ژباړه : رحمت آریا\نوامبر ۲۱ ۲۰۱۱
لېکوال : بروس ریچارډسن
څوک به گومان وکړي چې د افغانستان په تړاو د روس او امریکا اړوندې ستراتیژۍ په خپلو موخو کې له یو بل سره همغږي دي؟
په دې وروستیو کې د روسېې د مرکزي قطعاتو د بولندوی ستر جنرال ولادیمیر چیرکین له خولې په دوشنبې کې د یوې غونډې په لړ کې ویل شوي چې دوی په افغانستان کې د امریکا تر مشرۍ لاندې د ناتو د جگړې ملاتړ کوي. مسکو په منځنۍ آسیا کې د نیو ستالینسیتانو له پلویو ډلگېو څخه کلکه ویره لري، له دې کبله هر هغه څه چې امریکا او د ټلوالې ملگري ېې په افغانستان کې تر سره کوي د روسېې په گټه دي؛ که په ساده ژبه ووایو د روسېې گټه په دې کې ده چې « د طالبانو وزرونه دې له روسېې څخه تر شونې کچې » لېرې وساتل شي.
ناټو ته د روسي سفیر دیمیتري روگوزین له [LeFigaro] سره د مرکې په ترڅ کې په ډاگه کړه : « موږ نه غواړو چې ناتو دې ولاړه شي ، د سریښو اوسنی ډنډ دې موږ ته نه راپریږدي او موږ دې د جگړې له ټگانو سره نه مخامخوي. د ناتو له وتنگ سره سم به هغوی [ طالبان] خپله مخه پر تاجیکستان او وزبکستان پراخه ، اوموږ ته به لوی سر خوږی رامنځته کړي »
مسکو په منځنۍ آسیا کې خپلې شاته یو اوږد خونړی تأریخ پرې اېښی دی. تزاري لښکرو د خپلو ښکیلاکگرو پوځي کمپاینونو په لړ کې له ډېرو اوږدو او ټینگو مقاومتونو وروسته وکولای شول په منځنۍ آسیا کې خپلې خپړې ښخې کړي چې نن ېې موږ قزاقستان، وزبکستان، تورکمنستان، قرغیزیستان او تاجیکستان بولو. دا مصنوعي هېوادونه د روسیې په شان چې اوس په افغانستان کې د جگړې له انډیوال، امریکا، سره لاس په ټټر دریدلې ، ټول د مسکو د [ بېل ېې کړه ایل ېې کړه] د ستراتیژي پر بنسټ جوړ شوي دي. د تزاري روسېې د پرمختگ بهیر هغه مهال ځای پر ځای ودرول شو کله چې له بل پانگوال سیال هندي بریتانوي راج سره مخامخ شوه. د سترواکې ملکې او د ټولې روسېې دواړه سلطنتونه په دې سلا شول چې افغانستان دې د دواړو تر منځ یو [ حایل] هېواد وي. له هغې وروسته ول چې د بریتانېې او روسېې سترواکیو د [ سترې لوبې] ډغرو ته اوږه ورکړه او تر څنگ ېې د منځنۍ آسیا د زښتو بډایو طبیعي سرچېنو په چاپيریال کې د خپلو اغېزو د خپرولو او د اقتصادي امکاناتو د تر لاسه کولو لپاره افسانوي ناندریو ته لمن ووهله، شک نه شته چې هماغه لوبه او ناندرۍ لا تر نن پورې دوام لري.
سره له دې چې په منځنۍ آسیا کې د امریکا د ښکیلوالي په اړوند د مسکو برالا غبرگون په ډېر احتیاط له گوتنیونو ډک ښکاري او د خپلو اغېزو پر سیمو باندې ېې یو تیری بولي مگر د دغه غبرگون د حسن بلاغت د پردې تر شا یوه پټه ربړوونکې څېره ناسته ده؛ د کرملین د پټو منځنیو کړیو څارونکي په دې باور دي چې د اړینو ( مردارو ) چارو په ترسره کولو کې روسیه د امریکا په کارونو خوښه ده. وروسته له دې چې شوروي لښکر په ۱۹۸۹ ز کال کې له افغانستانه ووت، مسکو په تاجیکستان او تورکمنستان کې د خپلو سرحدي ځواکونو د پلي کولو سیاست ته دوام ورکړ او د افغانستان شمالي ټلوالې ته ېې د خپلو مرستو لړۍ روانه وساتله. په ۱۹۹۴ ز کال کې روسیه چې په تاجیکستان کې د یاغیانو له وړوکي پاڅون څخه په اندېښنې شوې وه، خپل پخوانی اوږد مهالی همکار او ملگری احمدشاه مسعود او د هغه ځواکونه ېې دې ته راوبلل چې نه یوازې په تاجیکستان کې د رحمانوف د نیو ستالینیست رژیم پر وړاندې دې د مخالف عبدالله نوري هر ډول پایڅوړ له منځه یوسي بلکه هر هغه څوک چې غواړي د افغانستان په شمال کې د مسعود تر ولکې لاندې سیمو کې پناه ځایونه ولټوي، له منځه دې یووړل شي. د اسوشیـﺋـتد پرس د ۱۹۹۴ ز کال یو خپور شوی گزارش وايي چې د مسعود تر مشرۍ لاندې د نظار شوری د روسېې د ۲۰۱ موتوریزه غنډ تر څنگ اوږه په اوږه جگړه وکړه او په پایله کې ېې د عبدالله نوري د کمونیست ضد مقاومت دیرش تنه جنگیالي ووژل شول. د طالبانو د پخواني پيلوټ جلال وردک په وینا : « موږ لیدل چې روسي جنرالان به هره اونۍ پنجشیر ته په الوتکو کې راتلل او له مسعود سره به ېې خبرې اترې کولې.» وگورﺉ [ لمنلېک ]
ددغه تړون ټوله شرحه د روسېې د پخواني سروزیر یوگیني پریماکوف [ چې په ۱۹۹۴ زکال کې ېې په پټه له مسعود سره لېدلي ول] او د کمونیست هېواد مشر نجیب الله تر مشرۍ لاندې د افغانستان د سروزیر حسن شرق په یادښت لېکنو کې موندلای شـﺊ. وگورﺉ : [ لمنلېک ]
په دې وروستیو کې روسیې د طالبانو ضد ستراتیژۍ دریز ته وده ورکړې ، یوه نښه ېې دا ده چې په افغانستان کې د امریکې مأموریت ته ېې د لوژیستیکي اکمالاتو لاره ورکړې ده، په دې کې د روسېې له خاورې څخه د امریکا - ناتو د الوتکو د راتیریدلو اجازه هم گډون لري. مسکو له خپل ناشوني ملگري، امریکې ، سره د ټلوالې په جوړولو، له ډېرو پخوا وختونو را په دېخوا د افغانستان زړور خپلواکه ډیرکي، پښتانه ،د زړه له کومې نه خوښوي او نه ورباندې اعتبار کوي. د الکساندر له وخته نېولې تر چنگیز، بریتانېې، روسېې او نن د امریکې تر متحده ایالاتو پورې دا د بهرنیو تیریگرو پالیسي وه چې د افغانانو یووالی له منځه یوسي تر څو د خپلو « لښکر ډوبیدونکو» بریاوو په لاره کې د بهرني نېواک پر وړاندې د افغانانو د مقاومت د مورچلونو کرښې ضعیفه کاندي. تأریخ په زباد رسولې چې د جنگیالیو پښتـنو ټولنو تل د بهرني نېواک هڅې شنډې کړې دي.
امریکا مخکې له مخکې پر خپل دریز ښه غور کړی ، ددغه دریز پایله د منځنۍ آسیا په ډډو کې د پوځي لښکرکوټونو پر حضور ور اوړي چې له ېوې خوا به په سېمه کې پر خپلو برالا میرڅمنو روسېې او چین اغېزه ولري او له بلې خوا به د ایران تر ملا د کمربند کړۍ نوره هم راتنگه کړي. د همدې اغېزې په برابرۍ به پوځي اډې د امریکا هېواد مشریزو ادارو ته دا گټه ور په برخه کړي چې امریکا د منځنۍ آسیا د افسانوي طبیعي سرچېنو زیرمو ته لاسرسی ولري، ځکه دغه لاسرسی، امریکايي ستراتیژیستانو ته د یوه اړین توکي ارزښت لري. د سړې جگړې له ناندریو وروسته د امریکا د هېواد مشریو ادارو د منځنۍ آسیا او د کسپین تر کاسې راتاو د انرژۍ د بډایو طبیعي زیرمو تثبیت تر لاس لاندې نېولی او د څو لسېزو په لړ کې ېې خپلې پالیسۍ ځانگړې کړې دي.
کرغېړته گټه اخېستنه :
که له یوې امریکا د اقتصادي کړکیچ پر ژۍ ولاړه ده او په دغه هېواد کې د بیکارانو شمېر خپلې بې سارې کچې ته لوړ شوی ، له بلې خوا دفاعي قراردادي شرکتونه دومره گټې تر لاسه کوي چې په ریکارډ شوي تأریخ کې ېې بېلگه نه ده لېدل شوې ؛ د همدغو شرکتونو رﺋـیسان د تنخوا په نامه د گټو تر څنگ بې شمېره بونسونه هم تر لاسه کوي. یوه وړوکي بېلگه ېې دا ده :
د Northrop Grumman د کمپنې رﺋـیس Wes Bush ته د ۲۰۱۰ ز کال لپاره ۲۲.۸۲ میلیونه ډالره د سیکندې « تلافۍ» لپاره ورکړل شول. د Lockheed Martin د کمپنې رﺋـیس Robert Stevens ته د همدغه کال لپاره ۲۱.۸۹ میلیونه ډالره ورسیدل. د بوﺋـینگ د کمپنې رﺋـیس James McNerneyته ۱۹.۴ میلیونه ډالره ورکړل شول. د همدغه ټپ پر سر بل ټپ دا وو چې دفاعي صنعت یوازې په کانگرس کې د دلالۍ « لابي» په لاره کې ۴۶ مېلېونه ډالره ولگول. د پوځي صنعت د پراخې دلالۍ له کبله کولای شو ووایو چې ولې کانگرس نه دي غوښتي په عراق، افغانستان، لیبیا، یمن، سومالېې او یوگندا کې د امریکا د ناپایو وړیا جگړو پر اشتها باندې د پای ټکی کښېږدي او یا ورباندې په ځېر وراشه وکړي. یادې شوې وړوکي بېلگې په پرېکنده ډول څرگندوي چې د امریکا د دولت پانگوالو پالیسو او د « ترهگرۍ پر وړاندې» د جگړو پایلو موږ د یوه ملت او یوه ولس په توگه دغه ځای ته راورسولو. اوس موږ په داسې یوه هېواد کې ژوند کوو چې هېواد مشر او نېمه پوځي ځواکونه ېې دا واک لري که وغواړي، له مؤاخذې پرته، د نړۍ په هرگوټ کې هر څوک وژلای او یا ېې بمباردولای شي او نه چا ته وايي چې ولې دا وژنې او بمبارۍ تر سره شوې دي. پای.