چې داستا دنامې بوی اخلي حميده!
څه به نه وي خوش دماغه غوري، خښي
( حميدبابا)
زموږ پښت پو هان او تو کم پيژندونکي غوريا خېل سړبني پښتانه ګڼي او دپښتنو دعنعنوي شجرو پر بنسټ غورياخېل دسړبن دزوی خر شبون اولاده ده٠ ويل کيږي چې خر شبون درې زامن درلودل کند، جمند يا ځمند او کاسي٠ کند بيا دوه زامن درلودل يو يې غری يا غوريا نو مېد چې دهغه او لادې ته غورياخېل ويل کيږي او دويم زوی يې خښی يا خوخي نو مېد چې دخښي او ښاخي خېلو په نامه سره هم يا ديږي چې يوسفزي ، مندړ او تر کلاڼي يې اولاده ده٠
دروايتونو پربنسټ غوريا څلور زامن درلودل: لومړی دولت يار چې دنوموړي له اولادې نه دمو مندو او داؤدزيو دوه مهم ښا خونه مينځ ته راغلي دي، دويم زوی يې خليل و، دريم يې څمکنی او څلورم يې زيړان نو مېد چې اولاده يې د زيړانيو په نامه ياديږي٠ (١)
داسې مستند او تاريخي روايتونه شته چې په پيل کې غوريا خېل دکند هار په ارغستان کې مېشت ول چې وروسته بيا دغزني سهيلي او لو ېديزو برخو ته وليږدېدل چې غا لبا به د غه وخت د٩١٠ هجري کال په شا او خواکې وچې په کابل کې دبابر دواکمنۍ لومړۍ شپې او رځې وې٠ داسې ويل کيږي چې په هغه وخت کې ددغې قبيلې ټول خلک پوونده او دمالدارۍ په کارونو بوخت ول، خو څرنګه چې وروسته ددغې قبيلې دخلکو په شمېر کې زياتوالی راغی نودوی بيا له غزني نه دکابل شا اوخواته راوليږدېدل٠ (٢)
دپښتنو دتاريخ مؤلف ارواښاد قا ضي عطا ؤالله خان دغوريا خېلو پښتنو په اړوند داسې ليکلي دي:
" مومندو، خليل او داؤد زيو ته غورياخېل وايي٠ غورياخېل د١٤٥٠ عيسوي کال په شا اوخواکې دغزني لويديز ته دتر نک سيند پر غاړو اوسېدل چې بابر په خپل تزک کې دغوريا خيلو دقبيلې داستو ګنې ځايونه د مشد او سمګانه کلي ښودلي دي او تر څېړنو وروسته دا جوته شوه چې نو موړي کلي دغزني جنوب ته پراته دي ٠ کله چې بابر دغلجيو دسيمې دويش لپاره په ١٥٠٧ عيسوي کال کې غزني ته روان شو او دسرده په مقام کوزشو(سرده ٢٥ يا ٣٠ ميله دغزني سويل ته موقعيت لري) نو بابر وايي چې ما ته خبر وشو چې د مو مندوځينې قبيلې په مشد او سمګانه کې پرتې دي٠ اميرانو ماته وويل چې ددوی لوټ کول په کاردي،خو بابرو ايي چې ما ورته وويل چې موږ خپل رعيت ته نقصان رسول مناسب نه ګڼو٠"(٣)
لکه چې دمخه وويل شول غوريا خېل لو مړی دکندهار په ا رغستان کې ا وسېدل بيا له هغه ځايه غزني او له غزني نه کابل ته راوليږدېدل٠
دتاريخ حيات افغاني دليکنې پر بنسټ وروسته بيا غوريا خېل له کابله ننګر هار ته ولېږدېدل او ننګر هار ته تر تلووروسته يې چې کله په شمېر کې نورهم زياتوالی راغی دخيبر دتاريخي درې له لارې پېښور ته ولېږدېدل او د دلا زاکو د قبيلې سره چې لا دمخه يې پر پېښور باندې قبضه ټېنګه کړې وه دسلطان پورې په سېمه کې چې خلکوو رته په هغه وخت کې جنګ پوره هم و يله دغوريا خېلو او د پښتنو دلا زاکو تر مينځ خو نړۍ او سخته جګړه پېښه شوه٠ ديوه روايت له مخې ميرزا کا مران ددې لپاره چې د غوريا خېلو ځواکمنه قبيله دهمايون سره دجګړې لپاره دځان ملګرې کړي په دغه جګړه کې يې د غوريا خېلو سره مر سته وکړه چې په پايله کې دلا زاکو ماتې وخوړله چې ځينې خلک يې دجګړې په ډګر کې ووژل شول او ځينې يې هم دهزار خانې په نهر کې ډوب شول٠ که څه هم دغه نهر دومره ډېرې او به نه درلودلې چې څوک دې ډوب کړای شي، خو د تصادف له مخې په دغه ورځ ددغه نهر په پورتنۍ برخه کې دومره ډېر باران اوريدلی و چې د دلا زاکو جنګيالي يې ډوب کړل٠ (٤)
پر دلا زاکو باندې دغوريا خيلوتر دغې سوبې او بر ياليتوب وروسته دغه سيمه دمو مندو، داؤد زيو او خليلو لاس ته ورغله او دلازاک دلنډي سيند نه پورې وتل او دلنګر کوټ په ميره او نورو ځا يو نو کې مېشته شول ٠ بيا وروسته هغه وخت چې ديو سفزيو مشر خان کجو و نو دغوريا خېلو او يو سفز يو تر مينځ دشيخ ټپور په سيمه کې سخته جګړه شوه او غو ر يا خېلو ته سخت زيان ورسيد ، په تيره بيا دغوريا خيلو دقبيلې دخليلود ښاخ خلک چې ډېر جنګيالي وو زيات شمېر کسان يې ووژل شول ، خو ددوی دماتې سره سره بيا هم يو سفزيو ددې جرئت ونکړ چې ددوی پر سيمو باندې قبضه وکړي٠ ددغې قبيلې ملک يا خان ته په پېښور کې غوريا خېل ارباب وايي ٠ (٥)
دپښتنو ستر شاعر رحمن بابا ١٦٥٠-١٧١٥ ، ستر مؤرخ او قا نو نپوه ارواښاد قا ضي عطا ؤالله خان ١٨٩٥- ١٩٥٢
او دخداي خد متګارو دتحريک غړی ژبپوه او فيلا لو جيسټ ارواښادحسين بخش کو ثر غوريا خيل مړ١٩٩٠دغورياخيلو پښتنو قبيلې ته منسوب و ل٠ (٥)
داخبره هم ديادونې وړ ده چې د خپل اصلي ټا ټوبي نه دغوريا خېلو دلېږد په وخت کې ددوی يو شمېر په غزني، لو ګر، کابل او ننګر هار کې پا تې شول چې دځينو اولاده تر اوسه هم په دغو سيمو کې شته٠
دغوريا خېلو د سترې قبيلې د بېلا بېلو ښاخونو لکه مومندو، خليلو،څمکنيو ،داؤدزيو او زيړ انيو يادونه ددې مقالو په لړ کې په الفبايي تو ګه سره شوې ده٠
------------------------------------------------------------------------------------
ماخذونه او سر چينې:
١- پښتني قبيلې، دکتور لطيف ياد، ٢٠٠ مخ٠
٢- حيات افغاني، ٢٣٦- ٢٣٧ مخونه، دېښور چاپ٠
٣- دپښتنو تاريخ، قاضي عطاؤالله خان، لو مړی ټوک، کابل ١٣٥٦
٤-حيات افغاني،٢٣٧ مخ٠
٥-نوموړی اثر ٢٣٧ مخ٠
٦-http://en.wikipedia.org/wiki/Ghoria_Khel