دمینی ورستی لیک

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 46416
احسان الله فضلی
دخبریدو نیټه : 2011-12-19


سلام وفا!!!
دامهال تاریکه شپه او ساعت دوی بجی شل دقیقی ښیی ،څو شیبی مخکی راپاڅیدم او اوس می ټول بدن په لړزه او وهم کی دی،خوب می لیده عزرایل راته دعمر دفتر وغوړوی ترڅو خپل نوم پکښی ولټوم دلیست په لیدومی خپل نوم په دوهم قطار کی په نښه کړ،له اوس څخه دوه ساعت دری دقیقی اونه ثانیی می د روح قبض کیدو ته پاتی .فکرمی وکړترڅودمینی ورستۍ لیک درته د نیمژواندی زړه په وینوداسی ولیکم

دهرڅه نه مخکی راته بخښه دمینی ناپولی کړل سوو وعدو وکړه ،فکرمی کاوه ستا پرمړوند کلونه کلونه شپی سباکړم،اوستارګونو ته خپل دوینی جیریان جاری کړم اوستا زړه په خپلو وینو اوبه کړم،خوناهیلی ژوندانه نور راته دپای ټکی کیښوده،تیرماښام چی ویده کیدم ستا رومال می راواخیست څو ځلی می ښکل،په ځان پوری ټینګ اوله فریاده می ټول لوند کړ.
اوس چی دعزرایل راتګ ته وخت ډیرکم پاتی دی،ستاپوړنی می پرځمکه وغوړی اودعمراخیری تعجد پرهمدی کوم،بدن می ټول په خولو لوند اوله وهمه تپیږم،دغه څوټکی په یادکی ونیسه.
سهارچی زما له مړینی خبریږی نوعاجل ځان زما ترمړه جسده راورسوه ،زه به ستاپر پوړنی شنی تلی پروت یم ،ما په مخ،سترګو او شونډو څوځلی ښکل کړه،او یو دمینی خطبه را ته واوروه ،نور نو ولاړه سه زما بسترله ابد لپاره ددی فانی نړۍ څخه ټول کړه ،ملا ته زما له غسل لپاره اوبه ګرمی اوداخیری خدمت لټه می وکړه.

ترقبره حتمی راسره مل شی اوکله چی ملا دجنازی پرلمانځه ودریدی زماتابت ته ژر راشه خپل انګوشتری دی پټ زما په ګوته کړه،او تر ښخیدو می دمه وکړه،کله چی زما پرقبر ګومبت جوړشودقبرپرسرتاو سوی دتابت رښکی څیری کړه،او پرخپل موټو یی ټینګ وتړه ترڅود انګشتری مقابل دمینی بدله دی اخیستی وی نور قبر می لوند کړه ځه
هو!!عزرایل ته زما لخوا ګیله وکړی ځکه دنفس په کښلو کی به یی سخت خوږ کړی یم
دالله په امان
توری مرغۍ
خوار فضلی درته د مینی په ټال ناست د ی ځنکدن ناری وهی
وفا او که مریم ده ساز دمینی یی اخیستی په خندا ناری وهی

هسی فضلی په غمو خور شو ،شوګیری کړی ترسهاره له خونابه  وایی هسی بوتل دمیو راکړه دمینی په ادا او په ژړا ناری وهی

:
دلیکنی نیټه : ۱۴/۱۲/۲۰۱۱ دشپی پنځه بجی د ننډیډ ښار،انډیا