محمد نسيم نعيم زى
وړاندې له هغه چې د احمدشاه بابا د واکمنۍ په هکله څه وليکم غواړم په هرات کې د ابدالي واکمنانو په واکمنۍ څۀ رڼا واچوم. د مخه مو د هوتکيانو د واکمنۍ په ليکنه کې د صفوي دولت د کندهار د حکمران گورگين گرجستاني ظلمونو ته اشاره کړې ده.
گورگين کله چې ١٠٧٣ لمريز هجري کال د صفوي شاه حسين له خوا د کندهار د حاکم په صفت کندهار ته واستول شو. هغه په کندهار کې په پښتنو سخت ظلم پيل کړ. د پښتنوخانانو له جملې يې يو هم داحمد شاه بابا نيکه دولت خان دى چې گورگين ته يې سرنه ټيټاؤ نو له دې لامله گورگين د هغه د ټکولو لپاره يو لشکر تيار کړ او په ښار صفا کې يې د دولت خان کلا تر اور لاندې ونيوله چې وروسته له زيات مقاومت کلا (قلعه) يې فتح او دولت خان يې د خپل مشر زوى نظر محمد خان سره ونيو او بيايې پانسي کړل، خو دوه نور زامن يې رستم خان او محمد زمان خان د مرگ له سولۍ نه بچ ارغسان ته لاړل او هلته يې د ابداليانو سره پناه واخستله په دوئ پسې نورې ابدالي کورنۍ يې هم فرارې کړې چې په ارغستان، گرشک، فراه، اسفراز او هرات پورې خوري ورې شوې. او يو شمير نورې په کندهار او د کندهار په چاپيريال کې بې سر پرسته پاتې شوې. خو کله چې ظالم گورگين د ميرويس نيکه له خوا ووژل شو او واگې ميرويس نيکه پلاس کې واخستې د کندهار خواره واره ابداليان (ابدال کورنۍ) رايوځاى شوى او په اتفاق سره يې په ملتان کې د حيات سلطان ابدالي زوى عبدالله خان راوغوښت او په کندهار کې يې د ابداليانو مشر (رئيس) وټاکو. عبدالله خان ډير هوشيار او باتدبيره مشروو هغه ميرويس نيکه ته لاس ورکړ او خپله قبيله (ابداليان) يې د هغه په حکومت کې شامل کړل او پوره يووالى يې رامينځته کړ چې د ميرويس نيکه تر مړينې پورې دا يووالى قايم وو. کله چې ميرويس نيکه وفات شو او د هغه ورور عبدالعزيز ته واگې وسپارل شوې. نوموړي ددغه لوى مسئوليت کفايت او لياقت نه درلود. د ميرويس نيکه په څير د غلجيانو او ابداليانو په منځ کې يووالى ونه ساتلى شواى نو له دې کبله عبدالله خان د کندهار لويديز لور ته په هجرت کولو اړشو. هرات ته لاړ او هلته ابدالي قبيلې پرې راټولې شوې. د ايران دولت د عبدالله خان ابدالي راتگ هرات ته د ځان لپاره د خطر زنگ وبالو. فوراً يې عبدالله خان د خپل ځوان زوى اسدالله سره ونيو او بنديان يې کړل. دا وخت عباس قلي د صفوى حکومت له خوا د هرات والي ؤ. نواز خان د عبدالله خان د ملاتړ لپاره هرات ته راغى د هرات ولس د عباس قلى په خلاف پاڅون وکړ او هغه يې له پښو وغورځولو. صفوي دولت فوراً دعباس قلى پرځاى جعفر استاجلو د والي په صفت هرات ته وليږو خو وړاندې له هغه چې جعفر هرات ته راورسيږي عبدالله خان له زندان څخه راووت اسفزار ته لاړ هلته يې ابداليان راټول کړل، د اسفزار په قلعه يې بريد وکړ هغه يې ونيوله، نور اسفزار د ابداليانو نظامي مرکز شو. له دغه ځايه عبدالله خان لشکر تيار کړ او په هرات يې يرغل ورووړ. د عبدالله خان او جعفر د لشکرو په مينځ کې جگړه ولگيده، د ډير کم مقاومت څخه وروسته د جعفر لشکر ماتې وخوړه، جعفر د هرات ښار ته وتشتيدو، د عبدالله ځواک د هرات ښار د ايرانيانو څخه ازاد کړ او په ١٠٩٤ لمريز هجري کال عبدالله خان په هرات کې خپلواک حکومت اعلان کړ او هرات د ټولو مشرانو له خوا عبدالله خان د پاچاه په حيث وومنل شو.
د عبدالله خان ځوان زوى اسدالله خان د هرات چاپيريال سيمه د ايرانيانو څخه پاکې کړې.
عبدالله خان د خپلو پلرونو په څير د پښتنو قبايلو عنعنى ته ارزښت ورکړ. سمدلاسه يې د ټولو قبيلو د مشرانو څخه يوه قدرتمنده جرگه جوړه کړه چې د هرې قبيلې مشر ددغې جرگې غړى وو. ددغې جرگې په مشوره يې د ټولو قبيلو څخه يو قوي پياوړى لشکر جوړ کړ چې ډير ژر يې په لنډ وخت کې غور، بادغيس، مرغاب او... ونيول، صفوي دولت هم آرام کينناست يو لشکر يې د فتح علي ترکمن تر مشرۍ لاندې راوليږو. دا لشکر ټول د اسدالله له خوا تباه شو.
په ١٠٩٨ لمريز هجري کال بيا صفوي دولت ديرش زره (٣٠٠٠٠) لشکر د صافي قلى خان په مشرۍ راوليږو، دا لشکر هم د اسدالله خان له خوا تارو مار او سختى ماتې سره مخامخ شو او اته زره (٨٠٠٠) فوځيان د يې د جنگ په ډگر کې پرېښودل. له دغه جنگ نه وروسته په همدغه کال کې (١٠٩٨) کې اسدالله خان د فراه په لور لشکر کشي وکړه. دا وخت فراه د هوتکيانو تر واکمنۍ لاندې وه. د شاه محمود لشکرې ددلارام په سيمه کې د اسدالله خان د لشکرو سره مخامخ شوې. د دواړو ځوانانو ترمنځ کلکه جگړه پيل شوه، په پاى کې د اسدالله خان لشکر ماتې وخوړه او اسدالله خان هم په دې جگړه کې ووژل شو. دغلجيانو او ابداليانو په منځ کې بيا د دښمنۍ اور تازه شو. عبدالله خان د اسدالله خان پلار کله چې د خپل زوى له مرگ څخه خبر شو ډير پريشانه شو او په عصبي رنځ اخته شو او د واک څخه يې استعفاوکړه او پر ځاى يې د جرگې له خوا په ١٠٩٨ لمريز هجري کال زمان خان د احمد شاه بابا پلار وټاکلو او د واک په گدۍ کيناست. صفوي دولت بيا د وصفي قلى په مشرى يو پياوړى لشکر راوليږو. زمان خان بنديوال جعفر د هرات د صفوي دولت پخوانى والي د ايران د لشکرو د رسيدو سره د دوئ په وړاندې پانسۍ کړ او په خپله د اوسنۍ اسلام کلا(قلعه) پورې په مخ راغى او د دښمن لشکرې يې د ماتې سره مخامخ کړې. زمان خان د دريو کالو واکمنۍ نه وروسته په (١١٠١) لمريز هجري کال کې وفات شو او د جرگې له خوا د نوموړي له مړينې نه وروسته محمد خان د عبدالله خان زوى له شورا بک څخه راوغوښت او په (١١٠١) لمريز هجري کال يې د هرات واگې پلاس کې واخستې خو د ډير کم وخت نه وروسته د واک څخه گوشه شو او په عوض يې د جرگې له خوا د زمان خان زوى ذوالفقار ته واک وسپارو هغه هم ډير ژر د جرگې له خوا له واک نه گوښه شو. د ملتان څخه يې د عبدالله خان زوى الله يارخان راوغوښت. الله يار خان هرات ته راغى او په (١١٠٤) لمريز هجري کال کې د هرات واک ورته وسپارل شو او د واک په گدۍ کيناست. نوموړى د خپل پلار او زمان خان په څير د حکومت چارې تر ١١٠٨ لمريز هجري کاله پورې په مخ بوتلى. خو په پاى کې د قبيلوي تعصباتو له مخې د ناکامۍ سره مخامخ شو چې په دې کارکې عبدالغني الکوزي ډير لوى لاس درلود. نوموړي په هرات کې د ذوالفقار په نوم د الله يار خان په خلاف پاڅون راولاړکړ، د الله يار خان او ذوالفقار په منځ کې څو مياشتي جگړو دوام پيداکړ. اخر جرگه له دواړو خپله بيزاري وښوده. ذوالفقار يې مرو چاق ته او الله يار خان يې د فراه حکومت ته وليږو له دينه وروسته هرات بې حکومته پاته شو. په هرات د نادر افشار د يرغل کولو اوازه شوه، نو له دې کبله جرگه دېته اړشوه چې الله يار خان بيرته له فراه څخه راوغواړي او دهرات واک ورته وسپاري. الله يار خان راغى او د هرات واک يې د جرگې پوسيله بيا په خپل لاس کې واخست. دا وخت نادر افشار د سمنگان په کلا (قلعه) يرغل راووړ هغه يې ونيوله او زيات خلک يې له تيغ نه تير کړل الله يار خان د کلا د خلاصون لپاره لشکر وليږو، افغاني سوار کارو د نادر افشار په فوځيانو زوروره حمله وکړه دښمن سخت وارخطا او ويره پرې پريوته. نادر افشار په پښه ولگيدو او ټپي شو دا وخت ذوالفقار خان هم د مرستې لپاره د يو لشکر سره هرات ته راغى له دې حالت څخه نادر افشار په سخت ويره کې شو او د سولې وړانديز يې وکړ عبدالغني خان الکوزي په سوله کې لوى رول ولوبولو نادر افشار دا خبره ومنله چې افغاني بنديان بيرته راوليږي يوه توره يې هم الله يار خان ته راوليږله او پخپله نادر افشار خراسان ته لاړ.
نوربيا...