څه وو، چې ومې نه ليدل؟! د هجرت ناخوالې، په جهاد کې بمبارونه، ولږې تندې، د وينو سيلابونه، د زورواکو جنايتونه، لنډه دا چې په دې څو لسيزو کې چې راباندې کومې نادودې تېرې شوې، په حساب يې د دواړو جهانونو خدای پوهېده.
ورپسې مې د اسلامي نظامونو او د دېموکراسۍ خوندونه هم تر ستونې تېر کړل، خو د دواړو تر منځ توپير هغه د کفن کش کيسه وه. د يوه هم پر خپلو خلکو او هېواد زړه ونه سوځېده، خو دا يوه خبره به مې له هر چا اورېده، چې موږ پنځه زره کلن تاريخ لرو. څو ځله مو هند او ايران فتحه کړی. له جاپان سره په يوه ورځ ازاد شوي يو. انګرېزانو ته په لومړي ځل موږ ماتې ورکړه.
زه چې په وطن مين انسان وم، روانو ناخوالو ته مې کله نور صبر کولی شو؟!. له بلې خوا مې داسې خلک وليدل، چې هغه د چا خبره، د آس او خره اوربشې يې سره نه شوې بېلولې، خو د نامالومې وړتيا له مخې لوړو څوکيو ته ورسېدل. دغه کار ما ته دا زړه راکړ، چې زه هم بايد د هېواد په سياسي برخليک کې داسې څه وکړم، چې په لږه موده کې د هېواد ناخوالې له يوې مخې جارو کړم.
د سياسي ګوند د جوړولو فکر که مې څومره هم وکړ، په پای کې له ناکامۍ سره ځکه مخ شوم، چې دلته راته د ايډيالوژۍ کمی ښکاره شو. په زړه کې مې وويل چې راشه، ګوند نه، يو تحريک پيل کړه. ښايي دا به دا ګټه ولري، چې افغانان د غفلت له خوبه راويښ او په دې هڅه کې شي، چې نور د خيرات خوړلو له عادته لاس واخلي او په خپلو پښو پخپله ځانونه ودروي.
سره له دې چې په لومړي سر کې لږ فکرمن وم، خو زر مې ګاندي سترګو ته ودرېد، چې په يوازې ځان يې خپل تحريک څنګه برياليتوب ته ورساوه؟!
کور ته چې راننوتم، د نورو ورځو په خلاف مې په څېره کې په بشپړ ډول بدلون و. سر له واره پخلنځي ته لاړم. دالنخود، نسک، تور مرچ او مياچې په لاس راغلې، دا خو مې په ډېره منډه د حويلۍ لويې کندې ته په بد انداز وغورځولې او په منډه بيا لاړم. د ګاز ډبه اوتو او منقل مې په بيړه راواخيستل. ښځې چې زما حالت وليد، په هيبت يې راته وويل:
ـ دا ولې په دې څه کوې؟
خبره مې ونه کړه او نېغ حوېلۍ ته لاړم. د ډبې ګاز چې مې هوا ته خوشې کړ، نو مېرمنې مې رامنډه کړه، زما لاس يې ونيو، خو له سرو سترګو مې زر ووېرېده. ګاز چې خلاص شو، نو ډبې، اوتو او منقل ته مې يو چارک تيږه ونيوله. لږ وخت لا تېر نه و، چې د پاکستان فابريکو ته مې د هېواد د وسلو په څېر ښه چيت پيت کړل. مېرمنې مې ګومان وکړ، چې ګنې په کومه عصبي ناروغۍ اخته شوی يم. راته ويې ويل:
ـ سړيه! دا تا څه راخيستي دي؟
په غوسه مې وروکتل:
ـ منډه کړه، له بړستنو مالوچ وباسه. هله چټک.
له وېرې کوټې ته لاړه. زه بلې خونې ته ننوتم. المارۍ مې خلاصه کړه. پتلونونه، نېکرونه او د درېشۍ کميسونه مې سره له سيمي کوټ بندونو راواخيستل او د حوېلۍ منځ ته مې وغورځول. ورپسې مې خپله ترکۍ قالينه راټوله کړه. پردو ته چې مې وکتل، نو هغه هم زموږ د ملک نه وې، سره له راډونو مې راوغورځولې. له دې سره مې مېرمن بيا راغله:
ـ اخر ما خو پوی کړه، دا په تا څه شوي دي؟ ټول کور دې تباه کړ.
په داسې حال کې چې غېږه مې له شيانو ډکه وه، ورته مې وويل:
ـ ښځې زه روغ جوړ يم، زه دا تحريک له خپله کوره پيلوم.
دا شيان مې هم حوېلۍ ته وغورځول، خو چې بېرته راغلم، مېرمنه مې توشکونو ته هسې ناسته وه، زړه يې پرې نه کېده. له دې سره مې تلوېزون له کړکۍ حويلۍ ته وغورځاوه او ټوټې توټې شو.
د مېرمنې مې نوره اوسېله تمامه شوه:
ـ دا تاله ځانه ولې لېونی جوړ کړی، د خدای دپاره، دا ولې؟
ـ ګوره ښځې موږ پنځه زره کلن تاريخ لرو. څوک چې دومره اوږد تاريخ ولري، نو د بل خيرات ته لاس نه اوږدوي نور بايد د دې ځای خلک پخپله ځان ته شيان جوړ کړي. زر کوه، د توشکونو نه پوښونه وباسه.
د هغې په سلو رګونو کې يو هم دې کار ته جوړ نه و، خو وېره بد شی دی.
زه لاړم رادېو، موبايلونه، د تشناب سامان الات، پلاستيکي پاکستانۍ سترنجۍ، کمپلې، لنډه دا چې په څه شي مې سترګې لګېدې او د بل ملک راته ښکاره کېدل، ټول مې حوېلۍ ته راوويستل او په داسې حال کې چې مېرمنې مې راته په ژړه غونو سترګو کتل، هر څه ته مې تېلی ورته کړ. سامان لومړی لوګۍ او بيا يې لمبې پورته شوې.
له دې کاره چې ډاډه شوم، د يوه ستر فاتح په څېر په خونو بيا ورسم شوم. ښه وو، پرته د سوکړکانو له اوړو، زړو مالوچو، د يوه زاړه تبرګي، دوو منګيو، يوې زړې جارو او لږو کورتو چې هغه مې د خپل هېواد توليدات وو، په نور هېڅ هم سترګې ونه لګېدې.
مېرمنه مې ژړه غونې دهلېز کې ناسته وه. نږدې ورغلم. هغې راته وويل:
ـ دا ولې؟ تا خو هر څه د اور خوراک کړل، لېونی به هم داسې ونه کړي.
په سړه سينه مې ورته وويل:
ـ ګوره ښځې! زه پوهېږم، چې په دې به ته ډېره خپه شوې يې؟ ښځو ته د کور سامان د اولاد په څېر ګران وي، خو دا هر څه ما د يو لوی او سپېڅلي هدف لپاره وکړل.
په پوښتونکو سترګو يې راوکتل.
ـ ګوره تر هغه چې موږ د نورو له احتياجه خلاص نه شو، په دې وطن کې خوشالي نه راځي. په کار ده، چې ټول ما سره يو لاس شي. د نورو له کبابونو د خپل وطن سوکړکان ښه دي.
ګوره د غلامۍ تر ټولو لوی علت ولږه او احتياج دی.
مېرمنې مې سترګې وچې کړې:
ـ دا ښه خبره ده، خو په کار دا وه، چې اول تا د خپل وطن شيان راوړي وی. تا خو د خپله لاسه د کور نه ژرنده جوړه کړه. ته وګوره په کور کې څه پاتې شول؟!. يو ځانپاکی دې هم پرېنښود.
ـ چې داسې ونه کړو، نو په دې کې خو په دې خلکو کلونه تېر شول. انسان چې مجبور شي، نو بيا لاس وپښې وهي.
مېرمنې مې د پېغور په ډول وويل:
ـ چې داسې ده، نو بيا دې پتلون او کورتۍ هم وباسه!
رښتيا چې ځان ته مې وکتل، نو په غاړه مې وو، زر زر مې هر څه له ځانه وويستل، خو لږ وخت لا تېر نه وو چې هغې له ډېرې خندا خپل مخ په زنګنونو ايښی و. حيران شوم، لومړی مې هغې ته او بيا مې ناببره په لويه آيينه چې په دهلېز کې ځوړنده او په ناپامۍ کې رانه پاتې شوې وه، سترګې ولګېدې. په آيينه کې مې له خپله ځانه سترګې وشرمېدې. په ترورتيا مې ورته وويل:
ـ هله جامې مې راوړه!
مېرمنه مې په منډه المارۍ ته لاړه، خو لږ وروسته يې په خواشينۍ وويل:
ـ جامۍ خو دې ټولې سوځولي دي.
په خواخوږۍ مې ور وکتل:
ـ خير دې دا څادر دې لږ راکړه!
ـ چې څادر درکړم، زه به څه کوم؟!
ما دې ترې خدای ساتي، خير دې ته دې تحريک چلوه!!