دوينوښار

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 46188
مجيب الرحمن احساس
دخبریدو نیټه : 2011-12-06

 

دشراوشورپه دې ښارکې دژوندحوصله دصـــــــــبرله مورګواوښتې .دلتــه دځينوانسانانودغرورماڼۍ دومره لوړې دې چې په ليــــــــدو سره يې په زړونووېره راځي اودځينوژوندپه داسې معمــــــــابدل شوي چې ديوې مړۍ ډوډۍ لپاره يې دزړه وينې هم کارنه ورکوي. ددې ښارکوڅې اوس يومخ له شره ډکې دي دلته اوس دانسانانوپه جاموکې دانسانيت داسې وژونکي اوسېږي چې هره شېبه دانسان وينې څښې ددې ښارواټونه اوس هره شېبه ويرونکي چيغې وهي ، اوس ښار ته دامن پرشتې نه راځي هغوي په دې ښارکې خپل يونسل له لاسه ورکړ اولاهم ددې ښارپه هسکوبرجونوکې دنفرت ديوان لندۍ په لاس ناست دي اوداپرښتې وژني . هغوي چې کله په غلا په دې بريالۍ شي چې ښارته ننوزي نوهرګام په ويره اخلي اوهره شېبه د مرګ په نتظاروي ددې ښارخلک اوس دشپې خوب نه کوي ځکه هره شپه دمرګ اوژوندترمنځ دوژونکې مقابلې کريږي اورېدل کيږي اوخلک آرام ته نه پرېږيد دژوندکومى له چيغوناست دي خوڅوک يې غږنه اوري ددې ښاروګړي اوس له لمانځه ورسته دډوډۍ سوال نه کوي بلکې دخپلوبچوسردخيردعاکوي .دلته مرګونه اوس دومره ډيرشوي چې په رڼاورځ هم خلک په واټونوکې ګرځي نوترمخ يې دمرګ ويرونکي څېره مخې مخې ته کيږي . ددې ښارله ديوالونواوکوڅواوس ديونوبوي پورته کيږي . ددې ښاردمورله سترګو يووخت مينه تويېده او لاسونه يې دامن له دعاډک وو خواوس چېرې لرې ناسته ده اودخپل ښاردبچوويرپه وينوژاړي . هغه دهربچې په وژل کېديوازې خپله څوڅاڅکي اوښکې نذرانه کوي خو دوينواووژنوپه دې ښارکې يې داقيمتي اوښکې چلښت نلري .