مینه الهي پیرزو ده ،
مینـه هِبــه ده ،
مینه عاطفه ده ،
مینه په لږ او ډیر تفاوت په ټولو انسانانو او حتی حیواناتو کې شته ده .
خو !
انسان د الله تعالی اشرف المخلوقات دی نو په انسانانو کې د مینې درک ، احساس ، قدر او منزلت زیات دی .
مینه چې د خپل قوت مرحلې ته ورسیږي نو اخلاص ترې وزیږیږي ،
اخلاص هغه مقام دي چې مَیَن خپل ټول موجودیت د خپل محبوب په پښو کې ږدي او خپل ټول هست او نیست د محبوب تر سره صدقه کوي .
د مطلوب وصال لپاره هر راز کړاوونه په ځان مني او مرګ ته ډیر په اسانه تن ږدي .
په مینه کې د اخلاص مقام او په اخلاص کې د مینې مقام ډیر لوړ او اوچت دی چې نه یې هر څوک پیژندای او نه هر څوک ور رسیدای شي .
زما ربه !
زه مَیَن یم ،
هو مَیَن ،
ستا د خلقت په نمونه مَیَن ،
مینه پیژنم او ستا د رضا سره سم د خپل محبوب په سترګو ، مخ ، لاسونو پښو او د بدن په هره ټوټه کې ستا قدرتونه ګورم او ستا د خلقت ددې ښکلې نمونې ستاینه کوم .
ربه !
ته عالم الغیب یې او ته ښه پوهیږې چې زما مینه هوس او تن پروري نه ده .
نو !
ای د غیبو عالمه ،
او ای د مینې او مَیَن خالقه ،
زما ژوند د مینې او مینه د ژوند سره وتړه ځکه چې ددې دواړو له تړاو پرته را ته د پایښت چل نه راځي او نه هم ورته په تمه یم .
په درناوي