د نا روي په پلازمینه اسلو کي مشاعره

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 46074
محمد اسحق امانزی
دخبریدو نیټه : 2011-11-28

 

د روان عیسوي کال د نومبر پرشپږویشتمه نیټه دناروي پلازمیني اسلو ښار او دهغه دشاوخوا سیمو د فرهنګ پا لو له خوا د مشاعرې غــونډه د تکړه شاعرلیکوال اوا د یب ښاغـــلي اجمل اټک یوسفزي په کوربه توب د ما زد یګر پر څلورو بجو پیل او د شپې تر اتو بجو پوري یې دوام وموند

لومړی دغونډي پروګرام دهنرپال۰۰۰۰ زهير له خوا وړاندې او درنه خور اغلې انیسه رحیمي ژواک دغونډېد مشر تا به اوتکړه ژورنالست  محترم داکټرستانکزی دغونډي دڅیړونکي په حیث وټاکل شول په غونډه کي سربیره پردې چي رنګارنګ شعرونه وویل شول د تکړه شاعري نورالسراج ساپئ انیسه رحیمي ژواک اوولسي شاعري بي بي دل

 شعرونو  خوږو ا د بي خبرو اومشورو دځوان شاعر احمد پائیز په ملتیا دغونډي رنګ

او فضا ته نوره هم ښکلا  ور وبخښله  دې فرهنګي غونډي څلور ساعته دوام وموند او وروسته دمحترم استا د ضیاوالدین پیلوټ اومجیب  پیام له ارزښتناکه خبرو  د ډاکټر ستانکزي په ارزونه اوډوډۍ خوړلو غونډه پاي ته ورسید له۰

اوهم وپتییله  شوه چي داسي غونډي اومشاعرې به هره میاشت دوام مومي۰ منـنه

 ناروي