له آرشیفونو څخه - د فرخار پېښه (بروس ریچارډسن)

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 45943
بروس ریچارډسن
دخبریدو نیټه : 2011-11-24


ژباړه : رحمت آریا
 نوامبر ۲۰۱۱
لېکوال : بروس ریچارډسن

د ۱۹۹۸ز کال د دسامبر په ۲۴ نېټې د اسلامي گوند خورا نامتو بولندوی سید جمال، د هغه ورور او دوه تنه نور لوړپوړي افسران په داسې یوه تور اعدام شول چې هېڅکله ېې د لگول شوي تور په جنایت کې لاسونه نه ول ښکیل. په دوی تور لگول شوی وو چې د فرخار په تنگي کې ېې د مسعود د ۷ تنو بولندویانو په گډون د نظار د شوری ۳۶ تنه غړي د یوه کمین په ترڅ کې وژلي دي.  وگورﺉ [ لمنلېک  ]  

په کابل کې د بهرنیو چارو د وزارت یوه چارواکي، افغان ژورنالیست سید نورالحق حسیني او ما ته د یوې مرکې په لړ کې د نوم د نه ښودلو په شرط وویل چې مسعود د سیاسي او تکتیکي ملحوظاتو له کبله د دغه برید تابیا په خپله نېولې وه ، په دې لړ کې یوازې پېنځه یا شپږ تنه وژل شوي دي، نه هغه شپږدیرش تنه چې په لومړیو کې ېې د شمیر گزارش په غلطه  ورکړل شوی وو. [ لمنلېک  ] [ اجمل وايي] :    
 
« زموږ د پرگنو په منځ کې یو متـل دی چې د داسې پېښې انځور کټ مټ په لنډون په ځان کې رانغاړي. مسعود په یوه غیشي دوې مرغې ووېشتلې.  له یوې خوا ېې غوښتل حکمتیار بې اعتباره کړي؛ په ځانگړې توگه وروسته له دې چې په اسلامي کنفرانس کې ېې د بهرنیو چارو د وزیر په توگه په بریالیتوب گډون وکړ ، همداشان پر مسعود ېې دداسې برید د امر تور هم ولگاوه. دوېم، مسعود غوښتل د جمعیت د بولندوی قاضی اسلام الدین له شره ځان خلاص کړي ځکه اسلام الدین د نظار د شوری له شتون سره مخالفت درلود، دریم مسعود غوښتل سید جمال له منځه یوسي چې په تالقانو کې د مسعود په پرتله ېې برابر ځواک او نوم درلود. زه دوه تنه پیژنم چې ددغه برید شاهدان دي، خو نومونه ېې ځکه نه شم اخیستای چې له هغوی څخه به  غچ واخیستل شي. اوس تاسو گورﺉ مسعود په یولې گولۍ درې نښې ووېشتلې.» 

له دغې وینې بهونې وروسته حکمتیار ټینگار وکړ چې په دې اړوند دې یوه خپلواکه او بې پرې پلټنه تر لاس لاندې ونېول شي. هغه وویل « دا د دوه وو تنو بولندویانو تر منځ جگړه ده او موږ نه باید ددې ستونزې پر سر د جمعیت پر وړاندې جگړه وکړو». همدا شان حکمتیار د ټولو یادو شویو شپږ دېرش تنو وژل شویو کسانو د نومونو غوښتنه وکړه.
 
مخکې له دې چې د جمعیت بولندوی قاضي اسلام الدین ووژل شي په توخار کې د یوې غونډې په لړ کې ېې د مسعود پر ضد د نظار د شوری د جوړولو په اړوند په قهرژلې ژبې خپل مخالفت څرگند کړ،« ولې دې دوه گوندونه ولرو؟ یو گوند موږ ته بس دی، آیا دا ددې لپاره دی چې لوی ډز به مسعود کوي؟» د غونډې نورو گډونوالو قاضي اسلام الدین ته له غونډې وروسته وویل چې په خپل ځان دې پام ساتي او ژوند ېې تر گواښ لاندې دی... د همدې درندې وړاند وېېنې خبر په ډېر لنډې مودې کې په ټول افغانستان کې خپور شو... کله چې قاضي اسلام الدین له غونډې ووت، د لارې په اوږدو کې تر برید لاندې راغی او د خپل گوند له پلوه ووژل شول. [ حسیني]

افغان ژورنالیست سید نورالحق حسیني د ۱۹۸۶ ز کال په وروستیو کې په پيښاور کې د رسنیو په یوې غوڼدې کې گډون وکړ. په غونډې کې د جمعیت چارواکو اعلان وکړ چې د هغوی په وینا «  د نظار شوری جوړیدل به د یوه پراخ بنسټه سازمان په توگه ټولو مجاهدینو ته دوه اړخېزې گټې ورسوي.». د غونډې چاپيریال او د ورسره نغښتو ویناوو ذهني موخه ظاهرا ً د بهرنيو ژورنالیستانو د پامل اړولو لپاره پلان شوې وه. حسیني په ډېرو هلوځلو له چارواکو پلټنه وکړه چې آیا د نوي گوند غړي د خپل لومړني گوند غړیتوب ساتلای شي که نه. افغان ژورنالیستانو دغو پوښتنو او اندېښنو ته ځواب موندلی او څرگنده کړې ېې ده چې د نوي گوند له پالیسۍ څخه تل سرغړونه کېدله. حسیني په ټینگار وايي چې جمعیتي چارواکو په برالا بهرنیو رسنیو ته زښته ډېره لېوالتیا درلودله.  

د اوکراﺋـین د امنیتي چارو ریاست   د اوکراﺋـین د کي جي بي ځای نیوونکی   دی، د همدغه ریاست مشر ډاکټر الکساندر فیدیتوف   وايي : « نظار شوری ظاهرا ً د مسکو په هڅونې جوړه شوې وه چې له مخې ېې د مسعود د سیاسي لوړتیا پالنې پر وړاندې مخالف غږ په ستوني کې وچ او د جمعیت د نورو غړو په منځ کې ده ته د شورویانو د ورکړل شوي امتیازي حق ځواب وي.» « فیدوتوف» 

د ۱۹۹۷ ز کال د نوامبر د مېاشتې په ۱۲ نېټې افغان ژورنالیست سید نورالحق حسیني له شهنواز ټني سره یوه مرکه درلودله؛ کله چې له ټني څخه د فرخار د پیښې په اړوند پوښتنه وشوه، ټنی دې ته هک پک شو چې څنگه موږ هم د فرخار د پېښې په اړوند مالومات لرو. تڼي وویل په دې پېښې کې « پينځه تنه» وژل شوي دي ، تڼی د خپلو سرچینو د مالوماتو پر بنسټ چې د نومونو له اخیستلو ېې ډډه وکړه په دې باور دی چې [ دا پېښه مسعود په خپل لاس رامنځته کړې وه]. تڼي دا هم وویل چې د نجیب د [ کوري مالي   Koor-i-Mali]  ملیشو او صمد د سید جمال په موندنه کې له مسعود سره مرسته وکړه. [ ژباړه : سید نورالحق حسیني] 

مسعود د پېنځو وژل شویو کسانو د نومونو په افشا کولو چې مخکې ېې روښانه کړي ول، د حکمتیار غوښتنه په سپین سترگۍ شنډه کړه. د فرخار د پېښې په تړاو د لوېدېزو رسنیو په گډون د ټولې مېډیا د برالا بې شرمه شورماشور پایلې چې د حکمتیار سپکاوی ېې غوښت په دې واوښتلې چې د گلبدین حکمتیار شخصیت ته په نړۍ والې کچې ابدي تاوان ورسوي. مسعود د غدر، خیانت او اغفال له لارې وکولای شول د صبغت الله مجددي دولت د هغه د بهرنیو چارو د وزیر [ حکمتیار] پر ضد راواړوي او په دې توگه ېې دولت له کاره وغورځاوه. د مسعود له کودتا وروسته مجاهدین په نومېدو وړوکو ټوټو وویشل شول او هرې ډلې په خپل وار د طالبانو تر راتگ پورې د رامنځه شوې انارشۍ اور ته لمن ووهله. دا یوازېنۍ پېښه نه ده چې د مسعود له لاسه رامنځته شوې ده. سیال بولندویان او هغه کسان چې د نظار د شوری له مشرتابه سره ېې مخالفت درلود ، د احمد شاه مسعود له خوا یو په یو  په پټه او خړې تیارې کې له منځه یووړل شول. وگورﺉ : لاندې مو د ډاکټر نبي مصداق ، ایریک س. مرگولیس ، الکساندر الف، لیاخوفسکي ، س. ی. گریگوروف ، باریس گروموف ، لیونید شبارشین  او د شوروي پوځي څارگرۍ   یو شمیر لاسوندونه ته نغوته کړې ده :

د جگړو د ډگر خبریال ، څېړونکی او لېکوال ایریک مرگولیس د  خپل کتاب امریکايي راج    په ۱۹۶ پاڼه کې چې په نړۍ واله کچې نامتو کتاب دی داسې لېکي :

«  مسعود به ظاهرا ُ ښودله چې د شورویانو پر وړاندې جگړه کوي مگر په رښتوني اړخ کې ېې خپلې ټولې هڅې د هغو پښتنو مجاهدینو د پلان په شنډولو کې تېرې کړې چې د پاکستاني څارگرو په ملاتړ ېې غوښتل د شورویانو د لوژیستیکي اکمالاتو د ستوني توتکه، د سالنگ تونل والوزوي.

د شورویانو پر وړاندې د لس کلن جهاد په لړ کې لوېدېزو رسنیو تاجیک مشر احمد شاه مسعود ته د کمونیست ضد جنگیالي په نوم د زمري پوستکی ورواغوست او هغه ته ېې د [ پنجشیر د زمري ] لقب ورکړ. خو په حقیقت کې مسعود له ډېرو پخوا وختونو د شوروي له کې جي بي سره همکاري درلودله، دا هغه حقیقت دی چې په خپله د شوروي د [ کي جي بي  KGB ] او د پوځ د څارگرۍ [ جي آر یو GRU]  د کورناستو افسرانو له خوا د هغوی په یادښتلېکونو کې رابنډ شوی دی.»

یاد َونه :
محمد نعیم اجمل : په لیبیا کې د افغانستان پخوانی سفیر، له بروس ریجارډسن سره په مرکه کې ؛ نېټه : ۱۹۹۷ ز کال د نوامبر ۱۱ ژباړن : سید نورالحق حسیني ، پېښاور

فیدوتوف : د آسیا او افریقا د تاریخونو پوهاند، د CPSU پخوانی غړی، د اوکراﺋـین د دوه وو هېواد مشرانو لیونید کراچکوف او کوچما پخوانی سلا کار. اوس د اوکراﺋـین د څارگرې ادارې (SBU), مشر. نوموړي ما ته د ۱۹۹۲ ز کال د نوامبر په دوېمې ڼېتې  د یوه شخصي لېک په لړ کې وویل : « زه د کي جي بي د هغه افسر نوم پیژم چې مسعود ته ېې پېسې وروړلې وې. د هغه نوم ډگروال زکین قادروف دی Colonel Zakin Kadyrov,».


Gregor’ev, S.E., ‘The Pandhzher from 1975-1990: Moscow, 1997, p.40, translation by Professor Ian Helfant, Department of Slavic Languages and literature, Harvard University.
گریگوریف : کتاب : پنجشیر له ۱۹۹۵ تر ۱۹۹۰ز کاله . چاپ ۱۹۹۷ ز کال. ژباړه : ایان هفتان ، د هارورډ پوهنتون د سلاویکي ژبو او ادبیاتو دیپارتمنت .
Gregor’ev, S.E., ‘The Pandhzher from 1975-1990: Moscow, 1997, p.40, translation by Professor Ian Helfant, Department of Slavic Languages and literature, Harvard University.

گروموف : محدود قطعات  : مسکو ۱۹۹۴ ز کال پ ب. ۱۸۸ – ۱۹۷ :
Gromov, Boris V, ‘Limited Contingent’, Moscow, 1994, pp. 188-197.

سید نورالحق حسیني : افغان ژورنالیست : د مالوماتو او لاسوندونو افغان مرکز Afghan Information and Documentation Centre (AIDC) له بروس ریچارډسن سره په مرکه کې : « پر کال ۱۹۸۵ ز په سالنگ کې : ما  د مسعود کسان ولیدل چې د شورويانو په ټانکونو کې ناست ول. هغوی له شورویانو سره خندل او ټوکې ټکالې ېې کولې. شورویانو او مسعود به کله ناکله د نورو مجاهدینو پروړاندې گډ بریدونه کول. پېښاور : ۱۹۸۶ ، د نوامبر ۱۰ نېټه .

نورې سرچېنې :

Liakhovskii A.A., ‘Plamya Afgana’, Moscow, 1999. pp. 485-86, 630-674, Translated for ‘Cold War in History’ Project, (CWIHP) Washington, D.C., by Gary Goldberg.

Main Intelligence Directorate: (MID) of the General Headquarters, USSR Armed Forces. Title: ‘The Lion of the Panjsher’, Article No. 18, (No. 882/83-3-S-77. Fond: 80, Perechen 14, Document 77, 1991). Translation: excerpts by Elena Kretova, Information Services, Moscow.

Margolis, Eric S, the ‘American Raj, Liberation or Domination: Resolving the Conflict between the West and the Muslim World,’ 2008, p. 196.

Misdaq, Nabi, ‘Afghanistan, Political Frailty and External Interference’, 2006, p. 162.
Shebarshin, Leonid, Director First Department KGB (Foreign Intelligence), ‘The Hand of Moscow’, Moscow, 1992, pp. 177-214.

Tanai, Shah Nawaz, ‘An interview’ with Bruce G. Richardson, Shah Nawaz Tanai, and Sayed Noorulhaq Husseini. Rawalpindi, Pakistan, 12 November, 1997. Translation conducted by Sayed Noorulhaq Husseini.

Yousaf, Mohammad, and Mark Adkin,’ The Bear Trap: Afghanistan’s Untold Story’, London, 1992.