تقدیر ته د تسلميدو اهمیت
دا خبره چې هر څه د الله په نزد له وړاندې خلق شوي دي او هر څه د هغه په نزد له وړاندې پيښ شوي دي، يو ډير مهم حقیقت روښانه کوي. هغه دا چې هر سړی په بشپړه توګه د خپل تقدیر تابع دی. فقد لکه يو سړی چې خپل تير نشي بدلولی خپل راتلونکی هم نشي بدلولی ځکه چې د تير په څير راتلونکی هم له وړاندې پيښ شوی دی. په راتلونکي کې موجود هر څه تعین شوي دي چې کله او چیرته به پيښيږي، هغه به څه خوري، له چا سره به خبرې کوي، د څه په اړه به خبرې کوي، څومره پيسې به ګټي، په څه ناروغیو به اخته کيږي او کله، چیرته او څه ډول به مړ کيږي. دا ټول شيان د الله په نزد له وړاندې پيښ شوي دي. خو دا معلومات لا زموږ حافظو ته نه دي رسيدلي.
له دې کبله، هغه څوک چې افسوس کوي، ناکراره، په غصه او يا د راتلونکي په اړه انديښمن دی، بې ځايه انديښنه کوي. هغه راتلونکی چې دوی يې په اړه دومره انديښمن دي له وړاندې پيښ شوی دی. نو بيا چې دوی هر څه وکړي په تقدير کې ليکل شوي شيان نشي بدلولی.
په دې ځای کې مهمه ده یادونه وکړو چې پکار ده د تقدیر د ناسم پوهاوي نه ډډه وکړو. ځینې خلک په ناسمه توګه داسې فکر کوي هغه څه چې د دوی په تقدير کې دي ارومرو به پيښيږي نو له دې کبله پکار نه ده چې دوی څه وکړي. دا سمه ده چې زموږ له خوا تجربه شوې ټولې پيښې په تقدير کې ټاکل شوې دي. مخکې له دې چې موږ يو کار ترسره کړو هغه له وړاندې د الله په نزد ترسره شوی دی او له ټولو جزیاتو سره په ام الکتاب (لوح محفوظ) کې د الله په نزد موجود دی. خو الله ټولو خلکو ته دا احساس ورکوي چې هغه کولی شی شیانو ته بدلون ورکړي او خپلې خوښې سره سم تصميم ونيسي.
د بیلګې په توګه، کله چې يو سړی غواړي يو ګیلاس اوبه وڅښي هغه نه وايی چې "که زما په تقدير کې وي نو زه به يې وڅښم" او يا کرار کښينې او هيڅ حرکت ونه کړي. بلکې هغه جګیږي يو ګیلاس اخلي او اوبه څښي. اصلاً، دا سړی هغه له وړاندې تعين شوې اوبه په هغه له وړاندې ټاکل شوي ګیلاس کې څښي. خو کله چې دا سړی دا عمل اجرا کوي نو احساس کوي چې دا سړی د خپلې خوښې سره دا کارونه ترسره کوي. د ده په ټولو اعمالو کې چې دی يې د عمر به اوږدو کې ترسره کوي همداسې احساس کوي. هغه څوک چې الله او د هغه له خوا ټاکل شوي تقدیر ته ځان تسليموي او هغه څوک چې دا حقيقت نشي درک کولی دا توپير سره لري: هغه څوک چې ځان الله ته تسلیموي پوهيږي چې هر څه چې دی کوي د الله رضا سره سم دي، ان که دی دا احساس هم ولري چې پخپله يې ترسره کوي. خو دا بل سړی په ناسم ډول داسې فکر کوي چې دا هر څه ده پخپله پوهه او ځواک ترسره کړي دي.
د بيلګې په توګه کله چې الله ته تسليم شوی يو بنده خبريږي چې کومه ناروغۍ باندې اخته دی، پوهيږي چې دا ناروغۍ د هغه په تقدیر کې ده نو پر الله توکل کوي. د ده په فکر څرنګه چې الله دا ناروغي دده په تقدير کې اچولې ده نو ارومرو به د ده په خیر تمامیږي. خو یقینا چې دا سړی په دې فکر، چې که په تقدير کې يې روغتيا وه ښه به شي، لاس تر زنې نه کښيني. بلکې هغه خپل ټول ممکنه تدابير نيسي؛ يوه ډاکتر ته ځي، خپل پرهيز ته توجه کوي او دوا خوري. خو دا نه هيروي چې ډاکتر او درملنه او د دوا مؤثريت او دا چې ښه به شي او که نه هم د هغه د تقدير یوه برخه ده. هغه په دې ښه پوهيږي چې دا ټول له الله سره محفوظ دي او دي نړۍ ته له راتګ مخکې يې هم هلته وجود درلود. الله په قرآن عزيز کې فرمايي هر څه چې انسان تجربه کوي له وړاندې په يوه کتاب کې ليکل شوي دي.
مَا أَصَابَ مِنْ مُصِيبَةٍ فِي الأرْضِ وَلا فِي أَنْفُسِكُمْ إِلا فِي كِتَابٍ مِنْ قَبْلِ أَنْ نَبْرَأَهَا إِنَّ ذَلِكَ عَلَى اللَّهِ يَسِيرٌ (٢٢)لِكَيْلا تَأْسَوْا عَلَى مَا فَاتَكُمْ وَلا تَفْرَحُوا بِمَا آتَاكُمْ وَاللَّهُ لا يُحِبُّ كُلَّ مُخْتَالٍ فَخُورٍ (الحديد: ٢٣)
ژباړه: هيڅ مصیبت نشته چې په ځمکه يا ستاسې پر نفوسونو را پريوځي مګر موږ له وړاندې په کتاب (لوح محفوظ) کې ليکلی دی. بې له شکه چې دا کار الله ته ډير آسانه دی. څو تاسې پر هغه څه افسوس ونه کړئ چې لاس ته نه دي درغلي او پر هغه څه ونه وياړئ چې الله درکړي دي. الله پاک هيڅ متکبر وياړن نه خوښوي.
له دې کبله هغه څوک چې پر تقدير عقيده لري هيڅکله په هغو شيانو نه نهیلی کيږي او ځوريږي چې هغه ته پيښيږي. بلکې په ټول کوښښ به هڅه کوي چې خپل باور او اعتماد پر الله وساتي. الله له وړاندې هغه څه ټاکلي دي چې يوه انسان ته به پيښيږي؛ او په دې امر کوي چې يو سړی دې پر هغه څه افسوس نه کوي چې ورپيښيږي. او موږ باید پر هغو نعمتونو خوښي وښيو چې راکول کيږی. هغه ستونزې چې يو سړی يې تجربه کوي او هغه سرمایه او برياليتوب چې ترلاسه کوي، د الله له خوا ټاکل شوي دي. دا ټول شیان په هغه تقدير کې دي چې زموږ رب د انسان د ازمايښت لپاره ټاکلی دی. لکه چې په يوه آیت کې فرمايل شوي دي، "... وَكَانَ أَمْرُ اللَّهِ قَدَرًا مَقْدُورًا...(الاحزاب: ٣٨). ژباړه: او د الله هر امر په ټاکل شوې اندازه وي.
په يوه بل آیت کې الله فرمايي چې موږ ټول شيان په "و کل شیء خلقناه بقدر." (سورة القمر: ۴۹) نه يوازې انسان بلکې هر ژوندی او ناژوندی لکه لمر، سپوږمۍ، غرونه او ونې خپل خپل تقديرونه لري چې الله ورته ټاکلي دي. د بيلګې په توګه يو لرغونی مات شوی گلدان هغه وخت مات شوی دی چې په تقدير کې يې ټاکل شوې وه. کله چې جوړيده، ټاکل شوې وه چې دا لرغونی ګلدان به څوک کاروي، د کوم کور په کوم ګوټ کې به له کومو نورو شيانو سره يو ځای ايښودل کيږي. د دې ګلدان ډيزاين او رنګونه له وړاندې د هغه په تقدير کې ټاکل شوي ول. دا د الله په بلاکیفه حافظه کې وه چې په کومه ورځ، کوم ساعت، کومه دقيقه د چا له خوا به څه ډول ماتيږي. هغه لومړۍ شيبه چې ګلدان جوړ شوی و، هغه لومړی ځل چې دا د خرڅلاؤ لپاره وړاندې شوی و، لومړی ځل چې دا د کوم کور په يوه ګوټ کې ايښودل شوی و، هغه شيبه چې دا ټوټه شوی دی، لنډه دا چې د دې ګلدان د سلګونو اوږده عمر هره شيبه د الله په نزد د يوې شيبې په توګه موجوده وه.
په داسې حال کې چې دا سړی د ماتولو له پيښې يوه شيبه مخکې هم خبر نه و چې دی به ګلدان ماتوي، خو دغه شيبه د الله په نزد پيښه شوې او د هغه په علم کې وه. له دې کبله، الله انسانانو ته بيانوي چې د هغو شيانو پسې دې افسوس نه کوي چې د دوی له لاسه وتلي دي. هغه څه چې يې له لاسه تللي دي له تقدیر سره سم يې له لاسه ورکړي دي، او دوی کوم بدلون نشي ورکولی. خلک بايد له هغو پيښو درس واخلي چې د دوی په تقدير کې پيښيږي، او هغه اهداف او ګټې درک کړي چې له دې پيښو يې ترلاسه کوي. دوی بايد تل زموږ د رب هغه بې پايه رحمت، ترحم، او عدالت پر لور ميلان پيدا کړي؛ هغه ذات چې تقدير يې پیدا کړی دی او خپلو بنده ګانو ته بښنه او له هغوی ساتنه کوي. هغه څوک چې له دې حقيقته په غفلت کې ژوند کوي تل په ويره او انديښنه کې وي. د بيلګې په توګه، دوی د خپلو اولادونو راتلونکي لپاره ډير انديښمن وي.
دوی د دې پوښتنو په اړه ډير انديښمن دي چې په کوم ښوونځي کې به دوی درس ووايي؟ کوم مسلک بايد انتخاب کړي؟ روغتيا به يې څنګه وي؟ څه ډول به خپل ژوند تيروي؟ خو، د يوه سړي د ژوند هره شيبه د الله له خوا ټاکل شوې ده، له هغه وخته چې دی يوازې يوه حجره وه او هغه وخت چې دی ليک لوست زده کوي، هغه وخت چې دی د کانکور امتحان لومړۍ پوښتنه ځوابوي او هغه شرکتونه چې دی به بيا د خپل ژوند په اوږدو کې په کې دنده اخلي، هغه اسناد چې دی به يې لاسليک کوي او چيرته به کله مري ټول له وړاندې ټاکل شوي دي. دا ټول د الله په علم کې دي. د بيلګې په توګه، همدا شيبه يو سړی هم د جنین په مرحله او هم په لومړني ښوونځي او پوهنتون کې دی. دا ټول له هغو شیبو سره یو ځای چې يو سړی په کې خپله ۳۵مه کليزه لمانځي، په لومړۍ ورځ چې خپل کار پيلوي، کله چې له مړينې وروسته ملائيکې ويني، کله چې دفنيږي او کله چې د آخرت په ورځ الله ته حساب ورکوي، ټول د الله په علم کې د يوازې يوې شيبې په توګه شتون لري.
نو دې پايلې ته رسيږو چې دا بې ګټې دی چې سړی د هغه ژوند په اړه انديښمن او ويره کې وي چې هره شيبه يې له وړاندې تيره شوې، تجربه شوې او اوس هم د الله په علم کې حاضر دي. هر څومره چې يو سړی هلې ځلې وکړي او هر څومره چې انديښمن شي د هغه اولاد، ميرمن، ملګري او خپلوان به هغه ژوند تيروي چې د الله په نزد ورته ټاکل شوی دی.
په داسې حالاتو کې هوښيار او د ويښ ضمير خاوند چې دا حقيقت يې درک کړی دی بايد په خورا عاجزۍ سره الله ته تسلیم شي او هغه تقدیر ومني چې الله ورته ټاکلی دی. اصلاً هر سړی له وړاندې الله ته تسلیم دی او د هغه د بنده ګۍ لپاره پیدا شوی دی. که د دې سړي خوښه وي او که نه، دی په خپل ټول ژوند کې هغه تقدير ته تابع دی چې الله خلق کړی دی. هغه څوک چې له تقديره انکار کوي ځکه منکر دی چې انکار يې په تقدير کې ليکل شوی دی.
هغه څوک چې په خپله خوښه الله ته تسليميږي د الله د رضا، رحمت او جنت په تمه دی؛ دوی به د سلامتۍ، سولې او خوښۍ نه ډک ژوند په دې او راتلونکې نړۍ کې تيروي. ځکه هغه څوک چې ځان الله ته تسليموي پوهيږي چې د دوی لپاره له هغه برخليکه غوره څه نشته چې الله ورته ټاکلی دی، او ويرې او انديښنې ته هيڅ اړتيا نشته. دا سړی به هر کوښښ کوي خو له دې خبر دی چې دا ټولې هلې ځلې يې په تقدير کې ليکل شوي دي. نو هر څه چې وکړي، نشي کولی هغه څه بدل کړي چې د ده په تقدير کې له وړاندې ليکل شوي دي.
یو مؤمن هغه تقدیر ته غاړه ږدي چې الله خلق کړی دی. هغه څه چې ده ته پيښيږي، دی کوښښ کوي چې پوه شي چې د دې پيښو اهداف څه دي، عبرت اخلي او هڅه کوي چې راتلونکي لپاره ځان اصلاح کړي. خو هغه په دې ډاډه دی چې دا ټول د هغه له تقدير سره سم ورپيښيږي او دا چې الله ټول ګټور شيان له وړاندې د هغه لپاره ټاکلي دي. د بيلګې په توګه قرآن عزيز له هغو تدابيرو يادونه کوي چې حضرت يعقوب علیه السلام د خپلو زامنو د امنیت لپاره نيولي ول. د دې لپاره چې خپل زامن د خلکو له ناوړه نيتونو څخه خبر کړي، حضرت يعقوب علیه السلام دوی ته وصیت وکړ چې ښار ته له مختلفو دروازو ورننوزي خو د دې يادونه يې هم ورته وکړه چې دا تدابير هغه تقدیر ته بدلون نشي ورکولی چې الله ټاکلی دی.
وَقَالَ يَا بَنِيَّ لا تَدْخُلُوا مِنْ بَابٍ وَاحِدٍ وَادْخُلُوا مِنْ أَبْوَابٍ مُتَفَرِّقَةٍ وَمَا أُغْنِي عَنْكُمْ مِنَ اللَّهِ مِنْ شَيْءٍ إِنِ الْحُكْمُ إِلا لِلَّهِ عَلَيْهِ تَوَكَّلْتُ وَعَلَيْهِ فَلْيَتَوَكَّلِ الْمُتَوَكِّلُونَ (يوسف: ٦٧)
ژباړه: او وې ويل زامنو! ټول له يوې دروازې مه ننوزئ بلکې په جلا جلا دروازو ولاړ شئ او زه تاسې د الله له ارادې څخه نشم ژغورلی، واکمني يوازې د هغه ده او ما پر هغه توکل کړی دیاو څوک چې توکل کوي نو بايد يوازې پر هغه يې وکړي (۶۷)
که خلک هر څه وکړي نشي کولی تقدیر ته بدلون ورکړي. دا خبره په دې آیت کې بيان شوې ده:
ثُمَّ أَنْزَلَ عَلَيْكُمْ مِنْ بَعْدِ الْغَمِّ أَمَنَةً نُعَاسًا يَغْشَى طَائِفَةً مِنْكُمْ وَطَائِفَةٌ قَدْ أَهَمَّتْهُمْ أَنْفُسُهُمْ يَظُنُّونَ بِاللَّهِ غَيْرَ الْحَقِّ ظَنَّ الْجَاهِلِيَّةِ يَقُولُونَ هَلْ لَنَا مِنَ الأمْرِ مِنْ شَيْءٍ قُلْ إِنَّ الأمْرَ كُلَّهُ لِلَّهِ يُخْفُونَ فِي أَنْفُسِهِمْ مَا لا يُبْدُونَ لَكَ يَقُولُونَ لَوْ كَانَ لَنَا مِنَ الأمْرِ شَيْءٌ مَا قُتِلْنَا هَا هُنَا قُلْ لَوْ كُنْتُمْ فِي بُيُوتِكُمْ لَبَرَزَ الَّذِينَ كُتِبَ عَلَيْهِمُ الْقَتْلُ إِلَى مَضَاجِعِهِمْ وَلِيَبْتَلِيَ اللَّهُ مَا فِي صُدُورِكُمْ وَلِيُمَحِّصَ مَا فِي قُلُوبِكُمْ وَاللَّهُ عَلِيمٌ بِذَاتِ الصُّدُورِ (آل عمران: ١٥٤)
ژباړه: بیا الله پاک له دې غم وروسته پر تاسې امن او ډاډ نازل کړ چې ځینو ته له ډاډه خوب جوټې ورکولې او له ځینو نورو سره یوازې د خپلو ځانونو غم و او په الله جل جلاله يې د جاهلیت ناحقه ګمانونه کول او ويل يې ايا په دې کار کې زموږ څه واک شته؟ ورته ووايه واک ټول له یو الله سره دی. هغوی د زړونو پټې خبرې تاسې ته نه روښانه کوي او وايي که په دې کار کې زموږ څه واک وای نو دلته به نه ؤ وژل شوي. ورته ووايه که تاسې په کورونو کې هم وای نو د چا لپاره چې وژل ليکل شوي و هغه به ارومرو د وژلو ځای ته وروتل او (دا معامله ځکه وشوه چې) الله پاک ستاسې د زړونو پټ رازونه وازمايي او ستاسې د زړونو درغلتيا صفا کړي. او الله ته د زړونو راز ډير ښه معلوم دی (۱۵۴)
له دې آیته معلومیږي چې که يو سړی د الله په لار کې له يوه کاره په دې نیت تيښته وکړي چې مړ نه شي، که مرګ يې په تقدير کې همدا وخت لیکلی وي، ارومرو به مړ کيږي. ان هغه لارې چارې چې سړی يې له مرګه د ژغورنې لپاره کاروي هم په تقدير کې ليکل شوي دي. او په دې آیت کې الله انسان ته فرمايي چې د هغو شيانو هدف چې په تقدير کې ټاکل شوي دي دادی چې دوی وازمايي او زړونه يې پاک کړي. په قرآن کې بيان شوي دي چې د هر سړي اجل د الله په نزد ټاکل شوی دی او يو حمل او يا جنین يوازې د الله په اجازه د مور په کيډه کې جوړيږي.
وَاللَّهُ خَلَقَكُمْ مِنْ تُرَابٍ ثُمَّ مِنْ نُطْفَةٍ ثُمَّ جَعَلَكُمْ أَزْوَاجًا وَمَا تَحْمِلُ مِنْ أُنْثَى وَلا تَضَعُ إِلا بِعِلْمِهِ وَمَا يُعَمَّرُ مِنْ مُعَمَّرٍ وَلا يُنْقَصُ مِنْ عُمُرِهِ إِلا فِي كِتَابٍ إِنَّ ذَلِكَ عَلَى اللَّهِ يَسِيرٌ (فاطر: ١١)
ژباړه: او الله دی چې تاسې يې له خاورې او بیا له نطفې څخه پیدا او بيا يې جوړه، جوړه ګرځولي ياست. هيڅ ښځه بار نه اخلي او نه یې زيږوي مګر الله ته معلوم دي او د چا عمر –نه زیاتيږي او نه کميږي مګر دا هرڅه په تلپاتې کتاب کې کشل شوي دي. بې له شکه چې دا کار الله ته آسان دی.
په لاندې آیت کې راغلي دي چې د يوه سړي ټول اعمال ټکی په ټکی ليکل شوي دي او هغه اعمال چې جنتيان يې په جنت کې ترسره کوي هم هغه څه دي چې له وړاندې پيښ شوي دي. لکه چې مخکې مو يادونه وکړه، د جنت حقيقي ژوند زموږ لپاره راتلونکي دی. خو د جنتيانو ژوند او د هغوی خبرې اترې او ميلمستياوې همدا اوس د الله په علم کې دي. مخکې له دې چې موږ دې نړۍ ته سترګې پرانيزو، د بشر راتلونکی په دې او راتلونکي نړۍ کې د الله په نزد په يوه شيبه کې ترسره شوی و او تر ابده به د الله په علم کې وي.
وَكُلُّ شَيْءٍ فَعَلُوهُ فِي الزُّبُرِ (٥٢)وَكُلُّ صَغِيرٍ وَكَبِيرٍ مُسْتَطَرٌ (٥٣)
ژباړه: او هر څه چې دوی وکړل ټول په کتابونو کې درج دي (۵۲) او هره کوچنۍ او غټه خبره په کې ثبت ده (۵۳)
موږ د قرآن له دې ډول بيانه پوهيږو چې د الله په نزد زمان يوازې يو شيبه ده او د هغه لپاره تير او راتلونکی وجود نه لري. لکه چې موږ وينو، هغه پيښې چې زموږ لپاره راتلونکې دي په قرآن عزيز کې داسې بلل شوي دي ډير پخوا تيرې شوې وي. دا ځکه چې تير او راتلونکی دواړه د الله له خوا د يوې شیبې په توګه خلق شوي دي. له دې کبله، هغه پيښه چې ټاکل شوې ده په راتلونکي کې پيښه شي، اصلاً له وړاندې پيښه شوې ده، څرنګه چې موږ يې نشو درک کولی نو فکر کوو چې راتلونکي کې پيښيږي. د بیلګې په توګه، د قرآن عزيز په هغو آيتونو کې چې الله ته د خلکو حساب او کتاب تشريح کيږي د يوې پخوا تيرې شوې پيښې په توګه درک کیږي.
وَنُفِخَ فِي الصُّورِ فَصَعِقَ مَنْ فِي السَّمَاوَاتِ وَمَنْ فِي الأرْضِ إِلا مَنْ شَاءَ اللَّهُ ثُمَّ نُفِخَ فِيهِ أُخْرَى فَإِذَا هُمْ قِيَامٌ يَنْظُرُونَ (٦٨)وَأَشْرَقَتِ الأرْضُ بِنُورِ رَبِّهَا وَوُضِعَ الْكِتَابُ وَجِيءَ بِالنَّبِيِّينَ وَالشُّهَدَاءِ وَقُضِيَ بَيْنَهُمْ بِالْحَقِّ وَهُمْ لا يُظْلَمُونَ (الزمر: ٦٩)
ژباړه: او شپيلۍ به پوک وهلی شي او د آسمان او ځمکۍ ټول مخلوق به بې هوښه پريوزي پرته له هغو څخه چې د الله ورته خوښه شي، او بیا به په دوهم ځل شپيلۍ پوک وهلی شي، نو ګورې به چې ټول به ولاړ او هک پک به ګوري. ځمکه به د خپل رب په نور ځلانده او د اعمالو کتابونه به کيښودل شي، پیغمبران او شهيدان به حاضر او د خلکو به مینځ کې به په انصاف او عدالت پریکړه وشي، او هيڅ تیری به له هیچا سره نه کيږي.
د دې حقيقت نورې بيلګې په لاندې ډول دي:
وَجَاءَتْ كُلُّ نَفْسٍ مَعَهَا سَائِقٌ وَشَهِيدٌ (ق: ٢١)
ژباړه: هر څوک به په داسې حال کې را روان وي چې يو شړونکی او یو شاهد به ورسره وي (۲۱)
وَانْشَقَّتِ السَّمَاءُ فَهِيَ يَوْمَئِذٍ وَاهِيَةٌ (الحاقة: ١٦)
ژباړه: او آسمان به وشليږي او پر دې ورځ به ډير کمزوری وي (۱۶)
وَجَزَاهُمْ بِمَا صَبَرُوا جَنَّةً وَحَرِيرًا (١٢)مُتَّكِئِينَ فِيهَا عَلَى الأرَائِكِ لا يَرَوْنَ فِيهَا شَمْسًا وَلا زَمْهَرِيرًا (الانسان: ١٣)
ژباړه: او د صبر په بدله کې به ورته جنت او د ريښمو جامه ورکړي، دا کسان به په جنت کې پر تختونو ډډه لګولې وي، دوی به هلته نه د ګرمۍ تاؤ محسوسوي او نه یخه یخني.
وَبُرِّزَتِ الْجَحِيمُ لِمَنْ يَرَى (النازعات: ٣٦)
ژباړه: او هر ليدونکي ته به دوزخ راښکاره کړی شي (۳۶)
فَالْيَوْمَ الَّذِينَ آمَنُوا مِنَ الْكُفَّارِ يَضْحَكُونَ (المطفیفین٣٤)
ژباړه: او نن ورځ به مؤمنان پر کافرانو خنداګانې کوي (۳۴)
وَرَأَى الْمُجْرِمُونَ النَّارَ فَظَنُّوا أَنَّهُمْ مُوَاقِعُوهَا وَلَمْ يَجِدُوا عَنْهَا مَصْرِفًا (الکهف: ٥٣)
ژباړه: او مجرمان به په خپلو سترګو دوزخ وویني او دا يقين به يې راشي چې دوی ورغورځيدونکي دي او له هغه څخه به د خلاصی هيڅ لار ونه مومي (۵۳)
په پورتنيو آیتونو کې هغه پيښې له وړاندې تيرې شوې ښودل شوي دي چې موږ يې له مرګه وروسته تجربه کوو. دا ځکه چې الله زموږ په شان د زمان او مکان نسبي بعد پورې محدود نه دی. الله دا ټولې پيښې د زمان په نشتوالي کې اراده کړي دي؛ انسانانو هغه ترسره کړي دي، ټولې يې تجربه کړي او يوې پايلې ته يې رسولي دي. دا لاندې آیت بيانوي چې هر ډول پيښې که هغه لويې او يا کوچنۍ دي، د الله د علم په اډانه کې ترسره کيږي او په يوه کتاب کې کښل شوي دي.
وَمَا تَكُونُ فِي شَأْنٍ وَمَا تَتْلُو مِنْهُ مِنْ قُرْآنٍ وَلا تَعْمَلُونَ مِنْ عَمَلٍ إِلا كُنَّا عَلَيْكُمْ شُهُودًا إِذْ تُفِيضُونَ فِيهِ وَمَا يَعْزُبُ عَنْ رَبِّكَ مِنْ مِثْقَالِ ذَرَّةٍ فِي الأرْضِ وَلا فِي السَّمَاءِ وَلا أَصْغَرَ مِنْ ذَلِكَ وَلا أَكْبَرَ إِلا فِي كِتَابٍ مُبِينٍ (يونس: ٦١
ژباړه: ای محمده! ته چې په هر ځای کې يې او د قرآن هره برخه لولې او ای خلکو! تاسې چې هر څه کوئ نو موږ پر تاسې شاهدان يو، ان په هغه حال کې هم چې تاسې په خپلو کړو کې ښه ډوب ياست. او ستا له رب څخه د ذرې په اندازه "كوم څيز" نه په ځمكي كي پټيدلى شي او نه په آسمان كي او نه له دې نه كوم وړوكى او يا لوى داسي څيز شته چي په څرګند كتاب كي دي نه وي (ليكل شوى)
د مټرياليستانو انديښنې:
هغه موضوع چې په دې برخه کې څيړل شوې ده، د بيلګې په توګه هغه حقيقت چې مټرياليستان له ګواښ سره مخامخ کوي، مانا د زمان نشتوالی او د مکان نشتوالی بالکل روښانه دي. لکه چې وړاندې وویل شول دا موضوع ګانې په هيڅ ډول کوم ډول فلسفه او يا کومه مفکوره نه ده، بلکې روښانه او د ټولو له خوا منل شوی ساينسي حقيقت دی. د دې تر څنګ چې دا يو تخنيکي واقعيت دی، خو عقلي او منطقي شواهد هم د دې پخلی کوي چې بل بديل ورته نشته: موږ کاينات، د هغه ټول اجزا او هغه خلک چې په کې ژوند کوي، هغه ډول پيژنو چې زموږ په دماغ کې دي.
مټرياليستان د دې موضوع په درک کولو کې ګڼې ستونزې لري. د بيلګې په توګه راځئ چې د پوليتزر د بس مثال ته ورشو: که څه هم پوليتزر Politzerپه دې ښه پوهيده چې له تخنيکي پلوه هغه له خپل ادراکه بيرون قدم نشي وهلی، خو هغه يوازې د څو ټاکلو حالاتو په برخه کې دا خبره منله. په دې مانا چې پوليتزر په اند پيښې تر هغه وخته پورې په دماغ کې پيښيدلې چې بس ټکر کوي، خو همدا چې ټکر پيښ شو، دا موضوع له دماغ بهر وزي او د يوه فزيکي واقعيت بڼه غوره کوي. په دې ځای کې موجوده منطقي نيمګړتيا خورا روښانه ده: پوليتزر هم هغه تيروتنه کوي چې مټرياليستي فيلسوف جانسن په دې وينا کې کړې وه چې، "زه ډبره له پښې سره وهم، زما پښه خوږيږي، نو له دې کبله (له ډبرې سره مستقیم تماس) وجود لري" او په دې توګه يې درک نشو کړی چې د بس له ټکره وروسته چې کوم شاک حس کيږي هغه هم په دماغ کې يو ادراک دی.
دا دليل چې ولې مټرياليستان دا موضوع نشي درک کولی د هغه حقيقته ډار دی چې له منلو وروسته به يې ورسره مخامخ کيږي. لينکولن بارنيټ ليکي چې دا موضوع د ټاکلو ساينسپوهانو له خوا تشخيص شوې ده:
د دې تر څنګ چې فيلسوفانو دا ټول عيني واقعيتونه د ادراکاتو څخه جوړه شوې يوه خيالي نړۍ بولي، ساينسپوهانو د انسان د حواسو هيښنده محدوديت هم کشف کړی دی.
کله چې درک کړي چې د هغه کايناتو يوازې يو برداشت تجربه کوي چې په اند يې ژوند په کې کوي، دا نړۍ، د هغه خپل بدن، نور خلک، نور مټرياليستي فيلسوفان چې دی يې د نظرياتو تر اغيز لاندې راغلی دی او لنډه دا چې دا هر څه چې وويني وحشت يې پسې اخلي. هر هغه څه چې ده خپل ځان ورپورې تړلی دی، عقيده پرې لري او يا رجوع ورته کوي ناڅاپه له منځه ځي. نو دا سړی په دې وخت کې د هغې نهيلۍ احساس کوي چې د قيامت په ورځ به يې په اصلي مانا احساسوي لکه چې په دې آیت کې د کافرانو په اړه ويل شوي دي:
وَأَلْقَوْا إِلَى اللَّهِ يَوْمَئِذٍ السَّلَمَ وَضَلَّ عَنْهُمْ مَا كَانُوا يَفْتَرُونَ (النحل: ٨٧)
ژباړه: نن ورځ به هغوی ټول د الله په وړاندې غاړه کيږدي او هغه درواغ به ترې ورک شي چې په دنيا کې به يې جوړول (۸۷)
له هغې وروسته بيا دا مټرياليست کوښښ کوي چې ځان پر هغه دروغو ډاډه کړي چې په وينا د مادې اصليت ته رسيدلی شي، او شواهد هم ورته جوړوي؛ ديوال په سوک وهي، ډبره په پښه وهي، ويشتل کوي، کړيکي وباسي خو بيا هم هيڅکله له حقيقته تيښته نشي کولی.
لکه هسې چې دوی غواړي له خپل دماغه دا حقيقت لرې کړي له نورو خلکو هم غواړي چې له نظره يې وغورځوي. دوی له دې هم خبر دي چې که د مادې اصلي بڼه په ټوليز ډول خلکو ته ښکاره شوه نو د دوی د فلسفې او د جاهلانه لرليد بنسټ به عامې نندارې ته کيښودل شي او د خپلې نظريې د منطقي کولو لپاره به بيا هيڅ استدلال نه لري. دا ډار هغه دليل دی چې دوی يې د دې حقيقت په وړاندې لاس او پښه کړي دي.
د مؤمنان لاسته راوړنه:
په داسې حال کې چې مټرياليستان له دې حقيقته په ويره کې دي چې موږ د مادې له اصليت سره هيڅ مستقيم تړاؤ نه لرو او وخت يو ادراک دی، خو د مؤمنانو حالت د دوی برعکس دی. مؤمنان چې کله له مادې وراخوا راز درک کوي خوشاليږي ځکه چې دا د ټولو پوښتنو ځواب دی. له دې کيلي سره ټول رازونه راسپړل کیږي. په دې سره يو سړی په خورا آسانۍ کولی شي پر هغو ګڼو مسئلو پوه شي چې پخوا يې درک ورته ستونزمن و.