داحمدشا مسعودلومړنۍ اړیکه له کي جي بي سره

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 46882
بروس ریچارډسن
دخبریدو نیټه : 2012-01-31

ژباړه : رحمت آریا
دسمبر ۲۰۱۱

له آرشیفونو څخه -   لومړنۍ اړېکه : لبنان
لېکوال : بروس ریچارډسن

د افغانانو په منځ کې یو شمیر د پام وړ خبرې او کتنې شته چې پلټنه ېې د چا تلوسه راپاروي، یوه په دغو کتنو کې دا پوښتنه ده چې د شوروي د څارگرې ادارې له فعالینو سره د احمد شاه مسعود   لومړنۍ او پېلنېزه اړېکه چېرې او کله رامنځته شوې ده؛ لوېدېزو نامتو او د اعتبار وړ لېکوالانو لا تر اوسه دغې کتنې ته دومره لېوالتیا نه ده ښودلې او یا د ناڅرگندو لاملونو له کبله ېې اړخونه نه دي پلټلې. د لوېدېز د یو شمېر لېکوالانو او پوهانو په منځ کې مسعود د تل لپاره ژوندی دی؛ د پنجشیر د زمري څېره د جعلي داستانونو پر بنسټ هغه جوړ شوی څېره ده چې د ارنست هیمنگوې   د ۱۹۴۰ ز کال د حماسي رومان [ د هغه چا لپاره چې زنگونه کړنگیږي   ] د سیالو گوریلايي جنگیالیو د کترکترونو په څېر ورته د امریکايي داوطلب - جنگیالي رابرت جوردن   څېره غوره شوې ؛ په دغه حماسي رومان کې رابرت جورډن هغه څېره ده چې د هسپانېې په کورنۍ جگړې کې د هسپانوي هېوادپالو تر څنگ د فرانکو   د فاشیستي ځواکونو پر وړاندې اوږه په اوږه جگړه کوي.    

د حقیقت او افسانې تر منځ څرگند توپير شته مگر ډېري وختونه پرمخ ېې پروپاگند او د باندنیو څارگرو لاسوهنې خپل رنگ شیندي او یا د غلطو مالوتو خپراوی پرې  خپله تته پرده غوړوي؛ همدا شان په ناببره یا عمدي توگه یا د احساساتو تر اغېزو لاندې د گزارش خپرول او یا دا چې د ژورنالیستانو د کار یوه برخه مرکه ده او ډیري وختونه د مرکچي او مرکوال ترمنځ شخصي اړیکي ټېنگېږي او په دې توگه د حقیقت بڼه بدلېږي. د احمدشاه مسعود د سابقې په اړوند لاندېني معلومات او د شوروي له څارگرو سره ویل شوي وختونه د لیونید شیبارشین   او اولگ کالوگین   د یادښت لېکنو له مخې راټول شوي چې دواړه ېې د شوروي د کي جي بي د لومړي ریاست د «  بهرني څارگرۍ» لوړپوړي افسران ول او د افغانستان په چارو کې د تجربې خاوندان دي. ددغو افسرانو د ژورنال انگریزي ژباړه پوهاند اییان هفتان   کړې چې د هارورډ د پوهنتون   د سلاوییکي ژبو او ادبیاتو د دیپارتمنت   یو ژبپوه دی  .
 
سره له دې چې مسعود د شوروي له پلوه جوړ د پولیتخنیک په انسټیوټ کې د یوه زده کړیال په توگه د مارکسیسزم – لېننېزم د عقایدو تر اغېزو لاندې راغلې وو مگر اوس باور کېږي چې د روسانو له پټې څارگرې ادارې سره د هغه لومړنۍ اړېکې د ۱۹۷۰ ز لسېزې په وروستیو کې په لبنان کې رامنځته شوې دي  . نوموړی د ۱۹۷۳ – ۱۹۷۵ زو کلونو په ترڅ کې د داؤود پر وړاندې له یوې ناکامې وسلوالې هڅې وروسته « مصر، لیبیا او لبنان» ته تښتي او هلته د فلسطین د وسلوالو ډلو په منځ کې په پوځي فعالیتونو او ترهگرو عملیاتو کې برخه اخلي. کله چې مسعود په لیبیا کې وو د شوروي په روزنېزو مرکزونو کې ېې د گوریلايی جگړو او سبوتاژ روزنې تر لاسه کړې  . 

د تأریخ په هغه پړاو کې فلسطیني وسلوالې ډلې د کي جي بي تر کنترول لاندې وې. د جاسوسۍ پر وړاندې د کي جي بي د باندنۍ څارگرۍ د پخواني جنرال اولگ کالوگین په وینا « کي جي بي په فلسطین او  لبنان کې له ترهگرو ډلو ، او همدا شان په افریقا ، پاکستان او نورو ځایونو کې له ورته ډلو سره نېږدې اړېکي درلودل ». د مارکسیزم د ایډیالوژۍ پر لارې روانو گوریلايي ډلو ټپلو ته وسلې، نقدې پېسې او پوځي سلاکاران په پر له پسې ډول برابریدل. ددغو ډلو د مشرتابه په لوړو پوړېو کې د کي جي بي اینجنټان او سلاکاران ځای پر ځای شوي ول چې هغوی ته به ېې د ورځنېو عملیاتو د بولنې او کنترول لارښوونې برابرولې. په دغو ډلو کې د کي جي بي د ننوتنگ « نفوذ» لمنه دومره پراخه او بشپړه وه چې ان له یاسر عرفات سره « نېږدې اړیکي» ټینگ شول  .

د کي جي بي تر کنترول لاندې د ډلو ټپلو ورځني عملیات، ترورول او سړي تښتونه ول. د فلسطیني ډلو له منځه د راتلونکي لپاره د جاسوسانو گومارنه یوه عادي ورځنې خبره وه  . په هغه وخت کې په لبنان کې د کي جي بي د جاسوسانو د استخدام د افسرانو له مخکېنۍ منظورۍ پرته هېڅ سیاسي – پوځي پېښه نه شوای رامنځته کېدله. د کي جي بي په اصطلاحاتو کې دا ډول عملیات د « فعاله اقداماتو» په نامه یادېدل. 

سره له دې چې تر دې دمه  « د ۱۹۷۹ ز کال تر درېېمې مېاشتې» پورې پر افغانستان د برید پرېکړه نه وه نېول شوې مگر په همدغه وخت کې په  مسکو کې  محتمل الوقوع پلانونه او سنجونې په ثابت ډول تر غور او ارزونې لاندې نېول کېدل او خبرې اترې ورباندې کېدلې   .

مسعود به نن په نړۍ واله کچه د یوې سیاسي څېرې په توگه پيژندل کېږي مگر په هغه مهال کې ېې دغه څېره لا له اره نه وه زېږېدلې. دا چې څنگه د کي جي بي پاملرنه مسعود ته اړول شوې وه ښايي د څو لاملونو له کبله وي. لومړی دا چې هغه د عرب ملیشیاوو په منځ کې یو افغان مهاجر وو، دویم مسعود له جاسوسي ادارو سره د کار کولو استعداد درلود ، بېلگه ېې د داؤود پر وړاندې د آی ایس آی د شنډې کودتا له پلان جوړوونکو سره د نوموړي منتسب اړېکي ول، مگر تر ټولو مهمه د مسعود ایډیالوژیکي تگلاره او له کیڼ لاسو انقلابیونو لکه چیگوارا، ماوو ، فیډل کاسترو او نورو سره د هغه ژوره شیدايي مېنه وه. پای