دا د شپږمې (ب) ټولګی دی درسي ساعت يې د پښتو مضمون دی خو د ښوونکي د ناروغتيا او ناسوبتيا له کبله د ښوونځي مدير بل ښوونکی شپږمې (ب) ټولګي ته راولېږه ٠ ښوونکي زده کوونکيو ته وويل ستاسې درسي ساعت پښتو ده خو زه د جغرافيي استاذ يم ٠ اوس ستاسې خوښه چې پښتو ووايوو او که د جغرافيې په هکله پوښتنې او معلومات در کړم ؟
ګلاليو ماشومانو په يوه خوله ورغبرګه کړه جغرافيه!!
ښوونکي د جغرافيې تر تعريف او لږې تشريح وروسته له زده کوونکيو پوښتنې پيل کړې ٠
ښه څوک ويلای شي چې زموږ په طبيعت کې کوم توکي ډېر دي او زموږ توليدات څه دي ؟
ټولو زده کوونکيو لاسونه پورته کړل ، استاذ يوه ته وويل : ښه شاباس ته يې ووايه ٠ زده کوونکی ودرېد او ويې ويل : استاذه زموږ توليدات ډېر دي لکه انګور، انار، خټکي او نارنجان او٠٠٠٠٠٠٠٠٠ښوونکی مسکی شو او زده کوونکي ته يې وويل : نه بچييه دا خو ټول زموږ د ګران هېواد حاصيلات دي او په ځمکو کې کيږي ٠ زما پوښتنه د توليداتو په هکله وه يعنې موږ څه شي پخپله جوړولی شوو؟
زده کوونکيو بيا ګوتې پورته کړې ، ښوونکي يوه زده کوونکي ته ګوته ونيوه ، ښه ګرانه ته ووايه چې زموږ توليدات څه شی دي ؟
زده کوونکي وويل : استاذه زموږ توليدات شعرونه او سندرې دي ٠
ښوونکي په کړس کړس وخندل ورو د زده کوونکي خواته ورغلو پر سر يې ورته لاس تېر کړ او بيا يې ترې وپوښتل چې څنګه ؟
زده کوونکی وويل : زما پلار ، درې ترونه ، څلور مې ماماګان ،دوه وروڼه او يوه مې هم خور ټول شاعران دي او هر يو د ورځې څو درجنه نوي نوي پښتو شعرونه توليدوي٠
دجغرافيې ښوونکي اسويلی وويست او ويې ويل هو له بده مرغه چې دغه بې کيفيت توليد اوس ټول مارکيټ نيولی دی٠