افغانستان... ( د پام وړ سکالو ) بروس ريچارډسن

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 45464
بروس ريچارډسن
دخبریدو نیټه : 2011-10-23

ژباړه : رحمت آريا
 ۲۰۱۱ د اکتوبر ۲۱
 لېکوال  : بروس ريچارډسن
 
سیاسي وژنه ـ " موازي ورانی"
 د « زمري د قبر The Lion’s Grave» د کتاب لېکوال « جان لي انډرسن  John Lee Andersen» وايي چې د احمدشاه مسعود د ژوند لیک لېکوال منصور ، پر عبدالرسول سیاف تور لگولی چې د احمدشاه مسعود په وژنې کې ېې لاس درلود. لېکوال د خپلې شننې، وراشې او گومان په لړ کې دا ټکی په ډاگه کوي چې د بلکلنتن او جورج ډبلیو بوش ادارو د سپتامبر د یولسمې نېټې له پېښې مخکې د وزبیکستان له پوځي لښکرکوټونو څخه پر افغانستان د برید پلانونه تر لاس لاندې نېولي ول؛ دا هغه ټکی دی چې اوس د بې شمېرو ډاډمنو پلټونکو ژورنالیستانو له کره سرچېنو سره په بشپړې همغږۍ کې دی. لېکوال د مسعود په اړوند یو د پام وړ ټکي ته گوته نېسي او پوښتي چې آیا د امریکا پټ اقدام، د مسعود ناڅاپې وژنه په غیر عمدې توگې، نه ده راپارولې؟ په ۱۹۹۹ز کال کې د کلنتن د ادارې شپې ورځې په شمار وې چې د سمندري ځواکونو څارگر مأمور او د [Dereliction of Duty, 2003,] د کتاب لېکوال [ رابرت پـَـترسن  Robert Patterson] ته د لس میلیونو ډالرو کڅوړه پر اوږو شوه او پنجشیر ته ددې لپاره ولېږل شو چې د اسامه بن لادن د وژنې لپاره مسعود وگوماري. اوس څرگنده نه ده چې آیا سیاف له دغه پلانه خبر وو که نه.  مگر دا امکان له پامه نه شو غورځولای چې که سیاف په دغه پلان خبر وو نو مسعود به ېې له ځنډ پرته د یوې کودتا په ترڅ کې له منځه وړی وای. دا کومه پټه خبره نه ده چې اسامه بن لادن او عبدالرسول سیاف یو بل ته زښت نېږدې کسان ول، دواړو گډ سیاسي / مذهبي تگلوری او یو نړۍ لېد درلود. حال دا چې یو شمېر رسنیو، او څرگندو دولتی او اکاډیمیکو کړیو له زباد پرته په قیاسي ډول مسعود ته د یوه شوروي – ضد نه ماتېدونکي گوریلايي بولندوی په سترگه کتل.... خو په حقیقي اړخ کې مسعود، د جگړې له هماغه پيله د شوري د څارگرې ادارې او د څلویښتم نېواکگر لښکر له پلوه د یوې مستخدمې ملېشې په توگه گومارل شوی وو. وگورﺉ [ د مسکو لاسونه،  لیونید شبارشین د کي جي بي د « بهرنۍ جاسوسۍ» د لومړي ریاست عمومي رﺋـیس ، ۱۹۹۲ ز کال پ. پ. ۱۷۷ – ۲۱۴، له روسي انگریزي ته ژباړه : پوهاند Ian Helfant د هارورډ پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځي ، د سلاویکي ژبو دیپارتمنت [1] ]  
 
غوره شوې یا کوپراتیفي رسنۍ ؟   
 
د راسموسن Rasmussen د ۲۰۱۱ ز کال د سپتمبر د ۱۷ نېټې د ورستۍ نظر پوښتنې پاېلې په ډاگه کوي ‌چې ‌ډیرۍ امریکايي پرگنې په دې باور دي چې هغوی ته نه د هغوی دولت او نه رسنیو د امریکا د جگړې د رښتوني اړخ په اړوند رښتیا وېلي ول. د ورکې شوې رښتیا د لانجې په زړه کې د گومارل شویو ژورنالیستانو تحریفي شننې نغښتې دي چې ددولت – رسنیو تر منځ سیاسي جوړجاړی رابربنډوي. که په یوې ځغلندې کتنې ورته وگورو، په دې وروستیو کې په ډاگه شوې چې سي آی اې خپل ۴۰۰ تنه ایجنټان د امریکا په یو شمېر نامتو رسنیو کې د رسنیو د ریاستونو په مرستې ځای پر ځای کړي چې د خبرونو او کره کتنو څېرې او څرنگوالي ته د خپلې خوښې غوره شوې بڼه ورکړي.   
 
د CNN نامتو راپورتره کریستینا امانپور Christiane Amanpour تل دا خبره یادوي چې : زموږ په خبري ځالگۍ کې زموږ د ځالگۍ مشران « د بوش او اوباما د ادارو او د Fox News Network د ټپوسانو د دباو له کبله د عراق او افغانستان د جگړو د رښتونو او حقیقي راپورونو په اړوند تر پټکو او گواښونو لاندې راغلي دي.». فاکس نیوز له ډیر پخوا ، د یوه ښي لاسي عابد او ټپوس وزمه بنسټ په توگه د امریکا د « نامؤجهو جگړو»، په ملاتړ په سرښندنې درېدلی دی. فاکس په دغه ډگر کې یوازینی بنسټ نه دی. د همدې ناندرې په بل اړخ کې د نیویورک ټایمز وتلې ژورنالیسته [ جیودیډث میلر Judith Miller] هم د یادونې وړ ده چې د جگړې گزارشونه خپروي. د [Center for Truth in Journalism] بنسټ د جیودیډث د گزارشونو د صداقت د څرنگوالې په اړه په ژوولو کـترو وايي چې : هغه [ میرمن میلر] د هغو کسانو لپاره یو غوره څاڅکی دی چې سیاسي انگیزو راپارولي دي، ډېرۍ خبرې ورته د راپارېدلو سیاسي کړیو له سوریو راڅاڅي، د هغې شننې او کره کتنې نوې نه دي، هغې ته د توپ گولۍ د یوې تیارې مړۍ په توگه برابرېږي خو میلر د هېواد مشرۍ د ټپوسانو په ملاتړ او گټې ورڅخه ډز باسي.... په تېرو څو کالو کې د میلر آشنا ونډه ټولو ته څرگنده ده. ] دا دوهم ځل دی چې د نیویویارک ټایمز د ورځپاڼې یو راپورتر د افغانستان او عراق د جگړو په اړوند د یو اړخېز او له ځانه جوړ شوي انځور په هکله بې اعتباره کېږي.
 
د ترهگرۍ پر وړاندې جگړه، د دولت – سوداگرو ترمنځ په شخصي اړیکو ککړه پانگوالي[2]، یا د گټو لپاره جگړه؟
 
پيتر اوستینوف  Peter Ustinov یو وخت ویلي ویل [ ترهگري د بیوزلو جگړه، او جگړه د شتمنو ترهگري ده.] د اوستینوف همدا ژوره خبره د امریکا د یوه پخواني جنرال، د ناتو د اعلی قوماندانۍ د یوه بولندوی ، د کولمبیا د پوهنتون د رﺋـیس او د امریکا له خوا یو په بل پسې تاﺋـید شوه. هېواد مشر ډوایت ډي آیزنهاور Dwight D. Eisenhower په څوڅو ځله د هغې بدغوني او سوکه سوکه ورانۍ یادونه کړې چې د ( پوځ – صنعت – کانگرس گډوله) ېې بللې وه. په روانۍ ډیموکراسۍ کې اوس دا په یو منل شوي دود اوښتی چې د لویو صنعتي شرکتونو دلالان دې د کانگرس د بیلابیلو غړیو لپاره ، د هغوی د ټاکنېز کمپاین په لړ کې په میلیونونو ډالر د ونډې په توگه برابر کاندي. د کانگرس غړي په بدل کې داسې قوانین وضع کوي چې له مخې ېې د پوځ / دفاعي چارو ، ښکیلاکوالې – ماجراپالنې او یا ( نامؤجهو جگړو)، د وسلو د تولید د گټور صنعت او لوړپوړو قراردادیانو په گټې تخصیصې ترلاسه شي.    
 
د پورتنۍ خبرې یو زباد د سیاتل په ولایت کې د بوﺋـینگ کمپنۍ ده ، دې کمپنۍ ته د درې اعشاریه پېنځو بیلیونو ډالرو په ارزښت یو قرارداد ورکړل شو چې د هوايي ځواکونو لپاره ټانکرونه جوړ کړي. همدې کمپنۍ د ۱.۱ بیلیونو ډالرو په ارزښت د سپوږمکیو ( سټلایټونو) لپاره بل قرار داد هم ترلاسه کړ. 
 
ستر اقتصادي کړکیچ او د هغه پایلې ددې لامل شوی چې شخصي شرکتونه په ملي کچه لوړ اقتصادي بوج پورته کړي. دا کمپنۍ کرار کرار د امریکا  د فدرال دولت په همغږو بنسټونو بدلېږي.
 
په ۲۰۱۰ ز کال کې د امریکا د دفاع د وزارت په قراردادونو کې د ۲۰۰۹ زکال په پرتله شل په سلو کې زیاتوالی راغی. د Rock River Valley کمپنۍ گانو به پخوا ۲۵ په سلو کې قراردادونه گټل خو اوس دغه شمېره ۷۵ په سلو کې لوړه شوې او دډالري ارزښت گټه ېې درې ځله زیات شوې ده.
 
د اوهایو Ohioد دیتون Dayton په سېمې کې د بډو، اجحاف، شوکو او قانون ماتونې د تورونو برعکس بیا هم دفاعي قراردادیانو ته د سلو میلیونو ډالرو په ارزښت قراردادونه ورکړل شول. XE Services LLC یوه شخصي کمپنۍ ده چې بنسټ ېې ایریک پرینس Eric Prince اېښی وو، نوموړې کمپنې اوس د امریکا د دفاع د وزارت تر ټولو ستره امنیتي کمپنۍ ده؛ دا بدنامه او رسوا کمپنۍ چې د سي آی اې د پټو « نا ریکارډ شویو» عملیاتو دیوې ډډې یا مرستندوېې څانگې په نامه پيژندل کېږي د خپل لوړ خو له ناندریو ډک شهرت برعکس په دې تورنه شوې چې په همدغه نامه ېې ۳۰ نورې کمپنۍ جوړې کړې چې له مخې ېې د امریکا ددولتي قراردادونو له لارې په میلیونونو ډالر تر لاسه کړي، کمپنۍ هڅه کوي چې د هر ډول پلټنو مخه ډب کړي ځکه چې د بندیز له لگولو څخه ویره لري، د پلټنو مخنېوی او د امریکا له دولته د قراردادونو د ترلاسه کولو په پلټنو کې نه گډون د امریکا له قوانینو څخه څرگنده سرغړونه ده. بلک واټر په بې شمېرو غیر قانوني کړو وړو تورنه شوې ده، په دغو تورونو کې پټې سیاسي وژنې، د قرار دادونو گډوډې، د قراردادونو په مزایدو او مناقصو کې چل او تزویر.... گډون لري، بلک واټر اوس په دې تورنه شوې چې د پاکستان د پخوانۍ سروزیرې بینظیر بهوټو په وژنې کې ېې لاس درلود. دغه تور د پاکستان د وسلوال ځواک پخواني ستر درستېز جنرال اسلم بیگ د ۲۰۰۹ ز کال د سپتمبر په مېاشت کې ولگاوه. اسلم بیگ ادعا کوي چې د پاکستان دولت د سي آی اې د بریتورو تر کلک دباو لاندې د هېوادمشر مشرف د واکمنۍ پر مهال بلک واټر ته ، د پاکستان په بیلابیلو ښارونو کې، له وېرې د پټو عملیاتو اجازه ورکړه او بهوټو په همدغو شپو ورځو کې ووژل شوه.        
 
اوس په څرگنده ښکاري چې په روان اقتصادي نزول کې د اقتصادي کړکیچ زېـږولو یوازېنۍ سرچېنې هغه بنسټونه دي چې په دفاعي صنعت کې ښکېل دي.  یوه بله بېلگه ېې Lockheed-Martin ده چې د نړۍ په دفاعي قراردادونو کې تر ټولو ستر بنسټ دی ، نوموړي بنسټ په دې ورستیو کې اعلان کړی چې په قراردادونو کې ېې  ۷۴ په سلو کې زیاتوالی راغلی او په دې توگه د امریکا د فدرالي قراردادونو نوملړ په کلني ډول یو اعشاریه پینځو تریلیونو ډالرو ته لوړېږي.
 
د KBR مرستندوېې ځانگې Halliburton چې د نړۍ لوی ترینه پوځي قراردادي کمپنۍ ده په جگړه ځپلي افغانستان کې ېې لږ تر لږه ۸ بیلیونه ډالره وگټل او د حیاتي نللیکې له غځولو نېولې تر کالیو مېنځلو پورې په امریکا کې هر ډول کار ته چمتو ده. په پوځي چارو کې یو گوتنیوونکی نامتو مشر وايي چې هالیبرتن ته قراردادونه په غیر منصفانه ډول ورکړل شول دا ځکه چې د هالیبرتن د کمپنۍ عمومي رﺋـیس دیک چېني، مرستیال هېواد مشر وو، سره له دې چې د هالیبرتن عمومي رﺋـیس یو سپین سترگې سیاستوال وو خو کلنی معاش ېې د هغه د سیاسي چالاکۍ له کبله دیرش میلیونو ډالرو ته وخوت.  د هېواد مشرۍ ادارې خپلو غوره شویو کمپنیو ته ستر قراردادونه په داسې حال کې ورکړل چې پر وړاندې ېې یا هېڅ ننگوونکي سیالان نه ول او که ول هم شمیر ېې په نست وو؛ هغو لوړ پوړو پوځي مشرانو چې غوښتل ېې د قرار دادونو لړۍ پر سمې قانوني لارې پلې کړي، د ناسمو قراردادونو په لغوه کولو کې ستړي ستومانه شول، په پای کې له KBR (Halliburton) او په سیاسي مزیو له نورو تړل شویو شرکتونو څخه د حساب او کتاب اخیستنې رښتونې هڅې بابېزه او په اوبو کې لاهو شوې. 
 
داسې یو کانگرس چې د ټاکنېز کمپاین لړۍ ېې د دلالانو د بسپنو او ونډو د منندوینې تر پېټي لاندې ډوب وي نو دداسې ېوه سیستم هیله به هسې یو خوب وي چې وکولای شي قراردادونه وړنډو کسانو ته په لاس ورکړي. مگر تر ټولو ستره پوښتنه دا ده چې د امریکا ددولت د پانگوالو لیوالتیاو تر شا کومې خوځنده انگېزې پرتې دي؟ آیا د امریکا انگیزه د ترهگرۍ په له منځه وړلو کې نغښتې ده او یا دا چې د ناموجهو جگړو تر شا ېې د گـټو انگېزې پرتې دي؟
بروس ریچارډسن
 ------------------------------------------


 
[1] The Hand of Moscow, Leonid Shebarshin, Director, First Department (Foreign Intelligence) KGB, Progress Press, Moscow, 1992, pp. 177-214, Translated by Professor Ian Helfant, Department of Slavic Languages and Literature, Harvard University
[2]  Crony-Capitalism : دا د پانگواله اقتصاد د شرحې لپاره یوه اصطلاح ده چې اقتصادي بریا په کې د دولت د چارواکو او د سوداگرې ټولنې په نېږدو اړیکو کې نغښتې ده.  په دې کې د شخصي گټو لپاره د سوداگرې ټولنې د کسانو او ددولت د چارواکو تر منځ اړېکې راځي چې دواړه په گډه پر اقتصاد باندې د خپلو اغېزو منگولې ښخوي او له پاېلې څخه ېې مفسد اداري سیستم او فاسده سیاسي ایډیالونه رامنځته کېږي [ ژ]