ژوند د الله (جل جلاله) لویه ورکړه او امانت دی یوه عظیمه ډالی ده معلومه نه ده چی ژوند نوری څومره او څوماناګانی لري.
خو مګر ژوند ډیرو خلکو په مختلفو کلماتو او الفاظو باندی ستایلی دی ، مګر ما دلته د سوال او ځواب په بڼه د (ژوند) کلمه په ډاکه کړی ده.
• له ستورو څخه پوښتنه وشوه چی ژوند څه شی دی؟
ستوری د اسمان په غیږی کي پټ شول او وییي ویل ژوند تیاری دی.
• له سپوږمی څخه پوښتنه وشوه ژوند څه دی؟
• سپوږمۍ به وریځو کي پټه شوه او ژوند ته یي د یوی شیبی برښنا نوم ورکړ.
• د لمرشعاع ګلونو څخه پوښتنه وشوه؟
لمر په ځواب کی وویل چی ژوند له سوزیدو پرته بل هیڅ نه دی.
• دګلابونو له نرمو پاڼو نه پوښتنه وشوه؟
ګلاب ځواب ورکړ ژوند د ریژیدلو نوم دی.
• دشاعر په کتاب کي ژوند درد دی.
زما په نظر ژوند بو نافرمانه آس او د حساب هغه پوښتنه ده چی د وصل لپاره یی ډیر وخت په کار وی او بیا هم ځواب يي صفر وي زوال يي په وخت پوري اړه لري.
په ژوند کی باید داسي کارنامی وکړو چی نوم مو په ښو تورو سره یاد شی.
ژوند د ازموینو زانګو ده، ژوند مینه ده، ژوند وفاده، ژوند دولت دی چی وخت پری اخستل کیږی، وخت د ژوند یاد ګاری دی ژوند هغه کشش دی چی ښایستونه جذبوی، یادونه راټولوي، غمونه تیروی او همدا ډول ژوتد د قدرت ازموینه ده، ژوند د جنت لاره ده، او هغه ژوند چی د الله ( جل جلاله ) په اوامرو او عبادت کی تیر شي د راتلونکي ابدي او همیشنی ژوند د روښانتیا سبب کرځي.
په احترام