د (۱۶۵ او ۱۶۷) فرمانونو د تصدیق له پاره فرمان :
د اسلم د قبیلي له پاره :
لیکوال : د اسلم د قبیلي کوم وګړي چې په عربو کې پاته شوی و دهغوې د سمندر د ساحل او میدانی سیمو اوسیدونکو دواړو ډلو مسلمانانو ته رسول الله صلی الله علیه وسلم چې کوم فرمان ولیکه نو په هغې فرمان کې د هغوې په حیواناتو او نورو اموالو باندې دصدقی اوذکات حکم هم و .
محرر : ثابت بن شماس
ګواهان : ۱- ابو عبیده بن الجراح ، ۲- عمر بن الخطاب .
ابن اثیر لیکې چې « دا دابوموسې روایت دې خو مونږ هغه روایت د نامانوسه الفاظو او دکلیماتو دبدلون په خاطر دلته را نقل نه کړ »
خو ددې فرمان نقل نه دې تر لاسه شوې .
(۱۶۹)
د عمر بن الفصې الاسلمي له پاره فر مان :
ددې فرمان نقل نه دې تر لاسه شوې .
(۱۷۰)
د ماعز بن مالک الاسلمي له پاره فرمان :
ددې فرمان نقل نه دې تر لاسه شوې .
(۱۷۱)
د بنوخزاعه د سوګند نوي کول :
لیکوال : درسول الله صلی الله علیه وسلم د نیکه عبدالمطلب او دهغه د کاکا نوفل تر منځ شخړه را پیدا شوه ، دشخړې علت د زیارت کونکود تمځاې اود اوبو په ورکولو وه . نوفل په تمځاې او اوبو ورکولو دواړو باندې ولکه کړې وه . عبدالمطلب د نوفل سره د جنګ له پاره را ووت خو هیچا یی هم خواخوږي و نه کړه . په دې اساس هغه مدینی کې خپل ماما ته ولیکل . هغه د بني نجار د قبیلې څخه و، هغه د لیک د لوستلو نه سمدستي وروسته اویا کسه روزل شوې جنګجویان مکې ته را ولیږل اونوفل ته وویل : ددې کور په رب سوګند ! چې که چیرې زمونږ د خورین حق هغه ته ورنه کړی نودا میدان به ستاسو دمړو د لاشونو نه ډک شي .
نوفل سمدستي عبدالمطلب ته د زیارت کونکو تم ځاې او د اوبو دورکولو دواړه منصبونه بیرته وسپارل . په همدې وخت کې د نوفل سره عبدشمس او د عبدالمطلب سره خزاعه ژمنې وکړې .
دا پیښه د رسول الله صلی الله علیه وسلم په ذهن کې هم خوندي پاته وه . بنو خزاعه همغه لیکنه په حدیبیی کې درسول الله صلی الله علیه وسلم مخې ته وړاندې کړه . دهغوې مقصد ددې تړون یوځل بیا نوي کول و .
د هغه تړون متن ابی بن کعب ټولو ته واوراوه ، اوبیا په لاندې موادو باندې دمعاهدې نوښت وشو .
د یادې شوې معاهدې نقل او توثیق یی :
باسمک اللهم !
دا د عبدالمطلب ابن هاشم او خزاعه تر منځ تړون دې . هغه وخت چې د خزاعه د قبیلي څو مشران عبدالمطلب ته ورغلل .( نوورته یی وویل چې:)دخزاعه له لورې ، که په خپلو کورو کې وي یا په سفر کې، دغه شراېط ټول وګړي تسلیموي . هغوې (ټول) معاهد دي چې :
« زمونږ ددواړو تر منځ تر ابدالابده پورې د اتړون دې او الله تعالې پرې څارونکې دې ، چې تر هغې چې په مکه کې د ثبیر او حراء غرونه په خپل خپل ځاې ولاړ وي او په سمندر کې دومره اوبه پاته وي چې لمن پرې لمدیدې شي ،مونږ دواړه به ددشمن په مقابل کې سره یو وجود اوسو .
زمونږ او ستاسو تر منځ ددې تړون د تل پاتې نوښت څخه پرته بل کوم شرط یا استثنې نه شته .»
دا د رسول الله صلی الله علیه وسلم الفاظ دي.
ددې تړون بل روایت :
باسمک اللهم !
دا د عبدالمطلب ابن هاشم او خزاعه د سردارانو ، چې مشري یی عمرو بن ربیعه کوي ، تر منځ تړون دې . په دې شرط چې :
دواړه ډلې به یو دبل سره په جنګي معاملو کې د کومک او بسپنه کولو پابند اوسي . په دې کومک کې به وقفه نه پیدا کیږي ، اودا تړو ن به تر هغه پورې وی تر څو چې په سمندر کې د اوبو دومره څاڅکي پاته وی چې لمن پرې لمدیږي . په دې تړون کې ددواړو اړخونو زاړه او ځوانان شریک دي ، ترڅنګ یی د دوې دواړو ډلو هغه همقومه خلک هم چې مکې ته نه شي را رسیدلې. دهغوې یو یو وګړې به ددې تړون پابند اوسي .
دواړو اړخونو په خپلو منځو کې ددې ژمنې توثیق هم کړې دې، او دا وعده یی کړې ده چې تر هغې چې په مکه کې د تبیر نومې غر موجود وي ، او په میدان کې اوښ د خپل نوې پیدا شوې بچي له پاره بړیږی ، او تر څو چې په زمکه د غرونو موجودیت ثابت وي او تر هغو چې د کعبې زیارت کونکي د مکې په لور د حج او عمرې له پاره راځی تر هغې به دا تړون له منځه نه ځي . بلکه تر هغې چې د لمر رڼا او د شپې تیارې په زمکه باندې منعکس کیږي ددې تړون په شرایطو باندې نوره هم په کلکه عمل کیږی تر هغو به عبدالمطلب د هغه زوې دهغه د حلیف بنو خزاعه د نصرت او ملاتړ له پاره سینه سپر ولاړ وي ، په همدې توګه به بنوخزاعه ،ددوې وګړي اوحلیفان ،که په شر ق کی وی اوکه په غرب کې ، په تیږلوړه لمنو کې په خیمو کې ا وسي او که په هوارو میدانو کې ، په هر حال هغوې به ټول د عبدالمطلب اودهغه د اولاد له پاره دسر په لاس د دریدو پابند اوسي .
دواړه ډلې الله تعالې په دغه لیکنه باندې خپل کفیل او معتمد علیه تسلیموي .
کله چې بنو خزاعه په حدیبیه کې درسول الله صلی الله علیه وسلم ترمخ ددې تړون یادونه وکړه نو رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وفرمایل : « ماته ستاسې تړون او په هغې پابندې کول ډیر خوښ شول . »
خو کله چې په حدیبیه کې ددواړو اړخونو تر منځ د تړون توثیق او نوښت وشو نو رسول الله صلی الله علیه وسلم دا الفاظ وویل « ددواړو ډلو څخه به هیڅ یو هم د ظلم ملاتړ نه کوي ،مګر د مظلوم سره کومک کول به لازم وي . »
(۱۷۲)
دبنوخزاعه له پاره لیکلی فرمان :
بسم الله الرحمن الرحیم
دمحمد رسول اللهص له اړخه :
دخزاعه د قبیلی، بدیل بن ورقاء ، بشر،بني عمرو او نور سرداران !
زه ستاسې تر مخه د لاشریکه او واحد خداې ثنا اوحمد وایم
اوبیا : زه هیڅکله هم ستاسې له پاره زحمت نه یم ګرزیدلې ،او نه مې کله هم په داسې کوم تدبیر غور کړې چې تاسې ته ترې ضرر ورسیږی ، تاسې د تمامه (دمکې په حدودو کې د یوه ځاې نوم دې ) د ټولو خلکو څخه زما په وړاندې ډیر د عزت خاوندان او غوره خلک یاست ، او ستاسې په څیر ستاسې حلیفان هم ماته را نزدې دي. ستاسې څخه هغه څوک چې مطیبین (۱) دي ، دهغوې څخه چې هر څوک هجرت وکړی او مدینی ته راشي ، نو پر ما دهغه حقوق زما د ذات سره برابر دي ، که مدینی ته نه وي نو په خپلو ځایو کې د اوسیدو په صورت کې دهجرت نیت هم وکړي خو ، دحج یا عمرې پرته ، هیڅکله هم مکې ته هجرت و نه کړي.
د هغه وخته راهیسې چې ما له تاسې سره تړون کړې زه ستاسې د حالاتو څخه بې خبره نه یم پاته شوې،تاسې زما له اړخه په خپلو زړونوکې کوم بد خیال مه را ګرځوئ ، زه به هیڅکله هم تاسې دکوم بې ځایه امر له پاره مجبور نه کړم .
علقمه بن علاثه او د هوذه دواړه زامن اود عکرمه قبیله ټول مسلمان شوي دی ، د حرامو امورو څخه د لري والې کې دواړه لورې یو ډول محتاط اوسئ ،زما اراده ستاسو دتکذیبولو له پاره نه وه،ستاسې رب دې تاسې د بدیو څخه منه کړی .
(۱)دقصې بن کلاب درې واړه زامنو ( عبدمناف ، عبدالدار، عبد العزی ) څخه قصې دکعبې تولیت او ددې قومیت نور پنځه واړه منصبونه عبدالدار ته تفویض کړل ، هغه منصبونه دا ډول و:
۱-د حاجیانو له پاره د اوبو برابرول ،۲- دکعبې کونجګانې ګرزول ،۳- دزیارت کونکو میلمستیا، ۴-د انتظامي امورو مشری ، ۵-د کعبې بیرغ .
اوس نو د قصې زامنو کې د عبدمناف زامنو او دهغوې زامنو ددغو په زوره جوړو شوو متولیانو څخه خپله برخه و غوښتله ،نو هغوې جنګ ته ملا وتړله ، دواړو اړخونو په خپلو خپلو ځایو کې سوګند وکړ، بنوعبدمناف یوه پیاله دعطرو څخه ډکه کړه او په دې عطرو کې به یی لاس ننویسته اودکعبې په دیوالو باندې به یی واهه ، د عطرو عربي نوم طیب هم دې ، په همدې خاطر دا دواړه ډلې د مطیبین په نامه مشهورې شوې . رسول الله هم په دې ډله کې شامل و. )
(۱۷۳)
دتهامه د غره د لارشکونکو له پاره :
لیکوال : (یوشمیر خلکو) د تهامې ( د مکې د شاوخوا ) په غرونو کې یوه قوي ډله جوړه کړې وه ، هغوې به د بنوکنانه په قبیلي ، مزینه ، حکم او قاره اودهغوې په غلامانو باندې تاخت و تاز کاوه، درسول الله صلې الله علیه وسلم د غلبې په و خت کې ددوې (لارشکونکو) سردارد رسول الله صلی الله علیه وسلم په خدمت کې د یوه تړون له پاره حاضر شو، رسول اللهص دهغوې له پاره دا فرمان ولیکه .
بسم الله الرحمن الرحیم
دا دمحمدص نبي رسول الله له اړخه لیکلې فرمان د هغوې د الله څخه د ویریدونکې بندګانو له پاره :
که چیرې دوې ایمان راوړي او د لمانځه دقیام او دذکات د ادا کولو پابند وګرځی نو :
1- دهغوې غلامان ازاد دي اوددې ازادو شوو غلامانو دوست محمد دې .
2- که څه هم دا غلامان دهغه د مخالفې قبیلې څخه و ی .
3- تراوسه پورې چې دوې څومره مال او شتمنې په غلا کې تر لاسه کړې ، او یا یی کوم خلک پرې وژلې ، ددې مال بدله او یا پاته مال دواړه او دقتل په اړه ورته بښنه کیږي .
4- خو پر هغوې به دخلکو قرض و نه بښل شي.
5- په دوې باندې ظلم او سختي روا نه ده .
6- که چیرې دوې په دې شراېطو عمل وکړي نو دوې به د خداې او محمدص په پناه کې وي.
و السلام علیکم .
محرر: آبې بن کعب
(۱۴۷)
دمالک بن احمر الجذامي العوفي له پاره امنلیک :
د تبوک څخه درسول الله ص د بیرته راستنیدو په وخت کې مالک بن احمر دهغهص په خدمت کې حاضر شو او د اسلام د منلو وروسته یی عرض وکړ :
« ماته د اسلام احکام ولیکه :»
رسول الله ص په یوې څرمنیزه ټوټه باندې چې اوږودوالی یی یوه لویشت او پیړوالې یی څلور ګوتې و هغه ته فرمان ولیکه ،چې حروف یی دورایه ځلیدل ، ماته دا فرمان ایوب ولوست او راته یی واوروه .
بسم الله الرحمن الرحیم
دا لیکلې فرمان دمحمد رسول الله له اړخه د مالک بن احمر او دهغه د مسلمانو دوستانو له پاره امنلیک دې په دې شرط چې :
لمونځ به ادا کوي ، زکات به ورکوي ، دمسلمانانو سره به اوسي ،دمشرکینو سره به دوستې پریږدي . دغنیمت څخه به خمس اوددې جنګ څخه به د ګډونکونکو برخه په دې ....دې حساب سره ورکوي .
بیا به دوې د الله ج او محمدص په پناه کې وي .
(۱۷۵)
د رفاعه ابن زید الجذامي له پاره :
دا فرمان د محمد رسول الله له اړخه د رفاعه ابن زید له پاره دې .
بسم الله الرحمن الرحیم
ما رفاعه بن زید خپلې قبیلې ته د اسلام ددعوت د ور رسولو له پاره ټاکلې ،هغه به په خپله قبیله کې تبلیغ کوي او د اسلام منونکي به دخداې اورسول د ډلې سره را یوځاې کوي او د منکرینو له پاره دوه میاشتې مهلت دې .
(۱۷۶)
د جذام دقبیلي د شاخ بنوجفال له پاره وثیقه :
د محمدالنبيص له اړخه بنو جفال بن ربیعه بن زید (جذامي ) له پاره :
بسم الله الرحمن الرحیم
د ارم (سیمه ) دوې ته ورکړل شوه، ددوې دقبضې نه وروسته دې هیڅوک د ارم په سیمه کې مداخله نه کوي ، ددې اصل مالکین بنوجفال تسلیمیږي .
محرر : ارقم
(۱۷۷)
د جذام او فضاعه د قبیلو له پاره فرمان :
رسول الله د فضاع شاخ سعد هذیم او د جذام د قبیلې دواړو له پاره یو ګډ فرمان ولیکه :
په دې فرمان کې د ذکات د نصاب تفصیل اودا چې د زکات اوخمس دواړو رقم به زمونږ معلمینو آبې او عنبسه ته ور سپارئ او یا هغوې دواړه به د خپله اړخه تحصیلداران در لیږي تر څو یی هغوې ته ورحواله کړئ . ( خو ددې فرمان نقل نه دې تر لاسه شوې )
(۱۷۸)
د فضاعه د قبیلي د زهیر ابن قرضم له پاره امنلیک :
دفضاعه قبیله ډیر شاخونه لري ،دهغې د یوه شاخ څخه زهیر بن قرضم بن العجیل دې چې د رسول الله ص په خدمت کې د هیئت د سردار په څیر حاضر شو.د الله رسول هغه ته یو لیکلې فرمان ورکړ اوهغه یی بیرته خپلې قبیلې ته ولیږه . ( خو ددې فرمان نقل نه دې تر لاسه شوې )
(۱۷۹)
د عذره دقبیلي سردار زمل بن عمرو ته :
د رسول الله ص له اړخه دزمل بن عمرو او دهغه د مسلمانو حلیفانو له پاره لیکلې فرمان :
بسم الله الرحمن الرحیم
زه زمل دهغه قوم ته د مبلغ په څیر ور استوم ، هر هغه څوک چې اسلام قبول کړي هغه په حزب الله کې شامل دي او دمنکرینو له پاره دوه میاشتې امان دې .
ګواهان : علی بن ابی طالب ، محمدبن مسلمان انصاري .
(۱۸۰)
د جرم د قبیلي د اسقع بن شریح بن حن یم له پاره فرمان :
د جرم دقبیلې هیئتونه د رسول الله په خدمت کې حاضر شول ، په یوه هیئت کې دغه دواړه وګړي هم شامل وو .
۱- اسقع بن شریح ابن حریم بن عمرو بن رباح ، او
۲- هوذه بن عمرو بن یزید بن رباح .
دغه دواړه شخصیتونه مسلمانان شول ،رسول الله ددې دواړو له پاره یو تحریرې فرمان ولیکه او ورته یی ورکړ :
خو ددې فرمان نقل نه دې تر لاسه شوې .
(۱۸۱)
د طایف د وج د وادي د بنوثقیف له پاره امنلیک :
د محمدالنبيص رسول الله له اړخه لیکلې فرمان :
ددې لیکنې په مطابق د ثقیف له پاره د لا شریکه خداې او د محمدص بن عبدالله له اړخه ددې مراعاتو سره یو ځاې امان ورکول کیږی :
بسم الله الرحمن الرحیم
1- د وج ټوله وادی د الله په نوم حرم دې . ( یعنې په دې وادی یا زمکه کې هر ډول ښکار کول ، یودبل سره دخبرې تکرار ، قتل ، غلا ، داړې وهل ، دهغه ځاې ګیاه اویا لرګي پرې کول منعه دي . ددې معنې داده چې حرم د الله تعالې داسې ملکیت دې چې تصرف په کې ناروا دې لکه څنګه چې د مکې په حرم کې منعه دي . « دعربی ژباړن »)
2- په دې وادي کې لرګې پرې کول ، ښکار کول ، غلا کول او هر ډول ظلم کول ټول ناروادي .
3- د ټولو خلکو څخه زیات د بنوثقیف وګړي ددې وادي څخه د ګټې اخستلو حقداره دي .
4- د ثقیف نه اخوا بل څوک ددې وادي د هیڅ شي مالک نه ګڼل کیږي ،او نه کوم مسلمان ته په دې وادي کې د مداخلې کولو حق ورکول کیږي .
5- ثقیف چې څنګه و غواړي ددې (وادي ) داستعمالولو مجاز دي ، هلته دکورنو جوړول ،او یا د هغه ځاې نور ګټور شیان دهغوې له پاره مباح دي .
6- پر هغوې په جهاد کې ګډون او یاد هغوې څخه د کومک په توګه جبري ټیکس اخستل یا پر هغوې عسکري خدمت کول معاف دي .
7- هغوې د نورو مسلمانانو په څیر ازاد دي ،هر چیرې چې غواړي ولاړ شی ، هیڅ ډول محاسبه به ورسره نه کیږي .
8- په نورو کورنیو کې چې دهغوې څومره غلامان بندیان دی ، هغه به دوې ته بیرته ورکړل شي، دهغوې په بیرته اخستلو سره دهغوې خوښه ده چې د غلامانو په څیر یی ساتي یا یی ازادوي .
9- که د ګرو کړل شوي شي په بدل کې پر هغوې قرض وي او دهغې میعاد پاې ته رسیدلې وي او هغوې په ګرو کړل شوی شي باندې د قرض په بدل کې خپله قبضه کول وغواړي نو دهغوې له پاره د الله له اړخه کومه مواخذه نه شته .
10- که چیرې په ګروکړل شوي شي قرض په عکاظ کې ورکړل شوې وي نودهغه ورکړه به هم د اصلي مال (راس المال ) په څیر هملته په عکاظ کې ترسره کیږي.
11- که چیرې کوم ثقفي د خپلې مسلمانۍ دمخه چاته په لیکلې او یاد تمسک په توګه قرض ورکړي وي نو هغه د خپل قرض دبیرته اخستلو مستحق دې .
12- که چیرې د ثقیف خلکو د چا سره خپل مال امانت ایښې وي یا یی د وزو د رمو په څیر هغوې ته د څرولو له پاره ورسپارلې وي ،او هغه سلامت وی یا ضایع شوي وي نو ثقیف دخپلې رمې او یا ( د بدل په بڼه ) د هغې د بیرته اخستلو حقداره دي .
13- که چیرې د ثقیف د نورو سره خپل مال د امانت په څیرایښې وي او هغه مال د امانت ایښوونکې څخه ضایع شوې و بیا به هم امانت ایښوونکې دهغې بدل یا دهغې قیمت ورکوی.
14- د ثقیف د حلیف ( تاجر ) له پاره هم همدا ډول مراعات ورکول کیږي .
15- د ثقیف په اموالو او ابرو باندې ناحقه طعن یا دعوا کونکې به زمونږ د بسپنې مستحق نه ګرځی . بلکه اللهج او مؤمنین به د ثقیف طرفداره وي .
16- ثقیف چې په خپلو حدودو کې دکوم قوم یا وګړي ورتلل ښه و نه ګڼي ،نوبیا هغه لورې ته ورتلل روا نه ګڼل کیږي ، دهغوې د اجازې پرته د هغوې بازار او عبادت ځاې هم د کورونو د انګړ په څیر دې .
17- دهغوې امیر به دهمغوې څخه وي دنمونې په توګه بني مالک ، او احلاف دواړو قبیلو باندې به دهغوې خپل خپل امیر وي .
18- د قریشو د انګورو د حاصلاتو په خړوبولو کې به ثقیف ته دهغې حاصلاتو نیمایی برخه ورکول کیږي .
19- دګرو کړل شوو شیانو په مقابل کې چې په ثقیف څومره قرض وي ، او ثقیف دهغې دورکړې توان ولري نو قرض لرونکې ته دی یی ورکړي او که نه قرض لرونکې دې د راتلونکې کال د جمادي الاول پورې وخت ورکړي که چیرې دا موسم تیر شو نو غوښتنه و سوزیده .
20- که چیرې دهغوې څوک د چا سره بندي (۱) وي او هغه قابض خپل بندي و پلوره نو هغه به دا رقم ثقیف ته حواله کوي .
(۱)دا غلام په غلا نیول شوې ازاد انسان و، خو بیا د بندې کیدو وروسته غلام وګرځول شو . د قصاص ، دیت او ضمانت څخه اغماض شوې خو ددې څخه نه د ې شوې (دعربي ژباړن له اړخه )
21- او که چیرې بندي موجود وي نو دهغې په بدل کې به ثقیف ته شپږ اوښې چې اویا کلنې وي او درې دوه کلنې خو په غوښې پټې .
22- که چیرې بنوثقیفو څخه چا د نورو کنیسه پیرلي وي نو هغه به بیرته نه ورکول کیږي.
(۱۸۲)
د بنو ثقیف د عامو مسلمانانو له پاره فرمان :
بسم الله الرحمن الرحیم
د بنوثقیف د مسلمانانو له پاره د نبي محمد رسول الله ص له اړخه فرمان :
ددې وادي بوټې او ونی به نه پرې کوئ ، هلته به ښکار هم نه کوئ ، او نه به هلته ښکار کړل شوې ځناور حلالوئ ،هر څوک چې ددې کارو څخه یو کار هم وکړي هغه ووهئ او دتن څخه یی کالې وکاږئ ( لوڅ یی کړئ ) ، خوکه بیاهم هغه په خپله سرکشۍ کې کلک وي نو بیا یی لاس نیولې د محمد نبی صلی الله علیه وسلم مخې ته حاضر کړئ .
دا فرمان د محمد نبي ص رسول الله له اړخه نافذ شوې او خالد بن سعید درسول الله ص حکم و لیکه .
اضافه : که هر چا د محمدص داحکامو خلاف ورزی وکړه نو هغه به په خپله دخپل کار مسؤلیت په غاړه لري .
(۱۸۳)
د طائف د اوسیدونکو له پاره :
د آسید الجعفي د روایت له مخې :
زه د رسول الله په خدمت کې حاضر شوم ،هغه د طائف دخلکو له پاره یو فرمان ولیکه چې په کې راغلي و : « نشه راوړنکې او نبیذ (۱) حرام دي »
(۱)نبیذ : په اوبو کې دخورما یا انګورو یا د کوم شې ډوبولو او تر یوه وخته یی په کې ساتلو ته وایی ، که چیرې په اوبو کې نشه را پیدا نه شوه نو داشې حلال دې خو نشه یی را پیدا کړه نوپه هغه صورت کې حرام دې . د نبیذ لفظ ددواړو حالاتو له پاره استعمالیږي (د عربی ژبې ژباړن ))
(۱۸۴)
د ثقیف د مسؤل له پاره د ارتداد دفتنې په وخت کې د ابوبکر صدیقرض لیکلی فرمان :
دعثمان بن ابوالعاص په نامه :
نبي صلې الله علیه وسلم د ثقیف له پاره ژمنه کړې وه چې په جهاد کې د هغوې ګډون او دهغوې څخه د کومک له پاره په زورد مالې محاصلو اخستل او یا پرې فوځې خدمت کول ټول معاف دي. (۱۸۱فرمان ) .خو د نبي صلی الله علیه وسلم د وفات نه وروسته دټولو عربو خواص اوعوام مرتد شوي دي اوهغه صدقه چې په بیت المال کې را ټولیده هیچا نه ده ادا کړې . البته قریش او ثقیف دخپلو حلیفانو ( بني جدیله او بني اعجاز ) په ګډون په اسلام ولاړ دي . بیا حضرت ابوبکر صدیق رض خپل د ثقیف عامل عثمان بن العاص ته ولیکل چې :یوه فوځې ډله وټاکه چې د طائف په هرې پرګنیو کې ګرځي راګرځي . دفوځې ډلې سالار باید باوري شخص وي اوپه هرې پرګنې کې داسې شل شل کسان و ټاکي چې هیڅوک یی هم مخالف نه وي .
( خو ددې فرمان اصل کاپې نه ده تر لاسه شوي )
(۱۸۵)
دجرش د اوسیدونکو له پاره فرمان :
بسم الله الرحمن الرحیم
دمحمدالنبيص له اړخه د اهل جرش له پاره فرمان :
داسلام د قبلولو په وخت کې چې په کومو څړځایو دهغوې ولکه وه ، هغه به همغسې تسلیمیږي ، په دې څړځایو کې چې څوک د مالکانو د اجازې پرته څرونکې ور وشړي دهغه جمعه کړل شوې مال به حرام وي . دزهیر بن الحماطه زوې چې د خشعم په قبیلې کې اوسیږي و نیسئ ،هغه د هغې ضامن دې.
محرر : معاویه :
(۱۸۶)
دخشعم د قبیلي په نوم فرما ن :
دا فرمان د محمد رسول اللهص له اړخه دې د خشعم نزیل د قبیلې له پاره ، (دهغوې )د ځاېي کسب ګرو او صحرایی کسب ګرو (له پاره ).
1- تاسې ته دجاهلیت د وینې بدله در وبښل شوه .
2- له تاسې څخه چې څوک د زړه په خوښه یا په خپل طبیعت باندې جبر وکړي او اسلام ومني ،که چیرې هغه زارع یا دهقان وي او په بنجر یا ښوره زمکې باندې قابض وي اود باران په اوبو باندې خړوبه کیږي او یا د زمکې طبیعې نم هغه خړوبوي ، که چیرې د وچ کالۍ او قحط زمانه نه وي اوهغه زمکه د چینو په اوبو خړوبه شي نو دهغې څخه به یو په لسمه ذکات اخستل کیږي او که چیرې د کوهي د بوکې په واسطه خړوبیږي نو شلمه برخه ذکات به ترې اخستل کیږي.
ګواهان : جریر بن عبدالله ، اونور د مجلس نور حاضرین .
(۱۸۷)
دحارث بن عبدالشمس خشعمی له پاره فرمان :
خو ددې لیک نقل نه دې تر لاسه شوې .
(۱۸۸)
دبیشه د سیمي اوسیدونکې ، باهله قبیلې ، له پاره امن لیک :
دمطرف بن کاهن الباهلي او دهغه د ټولې قبیلې له پاره چې دبیشه په سیمه کې اوسیږي :
هر څوک چې داسې بنجر زمکه اباده کړي چې هغه د حیواناتو دتم ځاې او یا دهغوې د څریدو له پاره په کار راځی نو دداسې دهقان په حیواناتو باندې په لاندې توګه نصاب دې :
غواګانې : په ۳۰ دیرشو غواو یو ځوان خوسکې .
اوزې : په څلویښتو اوزو باندې یوه د منځنې عمر اوزه .
اوښان : په هرو پنځو باندې یوه دوه کلنه غوښنه اوزه .
د تحصیلدار له پاره لارښوونه : د صدقې ځناور هملته په څړځاې کې باید جلا کړل شي نو که چیرې باهلی ددې خبر ې پابندي وکړي نو هغوې به دخداې په امن کې وي .
(۱۸۹)
د باهله د قبیلي ،دنهشل بن مالک الوائلي له پاره فرمان :
باسمک اللهم !
د ا درسول الله له اړخه ، د نهشل بن مالک اودهغوې د حلیف بني وائل له پاره لیکل شوې فرمان دې :
هر څوک چې د لاندې امورو پابند و اوسي ، دهغه له پاره د اللهج له اړخه امان دې اومحمدص به په هیڅ کار کې هغه مواخذه نه کړي ، دهغه څخه به فوځی خدمت هم وانه خستل شي اودهغوې امیر به هم دهمغوې څخه و ټاکل شي .
شرایط : داسلام منل ، د لمانځه قیام ، دزکات ادا کول ، د خداې او رسول اطاعت ، د غنیمت دمال څخه دبیت المال له پاره خمس اودهمدې مال څخه د رسول اللهص برخه په خپله هغه ته وړاندې کول ، دخپل اسلام عملی شهادت ، او د مشرکینو سره د موالاتو پریښول .
محرر : عثمان بن عفان .
(۱۹۰)
داکیدر او دومة الجندل د اوسیدونکو له پاره :
ابوعبید(عبیدقاسم بن سلام) فرمایی :
دا لیک ماته یوه دروند مشر راوړ ، چې په څرمنیزه جیبي کڅوړه کې را تاو کړل شوې و . سپین رنګې کاغذ و ، ما هغه ټکې په ټکې را نقل کړې دې:
دا هغه وخت و چې (اکیدر) د خالد بن ولید سیف الله تر مخه اسلام راوړ اود بتانو د عبادت نه یی توبه وکړه :
بسم الله الرحمن الرحیم
دا احکام د دمة الجندل او دهغې د شاوخوا دحاصلاتو په اړه دې : دا چې ستاسې په زمکه کې زمونږ له پاره دغه لاندې برخه شته :
1- یوه یوه ونه
2- ښوره زمکه
3- په ځنګلونو او غیر زراعتي زمکې باندې قبضه .
د اړتیاو په وخت کې زرعین ، وسله جات ، اوښان او آسونه .
او ستاسې له پاره دا لاندې ځایونه دي :
1- د کلیوپه شاوخوا کې باغونه ، باغچې ، چینی او نهرونه .
2- ستاسې حیوانات به د څړ ځاې څخه نه بندیږي او نه به له تاسې څخه دټاکل شوې حد څخه زیات محصول واخستل شی .
3- ستاسو فصلونه او دځنګلونو واښه به هم خوندی وی په دې شرط چې :
تاسې په خپل وخت لمونځ ادا کړئ ، او په اخلاص سره زکات ورکړئ نو بیا به ستاسې له پاره دالله ج په میثاق او عهد پابندي پوره کول وي ،په دې باندې الله تعالې اود مجلس حاضر غړي ټول ګواه دي . یواځې د الله تعالې په کومک سره (بعونه تعالې ).
(۱۹۱)