په تيرپسې ...
په ١١٤٨ لمريز هجري کال په خراسان کې اغتشاش راولاړ شو، ددغې خبرې په رسيدو سره احمد شاه بابا د مشهد په لور حرکت وکړ علي مردان خان د ((نون)) او ((طبس)) حاکم سرغړونه وکړه. احمد شاه بابا د مشهد ښار کلابند کړ او جهان خان سپه سالار او نصير خان د بلوچستان پخواني والي يې د عليمردان د ټکولو لپاره وليږل نصرالله مرزا کله چې د احمد شاه بابا ځواک وليد فورا تسليم شو او شاه رخ خپله لور ((گوهر شاد)) نامي د احمد شاه بابا زوى تيمور ته په نکاح ورکړه او احمد شاه بابا د نادر افشار په احترام خراسان بيرته شاه رخ ته هسې په نام ورکړ او په کال ١١٤٩ ل، هـ کې بيرته قندهار ته راغى.
د احمد شاه بابا رنځ ورځ په ورځ زياتيدو، د قندهر له ښار څخه د معروف ولسوالۍ ته لاړ، ځکه د هغه ځاى هوا تازه او پاکه وه، اخير احمد شاه بابا په کال ١١٥٢ لمريز هجري کې وفات شو او په ډير درنښت او خاصو مراسيمو سره د قندهار په ښار کې د خرقي مبارکي سره نږدې په پنځلس، شل مترې قبلې لورې ته خاورو ته وسپارل شو. روح يې ښاد، فردوس جنت يې ځاى او د الله ديدار يې په برخه او ياد يې تل ژوندى وي په قبر يې ښکلي زيارت جوړدى او د احترام لپاره تر نن ورځې پورې څليرويښت ساعته د وسله والو فوځيانو له خوا پرې پرده کيږي او هره ورځ يې د زيارت لپاره په سلگونو خلک ورځې او دعا ورته کوي.
د تيمور شاه واکمنۍ له ١١٥٢ ل هـ تر ١١٧٢ ل، هـ پورې:
کله چې احمد شاه بابآ په کال ١١٥٢ ل، هـ کې وفات شو تيمور شاه هغه وخت د هرات والي و او احمد شاه بابا خپل وليعهد ټاکلى ؤ. تيمور شاه د احمد شاه بابا دوهم زوى په کال ١١٢١ ل، هـ کې په مشهد کې زيږيدلي، کله چې د دريو څلورو کالو شو په زده کړه يې پيل وکړ او کافي زده کړه يې وکړه. په ډيرو جگړو کې يې برخه اخستې او د سپه سالار جهان خان سره اوږه په اوږه له غزني نه نيولي آن تر پشاور لاهور، سرهند او پاني پت پورې يې په ټولو جگړو کې پوره او فعاله برخه اخستې ده. همدا سبب ؤ چې خپل پلار (احمد شاه بابا په اتوزامنو کې يوازې تيمور شاه ته رسمي دنده سپارلې وه په پاى کې يې وليعهد هم وټاکلو، په داسې حال کې له نوموړي څخه سليمان مشر ؤو. خو تيمور شاه د پوهې، تدبر او ښې تجربې له مخې پلار ته نږدې ؤ نو ځکه يې په اتو زامنو کې نوموړى ته دنده سپارلې وه. تيمور شاه د خپل پلار په څير شاعر او اديب ؤ خو په ليږ توپير هغه دا چې احمد شاه بابا د پښتو ژبې او تيمور شاه د فارسي ژبې شاعر ؤ. کله چې احمد شاه بابا وفات شو تيمور شاه په هرات کې ؤ (د هرات والي ؤ) د پلار له مرگ او وليعهد توب نه چې خبر شو په بيړه يې د قندهار په لور حرکت راوکړ. دلته په قندهار کې شاه ولي خان صدراعظم کوښښ کاو چې خپل زوم سليمان (شهزاده سليمان) چې د احمد شاه بابا مشر زوى ؤ د سلطنت په تخت کينوي او همداسې يې وکړل شهزاده سليمان يې د تخت په گدۍ کيناؤ او بادشاه يې اعلان کړ او خپل دوه زامن يې دوست محمد او شير محمد د بيعت اخستلو لپاره د قلات غلجيو او بلوچستان ته وليږل دوست محمد خان د بيرته راگرزيدا په وخت کې د عبدالله خان ديوان ببگى په کور کې کوز شو هغه چې د تيمور شاه پلوي ؤ، دوست محمد خان يې ونيو او بندي يې کړ. شاه ولي خان کله چې خبر شو د عبدالله خان د يوان بيگى دخوشحالولو او زوى د خلاصون لپاره پخپله ددوو زامنو شکراله او آزاد خان سره يوځاى د عبدالله ديوان بيگى کور ته ورغى. عبدالله ديوان بيگي دوئ هم ونيول او نظر بندئې کړل او بيا کله چې تيمور شاه قندهار ته راتلو له ځان سره يې بنديوان ترفراه پورې تيمور شاه ته بوتلل او په فراه کې يې تيمور شاه ته تسليم کړل او هغه (تيمور شاه) د پانسۍ کولو امر ورکړ، وانکو خان او اسلام خان پوپلزى د تيمور شاه امر فوراً عملي کړ او درې واړه يې پانسۍ (اعدام) کړل. تيمور شاه له هرات څخه قندهار ته راغى، په ډير قهر او غصه قندهار ښار ته ننوت.
ددربار ځنې سرداران لکه مددخان اسحق زى، برخوردار خان، او سپه سالار جهان خان يې ښه راغلي ته راوتلي ول. تيمور شاه هغه وزيران او ابدالي سرداران چې د شاه وليخان په طرف کې ولاړول او شهزاده سليمان يې بادشاه ټاکلى ؤ ټول ونيول او پانسۍ يې کړل. د شاه ولي خان او نورو ابدالي مشرانو پانسۍ کول او د سپه سالار جهان خان له دندې گوښه کول په ابدالي قبيله کې دباروتو انفلاق ؤ چې ډيرې ستونزې يې رامنځته کړي تيمور شاه په خپل حکومت کې د منځنۍ طبقې خلک مامورين وگمارل. تيمور شاه د خپل پلار د اخلاقو او خويو په خلاف يو عياش بې باکه بې پروا، په ښکلا او تجملاتو مين تنگ خويه ؤ. نوموړى ډيرې ښځې درلودې چې د مختلفو قومونو او د مختلفو ځايونونه يې په نکاح کړې وې
١- گوهر شاد د ايران د شهرخ لور٢- د عالمگير ثاني وريره (د هندوستان بادشاه) ٣-يوه کشميري ٤- څو نورې د پښتنو د مختلفو قبيلو څخه نوموړى د لسو ميرمنو څخه ٢٣ زامن او ١٣ لوڼې درلودې.
د تيمور شاه دوهم کار له قندهار خخه کابل ته د تخت ليږدول ؤ له قندهار څخه کابل ته د تخت په لږدولو تيمور شاه له پښتنو سره ډيره جفا او ظلم وکړ د پايتخت د ليږدولو لاملونه يې څه ؤو؟!
درې اساسي لامولنه يې درلودل. ١- کابل معتدله هوا درلوده او د ساعت تيري او ميلو ځايونه يې زيات درلودل، تيمور شاه يو عياش ؤ او د ژمي يخى مياشتې به يې په پشاور کې تيورلې او په اوړي به بيرته کابل ته راتلو.
٢- کومه مرگ ژوبله چې تيمور شاه وکړه نو د ابدالي او غلجهائى قبيلو د سردارانو له سخت گواښ سره مخامخ ؤ. نوغوښت يې چې ورنه ليرې شي
٣- اصلي لامل يې د ايراني شهرخ لور ((گوهر شاد)) او ايراني خُسرخېل يې ول چې تيمور شاه يې دېته اړ کړ چې پايتخت له قندهار څخه کابل ته وليږدوي څو شاه او دوئ (گوهر شاداوخسرخيل يې) د پښتنو له گواښ او خطر څخه بچ او بيا يې چې څه زړه وغواړي هغه به شاه وکړي نو تل به يې د تيمور شاه تر غوږو دا خبره ورتيروله چې کابل ته تخت يوسه، کابل ښه هوا لري او هم به ددغو سردارانو هم يو خوا شوى وي تيمور شاه دا خبره ورسره ومنله او تخت يې کابل ته وليږداؤ. کله چې کابل ته ورسيدو ابداليان او غلجيان يې له دربار نه ورټل او دربار يې ايراني فارسيوانو ته وسپارو (خسرخيلو او ايراني قزلباشو) ته. دا خو لاڅه کوي پښتو ژبه يې بيخي له دربار نه وشړله او فارسي يې رسمي درباري ژبه کړه. شيخ عبداللطيف جامى هروى يې خپل لوى وزير وټاکلو، د خزانې وزارت يې الطاف هندي ته وسپارو، مړجان بيات يې ددربار رئيس او قوماندان وټاکلو او دوولس زره فوځ يې ترلاس لاندې څو د شاه ساتنه وکړي تيمور شاه به د ژمي څلورو مياشتې په پشاور کې تيرولې پشاور هم د لويو سردارانو، روحانيونو، نظاميانو، قومي مشرانو او مالدارانو مرکز ؤ. او دا سرداران، روحانيو، مالدار او قومي نظامي مشران احمد شاه بابا په دراني قوم کې سره رايوځاى کړي ول او په خاص القابو يې معزز گرزولي ول. نو کله چې تيمور شاه کابل ته راغى او په قندهار کې يې زيات شمير سرداران او قومي مشران پانسۍ (اعدام) کړل. دغې وژنۍ د پشاور په منتفذينو هم اثر وغورځاؤ او په ويره کې شول. په لومړي ځل کوم اور چې په ١١٨٥ لمريز کال کې بل شو هغه د فيض الله لوى مالدار او د خليل د قوم مشر ؤ چې د يوه روحاني شخصيت او لوى مالدار پيرزاده ميان محمد سره يې تعهد وکړ څو تيمور شاه غافل له مينځه يوسي. دسکهانو له شورش نه په گټه اخستو سره يې د تيمور شاه څخه اجازه وغوښته څو يو قومي لشکر تيار کړي او د سکهانو سره د شاه په پلوي وجنگيږي تيمور شاه اجازه ورکړه او يو پنځلس زريز لشکر يې تيار کړ د سلامي او احترام په بهانه بالاحصار ته راغى د بالاحصار پهره داران يې په چړو ووهل د پهردارانو په چغو تيمور شاه خبر شو بام ته پورته شو او خپل گارد ته يې د جنگ قومانده وکړه، جنگ ولگيدو، څه کسان پکې مړه ژوبل شول، فيض الله او ميان محمد ونيول شول فيض الله پانسۍ شو او ميامحمد ددرباريانو په سپارښ خلاص شو. ارسلاخان مومند چې د خيبر لاره بنده کړې وه او فتح خان يوسف زى چې په مظفر اباد کې بغاوت کړي ؤ، ونيول شول او پانسۍ (اعدام) شول.
نوربيا...