ادبي ټوټه :
زه دسترکائينات دخدای سره مينه لرمه زما زړه دنړۍ دښايستونوښکلې ګلبڼ ده دغه بڼ کې دجنت دښکلا څيرې اودايمان پرښتې پاچاهي کوي
زه دمينې په ګلبڼ کې دهغوخوږونغموپسي ګرځمه چې ماته دزړه دونيانوره هم ښايسته کوي
زمامينه ډيره ښايسته ده ځکه چې کرکه نه پيژني او له دومخې نه توبه اوباسي زما دژوندديواځيتوب ملګري هغه ګلان دي چې دخدای دجنت نه په رنګارنګ مخونوکې دمحبت مسکاپه ورين تندۍ انسانانوته دخندا او ژوندکولوطريقه ښايي
ماته زما دماشومتوب شېبۍ را يادوي هلته چې مونږ ټول واړه انجونې اوهلکانوسره يوځای لوبيدو
خو هلته هم زه د خپلې نړۍ يوه ملکه ومه زمانړۍ دپسرلۍپه موسم کې دنارنج ګل په وږمومعطره وه دګلابونو ښايسته مخونه لاښايسته ښکاريده
دونو په خاښونو کې دګلانو څانګۍ زمادنړۍ پرښکلاښه اغيزه کړی وه خوزما دملکۍ تخت زمونږ دلوی انګړ په يوکنج کې دچمبيلي دګل تر سيوري لاندی وه چې سهار وختي به مې هلته ځانته يوه تخت جوړاوه ځما ځولۍ دنارنج ګل اوچميلي ګلانو نه ډک و زه دخپلې نړۍ دګلانوښاپيرۍ ومه هره ورځ به مې له ځانه سره داسندره و يلې
تر ګل ګلاب ښايسته زه يم وه نارې لونګينه وه نارې
ماته دګلوګيډۍ مه راوړه مينه وه نارې لونګينه وه نارې
لاخوماشومه ومه هره ورځ به ښوونځي ته تلمه داوړي رخصتيو کې به زه تل دچمبيلي دګل ونۍ لاندی ناسته ومه دخپل کورپه ګلبڼ او دګلانو مينځ کې مې خپلې همزولو باندی ملکي کوله
خوزه دخپلې ملکۍله تخت نه هغه وخت کوزکړی شومه کله چې دنوي پيغلتوب دونيا راغله اوزمادمکتب دتلومانع شوه
زما خپو ته دستر زولنۍ واچولې شوې اوزه دناموس په نوم ددی ازادی نړۍ څخه دکور دجيل دڅلورو ديوالونو مينځ کې دناموس په نوم ستراو بنديوانه شومه اوبيا تر نن ورځ پوری زما مخ زمادماشومتوب همزولو هلکانو لاڅه چې زماهمزولو انجنونو هم ونه ليدپه دی جرم چې
زه يوه ښځه يمه