مینه

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 45522
اســـــــــــــدالله ســــــــتانــــــــکزی
دخبریدو نیټه : 2011-10-26


 ستا مینه تل زما سره مل ده،تا نشم هیرولای مګر...زمانه لیونۍ ده،خلک ویده دي،مینه نه پېژني...زه څه وکړم...!؟ زه وایم مینه ژوند دی هــــــــغوی وایي... نه نه مینه تباهي ده،مینه اور دی،مینه سوز دی،مینه بې اوره خلـــــک سوځوي،خو...زه وایم زما دا هر څه  قبول دي...آه آه! تاسو ولې پرما ظلم زیاتی کوی،اخر ژوندون په مینه... څه تاوان لري؟ زما ځیګر  د هجران په پڅه چاړه تاسو غوڅ غوڅ کړلــــــو،اوس  ووايي،چې زړه مو یخ شو..
.خیر که ما مینه کړې بیا هم د عاجزۍ لمنه ستاسو حضـــــــــــور ته غوړوم،مینه خیرات غواړمه،ما تش سپیره لاس مه لیږی،خو تاسو  زما ژوند کې ولـــې تیارې راولی؟ زه مینه رڼا بولمه ... زه مینه وفا بولمه زه مینه... خو تاسو...هغه سپـــکه بولۍ....نه نه!دا ښه خبره نه ده... ای خلکو! تاسو مینه پېژنی... اخر څه ته وايي مینـــــــــــــه؟..
دوی نه پوهیږي... نو زه لیونی شوم؟تاسو ته وایمه! زما ځوا ب راکړﺉ... اه اه خدایه! اوس پوه شوم،چې خلک ولې؟! پرما خاندي..!ځکه ما رښــــتنې مینه کړې، نه نه لـــــــیونیه! ته خو لږ ځانته نظر وکړه...څه تیریږي پرتا؟...څه ووایم !!خیر دی درته ځولۍ غوړوم....ما!ما یوازې مه مه پریږده...! که هر څوک زما بد ووايــــــي... زه یې پروا  نه لرم  ... خو ته ! په کې څه وايې؟ولې ځواب نه راکوې ؟ما څه خطا کړیده؟په دې لوی جهان زه ځان تنها بولمه...خو!چې کله ته راســــــــــــره یې ځان  د درست جهان پاچا بولمه ...اه اه! بیا وایم ما یوازې مه پریږده!