بسم الله الرحمن الرحيم
نسب
حضرت محمد صلی الله علیه وسلم د عبدالله زوی، د عبدالمطلب لمسی د اسماعيل بن ابرهيم علیه السلام له اولادې دی. مور یې بي بي آمنه د وهب لور د بني زهرة له قبيلې وه، د مور او پلار نسب یې په کلاب بن مره بن فهر کې یوځای کيږي.
زوکړه
حضرت محمد صلی الله علیه وسلم د فيل په کال دربيع الاول د میاشتې په ۹مه نیټه ۵۷۳م کال په مکه مکرمه کې یتيم وزیږید. محترم پلار یې د ده له پیدایښته مخکې وفات شوی و. له زیږیدو سره سم یې نيکه عبدالمطلب پالنه په غاړه واخيسته. کله چې شپږ کلن شو نو مور یې وفات شوه او چې اته کلن شو نو د نیکه له مهربانه سيوري هم بې برخې شو، چې بیا يې پالنه دسکه تره ابوطالب ترغاړې شوه، ابوطالب د هغه صلی الله علیه وسلم پالنه د خپلو زامنو څخه هم په ښه توګه وکړه، رسول الله صلی الله علیه وسلم د ابوطالب سره د هغه ترمرګه واوسېد.
رضاعي مور یې حلیمة السعدية وه.
د شام سفر او له خدیجة الکبری سره واده
کله چې رسول الله صلی الله علیه وسلم دولس کلن شو، تره یې (ابوطالب) له ځان سره د شام په لور د تجارت په کاروان کې روان کړ، (بُصرې) نومې ځای ته چې ورسيد نو له یو راهب سره چې په (بحیرا) مشهور و ليدنه وشوه- بحيرا راهب رسول الله صلی الله علیه وسلم د هغونښو څخه وپیژاند چې د اهل کتابو په کتابونو کې یې لوستې وې، له لاسه یې ونیو او ویې ویل: « دا له ټول بشر څخه غوره دی او الله پاک به یې ټول عالم ته رحمت ليږي».
ابوطالب وویل: «له څه پوه شوی؟»
بحيرا وویل:«کله چې تاسې له هغې څوکې راښکاره شوئ، ددې سيمې ټولې ډبرې او ونې په سجده پریوتې؛ دا شیان له پیغمبر پرته بل چاته سجده نه کوي او زه یې له هغه مهره پیژنم چې دده د وولو په منځ کې ښکل شوی دی او دا موږ ته په خپلو کتابونو کې دده په هکله ویل شوي دی».
بیا یې له ابوطالب غوښتنه وکړه چې بیرته یې مکې ته ستون کړي هسې نه چې یهودیان ورته تاوان ورسوي. کاکا یې خبر ومنله او مکې ته یې له څو تنو نوکرانو سره بیرته ولیږه.
په دوهم ځل رسول الله صلی الله علیه وسلم بیا د خديجة الكبرى رضي الله عنها په تجارت کې له میسره نومې غلام سره شام ته ولاړ، کله چې مکې ته بیرته راغی نو میسره غلام خديجة الكبرى رضي الله عنها ته دده د خوږو اخلاقو، لوړو کړنو او امانتدارۍ په هکله خپل د سترګو ليدلی حال ووایه، د خدیجې رضي الله عنها رسول الله صلی الله علیه وسلم خوښ شو او د واده پیشهاد یې ورته وکړ، رسول الله صلی الله علیه وسلم یې پيشنهاد قبول او په ۲۵ کلنۍ کې يې دخدیجی رضي الله عنها سره واده وکړ، په دې وخت کې خدیجه رضي الله عنها ۴۰ کلنه وه. خديجې رضي الله عنها له ده مخکې دوه ودونه کړي وو چې له یوه خاوند یې یو زوی او یوه لور او له بله یې یوه لور زیږیدلې وه.
بعثت
رسول الله صلی الله علیه وسلم په غار حراء کې عبادت کاوه چې جبرائيل علیه السلام ورته راغی او ورته یې وویل: ولوله؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وویل، چې زه لوستل نه شم کولای، بیا ملایکې په غيږ کې ټينګ ونیو او زور یې ورکړ بیا یې ورته وویل: ولوله؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وویل، چې زه لوستل نه شم کولای، بیا یې په درېیم ځل ښه ټينګ ونيو زور یې ورکړ او بیا یې خوشې کړ بیا ورته ملائکې وویل:
اقْرَأْ بِاسْمِ رَبِّكَ الَّذِي خَلَقَ (۱) خَلَقَ الْإِنْسَانَ مِنْ عَلَقٍ (۲) اقْرَأْ وَرَبُّكَ الْأَكْرَمُ (۳) الَّذِي عَلَّمَ بِالْقَلَمِ (۴) عَلَّمَ الْإِنْسَانَ مَا لَمْ يَعْلَمْ (۵) العلق
رسول الله صلی الله علیه وسلم ددې مبارکو آیاتو د اورېدو ورسته ترهېدلی کور ته راستون شو، خدیجې رضي الله عنها ته یې ټوله کيسه وکړه، هغې رسول الله صلی الله علیه وسلم نور هم زړور کړو او ددې زیری یې ورکړ چې تا به الله جل جلاله هيڅ کله سپک نه کړي، بیا خدیجې رضي الله عنها خپل د تره زوی ورقه بن نوفل ته چې عیسايي و، وروست، هغه ورته ددې خبرې زیری ورکړ چې ته به ددې امت نبي یې، بیا یې ورقه وویل:
«کاش چې زه هغه وخت ځوان وای! کاش چې زه هغه وخت ژوندی وای! کله چې تا خپل قوم وشړي».
رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وویل:« آیا زما قوم به ما له کلي اوباسي؟»
ورقه ځواب ورکړ:
«هو، هر چاچي ستا په شان پیغام راوړی دی دښمني ورسره شوې ده، که زه په هغه وخت کې ژوندی وم زه به دې پوره ملاتړ وکړم».
له دې واقعې ورسته ورقه مړ شو او وحي هم د لنډې مودې لپاره بنده شوه، بیا الله جل جلاله د سورت المدثر لومړني څو آیاتونه نازل کړل، په دې کې الله جل جلاله رسول الله صلی الله علیه وسلم باندې امر وکړچې خپل قوم اسلام ته دعوت کړي.
له دې وروسته رسول الله صلی الله علیه وسلم سري (پټ) دعوت شروع کړ، تر ټولو اول کس چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم دعوت ته یې په لومړنۍ ورځ لبیک ووایه په نارينه و کې ريښتيني دوست ابوبکر، په ښځو کې د رسول الله صلی الله علیه وسلم بي بي خدیجة، په ماشومانو کې د رسول الله صلی الله علیه وسلم د کاکا زوی علي او په غلامانو کې زیدبن حارثه رضوان الله علیهم اجمعين.
بیا د ابوبکر الصدیق رضي الله عنه په دعوت ټولي اسلام قبول کړ چې د هغوی له جملې: عثمان بن عفان، طلحه بن عبیدالله، سعدبن ابي وقاص، عبدالرحمن بن عوف، عثمان بن مظعون، ابوسلمه بن عبدالاسد او ارقم بن ارقم رضوان الله علیهم اجمعين وو.
رسول الله صلی الله علیه وسلم به له صحابه ؤ سره د ارقم په کور کې په پټه ليدل کاته کول او په همدې کور کې به یې دوی ته قرآن او اسلامي ارشادات ورزده کول.
رسول الله صلی الله علیه وسلم پوره درې کاله پټ دعوت وکړ، بیا پرې وحی نازله شوه چې له هغې سره پټ دعوت ختم او ښکاره دعوت يې شروع کړ، په دې هکله د قرآن کريم دا مبارک ایاتونه نازل شول:
وَأَنْذِرْ عَشِيرَتَكَ الْأَقْرَبِينَ (۲۱۴) شعراء
ترجمه: نژدې خپلوان دې ووېروه
فَاصْدَعْ بِمَا تُؤْمَرُ وَأَعْرِضْ عَنِ الْمُشْرِكِينَ (۹۴) حجر
ترجمه: هغه چې امر درته پرې شوی په زغرده اعلان کړه او له مشرکانو مخ واړوه.