دکندهارد پوهنتون ریس وائې ژورنالیستان سپیان دي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 46608
راحیله جواد - کابل
دخبریدو نیټه : 2012-01-10

د کندهار پوهنتون ریس حضرت میر توتاخیل چي له لویه سره په بې کفایتي تورن دي او د کندهار دولتي مافیا لخوا په خاص ډول همایه کیږي په پوهنتون کي په شته ستونزو تل سترګي پټوي  او دمحصلینو په ښکنځلو ، وهلو او تهدیدولو کي اوږده سابقه لري . په دي وروستیو کي افغان محصلینو ته په عامه د استادانو په مخ کي  سپکي سپوري پیل کړي چي که هرچائې په وړاندي رسنیو ته معلومات ورکړه د پوهنتونه به ئې وشړي او ملي امنیت ته به ئې معرفي کړي . هغه په خپلو ورستیو څرګندونو کي د رسنيو کارکونکي او ژورنالیستان سپي بللي . چي په وینا ئې هیڅ کله به د پوهنتون د ستونزو په سر تیار نسي چي دسپي سوالونو ته جواب ورکړي .

د کندهار پوهنتون محصلین په وارو وارو  خپل ږغ د رسنیو له لاري دچارواکو ترغوږ رسولی دی خو تر اوسه  دمحصلینو غوښتونو ته چا جواب ندی ویلی .

محصلین په کندهار پوهنتون کي د شته فساد څخه سرټکوي چي په وینا استعدادونه په لوی لاس وژل کیږي او هغه کسانو ته په لوړو درجو فراغت پاڼي ورکول کیږي چي پوهنتون ته په کال کي یوه ورځه هم نه وي راغلی . ددې ترڅنګ په کندهار پوهنتون کي د څښلو د اوبو ، بریښنا  ،  د ساړه ژمي د تودیدو د توکو  ، دلیلې د کړکیو او دوازو ن، د ترانسپورت ، دپوهنتون دزده کړو اسانتیاوي  او لویه سره د استادانو  نشتوالي هغه عمده ستونزي دي چي  محصلینو ئې په وارو وارو له دولته غوښتنه کړې چي لا ئې غوښتني همداسي بې جوابه پاته دي .

د کندهار پوهنتون محصلینو په وینا چي  د کندهار د دولتي ادارو  په راس کي د کندهار والی توریالی ویسا چي ځان ته د همدي پوهنتون دموسیس خطاب کوي د کندهار پوهنتون د پرشاتګ اصلي جړه بولي چي په وینا ئې  د حضرت میر توتاخیل سره په معاملو کي شریک دی  اود نوموړي دهمایه ترڅنګ د توتاخیل پر فسادونو سترګي پټوي .

لاندي  تاسي کولای سی چي د کندهار پوهنتون دریس له علمي او قدري  ادرسه هغه وینا واوری چي په خپله خوله وائې چي  (نه غواړم سپیانو ته دهغوی دپوښتونو جواب ورکړم ). او دا لومړي ځل ندی چي  دکندهار یو لوړ پوړی چارواکي ژورنالیستاتو ته سپکي سپوري وایئ . دبېنوا پاني سره د کندهار د والي داوسني ویاند ډاکتر پرویز نجیب  چي د زلمي ایوبي په مستعار نامه ویاندويي کوي  هغه کلپونه پراته  چي دبېنوا پاڼي مشرتابه  ته او په کندهار کي دځينو رسنیو ژورنالیستانو ته دناموس ښکنځل په تیلفونونو کي کوي او ددې ترڅنګ د کندهار د والي پوهنوال توریالي ویسا   او د کندهار دوژل سوي ښاروال غلام حیدر حمیدي هغه سپکي سپوري هم دبېنواسره ددوی په خپلو ږغو کي خوندي دي چي د افغانستان بنسټ ایښوونکي  ستر امپراطور عاليحضرت احمدشاه بابا او نورو ملي اتلانو ته ئې کړي  .

دکندهار والي پوهنوال توریالي ویسا په یو مجلس کي کندهاریان د احمدشا بابا ارموني ( حرامیان ) بولي چي دده په وینا هڅکله به پر لار نه سي ( چي مطلب ئې په کندهار کي د ښځو لپاره هغه غربي ديمکراسي وه چي کندهاریانو ته هیڅ کله دمنلو وړ نده . خودده ټنګار په دي کي و چي دکاناډا په څیر په کندهارکي  هم ښځي لوڅ مخ راوزي  ، دوکانداري وکړي او سهار په پارکونو کي  باسکل  وچلوي . او په ورزشي لوبغالي (سټډیم ) کي دي هره سهار جاګنګ (سهارنۍ منډي ) وکړي . )