پښتنو سره ياد ګاري عکسونه واخلئ!

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 45335
محمد نعمان دوست
دخبریدو نیټه : 2011-10-16

 

  کارتن يې پرانست. د پړانګ څلورو نويو زېږيدلو بچيو ترې غاړې را اوږدې کړې. دا د کوم بهرني ملک په يوه ژوبڼ کې له يوې مور څخه يو وار زيږيدلي وو.
 نندارې ته يې غټ او واړه ولاړ وو ، د کيمرو  فلشونو رڼاوې کولې او بيا ځينو کسانو ورسره په ډېرې ليوالتيا ګډ تصويرونه هم واخستل .
 د دې ټلويزيوني پروګرام چلونکي ويل چې د يادو پړانګانو نسل د انقراض په حال کې دى او دا ډېره د اندېښنې خبره ده.

چاينل مې بدل کړ، د خبرونو وخت و.
 مسلسل د مرګونو خبرونه وو، انتحار شوى و، ماين الوتى و، له پاکستان او ايران نه راکټونه راغلي وو، بمبار شوى وو. دا ټول د پښتنو په سيمو کې وو.
ځان سره مې ويل : موږ سره هم عکسونه واخلئ ، زموږ  نسل خو هم د انقراض په حال کې دى .

١٣٩٠، تله ٢٣     ، مهترلام