ژباړه : رحمت آریا
۱۲ د ډسِــمـبـَـر، ۲۰۱۱
لېکوال : بروس ریچارډسن
یو شمېر گزارشونه په دې وروستیو کې د روسي بې نښو اوږد مزلو TU-160 او TU-95 بمب غورځوونکو الوتکو شتون او کښته کېدنې مني چې د افغانستان په سویلي سیمو کې د طالبانو په ځیر ټاکل شویو مورچلونو باندې د بمب غورځونې مأموریتونه تر سره کوي. ددې تر څنگ، د افغانستان په ټولو برخو کې روسي پيلوټان د طالبانو د مورچلونو پر وړاندې د شمالي ټلوالې په نامه ښکاري الوتکې د ( ناټو له ښکاري الوتکو سره په کواردینیټ شوي ډول) الوزوي. روسي سلاکاران د شمالي ټلوالې ټانکیستانو ته په برالا روزونه ورکوي ؛ له بلې خوا په تاجیکستان کې دېره د روسېي ۲۰۱ موټریزه فرقه د شمالي ټلوالې د سرتیرو په جامو کې عملا ً په جگړو کې د مرستندوی جگړه ییز ځواک په توگه برخه اخلي. د شمالي ټلوالې بولندویان هم مني چې روسي پيلوټان، سلاکاران او نور پوځي پرسونل په افغانستان کې دننه د طالبانو پر وړاندې مخامخ جگړې کې نیغ په نیغه ښکیل دي. پر سیره پر دې په دې وروستیو کې ۱۵۰۰ تنه روسي سرتیري چې په افغانستان کې د جگړې د مأموریت د تر سره کولو لپاره پلي شوي ول بیرته د هوا له لارې تاجیکستان ته یووړل شول او هلته د روسېې د ۲۰۱ فرقې له نورو لېواگانو سره یو ځای شول .
په ۲۰۰۱ ز کال کې روس – لېواله هندي پوځ د تاجیکستان د فرخار په سېمې کې یو ۲۵ بسترېز خوځند دښتـنی روغتون پرانیست چې د شمالي ټلوالې ټپي سرتیري په کې تر درملنې لاندې ونېسي. د روسېې د مرکزي عملیاتو تر ستراتیژیکي قوماندې لاندې د طالبانو پر وړاندې ښکېلو امریکايي جنگي الوتکو ته په تاجېکستان کې د عیني او فرخار او په قرغیزستان کې د [ ۹۹۹] په نامه هوايي ډگرونو کې د هوايي اډو د لرلو امتیاز ورکړل شو. مسکو ټاېمز د ۲۰۱۱ ز کال د سپتامبر په ۲۷ نېټې گزارش ورکوي چې روسي سروزیر ولادیمیرپوتین د طالبانو پر وړاندې جنگېدونکې شمالي ته د سرباري وسلو د ورکړنگ او برابرورنگ ژمنه کړې ده. مگر روسېې لا مخکې له مخکې ، طالب ضد ځواکونو ته تر هغه بریده وسله برابره کړې چې دوی ېې د کارولو وړتیا ولري. کلونه کلونه کېږي چې روسان د طالبانو پر وړاندې په نیابتي جگړې کې ښکېل دي، روسان ویره لري چې بې ثباتي او « طالب ډوله بنسټپالنه» به له افغانستانه شمال ته راواوړي او منځنۍ آسیا به په خپلو منگلو کې چې روسیه په کې ستراتیژیکي گټې لري ، ډوبه کړي .
ناتو او امریکا دواړو خپله خوله په دې اړوند په هېښنده ډول پټه نېولې ده. پوښتنه دا ده چې ولې؟ د [راکړه او واخله] په معاوضې کې امریکې ژمنه کړې چې له خپل نړۍ وال مالي ځواک څخه په کار اخېستنې به د هغو بهرنیو بسپنه ورکوونکو او مرستندویو ټولنو د مالي او مادي مرستو د سرچېنو په لاره کې خنډ واچوي په چیچنیا کې ښکیل مقاومت ته رَسَـول کېږي. ددې تر څنگ امریکې د هغو نا تاﺋـید شویو تورونو پر بنسټ چې گڼې چیچین جنگیالي افغانستان کې د طالبانو د ملاتړ لپاره را شیوه سوي دي، د چیچن د جنگیالیو غړي ېې د « ترهگرو» په نوملړ کې لېکلي دي. په چیچنیا کې د روسېې جگړه هم له اخلاقي او هم د جگړې په تړاو د ټولو پیژندل شویو نړۍ والو قوانینو د احکامو له مخې د ټولوژنې « جنوساید» په معرفه کې رانغاړل کېږي .
د امریکې – ناتو له ځواکونو سره د روسېې [ راکړه او واخله] تړون په څلور ټکیو کې په لاندې ډول رالنډېږي :
۱- امریکايي ځواکونه د پخواني شوروي اتحاد په جمهوریتونو کې د [وتنگ او ننوتنگ ] ډاډمنه وړتیا تر لاسه کولای شي.
۲ – روسان به امریکې ته د افغانستان د ختېز ، د ژورې په کلي او نورو سېمو کې د سمڅو او پیچلو پټنځایونو په اړوند څارگر مالومات برابر کاندي.
۳- روسان به امریکې ته اجازه ورکړي چې د [ پلټنې او ژغورنې ] د مأموریتونو لپاره د روسي له هوايي تشیال څخه گټه واخلي.
۴- طالب ضد شمالي ټلوالې ته د روسانو په نېغې مرستې کې ډېرښت لکه « پیلوټان، سرتیري، وسلې، لوژیستیکي او طبي مرستې». د شمالي ټلوالې په پوځي ټولنځایونو کې د روسي سرتیرو هغو ټوليو ته د ځای برابرونگ چې د طالبانو پر وړاندې جگړې کې ښکېل دي ، دا روسي سرتیري د ۰۵۵ پټ نړۍ وال غنډ غړي شمیرل کېږي .
براین گلین ویلیمز یو مقاله لېکلې ده [ د مقالې نوم په لمنلېک کې وگورﺉ ] ، د مقالې د لېکوال د لېکنې پر بنسټ روسانو د چیچینا د راماتولو لپاره د امریکا د ملاتړ د راخپلونگ په لاره کې له ډېرو اغېزمنو لارو چارو څخه کار واخیست. ددې تر څنگ په امریکايي رسنیو کې په چیچنیا کې د روسېې د چلند او جنوساید انځور خپل رنگ له لاسه ورکړی دی؛ حقیقت دا دی چې امریکا د چیچنیا د خپلواکۍ د مخنیوۍ په لاره کې د بې باکه کمپاین لپاره د سیاسي، مادي او لوژیستیکي ملاتړ په لټه کې ده. امریکايي پرگنې د امریکايي رسنیو له پلوه د روسېې د « بې نښو» الوتکو په تړاو چې یو ځل بیا په افغانستان کې ښکیل شوې دي، په خړه تیاره کې پرېښودل شوی دی .
د افغانستان په اړوند د واشنگتن تگلاره هماغه په ماتې محکومه لاره ده چې پر افغانستان باندې د روسېې د ( ۱۹۷۹ – ۱۹۸۹ ز کلونو ) د یرغل او نیواک پر وړاندې ېې نېولې وه او دوه میلیونه افغانان په کې ووژل شول. د جگړې د دباو له ډېرېد سره جوخت ډیر ملکي وگړي وژل کېږي او نړۍ د هغه ناتار ننداره کوي چې د امریکې او ناتو د ځواکونو له خوا د افغان پر گنو پر وړاندې پلی کېږي.
ددغه ناتار بېلگې په دې ډول رالنډولای شو : د گڼ مېشتو سېمو بمباردَول، بې شمېره زندانونه، د شپې له خوا پر شخصي کورونو چاپې یا تیري چې پایله ېې د افغان ملکي وگړو په وژنې ا َوړي، د واکمنۍ پر گدۍ د لاسپوڅي گوډاگي حکومت کښېنول چې د ولس استازیتوب نه کوي او د مسکو پالې شمالي ټلوالې د لږکیو غیر انتقادی ملاتړ. د تاجیک او وزبکو له قومي ډلو ټپلو جوړه گډوله شمالي ټلواله د دواړو روسېې او امریکې له خوا د راتلونکي حکومت لپاره یوه سینگار شوې ډله ده؛ د امریکې تر مشرۍ لاندې د ناتو د پوځي – یرغلرېزې گډولې دا ډول چلند، د نړۍ وال قانون له بې شمېرو احکامو څخه یوه څرگنده او بې رحمه سرغړونه ده.
افغان پرگنې به هېڅکله د شمالي ټلوالې شتون د یوه متداوم حکومت په اډانې کې ونه مني. تش په نامه « ټلواله» له مسکو، ډیلي او واشنگټڼ سره د همکارۍ ، او په قومي چورلیځ د وینې بهونې یا ترهگرۍ اوږد، خونړی او لانجمن تأریخ لري. له دې امله د واشنگټن دریز او د مسکو له هڅو سره په غاړه غړۍ کېدنې چې غواړي په افغانستان کې قومي چاودې د خپلو ستراتیژیکو او د سرچېنو د کنترول د موخو پر بنسټ رامنځته کړي مخکې له مخکې د ناکامۍ په برخلیک محکومې دی.
د بې نښو روسي الوتکو شتون په خپله د یو شمېر پټو اسرارو څرگندونه کوي. که پر افغانستان باندې برېد د کومې سپیڅلې انساني موخې د تر لاسه کولو لپاره وای مسکو به هېڅکله خپله ونډه په دې ډول نه وای پوښلې او نه به ېې خپلې بې نښې الوتکې په ډول دې د روانې جگړې تیاتر ته دننه کړې وای. د بې نښو الوتکو کارول د نړۍ وال قانون له احکامو څخه سرغړونه ده. د ۱۹۲۳ ز کال د هاگ نړۍ وال قانون د هوايي جگړو، او د الوتکو د کارولو د قانون په لومړي څپرکي کې د الوتکو د تصنیف او نښو په اړوند داسې وايي :
درییمه ماده :
یوه پوځي الوتکه باید په خپلو بهرنیو ډډو کې څرگندې نښې ولري، دا نښې باید په څرگنده وښيي چې د کوم هېواد الوتکې او کوم ډول پوځي ځانگړتیا لري.
اوومه ماده :
پورتنۍ یادې شوې نښې باید دومره روښانه او ټېنگې وي چې د الوتنې پر مهال خپله بڼه بدله نه کړي. دا نښې باید تر شونې کچې لوېې وي چې هم له پاسه او له لاندې او له ټولو ډډو د لېدنگ وړ وي.
څوارلسمه ماده :
د یوې پوځي الوتکو عمله او فعله باید په خپلو جامو کې په دومره څرگند لویوالي او د پیژندلو وړ نښې ولري چې که له خپلې الوتکې څخه بېلېږي نو له یوه ټاکلي واټن څخه باید د پیژندلو وړ وي.
له تأریخي اړخه د روسي الوتکو نښې په ژیړې ځمکې کې پینځه سره ستوري لري او په ټولو پوځي الوتکو کې د الوتکې بدنه او لکۍ ښودل شوې ده. د الوتکې عمله او فعله اړ دي چې د پوځ له پلوه منظور شوی پوځي یونیفورم واغوندي او پر اوږو باندې هماغه پراډه لري چې سره ستوري په ژېړې ځمکې کې ښيي. د ناپيژندل شویو الوتکو او د بې یونیفورمه عملې او فعلې شتون، له نړۍ قانونه څرگنده سرغړونه ده . پای