محرم او د کربلاناورین ( ۴ برخه ) .

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 46089
علامه معین الدین ابوالفضل
دخبریدو نیټه : 2011-12-02

ليکوال :

     علامه محمد معين الدين أبوالفضل،افغاني کان الله تعالي له ودامت برکاته .

دخاندان نبوت او د أهل بيت النبي فضيلت او عظمت .

بسمه تعالى !!!
محترمو وروڼو ! د أصلي مقصد تر پيل له مخه د مقدمې په ډول و يوې خبري ته ګورۍ  ،هغه دا چي د أهل بيت په شان کښي چا د إفراط درجه نيولې ده لکه شيعه ، چي د أهل بيت په باره کښي داسي عقيدې لري چي د إسلام له أصولو او فروعو له دواړو څخه مخالفي دي .
او چا بيا د تفريط درجه نيولې ده چي د أهل بيتو په باره کښي د سخت مخالفت او د دُښمنۍ عقيده لري لکه خوارج ،
او ځيني داسي خلګ هم سته چي ځان ته سنيان هم وايي خو د حضرت إمام حسين چي کومه مقابله له يزيده سره وه په هغه کښي يزيد پر حق بولي ، او ځيني لا يزيد تر أبوبکر هم بهتر بولي لکه چي ابن تيمية او صاحب د إعلآء السنن ددې ذکر کړئ دئ ، دغه ټولي ګمراه ډلي دي او د ګمراهۍ يې عقيدې او خبري دي .
او کوم خلګ چي په صحيح معنی أهل السنت والجماعت دي په هغوۍ کښ بيا په عوامو کښي يې ځيني د أهل بيت له عظمت او له فضيلت څخه ناخبره دي ، حتی ما يوه قصه واوريدله چي يوه شيعه و حضرت عمر ته ښکنځل وکړل نو يوه سني بيا په مقابل کښي و حضرت علي ته ښکنځل وکړل .
او ځيني علمآء بيا له دغه څخه غافل دي چي د أهل بيت أصلي څهره او عظمت د مقام و خلګو ته بيان کړي .
زه د أهل بيت په باره کښي و تاسي ته په هغه ډول توضيحات عرضه وم کوم چي په واقعي ډول د أهل بيت له شان سره موافق دي او هم د أهل السنت والجماعت أصلي موقِف دئ .
قدرمنو!  مراد ځما له أهل بيتو څخه دلته د خاندان نبوت دغه څلور عظيم الشانه او په الهي دربار کښي عالي رتبه او دلوړو مقاماتو خاوندان دي چي حضرت فاطمة الزهرآء (رضي الله عنها ) او د إسلام څلرم خليفه حضرت علي (کرمَ الله وجهه) او حضرت إمام حسن او حسين (رضي الله عنهما) دي .
 
ددوۍ د فضيلت بيان په دوه ډوله و تاسي محترمو ته ذکرکوم :
اول   :  په إجتماعي ډول  .
دوهم :  په إنفرادي شکل کښي .
ځکه په إسلام کي د دوۍ د فضيلت په باره کښي په دغو دواړو شکلو کښي دلائل موجود دي .
اول د دوۍ مبارکانو و فضائيلو ته په مجموعي شکل کښي متوجه سۍ !
        ( ۱ ) : له حضرت زيد بن أرقم څخه روايت دئ چي نبي (صلی الله عليه وسلم ) و حضرت علي ، فاطمې ، حسن او حسين (رضي الله عنهم) ته و فرمايل :
 أنا حربٌ لِمَن حارَبتم و سِلْمٌ لِمَن سالَمتم (رواه الحاکم في المستدرک) .
يعني زه جنګ کونکئ او مخالفت کونکئ يم له هغه چا سره چي تاسي له هغه سره جنګ او مخالفت کوۍ  ، اوزه جوړ ، موافق او روغه کونکئ يم له هغه چا سره چي تاسي له هغه سره جوړ او موافق ياست .
         ( ۲ ) : د إسلام پيغمبر ( صلی الله عليه وسلم) فرمايلي دي :
  و أهلُ بيتي أمانٌ لأمتي مِنَ الإختلافِ ، فإذا خالَفتها قبيلَة مِنَ العربِ اختلفوا و صاروا حزبَ إبليسٍ .
  (رواه الحاکم و قال هذا حديث صحيح الإسناد ) .
يعني : او أهلِ بيت ځما أمان دئ أمت ځما لره له إختلاف څخه ، نو هغه وخت چي مخالفت وکړي د أهل بيت ځما يوه قبيله له عربو څخه (يعني لکه خوارجو چي د حضرت علي مخالفت وکړ) نو بيا به دوۍ سره مختلف سي او د إبليس ډله به ورڅخه جوړه سي  .
         ( ۳ ) :  د إسلام پيغمبر (صلی الله عليه وسلم) فرمايلي دي :
  أحِبوا اللهَ لِما يَغزوکم بِه مِنْ نِعَمِه و أحبوني لِحُبّ اللهِ و أحِب أهلَ بيتي لِحُبي  .
 (رواه الحاکم وقال هذاحديث صحيح الإسناد ) .
 يعني : محبت کوۍ له الله (جل جلاله) سره له دې وجي چي وتاسي ته په خپلو نعمتو سره غذا درکوي او محبت کوۍ له ما سره له وجي د محبت د الله (جل جلاله) او محبت کوۍ له أهلِ بيت ځما سره له وجي د محبت ځما .
         ( ۴ ) : له حضرت أبي سعيد الخدري څخه روايت دئ چي ده مبارک ويلي دي چي رسول الله (صلی الله عليه وسلم)  فرمايلي دي :
 والذي نفسي بيدِه لا يُبغِضنا أهلَ البيتِ أحدٌ إلا أدخلَه اللهُ النارَ  . (رواه الحاکم وقال هذاحديث صحيح علی شرط مسلم) .
يعني : قسم دئ ځما په هغه ذات چي ځما نفس دده په قدرت کښي دئ بغض به نه وکړي له موږ سره ( يعني ) له أهل بيت سره هيڅوک مګر داخل به کړي دَی الله (جل جلاله) و اور د دوږخ ته .
         (  ۵ ) : د إسلام پيغمبر (صلی الله عليه وسلم) فرمايلي دي :
که چيري يو سړئ په منځ کښي د حجر أسود او د مقام إبراهيم ودريږي او ټول عمر لمونځ کوي او روژه نيسي ، بيا د قيامت په ورځ له الله (جل جلاله) سره مخامخ سي په داسي حال کښي چي ده په دنيا کښي خپل ژوند په داسي حال کښي تير کړئ وي چي له أهل بيت د محمد (صلی الله عليه وسلم) سره بغض کونکئ ؤ نو داخل به سي و اور ته د دوږخ ( إنتهی مع توضيح ، رواه الحاکم وقالَ هذا حديث صحيح علی شرط « مسلم » ) .
           ( ۶ ) : له حضرت حذيفه (رض) څخه روايت دئ چي له ما څخه ځما مور پوښتنه وکړه چي رسول ( صلی الله عليه وسلم) ته وررغلئ يې ؟  ما ورته وويل چي یا يو څه وخت کيږي چي دَی مبارک مي ندئ ليدلئ !
نو ځما مور ماته سرزنښت او زجر راکړ ، ما ورته وويل چي اوس به ورسم او د ماښام لمونځ به ورسره وکړم او ځما او ستا د دواړو دپاره به بخښه ورڅخه وغواړم ، بيا ما له ده مبارک سره د ماښام او ماخستن لمونځ وکړ ، بيا په ده مبارک پسي د شاله خوا راروان سوم ، ده مبارک وويل چي حذيفه يې ؟
ماورته وويل چي هو !   بيا ده مبارک راته وويل چي دغه څوک چي تا له ما سره وليدئ دا يوه داسي فرشته وه چي تر دغه ساعته پوري هيڅکله و مځکي ته نه وه راکښته سوې ، له الله پاک څخه يې ددې اجازه اخستې وه چي ځما د سلام دپاره راسي او دا زيرئ پر ما باندي وکړي چي فاطمه د جنت د ښځو سرداره ده او حسن او حسين سرداران د ځوانانو د جنت دي ( إنتهی مع إختصار و توضيحٍ ، رواه الترمذي ) .
           ( ۷ ) :   همدارنګه له حضرت جابر بن عبدالله څخه روايت دئ چي ده مبارک فرمايلي دي چي په حجة الوداع  د عرفې په ورځ ما رسول الله (صلی الله عليه وسلم) وليدئ په داسي حال کښ چي پر خپله قصوی اوښه باندي سپور ؤ ، خطبه يې ويله ، نو ما له ده مبارک څخه واوريدل (يعني په جريان کښي د خطبې دده) چي داسي يې فرمايل  :
يآأيها الناس إني ترکتُ فيکم ما إن أخذتم بِه لَن تضِلوا : کتابَ اللهِ وعترتي أهلَ بيتي .
يعني : اې خلګو ! بېشکه ما په تاسي کښي داسي شئ پريښووئ چي کچيري تاسي هغه ټينګ کړۍ نو هيڅکله به ګمرهان نسۍ تاسي چي هغه : کتاب د الله تعالی (يعني قرآنکريم) او أهل پيت ځما دئ ( يعني که تاسي په کتاب عمل وکړۍ او ځما دأهل بيت محبت کوۍ او د دوۍ پر لار باندي ځۍ نو تاسي به له ضلالت او ګمرهي څخه محفوظ پاته ياست )  .  ( رواه الترمذي ) .
ملاعلي القاري  ـ رحمه الله ــ په مرقات کښي ددغه حديث په ارتباط فرمايلي دي چي له دې څخه چي د إسلام پيغمبر تمسک په مطلق أهل بيت خپل سبب د نات له ګمراهي څخه بللئ دئ دا معلوميږي چي کوم څوک چي حقيقتًا دده مبارک له أهل بيت څخه وي نو دهغه سيرت او عمل به خامخا مطابق له شريعت او طريقت سره وي .
 يعني په أهل بيت کښي داسي څوک نه پيداکيږي چي دده کردار دي له شريعت څخه مخالف وي ، البته سيد جمال الدين و دغه حديث ته داسي قيد ورضم کړئ دئ چي تمسک په أهل بيت په دې شرط سبب د نجات دئ چي دوۍ پر حق باندي وي  ( کذا في حواشي الترمذي ج۲ ) .
    والسلام ومن الله التوفيق ـ