ژباړه : رحمت آریا
دسامبر ۲۰۱۱
تأریخي لنډېزونه
دسامبر ۲۰۱۱
لېکوال : بروس ریچارډسن
د سړې جگړې له هماغو لومړیو تر نن پورې مسکو د پښتنو ډېرکېو پر ضد چې د شوروي د تاړاک او نېواک پر وړاندې په وسلوال مقاومت کې ښکېل ول د « پنجشیر د مخالفې وسلوالې » IOAP لږکۍ ډلې ته چې اوس د شمالي ټلوالې په نامه پيژندل کېږي ، د وسلو، مهماتو، د هوايي او توپخانې اور د ملاتړ په برابرونگ کې د مرستې لاس غځولی دی. د « همدغه محرمیت» په تصدیقولو ولادیمېر پوتین د روانې مېاشتې په لومړېو کې ژمنه وکړه چې د طالب مخالفینو ته به خپلې پوځي مرستې روانې وساتي. شمالي لږکۍ د شوروي اتحاد له سوسیالیستي جمهوریتونو سره د جهاد د کلونو په اوږدو د مستندې همکارۍ داسې اړېکي لري چې څون او څار په کې نه لېدل کېږي. له روسانو سره د یارانې د اړیکو مزي د احمد شاه مسعود تر مشرۍ لاندې ځغلول او تړل شوي چې په هغه مهال کې د بشپړ محرمیت په اډانې کې ساتل کېدل. خو په ۱۹۸۹ ز کال کې له افغانستانه د روسانو له وتنگ سره سم یو شمیر کورناستو پوځي او څارگرو مأمورینو چې په افغانستان کې ېې د کار تجربه درلودله په خپلو یادښت لېکنو کې ددغه محرمیت له مخې څادر لېرې کړ، ددوی تأریخي داستانونو سترو لانجمنو پلټنو ته لاره پرانېستله.... د پنجشیر د IOAP د ډلې او د شوروي د څلویښتم لښکر ترمنځ د همکاري – اړیکي د شوروي – افغان د جگړې له هماغو لومړیو پيل او تر نن پورې دوام لري[1].
هغو ژورنالیستانو چې په تیرو نېږدو کلونو کې د افغانستان شمال ته سفرونه کړي یو شمیر « بې نښې روسي بمب غورځوونکي الوتکي » ېې « لېدلي چې په افغانستان کې ېې د شمالي ټلوالې په نامه پر طالبانو بریدونه کول». ددې تر څنگ، د ۲۰۱ روسي فرقې سرتیرو، د شمالي ټلوالې ټانکیستانو او د تانکونو د بیا رغاونې او د پرزه جاتو پرسونل ته برالا روزنه ورکوله [2] .
د شمالي ټلوالې بولندویان هم مني چې روسي پيلوټان، سلاکاران او نور پوځي پرسونل په افغانستان کې د طالبانو پر وړاندې جگړه کې نېغ په نېغه ښکېل دي. د ۲۰۰۱ ز کال په وروستیو کې کله چې د امریکا تر سر مشرۍ لاندې USAF الوتکو د کندهار پر شا و خوا سېمو باندې بمبونو ورَول، روسي سرتیري هم د افغانستان د سویل پر لور وخوځېدل او د شمالي ټلوالې په ملتیا، د طالبانو پر وړاندې جگړې کې ښکېل شول. په دې وروستیو کې هغه ۱۵۰۰ تنه روسي سرتیري چې په تېرو کلونو کې په افغانستان کې په جگړو کې ښکېل ول د هوا له لارې د تاجیکستان په پوځې اډې کې را کښته او د ۲۰۱ فرقي له لښکر سره یو ځای شول[3].
روسي پوځي او څارگرو افسرانو سره د مرکو پایله ښيي چې روسیه د پټې جگړې په مقدماتي پړاو کې ده ؛ په دې مانا چې : « د گوریلايي جنگیالیو پر وړاندې په برالا جگړې کې ، په ځانگړې توگه مخامخ جگړې کې چې ولسي وگړي د هغوی په ملاتړ کې وي مه ښکیل کېږﺉ.» [4]
د افغانستان شمالي ډډې د شوروي د شپاړلسم جمهوریت په توگه : په هغو شپو ورځو کې چې پر افغانستان باندې د شوروي د یرغل زښتې محرمې خبرې اترې تر لاس لاندې نېول شوې وې، کرملین غوره وبلله چې د شوروي لښکر د ملاتړ لپاره د څلوېښتم لښکر په جوړښت کې د ځانگړو عملیاتو یو بل جوړښت هم رامنځته کړي. د ۱۹۸۰ز کال د جون د مېاشتې په یولسمې نېټې د کي جي بي د ټولو چارو رﺋـیس یوري اندروپوف [5] امر وکړ چې د (KOUS) یوه ډله دې افغانستان ته ولېږي، د کي جي بي د پرسونل د روزنې د تجربې په لرلو دغه ډله له ځانگړي دیپارتمنت څخه فارغه شوې وه. په پای کې ۷۷ تنه افسران افغانستان ته ولېږل شول، وروسته د شوروي د وزیرانو شوری پرېکړه وکړه چې د کسکد [6] په نامه د ځانگړو عملیاتو یو ټولی جوړ کړي. د کسکد عملیاتو څلور پړاوونه درلودل چې د کسکد ۱ – ۴ په نامه یادېدل، په څلورو واړو پړاوونو کې د عملیاتو ډلې دنده درلوده چې د پښتون ضد لږکېو له منځه اجیرې ملېشه ډلې وگوماري، ژب – قومېزې شخړې رامنځته او د افغانستان تجزېې ته لارې چارې هوارې کړي، د دغې تجزېې په لومړي پړاو کې د افغانستان شمالي ولایتونه لکه کندز، سمنگان، بدخشان، بغلان، توخار، بلخ، جوزجان، بادغیس او فاریاب له افغانستان بېلېدل او د منځنۍ آسیا له ژب قومیزو جمهوریتونو سره یو ځای کېدل. د شوروي هغه ستراتیژیستان چې د افغانستان د شمالي برخو د رابیلولو لپاره ېې اوږد مهاله پلان پيل کړی وو وایي ددغه پلان موخه د شوروي اتحاد د سوسیالیستي جمهوریتونو د شپاړلسم جمهوریت رامنځته کول ول. د افغان هېندارې [7] سمونکار او خپروونکي ډاکټر سید خلیل الله هاشمیان د شوروي ددغې ستراتیژۍ نقشه (circa 1981) په خپلې خپرونې کې خپره کړه، په نقشه کې د افغانستان شمالي برخې د شوروي اتحاد د شپاړلسم جمهوریت په نامه ښودل شوې دي[8].
د څلورم کسد د عملیاتو فعاله پړاو چې د افغانستان د تجزېې دنده ور په غاړې وه، د ۱۹۸۲ زکال د اپرېل د مېاشتې په ۱۵ نېټې پیل شو [9].
روسي رسمي چارواکي د رسنیو په بیلابیلو کنفرانسونو کې په ثابت او یو موټي ډول له شمالي ټلوالې څخه د ملاتړ په څرگندولو ټینگار کوي چې دغه ملاتړ یوازې د « ترهگرۍ پر وړاندې جگړه» کې د څرگندې بریا د ډاډمنولو په لاره کې تر سره کېږي.
مسکو په حقیقت کې ، د سوبمنو طالبانو له بریا څخه په زښته ویره کې دی، مسکو بیریږي چې دوی به خپل همفکره ډلې راټولې او وسله به راپورته او په سرټنبه منځنۍ آسیا کې به اوسني دیکتاتور کمونیست رژیمونه راوپرځوي. حقیقت دا دی چې د روسېې جگړه په افغانستان کې لا تر اوسه پای ته نه ده رسېدلې !
----------------------------------------------------------
[1] وگورﺉ :
Afghanistan, Political Frailty and External Interference, Dr. Nabi Misdaq, 2006, pp. 212, 330n-15, and American Raj, Liberation or Domination, Ending the Conflict between the West and the Muslim World, Eric S. Margolis, 2008, p.196
[2] وگورﺉ :
Institute for the Study of Conflict, Ideology and Policy, Perspective, Volume XII, No 1 (September-October 2001, ‘Russia’s Secret Operations’, Pavel Felgenhauer, 1).
[3] وگورﺉ :
American Raj, Liberation or Domination, Ending the Conflict between the West and the Muslim World, Eric S. Margolis, 2008, p.205
[4] وگورﺉ :
Institute for the Study of Conflict, Ideology and Policy, Perspective, Volume XII, No 1 (September-October 2001, ‘Russia’s Secret Operations’, Pavel Felgenhauer, 1
[5] Yuri Andropov
[6] Kaskad
[7] Afghan Mirror
[8] وگورﺉ :
Defense & Foreign Affairs Strategic Policy. ‘The Fall of Kabul has not slowed the Pace of Regional Strategic Change, Yossef Bodansky, p.11-12, Washington, 1992, and Afghanistan, Ending the Reign of Soviet Terror, 2nd Edition, 1998, appendix section, Bruce G. Richardson, Map translation from Russian to English by Professor Ian Helfant, Department of Slavic Languages and Literature, Harvard University, also for corroboration, contact: afghanmirror2@yahoo.com
[9] و گورﺉ :
Russia’s Special Forces, Henry Plater Zyberk, 05/50