لکه څرنګه چې ديو سفزيو، ګګيا ڼيو اوتر کلا ڼيو پښتنو دپيژندنې په بر خه کې راغلی دي په هغه وخت کې چې خاښي خېل او غو ريا خېل په مجموع کې او په تيره بياد يو سفزيو قبيله په ځانګړي توګه دکندهار دشاوخوا سيمو نه دکابل خواته راو ليږديدل و په هغه وخت کې مغولی واکمن سلطان ابو سعيد دکابل دحکومت واکدار و٠ په همدې وخت کې دخاښي خيلو لوی مشرملک سليمان شاه وچې دملک تاج الدين زوی او دملک رځړ لمسی و٠ کله چې مرزا الغ بيګ پا چا شو،ملک سليمانشاه خپله لور مرزا الغ بيګ ته په نکاح کړه ٠ په پيل کې ديو سفزيو او ميرزا الغ بيګ تر مينځ اړيکې ښې و ې خو وروسته بياترينګلې شوې او ورپسې ديو سفزيو او ميرزا الغ بيګ تر مينځ مخا لفتونه رامينځ ته شول٠ ميرزا الغ بيګ هم ديو سفزيو پښتنو پر خلاف پلمې لټولې تر څو يوه ورځ يې ديو سفزيو پښتنو اته سوه تنه مشران ميلمانه کړل او په ډېر چل او دوکې سره يې دخپلو کسانو له خوا دوی بې وسلې کړل او غو ښتل يې چې دغه ټول کسان له مينځه يوسي چې په پای کې يې همدا سي وکړل٠(١)
دتواريخ حافظ رحمت خاني مولف پير معظم شاه په خپل کتاب کې د يو سفز يو دمشرانو دبندی کيدو په اړوند داسي ليکلي دي :
" کله چې ديو سفزيو دغه مشران په هغه ميلمستياکې چې ميرزا الغ بيګ ورته جوړه کړې وه بې و سلې او بنديان شول نو ددغو بند يا نوپه ډله کې يو تن قدوت المکاشفين شيخ عثمان بن موتي موليزی هم شا مل و٠ نوموړی د هغه وخت له لو يو وليانو نه شميرل کيده او د يو سفزيو ولس ورته ډېر عقيدت او ارادت درلود ٠ په دغه وخت کې چې مېرزا الغ بيګ دغه کسان بې وسلې او بنديان کړي ول نو ديو سفزيو يوتن نامتو شيخ او درويش
( تورقوال) چې ديو سفزيو دموليزي ښاخ نه و او کندهار ته دسياحت لپاره تللی و هم په دغه وخت کې دربار ته راغی، په دغه وخت کې شيخ عثمان غږ کړ چې تور قوال هم راغی او په دغه پېښه کې راسره شريک شو ٠ (٢)"
لنډه داچې ميرزاالغ بيګ دملک احمده پرته ديو سفزيو پښتنودغه اته سوه تنه مشران ټول له تيغه تېر کړل٠
چې ويل کيږي د کابل په سياه سنګ کې ديو سفز يو له دغو وژل شوو مشرانود مړو نه يوه لويه هديره جوړه شوه٠ هغه يو سفزي چې له دغه مغولي ناتاره بچ پاتي شول له کابله ننګرهار ته او بيا له غه ځايه دخيبر دتاريخي درې له لارې پيښور او بيا له هغه ځايه دسوات په سيمه کې ميشته شول٠
په اوسني وخت کې هم د يو سفزيو دمو ليزي په څانګه کې يوه ډله شته چې دهمدې تور قوال اولاده ده او دقوال خېلو په نا مه سره هم يا ديږي (٣)٠
دافغا نستان دلغمان دولايت د مر کز مهتر لام پورې يو اړونده کلی شته چې دقوال خيلو په نا مه سره يا ديږي٠ (٤)
-------------------------------------------------
ماخذونه او سر چينې :
١-حيات افغاني،١٢٦ مخ، ددانش چاپ، پيښور٠
٢-تواريخ حافظ رحمت خاني، دپير معظم شاه تاليف،٢٤ مخ،پښتو اکيډيمي،پيښور يونيورسټي،پبليک ارټ پرېس، پيښور،١٩٧١ع کال٠
٣-پښتني قبيلي، ددکتور لطيف ياداثر،٢٠٣ مخ٠
٤- د دکتور لطيف ياد شخصي يادداشتونه٠