د حجاب حکم په قران او سنتو کښې!

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 45715
عبدالبصیر عتیق زی
دخبریدو نیټه : 2011-11-08

الله ج په قران کې فرمایي، يا أيها النبي قل لأزواجك وبناتك ونساء المؤمنين يدنين عليهن من جلابيبهن ذلك أدنى أن يعرفن فلا يؤذين ) [الأحزاب:59 اې د خدای رسوله خپلو بیبیانو او لورګانو او د مومنینو ښځو ته ووایه چې : جلبابونه ( لوړ او اوږده حجابونه) پر ځآن واچوي دغه کار ددې لپاره ښه دی څو دوی وپيژندل شي او د آزار او اذیت څخه په امان شي، ( اوکه چیرې تراوسه ورځینې کومه خطا او یا اشتباه شوې وي نو توبه دې وباسي ) د جلباب مسئله په قران او تفاسیرو کې په ډیر تقصیل سره بیان شوې ده او علمائ کرامو ورباندې لوی لوی بحثونه کړي دي.او اکثره مفسرین په همدې باندې متفق دي چې ددې آیت تفسیر همدادی چې ښځې باید خپل مخ پټ کړي او په دې اړه امام قرطبي رحمة الله علیه وایي چې جلباب دیته وایي چې یوه ښځه باید له سره تر پښو ، مخ او لاسونه او پښې باید ټول پټ کړي. 

۲: د الله تعالی قول دی په قرآن کې چې فرمایي: وإذا سألتموهن متاعاً فاسألوهن من وراء حجاب ذلكم أطهر لقلوبكم وقلوبهن ) [الأحزاب:53] الله ج اصحابو کرامو ته امر کړی ؛ چې کله که تاسې د رسول کریم صلی الله علیه وسلم له بیبیانو څخه څه غواړۍ نو د پردې له شا یې وغواړۍ چې دا کار ستاسو او ددوی د زړونو د پاکۍ لپاره بهتره کار دی. دلته چې کوم طهارت د أمهات المؤمنین په اړه ذکر شویدی دا طهارت یوازې هغو ته راجع نده بلکه د ټولو مسلمانانو ښځو ته راجع ده. او په دې کې مکمله او بشپړه پرده راغلې ده چې باید هیڅ څه د مؤمناتو د بدن ښکاره نشي بلکه د مکملې پردې تر شا به سوال او ځواب کیږي، دا سوال او ځواب که د دروازې تر شا وي او یا هم مخامخ خو ټول بدن به یې داسې پټ وي چې د بدن کومه حصه ښکاره نشي.

۳ ولا یبدین زینتهن الا لبعولتهن أو آبائهن او آباء بعولتهن او ابنائهن أو أبناء بعولتهن أو اخوانهن أو بني اخوانهن أو بنی أخواتهن أو نسائهن، خپل زینت او ښایست مه ښکاره کوۍ مګر خپلو میړونو ته ، پلرونو ته، د میړه پلارته، یا زامنو ته، او یا زامنو د میړونو ته، یا ورونو ته او یا د ورونو زامنوته ، یا خورګانوته او د خورګانو زامنو ته، یا ښځو ته ( چې ددې سیالې او هم دینې وي او هم مذهبه وي).  او ورپسې فرمایي چې : وليضربن بخمرهن على جيوبهن ) [النور:31] الله پاک په قرآن کې فرمایي چې : خپل حجابونه دې په خپلو سرونو او سینو باندې واچوي څو زینت یې ښکاره نشي. 

بخاري شریف په دې اړه له بي بي عائشې رضی الله عنها څخه روایت کړی دی چې وایي: لما أنزلت هذه الآية أخذن أزورهن، فشققنها من قبل الحواشي فاختمرن بها "کله چې دا آیت نازل شو نو موږ خپل حجابونه (یا مخ پټوونکې پردې) راواخستلې او د خپل بدن اندامونه او مخونه مو پرې پټ کړل. حافظ ابن حجر په دې اړه فرمایی چې د فاختمرن معني داده: یعنې خپل مخونه مو پرې پټ کړل. عن صفية بنت شيبة أن عائشة رضي الله عنها كانت تقول : لما نزلت هذه الآية ( وليضربن بخمرهن على جيوبهن ) أخذن أُزُرَهن (نوع من الثياب) فشققنها من قبل الحواشي فاختمرن بها . رواه البخاري ( 4481 ) ، او أبو داود ( 4102 )

" يرحم الله نساء المهاجرات الأول لما أنزل الله { وليضربن بخمرهن على جيوبهن } شققن أكثف مروطهن (نوع من الثياب) فاختمرن بها " . أي غطين وجوههن .
الله تعالی دې د مهاجرینو پر ښځو باندې ورحمیږي کله چې { وليضربن بخمرهن على جيوبهن } آیت نازل شو نو دوی پر خپل مخونو باندې یو رقم ټوټه واچوله او خپل مخونه یې پر پټ کړل.
شیخ محمد امین الشنقیطي رحمه الله فرمایي چې دا حدیث په صریح ډول د ښځې د مخ پټولو په باره کښې دی او وایي چې ښځه باید حتماً خپل مخ پټ کړي، او د وليضربن بخمرهن على جيوبهن آیت شریف تقاضا همدا ده چې ښځې باید خپل مخونه پټ کړي کوم چې د ښایست مرکز شمیرل کیږي.
او په بل حدیث د عائشې رضی الله عنها کې راځي چې هغه فرمایي: کله چې د حجاب آیت نازل شو او موږ ته امر وشو چې حجاب وکړو نو موږ حجاب مراعات کړ داسې چې زموږ ټول بدن له سره تر پښو پورې پټ وو الا چپه سترګه مو چې یوازې لاره پرې ووینو، او د انصارو ښځې داسې معلومیدلې لکه په سرونو یې چې کارغان ناست وي ( یعنې لوی لوی حجابونه او پردې به یې کولې)
بل حدیث د عایشې رضی الله عنها دی چې فرمایي: عن عائشة أن أزواج النبي صلى الله عليه وسلم كنَّ يخرجن بالليل إذا تبرزن إلى المناصع ( أماكن معروفة من ناحية البقيع ) فكان عمر يقول للنبي صلى الله عليه وسلم : احجب نساءك ، فلم يكن رسول الله صلى الله عليه وسلم يفعل ، فخرجت سودة بنت زمعة زوج النبي صلى الله عليه وسلم ليلة من الليالي عشاء - وكانت امرأة طويلة - فناداها عمر : ألا قد عرفناك يا سودة ، حرصاً على أن ينزل الحجاب ، فأنزل الله آية الحجاب . رواه البخاري ( 146 ) او مسلم ( 2170 )

عائشة رضی الله عنها فرمایي چې د رسول علیه الصلاة والسلام ازواج مطهرات به د شپې له خوا  مناصع (د بقیع په نواحیو کې معروف ځایونه ول) ته وتلې (د حاجت د رفع په خاطر) نو عمر رضي الله عنه رسول علیه الصلاة والسلام ته وویل چې ښځو ته دې پر ححاب باندې امر وکړه، رسول علیه الصلاة دا کار ونکړ، مګر دا چې یوه شپه سودة بنت زمعة رضي الله عنها د رسول علیه الصلاة والسلام زوجة  چې لوړ قدې ښځه وه هغه د شپې ووتله، نو عمر رضی الله عنه نارې کړې چې: اې سودې آیا زه دې نه پیژنم، وروسته له دې وو چې الله تعالی د سورة النور دغه د حجاب آیاتونه نازل کړل.

بل حدیث شریف کې راځي چې: عن عروة أن عائشة قالت : لقد كان رسول الله صلى الله عليه وسلم يصلي الفجر فيشهد معه نساء من المؤمنات متلفعات في مروطهن ثم يرجعن إلى بيوتهن ما يعرفهن أحد . رواه البخاري ( 365 ) ومسلم ( 645 )
 
له عروة څخه روایت دی چې عائشة رضی الله عنها وفرمایل: موږ له رسول صلی الله علیه وسلم سره د سهار لمونځ کولو او مؤمناتې ښځې به هم راتلې او لمونځ به  یې کولو او هغوی به پر مخونو باندې مروطه (یو ډول رخت وو په هغه وخت کښې) اچولي وو، وروسته له لمانځه څخه به بیرته کور ته تللې او یوه به مو هم نه پیژندله. یعنې مخونه به یې پټ ول نو نه به پرې پوهیدلو چې دا څوک او دا څوک وه.

وعن عائشة رضي الله عنها قالت : كان الركبان يمرون بنا ونحن مع رسول الله صلى الله عليه وسلم مُحْرِمات ، فإذا حاذوا بنا أسدلت إحدانا جلبابها من رأسها على وجهها ، فإذا جاوزونا كشفناه . رواه أبو داود ( 1833 ) وابن ماجه ( 2935 ) ، وصححه ابن خزيمة ( 4 / 203 ) . وصححه الألباني في كتاب جلباب المرأة المسلمة .

له عائشة رضي الله عنها څخه روایت دی چې فرمایي: موږ له رسول صلی الله علیه وسلم سره ناستې ولو چې دوه کسه سپاره پر موږ باندې تیریدل، نو کله چې رانیږدې شول نو پر مخونو مو پوړني واچول او پټ مو کړل او کله چې تېر شول نو بیرته مو ایسته کړل.

د ښایست اجزا په څه کې دي؟ یا یوه ښځه څه پیژنو چې دا ښایسته ده او که بدرنګه؟ طبعاً موږ دا ویلی شو چې کله د یوې ښځې د ښایست کچه معلوموو نو د هغې مخته ګورو چې ښایسته سترګې لري، ښایسته پزه لري، خوله او ... همدرانګه نور د ښایست توکي چې په مخ کې دي نو فلهذا خبره داده چې ښځه څومره په ستر او عورت کې وي هغومره به انسي او جنی شیطانانو په امن وي، هغومره به له بشري لیوانو په امن وي. او بل ساده مثال هغو مغرضینو ته چې غواړي د ښځې دغه لوی کرامت او حرمت ترې واخلي غواړم وړاندې کړم چې: مچان پر کومه چاکلیټ یا شیرینۍ باندې کښیني؟ پر هغه چاکلیټ باندې چې لوڅ وي او که په پوښ کې ساتل شوی وي؟؟؟ طبعاً که عاقل وي نو ځواب به یې همدا وي چې هو پر هغه چاکلیټ باندې چې هغه لوڅ ده نه پوښ لري او نه بل د پټيدلو کومه وسیله.... ښځه هم همداسې فرض کړۍ چې چاکلیت ده که چیرې یې پر مخ باندې پرده اچول شوې وه نو بشري لیوان او مچان به نه ورنیږدې کیږي او که چیرې نه وه نو معلومداره خبره ده چې بیا به د مچانو بازار پرې ګرم وي.