینلونو له لاري تآمین شوي .
  ــ  د امنیتی اورګانونو عملیاتی ظرفیت په حد اقل کي وساتل شو او امنیتی خصوصی کمپنی ګانی د حکومتی اورګانونو په وړاندی د سیال په توګه وکارول شوي .
  ــ  د حکومت په وړاندی دستوری سیاسی اپوزیشن جوړ شو . اپوزیشن ته د پارلمانتریزم او فدرالیزم نسخی ورکړل شوي .
  ــ  د ولسمشری او پارلمانی انتخاباتو په پروسه کی د ګمارل شوو کسانو په ګټه لاسوهنه وشوه .
  ــ  د وروستیو پارلمانی انتخاباتو په پروسه کی د پراخی لاسوهنی محصول یوه ولسی جرګه جوړه شوه .
د بهرنی ستونزی په وړاندی اقدامات :
  په سیمه کی د ناتو حضور د قواوو سیمه ایز انډول ته د ناتو په ګټه او د سیمی هیوادونو په تاوان بدلون ورکړ او د امریکا په وړاندی يي حساسیتونه راوپارول .
  د ناتو په ضد د سیمی د هیوادونو منفی جګړه ایز غبرګون هغه وخت زور وموند چه امریکا د افغانستان سره د ستراتژیک تړون موضوع مطرح کړه. د ناتو په وړاندی تحریکات په دوه سوله ایزو او جګړه ایزو استقامتونو باندی قرار لری :
  سوله ایز پدی معنی  چه د «  شانگهای »  په سازمان کی د افغانستان د شاملولو هلی ځلی چتکی شوی .
  جګړه ایز پدی مفهوم چه د وسله والو مخالفینو جنګی ظرفیت پیاوړتیا ته پام اړول شوی : دوی په نوو وسلو د هغی جملی نه په پرمختللو الوتکی ضد توغندیو باندي سمبال شوی دی .
  د افغانستان د اشغال د مخالفو هیوادونو په منځ کی پاکستان ځانګړی ځای لری : پاکستان او تروریزم ضد نړیوال ائتلاف د افغانستان په لس کلنه جګړه کی په دوه ټکو کی ګډ دریځ درلود :
  ــ  د پښتنو بشری او جنګی پوتانسیل کمزوری کول.
  ــ  د اسلامی رادیکالیزم د هغی برخی سره مقابله چه دواړو اړخونو ته ګواښ راپیښوی.
  پاکستان او تروریزم ضد نړیوال ائتلاف په لاندی مسائلو باندی سره اختلاف لری:
  ــ  په افغانستان کی د امریکا اوږدمهال حضور د نظامی اډی د جوړولو د لاری .
  ــ  په افغانستان کی د هندوستان نفوذ .
  ــ  د جګړی جغرافیائی حدود : پاکستان هڅه کوی چه جګړه د افغانستان په د ننه پاتی شی . خو نړیوال نظامی ائتلاف لیوالتیا لری چه جګړه د باندی صادر شی .

  په افغانستان او پاکستان کی د کړکیچ ساتنی او د جګړی د اوږدیدو د ستراتيژی د پلی کولو په مقصد،امریکا او ناتو په څو اقداماتو لاس پوری کړ:   ــ  د حقانی شبکه په تور لیست کی شامله شوه .
  ــ  د بن په دوهمه غونډه کي د وسله وال مقاومت ګډون منتفی اعلام شو .
  ــ  د افغانی امنیتی اورگانونو د بی کفایتی د اثبات په مقصد ( چه لاره په افغانستان کی د بهرنیانو د اوږدمهال حضور د پاره برابروی ) ، د امنیتی اورگانونو د صلاحیت د انتقال د پروسي ننداري ته ایښودل شو .
  ناتو په افغانستان کی د کړکیچ د ساتنی او د جګړی د اوږدیدو د ستراتيژی نه، د څو مقصدونو د پاره ګټه پورته کوی :
  ــ  د بنسټ پال اسلام، کوم چه د القاعدی سره تړاو لری، د قیام مخه نیول
  ــ  د یوه ګوډاګی حکومت چه  په سیمه کی د ناتو د ستراتيژیکو موخو د پاره کارول کیږی ، د جوړیدو په اراده د دیورند د دواړو خواو پښتنو چه ښکیلاک ضد ستر قومی ځواک جوړوی ، انسانی او فزیکی قوت ماتول او جنگی پوتانسیل یی کمزوری کول .
  ــ  د جګړی د لاری د لویدیځ تمدن د ارزښتونو تپل .
  د ولسمشری او پارلمانی تیرو انتخاباتو چه په کی بهرنیانو د یوه ګوډاګی نظام د جوړیدو په نیت لاسوهنه وکړه ، وښودل چه بهرنیان لږ تر لږه اوسمهال د واقعی دیموکراسی نه ، چه په کی په امن او آزاده فضآ کی د جنگ ځپلو سیمو د ولسونو آزاده اراده تمثیل شی ، ویره لری .
  قومی اکثریت، دا د ناتو او امریکا د تپل شوی جګړی قربانیان، باید وځپل شی، تر څو چه د اشغال او درغلی نه رازیږیدل شوی نظام پاتی شی .

***

  در افغانستان از یک دهه به این سو ائتلافی از جنگ سالاران متهم به جنایات جنگی و تکنوکراتان معامله گر به زور قوت های مهاجم خارجی  قریب
80 هزار افغان را از هستی ساقط کرده است. هزاران دیگر را معیوب نموده است . از شمار بیوه و یتیم جنگ احصاحیه یی در دست نیست .
  حاکمیت محصول اشغال  بیش از نیمی از قلمرو ملی را به میدان جنگ قوت های مهاجم تبدیل و به کندواله بدل کرده است.
  اینهمه تلفات به دلیل عدم شناخت واقعیت ها و اشتباه در محاسبات ستراتژیک :
  امریکا و ناتو مرتکب دو اشتباه بزرگ گردید که موجب دوام جنگ و تلفات زیاد انسانی و پولی گردید :
  یکی اقدام سراسیمه برای متلاشی ساختن حکومت طالبان ، پس از انفجار نویارک ، در شرایطی که رهبران آنها حاضربه مفاهمه بودند.
  دیگری تمرکز عملیات نظامی در مناطق جنوب کشور به قصد قتل عام پشتون های دو طرف خط دیورند .
  ازان جائیکه پشتون ها با سابقه تاریخی مقابله کامیاب با قوت های مهاجم ، در خط السیر اکمالاتی ناتو از بندر کراچی تا کابل و قندهار مسکون اند و امکان کافی حمله به کاروان های لوژستیک و مسدود ساختن شاهراه را بدست دارند ، اقدام امریکا و ناتو را در مقابله خونریز با پشتون ها میتوان نشان بی ملاحظگی ، سراسیمگی و جنون نامید . ناتو در دشمنی با پشتون ها در واقع شاهرگ تغذیه جنگ تحمیلی خود  را مسدود ساخت و زمینه بلند بردن مصرف جنگ و نهایتآ شکست خود را فراهم نمود .
    اکنون وقت آن رسیده است که به این جنگ تحمیل شده و غیر عادلانه پایان داده شود. قراینی روی دست است که همه جناح های مقاومت از یک پلان صلح که در محور آن ، تشکیل یک حکومت بیطرف ، مسلکی و موقتی برای انتقال کشور از حالت جنگ به صلح قرار داشته  باشد ، حمایت میکنند .
  کانفرانس فعلی چند امکان را بدست میدهد :
  ــ استفاده از پلان های مطرح صلح از جمله پلان « د افغانستان د نجات جرگه » و یا  تنظیم یک پلان جدید صلح .
  ــ  تعیین یک هیآت صلح از داخل یا خارج کانفرانس . هیآت در کانفرانس های آینده صلح در داخل و یا خارج افغانستان اشتراک خواهد کرد و وظیفه خواهد داشت تا میان طرفین منازعه وساطت کند و موافقت جوانب را به پلان صلح جلب نماید .
  به چند نکته باید توجه نمود :
  ــ  در کشور هائیکه مردم آن در حال جنگ با قوت های مهاجم خارجی قرار دارند ، استقلال و تمامیت ارضی کشور را تناسب قوای جنگی تثبیت میکند .
  قوت های خارجی طی ده سال دست به اقداماتی زده اند که قرینه سوء نیت آنها در رابطه به تمامیت ارضی افغانستان است. تعیین برخی وزرآ ، والی ها و وکلآ ولسی جرگه روی خطوط قومی و تحریک شان علیه یکدیگر و حکومت مرکزی ، حاکی از وجود یک پلان شیطانی در رابطه به صلح ، ثبات و سلامت افغانستان است.
  درین حال و احوال مقاومت مسلح یگانه نیروی رزمنده ضامن استقلال و حافظ تمامیت جغرافیائی کشور تلقی میشود. بنآ اشتراک مقاومت مسلح در کانفرانس آینده صلح  بن دوم  نه تنها برای تحقق داعیه صلح ضروری است ، بلکه ضمانتی است ، برای اعاده استقلال و پاسبانی از سلامت کشور .
  ــ  حکومت فعلی طی ده سال با کشتار هزاران افغان در همکاری نزدیک با قوت های متجاوز خارجی قرار داشته است .
  این حکومت با داشتن سابقه برخورد با مقاومت مسلح و شرکت در جنایات قوت های خارجی حین عملیات نظامی به اندازه قوای خارجی مسئولیت دارد . بنآ نمیتواند ماموریت صلح داشته باشد . صلح از طریق مذاکرات مستقیم میان قوت های مهاجم و مقاومت مسلح امکان پذیر است .
  ــ  ازان جائیکه نظام موجود محصول اشغال است ، دوام کار آن به معنی استمرار جنگ ضد اشغال قیاس میشود .
  برای دادن نکته پایان به جنگ ، حکومت فعلی باید در کانفرانس آینده بن الزامآ استعفای جمعی اعضای خود را مطرح کند . هیآتی که از جانب کانفرانس فعلی برای اشتراک در کانفرانس بن تعیین میشود ، با مشوره با مراجع ذیدخل داخلی و خارجی ، الترنتیف جانشین حکومت مستعفی را در چوکات پلان صلح « د افغانستان د نجات جرگه »  تحت غور قرار میدهد .
  در اخیر پیامی هم به مقاومت :
  اوضاع طوریست که صرفآ فشار جنگ استقلال و سلامت افغانستان را تضمین میکند و راه رسیدن به صلح عادلانه را هموار مینماید . بنآ   تا زمانیکه امریکا و ناتو اراده سیاسی صادقانه برای تضمین سلامت افغانستان و صلح ابراز نکرده اند ، مقاومت مسلح باید :
  ــ  رابطه تکتیکی خود را با هم پیمانان اعم از گروه ها و کشور ها در جبهه جنگ قطع نکند .  فشار جنگ بالای قوت های مهاجم  نباید موجب تلفات ملکی و زمینه سازی برای تقویت رادیکالیزم اسلامی شود .
  ــ  امکان بیشتر اعمال نفوذ در اورگان های امنیتی افغانی مورد توجه قرار بگیرد .
  ــ   به منظور ایجاد هم آهنگی  در فعالیت های مبارزاتی ، با مقاومت غیر مسلح از ردیف تعلیم یافته های بیرون مدرسه ، ارتباط  ساختاری و سیاسی    ( تشکیلاتی ) تآمین گردد .   «  پایان »

م کال   فرانسه . د اکتوبر دریمه.  2011