حنان حبيبزى
د بې پرې خبريالى لومړنى ار ( اصل ) دادى چې د خبريال كار ددولتي چارواكو له لاسوهنې څخه خوندي وي . دا خونديتوب څوك رامنځته كوي ؟ دولت ، خبريال كه د خبريالانو د دفاع ټولنې ؟
د ډيرو په ګومان ښايي دولت ددې دنده په غاړه ولري چې د هغه قانون په پلي كولو كې له خبريالانو سره مرسته وكړي چې د رسنيو او وينا د ازادۍ په نامه يې منلى او خپور كړى دى .
دولتونه په ظاهره دا سې ښيي چې دوى د ولسواكۍ له نامه ټوليزو رسنيو ته هم دا واك وركوي چې د هغوى پر كارونو نېوكې وكړي او هغه څه رابرسېره كړي چې د چارواكو ناوړه او ناقانونه عمل بلل كيږي خو د خبريالانو ټولنې په دې باور دي چې دولتونه قوانين يوازې د كاغذ پر مخ ليكي خو عملي كوي يې نه . دوى د ډېرو خبريالانو بيلګې لري چې په ځانګړو شرايطو كې د خپل ليكلي رپورټ ( خبر ) له خپراوي وروسته ګواښل شوي ، وهل شوي او ان په زندانونو كې اچول شوي دي .
كه مونږ په خپل هيواد افغانستان كې د بې پرې خبريالۍ اړخونه وڅيړو نو د رسنيو له بېلا بيلو ډولونو سره مخامخيږو .
لومړى : دولتي رسنۍ :
په زياتو ولايتونو كې ددې ډول رسنيو خبريالان د ځاى چارواكو د مخامخ فشار او ګواښونو لاندې دي . دوى هغه څه نه شې ليكلى چې د ځاى چارواكو د خوښې عمل و نه بلل شي او يا يې بايد د يوې رسنۍ په توګه وليكي . يا له سره څوك د دولتي رسنيو خبريالانو ته دا واك نه وركوي چې هغه څه خپاره كړي چې په نړيوالو رسنيو كې ورته ( خبر ) وايي . مانا دا ډول خپرونې تر ډيره د دولتي چارواكو په ستاينه خپلې پاڼې يا پروګرامونه ډكوي .
خو په هغو دولتي رسنيو كې چې د افغانستان په پلازمېنې كابل كې خپرونې كوي ورځ په ورځ د مثبت پرمختګ څرك ليدل كيږي . ځكه هلته د دولتي رسنيو خبريالان تر ډيره د چارواكو تر تر فشار لاندې نه دي . خبريالان هم هڅه كوي چې مسلكي چلند وكړي او هغه ارونه د كار پر وخت په پام كې ونيسي چې د يو مسلكي او ناپېيلي خبريال د كار په پايله كې ليدل كيږي .
نو ځكه د كابل په دولتي ورځپاڼو او نورو هغه كې د پام وړ بدلون رامنځته شوى دى .
دوم : ګونديزې رسنۍ :
ګونديزې رسنۍ د هغه چا په وړاندې مقالې خپروي چې له ګوند سره يې ناسم اړيكي ولري .
د ورځپاڼې يا اونېزې زياته برخه يې د خپلو ګونديزو احساساتو د څرګندونې لپاره ځانګړې شوي وي .
ددې ډول خپرنيو خبريالان يا كار كونكي هم اړ دي چې د يو ځانګړي چوكاټ په لړ كې خپل كارونه پر مخ بوځي . ښايي د دولت د سيالو ( اپوزيشن ) ګوندونو پورې اړوندو رسنيو هڅه دا وي چې خپل خبريالان دې ته وهڅوي چې د دولت پر كارونو نېوكې وكړي . كېدى شي ددا ډول ځنې رسنيو كار د خبريالۍ له ارونو سره برابر وي . په خپلو راپورونو كې يې هغه ناقانونه كارونه په ناپېيلي توګه بربنډ كړي وي چې په دولتي ادارو كې روان دي . خو ددې رسنيو په كتار كې هم يو شمېر هغه شته دي چې چارو ته په منصفانه او مسلكي ډول كتنه نه كوي . ډير داسې توكي خپروي چې د خبريالۍ له مسلكي ارونو سره سر نه خوري .
دريم : ناپيېلې رسنۍ :
د انسانانو كارونه له تېروتنې خالي نه وي ، ارومرو په ورځيني كار كې داسې يو خوزښت يا حركت ترې كيږي چې قصدي نه وي ،دا خبره مې په دې پورې وكړه چې هغه ورځپاڼې ، راډيو ګانې يا ټلويزوني چينلونه چې ځانونه ناپييلي بولي هم يې د رپورټ وركولو بڼه سل په سلو كې د بې پرې خبريالۍ له ارونو سره ښايي برابره نه وي او تېروتنې ولري .خو تر ډيره بريده په كې هڅه كيږي چې ناپېيلى چلند وكړي . دا خبره هم د يادونې وړ ده چې د افغانستان د رسنيو دا پوړ د وينا د خپلواكۍ ارونو ته په پام سره ډيرې ښې پر مخ روانې دي . په دې لړ كې د لسګونو ورځپاڼو او مهالنيو تر څنګ د دوه داسې ټلويزوني كانالونو ( اريانا او طلوع ) او د يو شمېر ايف ايم راډيو ګانو يادونه اړينه بولم چې د افغانستان په زياتو لويو ښارونو كې د لېدو او اورېدو وړ دي . دې رسنيو د وينا د ازادۍ په پرمختګ كې ډير ستر رول له تېرو دوه كلنو راهيسې لوبولى دى . تر ډيره بريده يې
خبريالان په دې مكلف ګڼل كيږي چې مسلكي ځان وښيي . د راپور وركولو بڼه يې تر ډيره د خبريالۍ له نوي سيسټم سره سر خوري .
خو ځنې خبريالان داسې هم په كې شته چې له داسې يوې موضوع څخه به راپور جوړوي چې هغه هيڅ د خپريدو وړ نه وي يا له سره خبري ارزښت نه لري . دا هغه څه دي چې د وخت په تېريدو سره په كې پرمختګ راځي .
څلورم : نړيوالې رسنۍ :
دبي بي سي ، ازادۍ او امريكا غږ راډيو ګانې په كې زياتې مشهورې دي .
ددې سره سره چې ددغو راډ يو ګانو خبريالان له امنيتي پلوه خوندي نه دي او كله نا كله په مستقيم او غير مستقيم ډول ګواښل كيږي . داسې ډيرې بيلګې شته . د نړيوالو راډيو ګانو خبريالان د ځنې وسله والو كسانو له خوا ګواښل شوي دي . تعقيب شوي دي . د ټليفون له لارې ورته د مرګ ګواښونه شوي دي. دغو ستونزمنو امنتي شرايطو ته په پام سره ددې راډيو ګانو خبريالان هڅه كوي چې تر وروستي بريده بې پرې رپورټ وركړي او همدا لامل دى چې خلك دا راډيو ګانې اوروي .داسې به ډير لږ پيښ شوي وي چې په تېروتنې سره ځنې نابشپړ راپورونه چې د يوې مسلې د ګردو خواو غبرګون په كې نه وي خپور شوى وي .خود نړيوالو رسنيو په كتار كې بي بي سي هغه راډيو ده چې د تېرو څو لسيزو راهيسې په پښتو او دري ژبو خپرونې كوي . د يو كال راهيسې يې پر اوزبكي ژبه هم خپرونې پيل كړي دي .خو په ټوليز ډول بي بي سي په كلكه له خپلو خبريالانو څخه د رپورټ وركولو او مركو پر وخت د ناپيېلي چلند او د عينيت غو ښنته كوي او لږ ه بې پروايي يې د منصفانه كار پايلو ته زيان اړوي . د بي بي سي په اند د ناندريزو مسلو ، بحثونو او څرګندونو رپورټونه بايد د يادو شو چارو ټول اړخونه جوت كړي .
بي بي سي خپله ونډه په دې كې ويني چې د يوې ناندرۍ د بيلا بيلو اړخونو څرګنديدو ته اجازه وركړي
خو نه ځان په كې ښكيلوي او نه هم د كوم ځانګړي نظر ملاتړ كوي .
څرنګه چې د بي بي سي له خبريالانو د بشپړ مسلكي چلند غوښتنه كيږي نو خبريالان يې د كار پر وخت خپل شخصي غچ پسې نه ګرځي او نه هم د خپلې خوښې كسانو يا شيانو پسې . د بل چا د شخصي ګټو پالنه هم بې پرې او د مسلكي خبريال كار تر پوښتنې لاندې راولي . انډول ( تعادل ) د ناندريزو مسايلو په څرګندولو كې ډير اړين دى چې د يوې مسلې د دواړو اړخونو څرګندونې رانغاړي او داسې ډير ې نورې بيلګې چې د اوريدونكو تر منځ يې د بي بي سي ناپيېلتوب اود بې پرېوالي شهرت زيات كړى دى .
پايله :
كله چې مونږ ځان ته بې پرې كسان وايو او نه غواړو چې په كار كې مو د چارواكو يا د زور د خاوندانو لاسوهنه وشي . دا مونږ پورې اړه لري چې خپل راپور داسې برابر كړو چې د دولتي چارواكو او د زور د خاوندانو له لاسوهنې خوندي وي . په ځنې بيړنيو او جګړيزو حالاتو كې بيا توپير لري ، په دې وخت كې بايد ډير دقت وشي او هغه څه چې پخلى يې نه وي شوي بايد په راپوركې ونه كارول شي مانا د يوې جګړې په اړوند يا د يوې پېښې په اړوند بايد اټكل ونشي . بايد ځان ډاډه كړئ چې د جګړې په اړوند لاسته درغلي توكي كره دي . په عادي حالاتو كې هم كېدى شي چې مسايل داسې رابربنډ كړو چې د ګردو ښكيلو اړخونو غبرګون په خپل راپور كې ولرو . د راپور د ليكلو پر وخت له شخصي نظر له څرګندولو څخه ډډه وكړو او حقايق په ډاګه كړو . په داسې يو راپور كې د خبريال بې پرې والى روښانه كيږي . كه څه هم مهم خبرونه په هر ه ټولنه كې توپېر كوي ، هغه خبريال چې د يوې موضوع په اړوند راپور وركوي كوم ټكي بايد په خپل راپور كې راونغاړي دا توپير كوي او يا د خبرونو تنظيمونكى كوم خبرونه مخكې خپاره كړي او كوم وروسته . خو په هر حال كې دقت او بېپرېوالى ډير اړين دى .كه د يوې رسنۍ خبرونه د بې پرېوالي پر بنسټ خپريږي په ټولنه كې د هغې رسنۍ شهرت زياتيږي ، لوستونكي ، اوريدونكي يا يې لېدونكي ډيريږي .