ابدالي واکمنان د تاريخ په پلوشو کې (٣)

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 46743
محمد نسیم - نعيم زى
دخبریدو نیټه : 2011-08-11

 

په تيرپسې ...
داحمد شاه بابا وياړمنه واکمني: احمد شاه بابا دهرات دواکوال زمان خان زوى او دابداليانو دستر مشر (رئيس) دولت خان لمسى دى نوموړى په ١١١٦ لمريز هجرى کال درجب په مياشت کې دجرگى له خواټو لواک (بادشا) په شو . احمد شاه دخپل پنځه ويشت کلن عمر په اوږدو کې ډيرى تودې او سړى تيرى شوي . ډيرخواږه ترخه ئې څکلى، ديتيم توب، هجرت او زندان ناخوالى اوستونزى ئې گاللى، اوچتو در بارونو ته يې لارموندلى، دحرب ، سياست او ټولنيز چارو سره بلد شوى و، دټولو اکانو (بادشاهانو) ښه او بد سلوک ئې درک کړى ؤ او ډيرڅه ئې ترسترگو تير شوى دى، دملک په کورني او دگاونډيو هېوادونو په وضع پوه اوکافى تجربه ئې درلوده، په ملک کې ديوه پياوړى خپلواک هېواد دجوړيدو لپاره حالت بالکل ورته برابر ؤ، ځکه په کلونو کلونو دملک دهقانه، مالداره او غريبه طبقه يعنى اکثريت ولس، دملوک الطوافى ا و کورنى او بهرنى يرغلونو او ظالمو واکمنانو لاندى ډير محکوم او له هرڅه بې برخى ژوند تير کړى ؤ اوس يوه مدبر، مسلمان، عادل، زړه ور او دوطن او هېواد رښتونى خواخوږي ټولواک ته اړين ول او په احمد شاه بابا کې دا ټول صفتونه موجود ول، احمد شاه بابا هم داخبره بالکل درک کړى وه، نو دظالمو کورنى او بهرنى يرغلگرو او ظالمو واکمنانو په وړاندې يو پياوړى خپلواک حکومت ولري او دې کارته بالکل ولس تيارو، احمد شاه بابا ديو پياوړى حکومت تشکيل جوړ کړ او ورسره جوخت ئې يو پياوړ ؤ شپاړس زره ايزه (١٦٠٠٠ ، ا ردو فوځ دمختلفو پښتنواو ليږکو قبيلو څخه تيارکړ او جهان خان پوپلزى ئې دفوځ سپه سالار وټاکلو، احمد شاه بابا که څه هم دکم عمر ؤ خو ډير پوه، سياستوال او مدبر شخصيت ؤ. هغه دحکومت دښه ادارى او دقبائيلو دخانانو دمخنيوى، خوشحاله او ارام ساتلو لپاره له ډير ښه کامياب سياست څخه کار واخيست، دقبيلو زيات شمير مشرانو ته ئې په حکومت کې برخه ورکړه او دسيمې دندې ئې ورته وسپارلې خو دخپلو قبيلو څخه ئې ليرى وساتل، يو شمير مشران يې په جرگه کې سره را ټول اوخوشحاله کړل، داحمدشاه بابا کوښښ په دې کې ؤ چې دقبيلو مشران جنگ ته وليږى دمرکز او دربار لپاره ئې دمنځنى طبقى خلک وگمارل چې کوم خطر ورڅخه نه حس کيدو او تنخوا معاش ئې ورته مقرر کړ.
احمد شاه دروحانى طبقى خلکو ډير احترام کاوه او تل ئې خوشحاله ساتل او ورڅخه راضى ول او قضائى مذهبى چارې اوجوماتونه ئې هم دوى ته سپارلى ؤ د احمد شاه بابا ښه اخلاق، غوره خدمتونه او تقوى وه چې خلکو ورته دپلار او بابا نوم واخيست ،احمد شاه بابا ډير غوره خويونه درلودل په افغانستان کې لومړنى بادشاه ؤ چې دبادشاهى تاج ئې نه پر سرکاه او پگړۍ به يې په سرکوله، هغه په تخت نه کيناست په ځمکه به دنورو خلکو په څير په ټغر يا بل عادى فرش کيناست، او دخلکو سره به يې مستقيماً تماس نيو، په ورين تندى به يې په ډيره نرمه ژبه له هر چا سره خبرى سره خبرى کولى، هغه ډير متواضع او خاکسار بادشاه ؤ . دقانون څخه پوره پيروى يې کوله ، دعياشى ، فحاشى تجملاتو او بې ځايه لگښتونو سخت مخالف ؤ. ډير ساده لباس ئې کاوه، ډير متقى، دين دوست او اديب شخصيت ؤ احمد شاه بابا دپښتو ژبى اديب او شاعر هم ؤ. احمد شاه بابا ډير زړه ور، مدبر، پوه ټولواک ؤ، هغه په هيڅ يوه جنگ کې ماتى نه ده خوړلى او دجنگ له ډگر نه په شانه دى تللى. خپلوى ئې نه پاله حتى خپل زامن ئې دحکومت په کارونو کې نه پريښودل، يوازې تيمور مشر زوى ئې چې وليعهدؤ دجهان خان ترلارښوونى لاندې کار کاه پداسې حال کې چې احمد شاه ٨ زامن درلودل احمد شاه بابا دوه مياشتى وروسته دمشرانو جرگه کينوله او د افغانستان دتير تاريخ د ټولىخاورى ديووالى په برخه کې ئې دجرگى څخه مشوره وغوښته او دختيز په لور ئې دسپه سالار جهان خان به مشرى په ١١٢٦ لمريز کال دغزنى له لارى کابل ته بيا جلال آباد او له هغه ځايه پښور حرکت وکړ. په دغه وخت کې ناصر خان دمغلووالى ؤ او دسپه سالار جهان خان مقابله ئې ونه کړاى شوه پيښور ته وتشتيدو او بيا دپشاور څخه لاهورته لاړ، سپه سالار داټک ترسيند پورى ورسيدو او هلته احمد شابابا ته معطل شو ځکه احمدشاه بابا هم دده په تعقيب تر پيښور پورى را ورسيدو، احمد شاه بابا به دهرى قبيلى مشر ځان ته رابلل دمننى څخه وروسته به ئې دځان سره نږدې کيناؤ او دخبرو په ترڅ کې به ئې په پوځ کې دشامليدو لپاره به يي تردې دځوانانو غوښتنه کوله او هر مشر به دا غوښتنه په ورين تندى منله، نوزيات شمير ځوانان د احمد شاه بابا اردو ته داخل شول، داحمد شاه لښکر نور هم پياوړى شو او دراولپنډى له لارى په مخ لاړل، دچناب سيند سره ئې دپنجاب والى شهنواز مقابلى ته راووت خو مقابله ئې ورنه کړاى شوه ډيلى ته وتښيدو او احمد شاه بابا دلاهور ښار دشپى له خوا ونيو.
نوربيا