د امریکا د بهرنۍ پالیسۍ ارزونه - بروس ریچارډسن

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 47213
بروس ریچارډسن
دخبریدو نیټه : 2012-01-31

ژباړه : رحمت آریا
 جنوري ۲۰ ۲۰۱۲
د بهرنیو چارو د یوه باخبره کارمند له پلوه، د امریکا د بهرنۍ پالیسۍ ارزونه 
لېکوال : بروس ریچارډسن
د امریکا بهرنۍ پالیسۍ ته د ژورې کره کتنې لپاره « زموږ د مېرڅمن له سترگو» کتاب [1] وگورﺉ چې تر څنگ ېې د افغان پرگنو په منځ کې د یو شمېر اندېښنو ډډې هم راسپړلې دي ؛ دا کتاب د ویرجینیا د بریسي اینکارپوریتډ[2] خپرندوېې ټولنې خپور کړی چې د امریکا د څارگرې ټولنې د یوه لوړ پوړې درانده غړې له خوا لېکل شوی دی ؛ دا کتاب د یو شمېر اړېنو سکالو په تړاو د کره کتنې لپاره یو نوی چاپیریال رامنځته کوي لکه : په افغانستان کې د کرزي د حکومت د ځای نېولو لپاره د [ نیو کمونیستانو[3] ] مسکو پاله دسیسه گره ډله مخ په وَدې سمبالتیاوې نیسي ؛ یا د ملگرو ملتونو د امنیت د شوری له پریکړو څخه سرغړوونکي هېواد ، اسراﺋـیلو ، سره د امریکا بې تړه [ بې قید او شرطه] کلنۍ مرستې چې شمېر ېې له درو تریلیونو ډالرو پورته ا َوړي او نور. امریکا د ملگرو ملتونو د امنیت د شوری له  پرېکړو څخه په سرغړونه کې د اسراﺋـیلو پر وړاندې ان د هېڅ ډول جزاﺋـي گام د اوچتولو وړاندېز نه  کوي خو برعکس د عراق او افغانستان پر وړاندې ېې عملیات د یوې معیاري لړۍ په توگه تر لاس لاندې نېولي دي.  دغې دوه مخې  پالیسۍ چې د [ بندېزونو] تر نامه لاندې پلې کېږي په عراق او افغانستان کې ېې د یو میلیون عراقیانو او افغانانو ژوند واخیست.  زموږ بې نومه لېکوال ددغو سکالو  تر څنگ، د ۲۰۰۱ زکال د سپتمبر د ۱۱ نېټې له پېښې مخکې د امریکا د څارگرې ټولنې د فعالینو د هغو له لاسه تللو امکاناتو سپړنه هم وړاندې کوي چې د اسامه بن لادن د استرداد او نیولو په اړه ېې له لاسه ورکړي ول، ډیري شننونکي په دې باور دي چې که څارگرې ټولنې د طالبانو د پام وړ وړاندېزونو او د گواښ د رامنځته کېدلو د خبرتیاوو پروا ساتلې واې او تر څنگ ېې د نورو بې شمېرو سرچېنو خبرتیاوو او د رامنځته کېدونکي گواښ په اړوند راغلو مالوماتو ته پام اړولی وای نو داسې پېښه به هېڅکله نه وای رامنځته شوې. لېکوال د پېښو پر وړاندې د ناچمتو جیورج ډبیلو بوش د ناخبر او ارتجاعي غبرگون نیمگړتیاووې هم راسپړي،  په داسې یوه حساس پړاو کې بوش هڅه کوي چې پر حکومت باندې د ناوړه چلند د لگېدلو تورونو په اړوند امریکايي پرگنې په بې هوښې او ناخبرۍ کې وساتي، دا هغه سیستماتیکه خطا وه چې د پېښې په مخنېوۍ کې پاتې راغله او همدې تېروتنې د ملي امنیت گواښلو ته لاره وموندله. همدا شان لېکوال د یوې بلې خبرې ډډې هم راسپړي چې د لومړي ځل لپاره د فرانسوي پلټونکو ژورنالیستانو له خوا سپړل شوې چې ډیري امریکایان ېې ان له اوریدلو او پاملرنې څخه کرکه لري، هغوی وايي چې پر افغانستان باندې د امریکا برید د ترهگرۍ پر وړاندې جگړه نه بلکه د رژیم بدلول ول چې له مخې ېې وکولای شي له افغانستانه په تېرېدا د کسپین له کاسې نېولې د پاکستان د گوادر تر بندر پورې د نللېکې د پروژې د غځولو لپاره لاره هواره کړي.  
 
ددې تر څنگ لېکوال په چیچنیا کې د روسانو د وینې بهونې او د هغوی د مادي ملاتړ په اړوند د امریکا « اوباما» د اوسنۍ ادارې د لفاظۍ په اړوند کلکې گوتنېونې لري، د ۲۰۰۱ ز کال د سپتمبر د نهمې نېټې له پېښې مخکې د بوش ادارې په قفقاز کې د کرملین پر پالیسۍ ټېنگې گوتڅنډنې درلودلې. د نړۍ والې سولې او د اساسي قانون پر بنسټ د راڼه دولت [4] د رامنځته کېدلو ملاتړوالو ته ښايي تر ټولو زړه بوږنوونکې خبره په دې وروستیو کې د اوباما د ادارې او د ولادیمیر پوتین د حکومت تر منځ د پټ تړون لاسلېک کول وي. واشنگټن د [څه راکړه او څه واخله[5] ] د سیاسي جوړجاړي تر سیوري لاندې ژمنه کړي چې په چیچنیا کې به د روسیې د وینې بهونې ملاتړ کوي او امریکا به په جگړې کې راښکېلو چیچنیانو ته د روسیې له پلوه منع شوې مرستې ورسوي. روسیه به په خپل وار د طالبانو په ځیر ټاکل شویو مورچلونو باندې د بې نښانو الوتکو له لارې د تاجیکستان له هوايي اډو څخه بریدونه کوي او هم به په تاجیکستان کې دېره د روسیې  د ۲۰۱ موتوریزه غنډ سرتیري د جامو او څېرو په بدلولو د شمالي ټلوالې له ځواکونو سره اوږه په اوږه د طالبانو پروړاندې جنگېږي. په دې توگې روسیه او امریکا دواړه د هاگ د ۱۹۲۳ ز کال د قانون له مسودې [6] څخه په څو څو ځله سرغړونه کوي او ددې په کولو د نړۍ وال قانون له احکامو څخه هم په سرغړونو تورنیږي.  
 
لېکوال د غوره شویو شرکتي رسنیو او د چاپي ټولنو له لارې د حکومت د پروپاگند او د غلطو مالوماتو د خپرونې لړۍ تر کره کتنې لاندې نېسي او هم ېې په نړۍ والو پېښو کې  د ولس پرادارک باندې اغېزې راسپړي. زموږ ژمن او زړه ور لېکوال د امریکا د ښځو [ فیمینستو] ټولنو ریاکاره او له پېښو ناخبره ویجاړَونکې ونډه شاربي او بربنډوي چې په څه ډول ېې د امریکا د بهرنۍ پالیسۍ په جوړونه کې خپله ونډه لوبولې او هم په سپېنې ماڼۍ کې د کلنتن له پخوانۍ ادارې سره د ښځو د یادو شویو ټولنو د زښتو نېږدو اړیکو څرنگوالي راسپړي. د لېکوال په وینا  فیمینستې ټولنې او د کلنتن سپېنه ماڼۍ  دواړه یو پر بل باندې تړلې وې او د طالبانو د واکمنۍ پر مهال دغو اړیکو د کلنتن د سپېنې ماڼۍ پر پالیسۍ باندې زښته ژوره اغېزه شېندلې وه چې همدا اړېکې د افغانستان له بدنامۍ او ژمني شمالي ټلوالې سره تر نن پورې دوام لري.  
 
د لېکوال د شننې یوه بله برخه که څه هم دونې مهمه نه برېښي مگر پر ځای ده او د هغو دینامیکونو یا خوځښتونو وراشه راسپړي چې پایله ېې د ۲۰۰۱ ز کال د سپتمبر په نهمې نېټې پر نړۍ وال سوداگریز مرکز باندې په ورانکارو او بوږنوونکو برېدونو واوښتله. لېکوال د خپلې وراشې په لړ کې د هغو پېښو د جرړو په لټون کې دی چې تر نن پورې ېې د مسلمانانو ادراک او تورونو ته بله بڼه ورکړي چې گڼې لوېدېزې نړۍ د مسلمانانو پر وړاندې مډرنه صلیبي جگړه پيل کړې ده. د بېلگې په توگه : لېکوال د اسلامي نړۍ اوسني ادارک ته په کتنې یو شمېر ارقامو ته گوته نېسي او څرگندوي چې له هغې نېټې تر نن پورې  مسلمانان په کومو سترگو امریکې ته گوري ؛ « د ۱۹۸۰ او ۱۹۹۵ ز کلونو تر منځ امریکې ۱۷ وسلوال عملیاتونه تر سره کړي... او ټول ېې د مسلمانانو پر وړاندې تر سره شوي دي.» لېکوال ته په برابره توگه د وراشې بله زښته مهمه سکالو تر نن پورې د امریکې دوه مخېزه او له ټگۍ برَگۍ ډک چلند دی چې په ټولې اسلامي نړۍ کې دداسې فاسدو او ناتارگرو رژیمونو ملاتړ کوي چې له بشري حقونو څخه په کلکو سرغړونو تورن دي. د بېلگې په توگه په وزبکستان کې د کریموف ناتارگر رژیم را اخلي چې د امریکې ۳۰۰ میلیونه ډالره مرسته ېې تر لاسه کړې او یوازې ۷۹ میلیونه ډالره ېې د کریموف پټو ځناور خویو پولیسو ته ورغلي دي. لېکوال په خپلو څارگرو ځېرکو مسلکي سترگو د اوباما د ادارې هغه لاقیده ملاتړ تر کره کتنې لاندې نېسي چې د افغانستان شمالي ټلوالې، د نیشه يي توکو زړو قاچاقچیانو او په تأریخي ریکارډ د بشري حقونو سرغړوونکو ته ېې ډالۍ کړی دی.
 
لېکوال د بهرنۍ پالیسۍ د یوه متجرب او تکړه څارگر په توگه، په خپلو ډېرو باخبرو او څکو سترگو د نړۍ د مسلمانانو پر وړاندې د لوېدېزې نړۍ بېعدالتۍ راسپړي او د « تمدنونو» د بد مرغه « ټکر» شونیوالي ته نغوته کوي. لېکوال موږ ته د نړۍ ۵۷ هېوادونه په یاد روالي چې هر یو ېې امریکې ته د یوه یرغلگر او د امپریالیزم خواته د لیواله کېدلو هېواد په سترگه گوري.
 
د افغان چارو کارپوه، سیاستوال او تأریخپوه ته تر ټولو اړېنه شننه په افغانستان کې د امریکې پالیسي ده. لېکوال په ډیرو څرگندو ټکیو د بوش او اوباما دواړه ادارې په رڼه ژبه تر گوتنېونو لاندې نیسي چې د خپل وسلوال ځواک په مټ ېې وغوښتل د طالبانو رژیم ړنگ او پر ځای ېې د امریکايي پرگنو د ټکس د بلیونونو ډالرو په بیه یو کیڼ لاسي رژیم بیرته د واک په گدۍ کښینوي؛ حال دا چې د سړې جگړې په لړ کې ېې د همداسې یوه رژیم د ړنگولو لپاره په بیلیونونو ډالره مخکې له مخکې لگولي ول. اوس واشنگټن دداسې یوه رژیم « شمالي ټلوالې» پالنه او ساتنه کوي چې انځور ېې د [ بشري حقونو ډاکټرانو] په یوه دېرش پاڼېز گزارش کې له بشري حقونو څخه د څرگندو سرغړونو په تړاو په خورا ترخو ټکیو کښلی دی، واشنگټن هڅه کوي چې د حامد کرزي دولت د بریالیتوب تر پولې پورې ورسوي. لېکوال د طالبانو په ځلونو ځلونو هغه هڅې او منافذ تر کره کتنې لاندې نېسي چې غوښتل ېې اسامه بن لادن امریکايي چارواکو ته وسپاري او یا ېې استراداد کړي ؛ لېکوال هغو ناپایو ناندریو او شخړو ته گوته نېسي چې د کلنتن او بوش دواړه ادارې دداسې هڅو په پیژندنې کې پاتې راغلې. کله چې اسامه بن لادن ووژل شو، نړۍ والې ټولنې دغه وژنه ، قانون او یا قانوني لړۍ ته په درناوي کې د پاتې راتلنې په سترگه وکتل، دا هغه لړۍ ده چې د قانون پربنسټ هر څوک د قانوني محکمې تر اثباتیه حکمه پورې بیگناه دی.      
 
د احمد شاه مسعود په اړوند د لېکوال ژورې او څرگندې کتنې د پام وړ دي. لېکوال په ۲۷۱ پاڼه کې لېکي : « مسعود د رسنیو د پام په را اړونه کې لوړ لاس درلود، هغه په خپلې ورهڼې د لوېدېزې نړۍ د څو تنو نوموتو خبریالانو په غاړو کې د څه دباندې شلو کالو لپاره پړي اچولي ول او واښکي ېې په خپل لاس کې درلودل. مسعود دغه ژورنالیستان په پر له پسې ډول وغولول.... یو شمېر امریکايي او اروپايي سیاستوالو باور درلود چې مسعود یو لوېدېز پلوی مسلمان دی چې په افغانستان کې به ډیموکراسي ته وَده ورکړي، د هېواد د پرگنو په منځ کې به بېلا بېلو فرهنگونو ته د درنښت او زغم پر ستنې ولاړ ټولنېز سیستم او ښځو ته د حقونو د ورکړې او درناوي پالیسۍ رامنځته کړي.» همدا شان لېکوال له شورویانو سره د مسعود له ډېرو تړونونو څخه یادونه کوي چې کومه نوې خبره نه ده، مگر خپرېدنگ ېې د یوې بلې لوېدېزې سرچېنې له خوا ځکه ارزښت لري چې تأریخپوهان او نور کسان ېې په اړوند غــَـور وکړي. لېکوال دې خبرې ته هم هک پک دی چې ولې په نړۍ والې کچې پيژندل شوي ژورنالیستان او د افغانستان په اړوند د بې شمېرو کتابونو لېکوالان د مسعود د رېښتوني څېرې او د هغه د خیانت د مستندو لاسوندونو په پيژندنې کې چې په ښه ډول مستند شوي پاتې راغلي دي.  کېدای شي دا خبره به تر یوه برېده ومنو او وبه وایو چې دا د مسعود استعداد او فطرت وو چې رسنۍ ېې تېر ایستلای شوې، مگر پوښتنه دا ده چې ولې لوېدېزو رسنېو د یوه جهادي مشر په توگه د مسعود له ټولو نېمگړتیاوو او د شوروي اتحاد د ستر درستېز له مرکز سره د همکاریو د تړونونو په شتون سره سره بیا هم د هغه لاس ېې خلاص پرېښود او په هغه مهال کې ېې دده رېښتونې څېره بربنډه نه کړه. یو شمیر نور دلایل هم شته ؛ د سړې جگړې د کلونو په اوږدو کې گنگوسې خپرې وې چې مسعود د هغو ژورنالیستانو پر سر پرېمانه لاجورد او زمرد شېندل چې دده له لېدنې وروسته ېې د هغه په خوښه او گټه په پنځشېري موډ او چم د عملیاتو گزارشونه ورته خپرول. همدا شان لېکوال د شوروي – افغان د جگړې د کلونو په لړ کې په خبریالانو کې د باوري نوښت او کنجکاوۍ نشتوالي هم ویني چې ددوی په اړوندو گزارشونو کې د یوه دود په توگه لېدل شوي خو ددې تر څنگ دا هم وايي ، سره له دې چې نوموړی د پنځشیر د افسانوي زمري په نامه ستایل شوي وو مگر ډیرېو خبریالانو په هغه مهال کې د لاسوندونو په نه درلودلو ددغه نامتو بولندوی د کړو وړو په اړوند یو ډول فرضي تصورات رامنځته کړي ول.  لېکوال، د درواغو د افسانوي مسعود په اړوند د خپرو شویو عادي او غیر معیاري گزارشونو تر شا پرتو پټو انگېزو ته د یوې په زړه پورې کتنې په لړ کې دلایل وړاندې کوي چې کېدای شي تر زښتو ډېرو اغېزو لاندې راغلي خبریالان د هغوی د لېکنو له مخې وپیژندل شي او گڼې د [ هغه چا  لپاره چې جــَـرَسونه کړنگول کېږي [7]] د افسانو په شان ېې خپل پرېړ داستاني کتابونه پرې ډک او په همداسې یوې جوړې شوې افسانوي لړۍ کې ېې برخه اخېستي وي او یا د داستاني دسیسو جوړولو د بهرني نامتو لېکوال [ جان گریشم [8] ] په څېر لېکوالان د پنځشیر له سمڅو څخه د خپرېدونکي میډیا د ماشین د پرېمانو پروپاگندونو بلهاریان « قربانیان» گرځېدلي وي.  ددې تر څنگ، لېکوال د زړورو خو بې خبرو ژورنالیستانو د زښتو سترو گزارشونو دوسیې تر کلکې شننې لاندې نېسي او وايي چې له ۱۹۷۹ ز کال نېولې تر نن پورې دغو د بې خبرۍ پر بنسټ ولاړو گزارشونو د افغانستان د تأریخ په وېجاړولو کې څنگه ونډه لوبولې ده. 
 
ددغې شهکاري  او بې سیالې لېکنې لېکوال نه دي غوښتي نوم ېې روښانه شي.  د څارگرې ټولنې د یوه غړي او فعال په توگه لېکوال دوه کاله هلې ځلې وکړي چې د خپل پخواني آمر [ سي آی اې] ،اجازه تر لاسه او دغسې لانجمن او متنازع فیه گزارش خپور کړي.  لنډه دا چې د مالوماتو د آزادۍ د قانون تر سیوري لاندې دا کتاب اوس په عامه کتاب پلورنځیو کې تر لاسه کېدای شي. دا یو زښت عالي او ښه مالوماتي کتاب دی چې په افغانستان کې د بنسټېزو لانجمنو  پېښو په اړوند نورو لېکل شویو کتابونو سره همغږي لري او تصدیقوي ېې. شک نه شته چې دا کتاب یو ډیر عالي ژانر دی. پای
===========================
  
[1] Through our Enemies Eyes’
[2] Brassey’s Incorporated of Virginia
[3] neo-Communist
[4] open constitutional government
[5] quid pro quo
[6]  Hague Draft Rules of (1923)
[7] For Whom the Bells Tolls
[8] John Grisham