پټ پاکستان (Secret Pakistan)
پاکستان څنګه په دغه دوه مخې لوبه کې رسوا شو ؟
زما امريکايي هېوادوالو راځئ چې ورځو پرې
پاکستان به موږ ته يو څه ويل او امريکايانو ته به يې بل څه ويل
نوت: دا ليکنه مې له بي بي سي پښتو خپرونې پټ پاکستان څخه ګرانو لوستونکو ته راايستلې ده.
پاکستان زموږ مشران برمته کړي. بناءً ولسمشر کرزي او د سولې شوری ته، همدا راز ملګرو ملتونو او نړيوالې ټولنې ته په کار دي چې له افغانانو سره د سولې په پروسه کې مرسته وکړي چې دغه برمته شوي مشران د پنجاب له منګولو راخلاص او د مذاکرې مېز ته يې راکش کړي، ترڅو پخپلواکه توګه مخامخ خبرې وشي. جنګ او وينو تويدو ته نور د پای ټکی کېښوول شي.
که فلسطين د فلسطينيانو حق دی، نو پښتونستان زمونږه حق دی. که هغوی يې له صيهونېستانو نه ګټي، نو موږ يې هم بايد له دوه مخيو نه وګټو.
د لوراند او بښاند څښتن په نامه
يريدون ان يطفوا نورالله بافواههم ويابی الله الا ان يتم نوره ولو کره الکفرون
ويحق الله الحق بکلماته ولو کره المجرمون
The Taliban has been given the opportunity to surrender all the terrorists in Afghanistan. [Bush]
طالبانو ته دا موقع ورکړل شوې چې په افغانستان کې مېشت ټول ترهګر راوسپاري. د هغوی روزنځايونه وتړي او عملياتو ته يې د پای ټکی کښېږدي. طالبانو ته بشپړ خبرداری ورکړل شوی او وخت نور په ختمېدو دی.
امريکا هر هېواد ته روڼ غوراوی وړاندې کوي چې يا له ترهګرو سره ودريږي او يا له متمدنې نړۍ سره. او هغه هېوادونه چې د ترهګرو خوا نيسي ګرانه بيه به پرې کوي.
For those nations who stand with the terrorists there will be a heavy price.
د طالبانو رژيم د ولسمشر ګواښ له پامه وغورځاوه او د اسامه بن لادن سپارلو ته يې غاړه کېنښووه.
My fellow Americans let’s roll.
زما امريکايي هېوادوالو راځئ چې ورځو پرې!
د سېپتېمبر له يوولسمې يوه مياشت وروسته پر افغانستان چې له همدې ځايه پر امريکا بريدونه پلان شوي وو د بمونو غورځول پيل کړل.
د امريکايانو موخه دا وه چې د خپل غليم پرې نږدي چې افغانستان يوځل بيا د ترهګرو د اډې په توګه وکارول شي او همدا راز القاعده دړې وړې کړي. په دې جګړه کې د امريکايانو ملګري يا اتحاديان د سيمه ييزو جنګسالارانو جوړه شوې شمالي ټلواله وه. په ډګر کې د سي آی ای مامور له قوله ويلي او د امريکا د جنګي ځانګرو ځواکونو مشري پر غاړه لرله.
کله چې بريدونو له پسې زور واخېست، نو په کندز کې يو هوايي ډګر نه په شا شول، خو يوازې نه وو. د سېپتېمبر د پېښې له مخې پاکستان د طالبانو ډېر نژدې ملګری وو او رامينځته شوې پرمختياوې دومره چټکې وې چې د طالبانو او پاکستاني سلاکاران لا ورسره پاتې وو. پاکستان لا په پټه د طالبانو ملاتړ کاوه، خو نړيوالو ته يې د دوی خواخوږی ملګری ورپېژانده. خو څه چې په کندز کې پېښ شول، پاکستان د سپين سترګې د دوه مخۍ لوبه وه چې دا د يوې لسيزې لپاره يې دوام کړی دی.
ګاري بنسن چې د جګړې په ډګر کې د امريکايي پوځيانو قوماندان وو د پېښې نقل داسې کوي :
In December 2001, as the American forces, the American air power in the northern aligns ground was putting the Taliban...
د دوه زره لومړي (۲۰۰۱) کال په ډېسېمبر کې چې د امريکا زمکنيو او هوايي ځواکونو او همدا راز شمالي ټلوالې چې طالبان يې وژل د نورو پېښو ترڅنګ چې ورسره پر پاکستان باور کول ستونزمن کيږي، له کندز نه په الوتکو کې د طالبانو ايستل وو.
د شمالي ټلوالې قوماندانان چې سخت راپارېدلي وو او ما ته راغلل او ويې ويل چې پاکستانۍ الوتکې په هوايي ډګر کې کوزيږي او طالبان له سيمې وباسي. ما له امرالله صالح نه وپوښتل چې ته څه وايی ؟ چرس دې څکلي که څنګه ؟ دا ځکه چې ما ته قطعاً د منلو نه وه، خو دغو الوتکو غوښتل چې خپل پوځي افسران له سيمې وباسي، او په ډېر شمېر کې د طالبانو مهم قوماندانان هم په دغو الوتکو کې ولېږدول شول. د پاکستان دغې دوه مخۍ زه بالکل هېښ کړی وم.
يو طالب جنګيالی چې ځان قوماندان عزيز راپېژني او اوس هم د طالبانو سره دی ادعا کوي چې په خپلو سترګو يې وليدل چې د پاکستان پوځ نه يوازې پاکستاني افسران، بلکې طالب قوماندانان هم له سيمې ايستل.
ما پخپله هر څه وليدل. له سيمې نه د افسرانو او قوماندانو ايستنه د مازيګر په څلورو بجو پيل شوه او د شپې تر لسو او يا يوولسو بجو يې دوام درلوده. خدای ښه پوهيږي، خو زما په اند هغه شپه دغه کسان په شاوخوا په لسو الوتنو کې وويستل شول.
د پاکستان په پلازمينه اسلام اباد کې له طالبانو سره د مرستې پټ هوډ شتون درلوده، چې هغوی يوه ورځ بيا د جګړې ډګر ته ورودانګي. د کندز له پېښې دوه اوونۍ د مخه د آی ايس آی د هغه وخت مشر جنرل محمود احمد يوې پټې غونډې ته ورغی او داسې ادعا کيږي چې جنرال محمود په اسلام اباد کې د طالبانو د هغه مهال سفير ملا عبدالسلام ضعيف سره وليدل او ورته يې وويل چې :
پاکستان او آی ايس آی به په پټه د طالبانو مرسته کوي.
جنرال محمود وغوښتل چې له ده سره وويني، نو ده بيا دا وويل چې : ((موږ به له تاسو سره يو. موږ به د افغانانو سره يو. موږ به د جهاده سره يو. موږ پخوا هم په جهاد کې وو)). ما په خپل کتاب کې هم ليکلي چې ((هغوی دوه مخی سياست وچلولو. امريکا ته به يې يو څه ويل او موږ ته به يې بل څه ويل)).
د پاکستان د پوځ او استخباراتي ادارې په لوړ پوړونو کړيو کې د طالبانو ملاتړي شته. د آی ايس آی پخوانی مشر جنرال حميدګل وايی چې : دوی اړ دي چې له طالبانو سره ګډ ژوند وکړي.
Eventually, it is they who are going to be on our borders. We have to co-exist with them; we have to learn to live with them. Can we afford to have a hostile Afghanistan on our back? No, we cannot.
ايا طالبان به ولاړ شي؟ نه. هغوی نه ځي. بالاخره دغه طالبان دي چې زموږ پر پولو به پاتې وي او دا موږ يو چې بيا بايد ورسره ګډ ژوند کول زده کړو. ايا موږ دا کولی شو چې يو غليم افغانستان په خپل څنګ کې ولرو ؟
نه، دا نه شو زغملی. زموږ د ملت ټولنيز شعور دا وايی چې له طالبانو سره ښې اړيکې زموږ په ګټه دي. دا د پاکستان د ملي ګټو سره سمون خوري. خو د پاکستان له لورې د طالبانو ملاتړ د سي آی ای لپاره کوم نوی خبر نه وو ؟
د سي آی ای مامور فلپ سيټ وايی موږ بايد په دې حيران نه شو چې د پاکستان په اميتي ادارو کې د طالبانو خواخوږي وو. د دوه زره لومړي (۲۰۰۱) کال د دېسېمبر په مياشت کې د کندوز له پېښې وروسته نور طالبان کلابند شول، خو دا ځلې له پاکستان سره د تورې بوړې په غرونو کې او دا ځل د القاعدې جنګيالي هم له دوی سره مله ول. د دوی شمېر د اټکل له مخې ۱۵۰۰ کسانو ته رسېده. د سي آی ای کار کوونکې ګاري بنسن وايی چې موږ اسامه بن لادن ته نژدې شوي وو.
One of our people picks up a radio, it’s essentially a hunting radio nothing complicated no encryption.
زموږ يو همکار د مخابرې له لارې د هغوی خبرې اورېدې. دوی په عادي مخابرو سره غږېدل او داسې کوم څه نه وو چې په شفرونو دې سره خبرې وکړي. موږ د هغوی خبرې اورېدل او د هغوی د ځای ځايګي اټکل مو ښه کولای شوای. زموږ مخبر اسامه بن لادن او د هغه زوی د وتلو پر حال ليدلي وو او موږ ته يې د هغوی دواړو سمې نښې وښوولې.
له موږ سره بي دوه پنځوس ډوله الوتکې (B 52)، ايف شپاړس (F 16)، بي يو (B1) او بي دوه (B2) او لنډه دا چې هر ډول هغه امريکايي الوتکې وې چې بمونه غورځولی شي او دوی ټولو پر تورې بوړې بمونه غورځول. خو د ګاري بنسن د غوښتنې پر خلاف د امريکا مرکزي قوماندانۍ هغه اضافي سرتيري ونه استول چې ښاغلي بنسن يې غوښتنه کړې وه.
د ګاري بنسن پر وينا دا ځکه چې پاکستان پوځ امريکايانو ته ويلي وو چې د دوی سرحدي ځواکونه به د غره شا ته پرته لاره څاري، نو په دې توګه امريکايي قوماندان په دې باوري شول چې د نورو ځواکونو لېږلو ته اړتيا نشته. ښاغلی بنسن وايی چې دا د امريکا تېروتنه وه.
د اسامه بن لادن او د هغه د جنګياليو او د کلابند شويو طالبانو مخې ته پاکستان ته د تېښتې يوه بالقوه لاره پرته وه، خو اسامه بن لادن د پاکستان پولې ته د ځان رسولو لپاره مرستې ته اړتيا لرله. دغه ادعا هم د پېژندل شويو اړخونو له خوا وشوه.
د شمالي ټلوالې د نفوذ خاوند يو جنګسالار ظاهر قدير وايی : تقريبًا ما په هغه وخت کې دولس سوه کسه عسکر خپل برابر کړل چې په هغه وخت کې زه وم، حاجي صاحب زمان وو او حاجي صاحب حضرت علي. مونږ درې کسان د جنګ قوماندانان وو د تورې بوړې. دغه درې سره جنګسالاران سره جرګه شول چې د جګړې د تکتيکونو پر سر يوې هوکړې ته ورسيږي.
حاجي زمان يو نانديز پلان وړاندې کړ او هغه دا چې د طالبانو سره دې د دولسو ساعتونو لپاره اوربند وشي چې هغوی خپلې وسلې او جنګيالي سره راغونډ او ځانونه تسليم کړي. خو ظاهر قدير وايی چې دی له سره له دغه وړانديز سره جوړ نه وو. ما د دې خبرې مخالفت وکړ چې مونږ وخت نه ورکوو. چې زه په دې پوهېدم چې دوی نه تسليميږي. د ښاغلي قدير وېره رښتيا شوه. طالبان او د هغوی القاعده مېلمانه له اوربند په ګټې پورته کولو د پاکستان د پولې په تکل وخوځېدل. دوی د تېښتې لپاره يو چاڼس ځان ته غوښته او هغه يې پيدا کړ.
آی ايس آی همدغه وکړل چې فرض يې کړه حاجي زمان کومه خبره وکړه هغه د حاجي زمان خپله خبره نه وه. هغوی ته چاڼس ورکول شو القاعده ته او همدغه وو چې هغوی له افغانستانه ووتل.
د امريکا له بريدونو يو مياشت وروسته ډېر طالبان او د هغوی القاعده ملګري پاکستان ته واوښتل. د طالبانو يو منځپوړی قوماندان چې له تورې بوړې په تېښتې بريالی شو ځان ملا قسيم راپېژني. ملا قسيم اوس هم د طالبانو په غورځنګ کې فعاله دی او چې څنګه دوی وتوانېدل چې له تورې بوړې پښې سپکې کړي ملا قسيم يې نقل داسې کوي :
مونږ تر يوه وخته وجنګېدو. بيا وتښتېدو. هر کس غوښتل چې يو خوندي ځای ته ځان ورسوي. مونږ لومړی هغو ځايونو ته تللو چې بمباري پکې نه کېده. خو بيا کله چې هغه ځايونه ونيولی شو، نو مونږ پاکستان ته ورغلو. پر پوله کومه ستونزه نه وه. مونږ په څلور کسيزو يا پينځه کسيزو ډلو کې پېښور ته ورغلو.
پاکستان ته د تېښتې ورغلي طالبان ډېری پښتانه نه ول. پښتانه د ډيورنډ کرښې دواړو غاړو ته پراته دي او د دواړو هېوادونو ترمينځ پوله په رسميت نه پېژني. د پاکستان په پوځ او استخباراتي ادارو کې لوړ پوړي چارواکي په دې پوهېدلي وو چې وار له مخې طالبان خوندي پاتې دي چې بله ورځ بيا د جګړې ډګر ته ورودانګي.
په افغانستان کې داسې برېښېده چې جګړه نوره تېری ختمه شوې. د امريکا او د هغوی د اتحاديانو په ملاتړ د حامد کرزي په مشرۍ نوی حکومت جوړ شوی وو. امريکايان نور د طالبانو په فکر کې نه ول او د هر مهال به يې اصلي موخه القاعده وه چې اوس يې بايد په پاکستان کې ورپسې اخېستی وای.
باب ګرنيال چې هغه مهال په اسلام اباد کې د سي آی ای د څانګې مشر وو، وايی چې مونږ د لايزر د وړانګې په څېر د القاعدې د غړو پسې وو.
The Taliban always has been quite a distinct organisation from Al-Qaida.
طالبان تل له القاعدې بيل يو غورځنګ وو او ما طالبان هېڅکله يو ريښتونی ګواښ نه باله. زموږ پام د لايزر د وړانګې په څېر ټول پر القاعدې ورټول وو. دا القاعده وه چې د سېپتېمبر د پېښو مسووليت يې پر غاړه درلوده. دوی هماغه خلک وو چې موږ وېره لرله. که چېرې دوی په تېښته بريالي شول، نو د نړۍ په لروبر کې به د امريکا پر ګټو بريدونو ته دوام ورکړي. نو دا زموږ ډېر جدي لومړيتوب وو او مونږ نه غوښتل چې هېڅ دې موخو ته د رسېدو د لارې خڼد شي.
تر اتلس مياشتو داسې برېښېده چې د القاعدې پر ضد د امريکا او پاکستان استخباراتي ادارې سره ښه همکاري کوي. که څه هم پاکستان ته د طالبانو پايښت مهم وو، خو د القاعدې نه وو او د القاعدې د هر غړي نيول پاکستان ته د ميليونو ډالرو په ارزښت امريکايي مرستې راماتولې.
د آی ايس آی يو پخوانی جاويد اشرف قاضي وايی دغې ادارې ډېر فعاليت وکړ او د القاعدې ډېر هغه کسان يې ونيول چې امريکا يې لټه کوله.
If you look at the wanted list with the United States issue most of those guys were actually were now caught by the ISI.
که تاسو د هغو کسانو فهرست وګورئ چې امريکا يې لټون کولو، نو ډېری دغه وګړي پاکستان ونيول. دا د يوسلو اتيا ميليونو وګړو هېواد دی. آی ايس آی فعاله وه. ښارونه يې څارل او کسان يې نيول، خو له بده مرغه مونږ د يو کس په نيولو کې پاتې راغلو چې هغه د سر سړی وو او ټوله ملامتيا زمونږ پر غاړه واچولی شوه. خو د دوه زره دويم (۲۰۰۲) او دوه زره درېيم (۲۰۰۳) کلونو په لومړيو کې امريکا د پاکستان په اړه شکمنه شوې وه. په سي آی ای کې دننه دا احساس پيدا شوی وو چې په دغه مهال کې هېڅ يو لوړ پوړی طالب چارواکی نه دی نيول شوی. سره له دې چې د خالد شيخ په څېر د القاعدې يو شمېر مشران نيول شوي وو، خو سي آی ای د پاکستان د پوځي دېکتاتور د اصلي موخې په تړاو شکمنه شوه.
د سي آی ای يو پخواني مامور بروسيدل وايی چې پاکستان د بوش اداره په ډېره چالاکۍ سره تير ايستله.
Pakistan a particularly general Musharaf played the Bush administration like a fiddle.
پاکستان او په ځانګړې توګه پروېز مشرف د بوش اداره په ډېر مهارت سره خطا ايستله. مونږ ته يې يوازې د القاعدې هومره کسان راکول چې د بوش اداره خوشاله وساتي. هومره نه چې القاعده دړې وړې شي او د طالبانو برخه خو يې هېڅ څه رانه کړل.
مشرف پوهېده چې له هرې غونډې نه وړاندې خپلې ذخيرې ته نور توکي ورواچوي. د مشرف او د بوش د کتنې په درشل کې به يې د القاعدې يو فعال راوويست چې دا دی څلورم کس، دا دی په القاعده کې درېيم کس مو ونيوه او په دې توګه به يې د انتقاد مخه ډب کړه.
په همدې مهال کې له اسلام اباد نه برېتانيا ته رسېدلو ريپوټونو هم د امريکا ادعا پياوړې کوله. ډګروال ريچارډ کيم Richard Kim د برتانيا د کابيني د استخباراتو پخوانی مشر وو چې د ايم آی شپږ (MI 6) او ايم آی پنځو (MI 5) له ادارو ريپوټونه ورته سپارل کېدل.
I think it was quite clear to us that the Pakistanis were playing very much a double game and a lot of …
زما په اند دا موږ ته تر ډېره څرګنده وه چې پاکستان دوه مخې لوبه کوي. ډېر هغسې چې يې ويل او يا يې کول د لويديزوالو د پام له امله يې کول او اصلي نيت يې دا نه وو. مونږ احساس کولو چې د طالبانو داسې عناصر به وي چې پاکستان به يې ملاتړ کوي او يا چمتو دی چې پخپله خاوره کې يې وساتي.
د پاکستان د دوه مخې څرګنده بېلګه د بلوچستان د کوټې ښار وو. په دوه زره او درېيم (۲۰۰۳) ميلادي کال طالبانو هلته په جلا وطنۍ کې حکومت جوړ کړ.
خبريالې کرېستينالم هغه مهال کې له پاکستانه ريپوټونه راکول.
In 2003, I was in Quetta and …
کويټه د طالبانو د مرکز په څېر وه. طالبان هر چېرې ليدل کېدل. چندې ټولېدې او په ليکو کې يې خلک ورګډېدل او روزنځايونه يې درلودل.
په سترګو ړوند په غوږو کوڼ شې
د ملت قاتله، افغانان ولې ځوروې؟
د دوزخ لايقه، ګرمو لمبو ته به ورځې
طالبانو له همدې خوندي ځايه د نوي افغان حکومت او د امريکايي ځواکونوپرضد بريدونه پيل کړل او پاکستان يې مخنيوی ونه کړ.
ملا قسيم يو له هغو قوماندانانو دی چې د کوټې ښار يې د مرکز په توګه کاروه.
We were sent to different places over the border in Afghanistan.
مونږ بېلا بېلو سرحدي ولايتونو ته ولېږلی شو او هلته مو عمليات کول. مونږ بيا بيرته ستنېدو او بله ډله به بيا زمونږ پرځای دغو ولايتونو ته ورتلله او دې دوام درلودلو. جنګيالي ته دوه شيان ډېر مهم دي چې : ((پټنځای او رسد)). پاکستان ډېر مهم رول لوبوي. پټنځايونه او وسلې راکوي.
امريکايانو ته ويلی شوي وو چې په افغانستان کې جګړه ختمه، طالبان مات شوي او پاکستان د دوی ملګری دی. خو په دغه هېواد کې د بهرنيو ځواکونو امريکايي قوماندان ډان مکلي وميندل چې په ډګر کې حقيقت بل څه دي. طالبان د پاکستان په ملاتړ د يو جګړه ييز ځواک په توګه بيا ځانونه سمبالوي.
Along the border, there was an Afghan town called Shakin so one night late 2002 …
په دوه زره دويم (۲۰۰۲) کال کې يوه شپه په شکين کې چې له پولې سره نژدې دی. مونږ وليدل چې د انګورو له اډې چې پورې غاړه ده يوه ۲۵ کسيزه يا ۳۰ کسيزه ډله له پولې اوړي او ومو ليدل چې پر پولې د پاکستانۍ پوستې د دېوالونو ترڅنګ تېر شول او هلته پيره کسانو خامخا ليدل. مونږ پلان جوړ کړ چې مخه يې ونيسو. د هغوی پاتې شوني بيرته له هماغې لارې لاړل. بله ورځ چې ما خپلو پاکستاني ملګرو سره خبرې وکړې او ورته ومې وويل، ويې نه منله او ويل يې چې دا نه شي کېدلای.
پاکستان په داسې حال کې چې ځان يې د امريکا ملګری راپېژانده. بل لوري ته يې خپله خاوره د طالبانو لپاره په پناه ځای بدله کړې وه. د ملا قسيم لپاره د پاکستان ملاتړ د مرګ او ژوند خبره وه.
Pakistan is our second home. We feel safer in…
پاکستان مونږ ته دويم کور په څېر دی. زما يو ملګری چې ټپي (زخمي) شوی وو. مونږ د درملنې لپاره د شېرپاو روغتون ته يووړ. کله چې يو طالب ټپي کيږي د پاکستان په روغتونونو کې يې پرته له کومې پوښتنې يې درملنه کيږي.
په کابل کې د افغانستان د استخباراتو د ادارې پخوانی رئيس امرالله صالح هم همدا راز اندېښنه څرګنده کړې وه. او ويل يې چې پاکستان هېڅکله طالب پلوي جوړښتونه له مينځه نه دي وړي. د پاکستان پر ضد د تورونو نوملړ اوږدېده او د ملا قسيم دا وينا چې د آی ايس آی د کسانو فعاليتونه يې په عمل کې ليدلي د امريکايانو ادعا لا پياوړې کوي.
I have seen the ISI dressed like Mullas as preachers as Muslims.
د آی ايس آی ماموران مونږ ته د ملايانو، عالمانواو واعظانو په جامو کې راځي. راځي خو په يونيفورم کې نه وي.
President George W Bush …
Our strategy is succeeding. Four years ago …
ولسمشر پخپل دويم ټاکنيز کمپاين کې امريکايانو ته وويل چې د القاعدې مشران نيول شوي او نړۍ اوس خوندي ده او د القاعدې سره يې جګړه کې د پاکستان رول هم وستايه.
د سي آی ای پخوانی کار کوونکی ګولي سريډر په دې باور دی چې د بوش ادارې د ډېر وخت لپاره دا نه منله چې پاکستان سم رول نه لوبوي. دی وايی چې پاکستان د القاعدې پر ضد له امريکا سره ملګری وو، خو دوه مخي يې بيا دا وه چې د طالبانو ملاتړ يې کاوه. او د بوش ادارې نه غوښتل چې ځانه له دغه حقيقت سره مخامخ کړي.
د امريکا د دفاع وزارت پخوانۍ مرستياله ماري بتلان وايی چې د بوش ادارې ډېر څه نه شوای کولای.
You’ve got the State Diplomatic interest of look …
ديپلوماتيکې ګټې دا وايی چې موږ پاکستانيانو ته اړتيا لرو. تاسو نه شئ کولای چې هغوی ته سپکاوی وکړئ او ويې شرموئ. موږ اړ يو چې ورسره کار وکړو، نو د دې لپاره چې د اړتيا وړ مثبت غبرګون له هغوی نه ترلاسه شي، نو تاسو تر يوه حده کولای شئ پر هغوی فشار واچوئ، ډېر نه.
په همدې حال کې پاکستان د دې لپاره چې د طالبانو سره د پاکستاني کړيو مرستو ته د امريکايانو پام وانه وړي، د القاعدې يو شمېر کسان يې نيول. دې کړنې ته په غبرګون کې پر ولسمشر مشرف دوه ځله بريدونه وشول.
Fourteen people have died in a failed assassination attempt on the president of Pakistan.
دغه بريدونه دواړه له القاعدې سره د تړلو تندلاريو د پاکستانيو ډلو له خوا پلان شوي وو او په غبرګون کې يې بيا ولس مشرف په وزيرستان کې د دغو تند لارو پر مرکزونو عمليات پيل کړل.
د دغو عملياتو پرمهال داسې يوه پېښه رامينځته شوه چې امريکايان يې د القاعدې د سر سر مشرانو په نيولو کې له پاکستاني استخباراتي ادارې سره د همکاريو په تړاو شکمن کړل.
د امريکې مخبرانو په واڼه کې د ايمن الظواهري ځای ځايګی معلوم کړ. د امريکا د پوځي استخباراتو مامور ټوني شيفر :
We found out that Dr. Zawahiri was hanging out there and…
موږ داسې معلومات ترلاسه کړل چې ډاکټر ايمن الظواهري هلته په يوه کور کې دی چې د مرکز په توګه کارېده. دا معلومات مو له پاکستاني چارواکو سره شريک کړل چې پر ضد يې عمليات وشي. عمليات وشول، خو پايله يې نه درلوده. جنرال داود راجبود چې د عملياتو مشري يې پر غاړه لرله.
I was in Wana and I’m the one who carried out this operation, and once we …
زه په واڼه کې وم او ما دغه عمليات ترسره کړل. کله چې مو معلومات ترلاسه کړل، سهار وختي عمليات پيل شول. ځانګړي ځواکونه سيمې ته ورغلل، نښته وشوه. کله چې موږ ورسېدو، ځينې کسان وژل شوي وو او هغوی چې ژوندي باقي وو هغوی ښايي تښتېدلي وي.
خو ښاغلی شيفر وايی چې ايمن الظواهري ته څليريشت ساعته د مخه خبر ورکړل شوی وو چې ورباندې بريد کيږي او له سيمې بايد ځان ووځي. پاکستان دا تور ردوي او وايی چې ګوندې په لوی لاس يې الظواهري ته د تېښتې لاره پرانېسته.
خو امريکايان له دې امله پرې پوه شوي وو چې په دې ټوله موده کې پاکستان هغه طالبان ونه ځپل چې په افغانستان کې يې پر امريکايانو بريدونه کول. په همدې حال سي آی اي دا هم وموندله چې طالبانو ته په پاکستان کې ګڼ روزنځايونه جوړ شوي دي.
ملا قسيم هم له همدغو روزنځايونو له لومړيو روزل شويو کسانو څخه دی.
It was like a workshop.
دا د ورکشافونو په څېر وو. مهمه خبره دا وه چې موږ خلکو ته قناعت ورکړی شو چې بهرنيان د افغانستان د بيا رغولو لپاره نه، بلکې د وېجاړولو لپاره راغلي دي. دا ملک اشغال شوی دی. يو بل طالب قوماندان چې ځان عزيزالله راپېژني وايی :ډېرې روزونکي پاکستانيان او د آی ايس آی ماموران دي. خو د پاکستان د پوځ وياند جنرال اطهر عباس دا خبره ردوي:
These camps they got probably …
دا کمپونه ښايي هغوی پخپله وروسته له هغې جوړ کړي وي چې طالبان پر پولې پاکستان ته واوښتل. دا چې د دغه راز کمپونو په جوړولو کې دولت د دوی سره مرسته کړې دا رښتيا نه ده. خو بيا حقوقپوه او د سياسي چارو څارونکی ښاغلي لطيف اپرېدی چې له آره له قبايلي سيمو دی، د دغو روزنځايونو په جوړولو کې د آی ايس آی د لاس لرلو په تړاو هېڅ شک نه لري.
These people have been allowed with the explicate approval of our agencies.
دغو خلکو ته زموږ ادارو په څرګنده د دغو روزنځايونو د جوړولو اجازه ورکړې. ځينې نور طالبان د پاکستانيانو ترڅنګ د عرب روزونکو خبره هم کوي. سي آی ای د طالبانو د روزنځايونو د کچې په تړاو معلومات ترلاسه کول. او دا چې القاعده په دغو روزنځايونو کې د بالقوه ځانمرګو بريدګرو لټنه کوي او له اروپا او نورو سيمونو نه هم ځوانان دغو روزنځايونو ته راځي.
د ۲۰۰۴ ميلادي کال په وروستيو کې دوه برتانوي ځوانان جهاد ته د چمتو کېدو لپاره پاکستان ته ورغلل، خو روزونکيو يې وپتييله چې هغوی به په خپل ټاټوبي کې د جهادي موخو لپاره ډېر ګټور وي.
Hi, there is a bus that’s just exploded outside in Taviskock square just outside of my window.
د ۲۰۰۵ ميلادي کال د جولای په مياشت کې دوی پر برېتانيه کې همغږې چاودنې وکړې. د پاکستان په روزنځايونو کې د نوو روزل شويو ځانمرګيو بريدګرو بهير ډېر ژر په افغانستان کې هم احساس شو.
په افغانستان کې د ايساف پخوانی قوماندان جنرال ډيويډ بارنو وايی : په ۲۰۰۳ ميلادي کال دوه ځانمرګي بريدونه وشول چې په ۲۰۰۵ ميلادي کال کې ۱۷ او داسې وخت هم راورسېد چې په يوه کال ۱۳۹ بريدونه ترسره شول.
ښاغلی بارنو وايی دې چاودنو دی په دې باور کړ چې پاکستان د دې لپاره چې امريکايان له وتلو وروسته په افغانستان کې د بالوکاله جګړې لپاره کسان ولري طالبان ځواکمنول، خو امريکايان هم بايد د طالبانو په ځواکمنېدو کې يو څه مسووليت پر غاړه واخلي.
امريکايانو د افغانستان په بيا رغاولو کې ډېره هڅه ونه کړه چې دا د طالبانو په ګټه پرېوځي. د سي آی ای پخوانی مامور بروسيدر وايی : په ۲۰۰۶ م کال کې نو دا بالکل څرګنده شوه چې پاکستانيان د طالبانو په بيا تنظيمولو کې بوخت دی.
To me that was the moment when it was clear we’d been double dealt.
په ۲۰۰۶ ميلادي کال کې بالکل څرګنده شوه چې افغان طالبان بيا راستانه شوي او د افغانستان په سويلي سيمو کې دي او دوی دا يوازې د پاکستان په مرسته کولای شوای.
د پاکستان دوه مخي معلومه شوه. او په بله خپرونه کې به واورو چې امريکا ځواب وايی، خو طالبانو ته د پاکستان مرسته دوام لري.
لېنک دلته کتلای شئ :
http://www.bbc.co.uk/pashto/in_depth/2011/12/111228_aa_secret_pakistan.shtml
په درنښت