غلام جيلاني ځواك
د راه نجات ورځپاڼه چي خپل ځان ته ځانګړي قومي او مذهبي تمايلات لري د افغانستان اونړي د نومياليو د ژوند ليكونوپه اړه يو ستون لري چي په هره ګڼه كي د يونوميالي ژوند ليك خپروي، دد ي ورځپاڼي په ۱۶۱مه ګڼه كي د اعليحضرت غازي امان الله خان نوم مي پام ځان ته راواړاوه او هك پك حيران شوم، د نړي ژوندي ملتونه خپل ميړني اتلان ستايي او وياړ پري كوي خو د شرم ځاي دي زموږ په هيواد كي ځيني كړي قومي اومذهبي تعصبونو دومره ړانده كړي چي په ډيري بي شرمي د ملي اتلانو سپكاوي كوي او حتي تاريخ تحريفوي.
دا ورځپاڼه د اعليحضرت غازي امان الله خان په هكله داسي ليكي:
"امان الله خان باني نظام سلطنتي در افغانستان بود. اوهمچو اتاتورك در تركيه و رضا خان در ايران از سوي استعمار بريتانيا مامور اسلام زدايي بود".
كه د مضمون ليكونكي د تاريخ نه چورلټه بي خبري نه وي نودلته ليكوال د تاريخي بد نيتي نه كار اخستي، امان الله خان د هيواد د روښان اندو دلومړني غورځنګ يوغړي وو، ده وكولاي شول برتانوي استعمار ته په پوځي ډګر كي شرمونكي ماته وركړي او برتانيه دي ته اړ كړي چي د افغانستان استقلال په رسميت وپيژني، امان الله خان نه يواځي دا چي د افغانستان داستقلال ګټونكي وو بلكي په افغانستان كي ډيرو اصلاحاتو بنسټ ايښودونكي هم وو هغه په لومړي ځل په هيواد كي مريتوب له منځه يووړ، او يواځي دكابل ښارنه په زرهاوو مريان چي ډير شمير يي د هزاره له قومه وو خوشي كړل، ده مكتبونه جوړ كړل او د هيواد د صنعتي ودي لپاره يي د پام وړ ګامونه واخستل،نپوهيږم د راه نجات ورځپاڼه دكوم سند ، مدرك او ياهم دليل له مخي اعليحضرت غازي امان الله خان د انګليسي استعمار لخوا د اسلام د له منځه وړلو مامور ګڼي، امان الله خان د اسلام نه بلكي د هغه شمير روحانيونو ضد وو چي د انګليسي استعمار په چوپړ كي وو، امان الله خان نه يواځي دا چي د اوسني افغانستان نه انګليسان وتو ته اړ كړل بلكي په دي هڅه كي وو چي ټوله اسلامي نړي د انګليسي استعمار له شره وژغوري او په همدي منظور ده هڅه كوله چي په خپله رهبري اسلامي خلافت په افغانستان كي بيا را ژوندي كړي.په افغانستان كي د اسلامي خلافت ژوندي كيدل د سيمي اوبيا له ټولي اسلامي نړي نه د انګليسي استعمار د لمني دټوليدو په مانا وه، او له همدي كبله انګليسي استعمار د خپل اجيرو روحانيونولكه ګوډ ملا اويو شميرنورو په مرسته اعليحضرت غازي امان الله خان د توطئو اودسيسو له لاري له واكه وغورځاوه او د سقا زوي يي پر افغانستان واكمن كړ، رښتياده چي وايي تعصب د جهالت دليل دي، امان الله خان په شان په هيواد اوخلكومين ټولواك ته دانګليسي استعمار مامور ويل يا د ډير تعصب له مخي ممكن دي اويا د ډير جهالت له مخي. د ليكوال د تعصب يوه بله بيلګه داده چي دهمدی مضمون په یوبل ځاي كي داسي وايي:
" وي پس از شورش عمومي سرنګون ګرديد وتاجك ها قدرت را بدست ګرفتند".
دلته ليكوال غوښتي د امان الله خان پرضد دبرتانيوي استعمار توطئي ته په افغانستان كي د قومونوترمنځ دشخړي رنګ وركړي، څوك چي لږ هم د تاريخ نه خبرتيا لري پوهيږي چي د سقاو د زوي قدرت ته رسيدل يوه مكمله انګليسي توطئه وه نه دا چي د يوقوم پرضد د بل قوم پاڅون.
امان الله خان كوم نوم وركي شخصيت ندي چي راه نجات وكولاي شي څرنګه چي يي زړه و غواړي هغسي يي خلكو ته ور وپيژني، البته راه نجات په دي توګه يواځي خپل ځان افغانانوته وروپيژانده چي تركومه حده د مذهبي او قومي تعصب، كركي اوكيني په خوسا ډنډ كي ډوبه ده.