هغه ميږي چي له سليمان عليه السلام سره يې خبري ..

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 47117
دارالافتاءابوالفضل ـ
دخبریدو نیټه : 2012-01-27


فتوي نمبر (535)

مفتي  :
ستر علمي او روحاني شخصیت علامه، محقق محمد معين الدين أبوالفضل ، افغاني کان الله له ودامت برکاته
: مستفتيه:صابره سعيد  ګرن اوعالیقداستاذابوالفضل صاحب الله پاک دي ستا په خدایې اومحققانه علم سره مسلمانان منورلري

زماپوښتنه داده چي هغه ميږي چي له سيلمان عليه السلام سره يې خبري وکړې اوپه قرآن پاک کښي يې په سورت نمل کښي ذکرراغلئ دئ نروواوکه ښځه؟

الجواب ومنه الصواب

نحمده ونصلي علي رسوله الکريم
محترمي خورې ستاددغي پوښتني چواب سراج الامه امام اعظم ابوحنېفه رحمه الله په خپله په دې ډول کړیدۍ چي
يوواريوجليل القدره بزرګ سړي وکوفې ته راغلئ ډ‎ېرخلګ ورته راجمع اوراټول سول،ده وويل چي هرڅوک  که يوه پوښتنه لري ودي کړي،امام ابوحنيفة هم په دې مجلس کي حاضروواوپه دې وخت کي دَيْ نوئ ځوان وو،ده ودې عالم ته وويل چي دسليمان عليه السلام ميږي نرووکه ښځه؟
دابزرګ چي داسوال واورېدئ پټه خوله سو.
بياامام صاحب ورته وويل چي دسليمان عليه السلام ميږي ښځه وه‎.
ځکه چي الله(جل جلاله)په قرآن کريم کي  په خپل دغه قول کښي چي:«قالت نملة»دقالت فعل مونث فعل ويلئ دئ نوکه چيري دغه مېږَی  نروائ نوالله پاک به داسي فرمايلي وائ:«قال نملة» ـ
والسلام