داوداسه دسنتوپه اړه :

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 46889
دارالافتاءابوالفضل ـ
دخبریدو نیټه : 2012-01-13


فتوی نمبر (۵۲۵) . 

________________________________________
 مفتي   :
  ستر علمي او روحاني شخصيت عَلامه مُحَقِّقْ مُحَمّدْ مُعِينُ الدِّين أبوالفضل أفغاني ، کانَ اللهُ له ودَامَت برکاته  .
مستفتي: جليل کندهار


:مولوي صاحب السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته  په اوداسه کي  کوم کوم  کارونه سنت  دي که په دې باره کي معلومات راکړی دېرښه به وي ـ

الجواب ومنه الصواب :

نحمده ونصلي علي رسوله الکريم

محترمه
په اوداسه کي لاندي ۱۸ شيان سنت دي:
(۱):سنت دادئ چي  تراوداسه له مخه به داوداسه نيت کوي ـ
(۲):سنت دادئ چي «بسم الله الرحمن الرحيم»به وايي  ـ
(۳):سنت دادئ چي تراوداسه له مخه به تربندوپوري لاسونه پريولي ـ
(۴):سنت دادئ چي مسواک به وهي اوکچيري یي مسواک نه پيدانکړنوپه ګوته سره دي غاښونه پاک کړي ـ
(۵):سنت دادئ چي په خوله به اوبه رغړوي ـ
(۶):سنت دادئ چي په پزه به اوبه رغړوي ـ
(۷):سنت دادئ چي په پزه اوپه خوله به په ښه ډول اوبه رغړوي  په مضمضه اوپه  استنشاق  کي  به مبالغه کوي کچيري روژه دارنه ووـ
(۸):سنت دادئ چي هراندام به درې واره پريولي ـ
(۹):سنت دادئ چي پرټول سربه يووارمسح کوي ـ
(۱۰):سنت دادئ چي دغوږودننه اودباندي حصه به مسح کوي ـ
(۱۱):سنت دادئ چي دلاندي له خوابه ږيره خلالوي  ـ
(۱۲):سنت دادئ چي دلاسواوپښوګوتي به خلالوي ـ
(۱۳):سنت دادئ چي هراندام چي پريولي نوموښي بې ـ
(۱۴):سنت دادئ چي هراندام به دبل اندام تروچېدوله مخه پريولي ـ
(۱۵):سنت دادئ چي په خپل ترتيب سره به اندامونه پريولي ـ
(۱۶):سنت دادئ چي اول به راسته لاس پرېمنځي وروسته به چپه لاس پرېمنځي دارنګه اول به اوله پښه پريمنځي او دوهم واربه چپه پښه پرېمنځي ـ مطلب  راسته طرفونه به  اول  پرېولي 
(۱۷)سنت دادئ چي دسرمسح به دمخ له خواشروع کوي ـ
(۱۸):سنت دادئ چي دغاړي مسحه به کوي ـ
الفقه الميسرص۳۲او۳۳ـ
والسلام ومن الله التوفيق ـ