پښتني قبيلې وپيژ نئ! ٩٩ برخه( قلندر خيل)

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 45253
دکتور لطيف ياد
دخبریدو نیټه : 2011-08-01

 

زموږ پښت پو هان او توکم پيژندونکي قلندر خېل دسليمان خيلو دلوی ټبر پورې يو اړونده ښاخ ګڼي٠ دقلندر خېلو دقبيلې زياتره خلک دکټواز په سېمه کې ا ستو ګنه لري چې دغزني په سهيل کې ددېرشو ميلو په واټن پرته ده٠ (١)
 
دکټواز شمال ته داندړو سېمه، جنوب ته يې اورګون،ختيز ته يې ګرديز او زرمت او لويدېز ته يې دغزني لويه ناوه پر ته ده٠
 
د کټواز دځمکو لسمه برخه په کاريزونو او به کيږي او پا تې ځمکه يې ددښت اومال څړ په بڼه ده چې په دې وروستيو وختو نو کې د ځينو سو داګرو او هغو کسا نو له خوا چې په هند کې يې پيسې بندې کړي دي دکټواز دځمکو يوه بر خه يې دژورو څاه ګانو او واټر پمپونو په لګولو سره تر کرنې لاندې نيولې ده او دډاډ وړ حاصل ځيني اخلي٠مهم حاصلات يې غنم،جوار او پاليزونه دي(٢) ٠ د قلندر خېلو ځمکې زياتره يو فصله دي يعنې په يوه کال کې يو ځل ترې حاصل اخلي ٠ ددوی دسيمې هوا په ژمي کې خورا سړه او په دوبي کې خورا توده ده٠ ميوي يې انګور، زردالو، مڼې، هندوانې او خټکي دي٠
 
قلندر خېل په خوړو کې دغنمو له ډوډۍ نه ډېره ګټه اخلي٠ ددې کبله چې دوی په مالدارۍ هم بو خت دي نو دکور تو، شېدو، مستو، کو چو او هګيو نه هم استفاده کوي٠ دژمي په مو سم کې دو چو ميوو استعمال هم پکې رواج لري، خو دوريجو استعمال پکې لږدی٠
 جامي يې :
د قلندر خېلودقبيلې خلک خورا غټې لو نګۍ په سروي چې زياتره ژيړ بخون رنګو نه لري٠ دوی پر خپلو اوږو څادرو نه هم اچوي چې په خپله لهجه کې تازر بولي٠
 
د ښځو جا مې يې په عمو مي تو ګه سرې او شنې دي٠ په پېغلو نجونو او ځوانو ښځو کې يې دګنډونواستعمالول هم شته٠دوی په جامو کې ډېرې مرۍ هم استعمالوي چې دکميسو نولستوڼي په زرتارو، ليسو او چر مو باندې ښکلي کوي٠ ښځې يې په عمو مي ډول پڼې په پښو کوي چې دوی يې په خپله لهجه کې کپۍ بولي٠
 
قلندر خېل په پښتني ننګ او غيرت ټينګ خلک دي٠دوی ميلمه پا لو نکي او دعلم او پو هې سره مېنه لري ٠ دوی ديني عالمانو او پيرانو ته ډېر درناوی لري ٠
 د افغان- انګرېز په دري ګو نو جګړو کې قلند خېل دانګريزي ښکيلاکګرو سره جنګيدلي او هم يې دروسي ير غلګرو په ماتولو او ګونډوکو لو کې يې خپل هيوادنی رسالت سرته رسولی دی٠ يو شمېر قلندر خېل کو چياني ژوند هم لري٠
 له بده مر غه چې د افغا نستان يوه رژيم هم دکټواز سيمې ته پا ملر نه نه ده کړې چې هلته دهغه ځای دخلکو لو مړنۍ اړتياوې لکه: روغتون،کلينيک، سړ کونه ، داوبو بندونه او دنجونو او هلکانو ښوونځي جوړ کړي چې خلک تر اوسه پورې د ژوندانه ددغو ټولو لو مړنيو اړتياوو ددرلودلو نه بې برخې دي ٠
 
پر افغا نستان بر سېره ډېر شمېر قلندر خېل په پښتو نخوا او هم دپا کستان دکراچۍ په ښار کې استو ګنه لري٠
 يو شمېر قلندر خېل دهندو ستان په ختېز بنګال په تېره بيا کلکته( کولکته)،بمبئي (مومبای ),داسام په ايالت چې دوی يې اشام بولي، بيهار او اوړيسا کې استو ګنه لري اوخپلې سوداګرېزي چاري او معا ملې پر مخ
 بيايي(٣)٠
---------------------------------------------------------------------
ماخذونه او سر چينې :
١-مونټ سټوارټ الفنسټن، دکابل سلطنت بيان، پښتو تر جمه دپوهاند محمد حسن کاکړ او نصرالله سوبمن، دويم ټوک، ١٣٦ مخ٠
 ٢-دغزني تاريخي جغرافيا، دمحمد ولي ځلمي تاليف، ١٦٠-١٦١ مخونه،١٣٦٢ کال، کابل٠
٣-د قلندر خېلو دقبيلې په اړوند ددې مقالې دليکوال (دکتور لطيف ياد) يادداشتونه٠