پشه یې ژبه د بودا د عبادت ژبه

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 45296
احمدجان ماڼو
دخبریدو نیټه : 2011-10-14

دهندو اروپایې ژبو څیړونکو ته  

 پشه یې ژبه د بودا د عبادت ژبه

د دوه زره لسم کال د دنمارک د ژمې په سړو ورځو او شپو کی د عادت سره سم هره ورځ به د اوسیدو په  سیمه کې د سهار او غرمې تر مینځ وخت کې په لسو او یوولسو بجو د تودو جامو په اغوستلو به له کوره څخه د ګرزیدا په خاطر وتلم ،د ډیر وخت لپاره مې د یکشنبو په ورځوکی د اوسیدو د کور تر څنګ چی، د ځوانانو د را ټولیدو سالون او ورسره نښتې وړکتون وو د نوموړي ځای په مخکی می یوه سره لوحه چی، په ویتنامي ژبه لیکنه پری کښل شوی وه لیدله ،له ورځو یوه ورځ وه چی ، یوسړي لګیا دی او هغه سره اوسپنیزه لوحه پخپل ځای کی دروې چی، سترګی می پری ولګیدي ،لومړی مې ورته په دنمارکۍ ژبه کی سلام واچاوه هغه هم راته په ورین تندي او خوشحاله اواز ځواب راکړ ،سم دستي می ورنه پوښتنه وکړه دا  لوحه زه کله کله دلته وینم دا د څه لپاره او څه مانا لرې ،ده راته په ډیر ادب اودرناوې ځواب راکړ چی،زه دلته هره یکشنبه له یوولسو بجو څخه نیولې د ماسپښین تر یوې بجی پوری د« بودایې» دیانت عبادت او سپورت کورس لرم . ماورته وویل زه کولای شم او اجازه لرم چی ، ستاسی د کورس څرنګوالی ووینم چی څه ډول دی ،ده راته بلنه راکړه او زه هم ورسره هغې خونۍ ته ورننوتم په کوم ځای کی چی، د ښوونی ځای وو.
لنډه دا چی ،د نوموړی سره مې یو ځانګړی ډول د سپورت په ژوند کی د لومړې ځل لپاره چی ما کله نه لیدلی اونه کتلی وه پیل کړ،نوموړې مخکی له مخکی یوه دعا راته ولوستله کومه چی،د سپورت په تر سره کولو کی باید وویل شې ،ما هم په پوره ادب او د هغه په شان دناستی د تر سره کولو سره پوره تقلید(پیښې) وکړی اوهغه می دهغه سره د ویتنامی ژبی د تلفظ سره ورسره تکراراوه ،دوه دری واری می د هغه سره د هغه په شانتې تکراراوه ،خو ماته په لومړې سر کې د الفاظو پته نه لګیدله ، نوموړی سپورت یو ډول بودایې عبادت او په ضمن کی د هغویو ددیانت یو ډول سپورت هم دی د پارسی ژبی د (یک تیر و دو فاخته) سره برابر وو.په هر حال دا سپورت ورسره ما هم دری یکشنبی پر مخ یووړ او هغه دعا به ما هم ورسره په دقت سره تکراروله چی نا څاپه مې ددعا په لوستلو سر خلاص شو او ښه ورته ځیر شوم چی، خدایږو دا لوستنه راته ډیره اسانه ښکاره شوه،حیران او هک پک شانته شوم اوداسی راته وبریښیده ګویا چی،دا په پشه یې ژبه کی ده یا د پشا یې ژبې دعا او جمله ده لږ خوښ شانته شوم او بیا می د نوموړې دعا دری حرفه واړول راواړول چې هغه د ( ز)د لاتینې ژبې د( ځیټ)اوبل توری یې د لاتینی ژبی د(ډي) توری او وروستنی یې د (ف) توری وو هغه دری واړه می په خپل زړه کی دننه دیو اوبل پسی د پشه یې ژبې د (ش) اود (ت) اود (پ) په تورو واړول او بیا می د ځانه سره زمزمه کړل ،ناببره ټوله جمله د پشه یې ژبی په زړه پوری او حیرانوونکې جمله واوښتله او وروسته له هغی می دا په لاس راغلی غونډله (جمله) د خوښیو په ولولو کی سره غبرګوله او راغبرګوله او ورته حیران او هک پک به پاتی شوم  کله چی،می نوموړی کرښه چی ډیره لنډه وه، څو څو واری تکرار او را تکرار کړه او ښه می پری یقین راغی او دا می د خوښیو په ولولو کی راسره مل شوه او دا راته ښه جوته شوه چی، دا جمله سل په سلو کی یو ه پشه یې جمله او د پشه یې ژبی د خورا قوي ادب یوه ښکلې او بی نظیره ټوټه او د (بودا )د دیانت ددعا او عبادت بیخ ،بنیاد او بنسټ جوړوې لا پسی خوښ او په خپل جامو کی نه ځاییدم اولا پسې خوټیدلم ،مغروریدلم اود خوښیو په سمندر کی لاهو کیدم د وجود په دننه دننه کی د زړه په تل کې ددغو زړو شرابو د څښلو پرته د شرابو دخم (خوم) د سر پوښ په پرانیستلو اود مست بوی په احساس مستي را کی پیدا شوه د خوښیو نسیم را وچلید او د پسرلې دغوړیدلي ګلاب د ګل غوندی ټول انرژي انرژي شوم راوټوکیدم مسکۍ شانته غوټۍ شوم راوغوړیدم جوش او خروش شوم د سره ګلاب په شان له قوته ډک پک اود خوشبویو په نسیم کې الوول ،تاو راتاواود خپلې مستۍ په هستې کی ډوب اومست شوم ،بیرته په خود شوم د ځان سره مسکې شانته شوم او د خپلې څیړنی دنیا ګې ته په پوره فکر او احساس سره بیرته راستون شوم په ورو ورو می ځان د هغی بیخودې څخه چی ماته پیدا شوی وو راووتلم او وروسته می یو ډوب او ژور اوسیلی وویسته او په ورو ورو،کرار کرار، ارام ارام په حال شوم ،ګورم چی، پخپل ځای یم او په ډیر ځیر ځیر په مخکی ناست ویتنامی دوست ته چی، زما د څوتیرو یکشنبو انډیوال او ښوونکی دی ورته ګورم ،هغه هم ماته او زما راپیدا شوې حالت ته حیران ،حیران او ناکراره غوندی ښکارې ، په ورو او ارام اوازیې را څخه وپوښتل چی،خبره څه ده څه در پیښ شوې ؟
ما ورته په ځواب کی وویل داسی راته ښکارې چی، دا جمله چی، تاسی یې وایې ماته زما د مورنﺉ ژبی سکنۍ او اشنا جمله بریښي او زه یې په مانا هم پوهیږم او دا جمله یوه روحاني جمله ده ،دا یوه خورا زړه پوری ادبی او د څښتن تعالی د تصدیق کولو،پیژندلو او منلو مانا او مفهوم افاده کوې او د انسان د عجز او ناتوانﺉ او لوی خدای ته د تسلیم او سر ټیټولو مانا او مفهوم افاده کوې،اوریدونکي چی، زماارزونه او تشریح واوریده ډیر حیران شو او د حیرت په نړۍ کی ډوب شو او ډیر په حیرانتیا یې راته کتل تا به ویل چی اوس می په سترګو کې راننوځي وروسته له یوې لنډی دمی یې راته وویل ،په رښتیا تاسی ددې جملی په مانا پوهیږی؟
ما ورته وویل هوکې په ډیر لږ توپیر او یواځي د دریوو حرفو په اوښتون سره ټوله جمله سل په سلو کې اصلي اریایې (اریک/ پشه یې) ده. اوس به راشو د بحث اصلي جملې ته ،هغه لرغوني جمله چی،ناببره کشف شوه اوهغه د پشه یې ژبې د لوړ ادب یوه پټه خزانه ده اود نوموړې ژبی دلرغونتوب اود هغی د ارزښت سره اړه لري او د پشه یې ژبی د قوت اولوړ ادب یوه ستره او ارزښتمنده نښه ده او دا مونږ ته را په ګوته کوی چی،د هندو اروپایې ژبو د څیړونکو هغه نظریه چی ،ګویا اصلي اریایې ژبه د میلاد څخه1400 کاله د مخه مړه ګڼل شویده نادرسته ثابتوې او یو ځل بیا ددغی په اصطلاح د (بودایې) جملې لاندینﺉ څیړنه او شاربنه به د هندو اروپایې ژبو څیړونکو ته په ډاګه کړې چی دا ژبه د بودایې دین په وجود کی لا تر اوسه پوری ژوندۍ ده که څه هم د بشر د تاریخ په اوږدو کی نوموړې ژبی به ډیری ناخوالی او سړی او تودې لیدلی وې خو سره له دی هم  په لرغونو ژبواو ادبیاتو کی لکه د چندړ د ونی په شان هڅکه غاړه ولاړه ده .
زمونږ د څیړنی اصلي (بودایې) غونډله په ویتنامي ژبه کی په لاندی ډول ده :
Nam Mo A  Zi Da Fak
دا هغه جمله ده چی،په ویتنامې ژبه کې کټ مټ تلفظ کیږي .
اوس به راشود لوړې ویتنامې ژبې جملی ته چی په لاتیني لیکل شوې ده که د هغې ځینوحروفو ادلون او بدلون ته پام وکړو چی، د ادلون او بدلون په پایله کی مونږ ته د جملی کوم شکل را ښایې .
په دی برخه کی زه د ویتنامي ژبی د حروفو په بدلون سره نیغ په نیغه د پشه یې جمله لیکم تر څو محترم لوستونکي یې پخپله توپیر او د حروفو اوښتون ته پام وکړی او پری وپوهیږي چی،ددواړو ژبو ویتنامې او پشه یې ژبه کې څومره توپیر دی او وروسته له نوموړې په لاس راغلې لهجوې توپیر څخه به زه د نوموړې جملی د مانا په لیکلو پیل وکړم.
په پشه یې ژبه کی د نوموړی جملی لاتیني ډول :
Nam  Mo  A  Shi   Ta  Pak
اوس د نوموړې ژبې (پشه يې) هره یوه لاتیني کلمه او حرف د یو او بل پسی په جلا جلا ډول سره تشریح کوو.
:Nam
دا کلمه په پشه یې ژبه کی د پشه یانو په ادب کی ژوندۍ ده ،دا کلمه په( پښتو، دري اوعربې) ژبو کی په ترتیب سره د (نوم،نام اود اسم)مانا لري چی ،د لاتینې( نیم یا نام) په پشه یې ژبه کی د (نام) کلمه ده اوس چی مونږ نوموړی پشه یې کلمه مانا کړه ،ښایې ورپسی د لاتیني دوهمه کلمه و لیکو.
:Mo
داکلمه هم د پشه یې ژبی یو ژوندۍ کلمه ده او په (پښتو ،دري) ژبو کی په تر تیب سره دا مانا ګانې لري (دي، ات ) مثالونه یې د لومړۍ پرخی سره داس لیکل کیږي او وروسته یې مانا لیکل کیږې لکه :
پښتو : نوم +دی / نوم دی .
دري: نام + ات / نام ات  .
اوس نو مونږ د پورتنيو په لاس راغلو کلماتو مانا وې یو د بل سره یو ځای لیکو او په لاس راغلو ماناوو ته یې پام کوو چی،په پشه یې ،پښتو او دري) ژبو کی کومې ماناوې او شکلونه تر لاسه کیږې او څومر پشه یې ژبی سره مشابهت لري.

 Nam+mo= Nammo
اوس چی مونږ د دا لوړ په لاتین لیکل شوی ترکیب تر لاسه کړ نو په (پشه یې ،پښتو  او دري) ژبو کی په تر تیب سره دا ترکیب مانا کوو.
 پښتو : نوم+ دی / نوم دی .
دري : نام + ات / نامت
پشه یې :  نام +مو/ نامو
Nam+mo /NamMo
دنوموړې لاتیني جملې څخه دا په ډاګه کیږي چې ،نوموړی جمله د شکل او تلفظ له پلوه هډو د پشه یې جملی څخه توپیر نلري او په پښتو او دري ژبو کی یې مانا داسې ده ( نوم دی) او( نامت) او په پشه یې ژبه کی یې مانا (نامو) دی . اوس به راشو د ( آ ) :
: دنوموړی لاتیني ویتنامې جملې  دریمه برخه چی، په پښتو ،درې او پشه یې ژبو کیې مانا په ترتیب سره دA
( هو،بلی او( آ) .
اوس به دا په لاس راغلې مانا ( هو ) او(بلی) او (آ )  د په لاس راغلې د لاتیني د (نامو/ نوم دی) سره یو ځای لیکو او وروسته دری واړه په لاس راغلې کلمې سره یو ځای لیکو .

Nam+Mo+A  /Nam Mo A.
اوس چی،مونږ دا پاسنﺉ دری کلمې او د هغویو مانا مو هم ولیکله اوس به بیا ورڅخه یوه شریکه جمله او شریکه مانا ولیکو چی، څه ډول مانا او مفهوم ترینه اخیستلی شو.
د ( آ ) کلمه چې موخه می د لاتینې حرف دی په پشه یې ژبه کی یې مانا د پښتو ژبی د ( هو) اود دری ژبې د (بلی ) مانا ورکوې اوس که مونږ د په لاس راغلو کلماتو مانا وې یو د بل سره په څنګ کی ولیکو دا لاندینی شکل او لاندینﺉ مانا تری تر لاسه کیږي.
 نام / نوم ،نام .
مو / دې ،ات .
آ  / هو  ،بلې  .
دری واړه  پشه یې ، پښتو او دری  په لاس راغلې کلمات یو د بل سره تړو او بیایې اشکالو او ماناوو ته ګورو.
نام + مو + آ / نامو آ / آ نامو
نوم +دې + دی / نوم دی هو /هو نوم دی .
نام + ات + بلی  / نا م ات بلی /بلی نام ات (بلی نامت )
خو که مونږ د پشه یې لاس ته راغلې جملی ته ښه ځیر شو او پام ورته وکړو نو د لاتیني ( ویتنامې ) د دریو لومړنیو ټوټو څخه هډو توپیر نه لرې او کټ مټ سره یو شی دي . اوس غواړم پاتی دری واړه لاتیني کلمی راسأ په پشه یې ، پښتو او دري ژبو کې ولیکم چی، ډیر د لوستونکو د ستړتیا باعث نه شم .
Shi Ta Pak.
 : دا لاتیني (پشه یې ) کلمه په پښتو او دري ژبو کی یو د بل پسې مانا کیږي ، (دې ) او ( است)Shi

)  : دا لاتیني ( پشه یې ) کلمه په پښتو او درې  ژبو کې یو د بل پسی مانا کوو ، پهTa
Shi +ta= Shita, shit

په لوړو کلماتو کې چی،( شیتا ، شیت) کلیمې دې چی،دا دواړه کلیمي په پشه یې ژبه کی یوه مانا لرې دواړه کلیمې په پښتو اودري ژبو کی د ( دی) اود (است)مانا لرې ځنی پشه یان نوموړي کلمات د (شیتـ / دی) اود (شیتا/ دی) په ډولونو سره تلفظ کوې چی، همدا نن هم پشه یان په نوموړو اشکالو سره په کار وړي ،دا چی، اوس مونږ د پشه یې ژبې د (شیت، شیتا / دی /است) په مانا پوه شولو، په پشهی یې ژبه کی ژوندي لرو ،نو په اصطلاح د (بودیستانو) د عبادت د (دعا) ورو ستۍ برخه  د (پاک) کلیمه چی،په پښتو او درې کې هم ورته
) پاک ،سپیڅلي مانا لری .Pakد(

که او س مونږ پاسني  د بودایې دیانت د (شیتا او د پاک )نومونه یو ځای مانا کړو داسی مانا کیږې .(
شیتا+ پاک = شیتا پاک = دی سپیڅلی / پاک است ) په لاس راځې د پورتنﺉ توضیح څخه دا په ډاګه کیږي چی، د (دبودا یې) دیانت دا لاندینﺉ د عبادت دعا او ټول په لاس راغلي کلمات یو ځای لیکو او بیا یې په پښتو او دري ژبو کی مانا کوو .
Nam +mo (Nammo) +A +Shita +pak.

اوس که مونږ لوړې لاتیني جملی ته چی ،د (بودا ) دعا ده او د پشه یې ژبې د څلورو کلیمو د ( نامو + آ + شیتا +پاک) یعنی (نامو آ شیتا پاک) پښتو او دري ژباړه یې ( نوم دې دی پا ک ) یا (نوم  دی هوکی سپیڅلی دی )دري (نامت بلی است پاک ،مقدس)  بودا د خپل لوی څښتن تعالی په وړاندی ځان تسلیم ګڼي او برسیره پر دی په دغی دعا کی (بودا) پرته له شریکه او پرته د کومې  رابطې او واسطی خپل خدای ته خطاب کوې  او ورته وایې چی ( هوکی ستا نوم پاک سپیڅلی او مقدس دی) یعنی دا چی پرته له ستا له ‌ذ ات څخه بل ذ ات او قدرت وجود نلرې او زه درته تسلیم یم .
له نوموړې جملی څخه دا په ډاګه کیږي چی، (بودا ) د خپل څښتن سره څوک شریک نه نیسی او راسا د خپل مقدس ذات سره خپله رابطه ټینګوې او په یوه خدای خپل باور او ایمان څرګندوې او (یکتا پرست دی) .
یادونه :
د نوموړۍ څیړنی او شننی څخه دا په ډاګه کیږی چی، پشه یې ژبه د ( بودا) په زمانه کی ژوندۍ او تر ننه پوری بودایان په پشه یې ژبه خپل ورځني عبادتونه تر سره کوې .
په درناوې